دخپریدو نیټه : 2007-06-25 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
د شګې جومات
بشارت ، کابل
د چنګاښ څلورمه
نرۍ نرۍ د سباوون رڼا پيداشوې وه او ځلېدونکيو ستورو د مخه
ښې اشارې کولې ، يونيم ځاى د سپيو او چرګانو نارې هم اورېدل کېدې او دکلي په خوا کې د بهېدونکي خوړ د اوبو شرهار بيا
دې سباوون ته يو بل ډول خوند ورکړى و .
لږ شېبه وروسته رڼا زياته شوه او شپې توره لمن ټولوله ، ښه سهار شو، په
پټيو کې د کروندګرو د يوم غږ اورېدل کېده او په شاو خواغونډيو کې د مېږو او وريو رمباړې او د ګړينجانيو ش
نګهار بيا په کلي کې د هر چا تر غوږو رسېده .
يو څه وخت تېر شو، د لمر سترګې د غره له څوکې لږ سترګه راپورته کړې
وه او هر چا ته يې بېلابېل پيغامونه درلودل ، د لمر وړانګې د شاوخوا په ځينو خټينو کورونولګېدلې وې .
د کلي ک
اګانې، چې له سلو کلونو مخکې په ښه نقش او نګار سره جوړې شوې وې ، د وخت ناخوالو يې د ځينو برجونو او پخڅو سرونه
ړولي و او په ځينو ديوالونو کې يې د تېرو جګړو دګوليو او چرو سوري له ورايه ښکارېدل .
د کلي په منځ کې د شګې
يو جومات و ، چې دغه جومات په زياتو ونو پوښلى و، د جومات په خوا کې د اوبو يوه وياله بهېده او په بله خواکې يې
د اوبو سرپټى حوض هم وو ، چې دلرګي پخوانۍ نقش لروونکې وړه کاسه د اوبو څښلو لپاره په کې پرته وه .
د شګې په
جومات کې د کلي نږدې شپېته تنه ماشو مان، چې نجونې او هلکان په کې و د کلي ملا ته د سپارې ويلو لپاره حلقه ناست
وو، ملاصاحب به لويو هلکانو ته قران شريف وايه او دغو هلکانو به بيا کوچينو ته سپارې ويلې ، دوى د سهار له
چاى څښلوڅخه مخکې دغه درس وايه ، دشګې په جومات کې د ماشومانو د سپارو ويلو غږونو دومره شور او ځوګ جوړ کړى و ،
چې د ونو پاڼې يې رپولې .
ملاصاحب اوږده د مخ کاسه ، ژيړ بخونه نرۍ تارتار ږيره ، جګ قد درلود او په پټو سترګو يې
هلکانو ته د قران کريم اياتونه تکرارول او نورو وړو ماشومانو ته يې اوږده لښته ښوروله .
سپاره په لاس کې ما
ومانو هم د ملاصاحب پېښې کولې ، سترګې يې پټې نيولې وې او د الله هو په څېر يې سرونه ښورول او سپارې يې ويلې .
په
دې وخت کې د لمر سترګه پوره د غره له څوکې راپورته شوې وه او وړانګې يې هم د جومات د ونو په څانګو لګېدلې وې .
د ما
ومانو د رخصتۍ وخت ته يواځې اوه اته دقيقې پاتې وې ، چې يو ناڅاپه ددوه الوتکو کړس شو او له کړس سره يو ځاى ملاصاح
ب او ماشومانو هڅه کوله، چې پورته د الوتکو پر لور وګوري ، چې درز شو ، چې له دې سره د شګې له جومات څخه خړې او
تورې لوخړې راپورته شوې ، بم د ماشومانو غوښې او د سپارو ټوټې د ونو په څانګو ونښلولې او د ماشومانو پر ځاى د ونو
غوڅې شوې څانګې ، چې لمبې اودود وهلې وې راپرېوتې، له کورونو څخه سرلوڅو او پېښبله ميندو په کوکو او نارو سره د شګې
جومات پر لوري منډې وهلې او هر چا د خپل ماشوم د ليدو هڅه کوله .
لږ شېبه وروسته نورې چورلکې راغلې د شګې جومات
په خوا کې يې ژر ژر په لسګونو دريشي کړي ژيړ سري او شين سترګي بهرنيان را خوشې کړل ، د شګې جومات خواته يې د خ
کو د تګ مخه ونيوله او د خپلو وږيو ټوپکو خولې يې دکلي د خلکو پر لور نيولې وې .
ټوله ورځ يې دشګې د جومات شاوخوا
سيمه کلا بند کړې وه او د وژل شويو کسانو په اړه يې پلټنې کولې چې دا ترهګر دي که نه ؟ خو د کلي په کورونو کې
ښځو او نارينه وو خپل وېښتان شکول او زړه بوږنونکې ژړاوې يې کولې .
مازيګر مهال ناوخته شين سترګو بهرنيانو د م
اشومانو يو څو غټ غټ اندامونه د پلټنو په موخه را ټول کړي وو او ديوې ونې ډډ ته يې لکه دقربانۍ غوښه ټوټه ټوټه
اچولي وو ، چې د ماښام د تيارې په راتلو سره يې له کلي پيښې سپکې کړې او کلى يې ژړاګانو ، کوکو او ويرونو ته پ
ېښود .
دغو ځواکونو دهېواد د ټولو رسنيو دفترونو ته خبرپاڼې ولېږل او خبر يې ورکړ، چې ددوى ځواکونو په هوايي بم
بار سره په يو پټنځاى کې د شپيتو په شاوخوا کې ترهګر ووژل شول ، د رسنيو چلوونکيو او کارکوونکيو هم دتازه خبر
په نامه پرته له کومې څېړنې د خبرپاڼې دغه خبر په دې موخه چې تر نورو يې ژر خپور کړى وي، په بېړه، اژانسونو، ت
ويزيونونو، راډيو ګانو او ورځپاڼو کې په پټو سترګو خپور کړ .