مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-06-30   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

قفسي زندانيان

بشارت

بشارت
له ماشومتوب راهيسې مې دمرغانو له ښکار کولواو ساتلو سره بې کچې مينه وه ، دهرې مرغۍ له ښکار کولو به مې بې اندازې خوند اخيسته ، ټول فکر به مې دغټو او وړو مرغانو له ښکار  سره و .
ډير وخت به مې هڅه کوله چې ددام له لارې يو شمير مرغان ونيسم ، په قفس کې يې واچوم او ويې ساتم .
تل به ما سره په کور کې څو ډوله مرغان په قفسونو کې بنديان وو، که څه هم چې دغه مرغان به مې دخوراک او څښاک له پلوه ښه سات ، خو مرغانو به دبنديتوب له امله تل په قفس کې ليوني ټوپونه وهل او هڅه يې کوله چې له قفس څخه ووځي .
زما دا مينه دومره اوږده شوه چې کلونه کلونه وخت يې واخيست ، هر چير ې به مې چې دچا دکومې ښې مرغۍ صفت واوريد، نو پسې به ورغلم او په لوړ قيمت به مې ترې واخيستله ، زما ډير وخت زياتې پيسې هم دمرغانو په اخيستو لګېدې ، په کور کې مې څوډوله او څورنګه قفسونه درلودل ، چې  په هر يوه که به دسرو او ژيړو مښوکو لرونکي ډول ډول مرغان  پراته وه ، ځينو م غانو به ډيرې ښې نارې هم وهلې او په قفس کې  به بيا شپه او ورځ رڼې سترګې   ولاړ و .
زه چې کله لوى شوم او وړې زده کړې  مې هم وکړې ، مګر بيا مې هم کور له مرغانو او قفسونو څخه ډک و  .
د مرغيو دساتلو  په خاطر مې څو ځلې دکورنۍ د غړيو له خواوهل  خوړلي ، خو لامې هم مرغانو سره مينه هماغسې  ژوندۍ پاتې وه .
يو وخت مې چې وړې  زده کړې هم بشپړې کړې وې او بيا مې په يوه  نا دولتي  دفتر کې دنده تر سره کوله او دنوې ټکنالوژۍ له اسانتياوو سره تر ډيره بلد شوى وم ، له ورځو نه مې يوه ورځ  په انټرنيټ کې يو سايټ پيدا کړ چې په دې سايټ کې په سګونو بنديان  په افغانستان ، ګوانتانامو، يو شمېر عراقيان  دعراق په ابو غريب زندان کې او همدارنګه په سلګونو فلسطينان داسرائيلوپه زندان کې څو ځايه تړل شوي ، لوڅ شوي يو پر بل اچول شوي او ډير يې په وړو، وړو فسونو کې دمرغانو په څېر بنديان شوي ، چې ددې انځورونو په ليدو سره مې  دسر ويښته زيږه شول  او ټکان مې وخوړ . نو وپوهېدم چې دا انسانان په کومه ګناه نيول شوي او دوى دڅه شي سزا ويني .؟
دبشر حقوق راته هسې مسخره ښکاره وه، دظالم او مظلوم په بشپړه مانا وپوهېدم ، ددې هر بندي انځور ته  مې بې دريغه وژړل  او دانټر نيټ پر مخ مې راوړيو انځورونو ته دبې وسۍ اوښکې تويولې او دهغو ى مظلومې څېرې  مې په ذهن کې دتل له پاره انځور شوې ، نور مې هيڅ له لاسه او وسه نه و  پوره  يواځې مې بې اختياره ژړل او نه درېدونکې اوښکې مې دانټر نيټ په سپين  ميز تويولې .
ددې انځورونو په ليدو مې پريکړه وکړه چې وروسته له دې به مرغۍ نه ښکار کوم ،همدا لامل و  چې دوه ورځې وروسته خپل کلي ته لاړم او کور ته په رسېدو سره مې دټولو قفسونو څخه ډول ډول ساتلې مرغۍ خوشې کړې ، قفسونه مې مات کړل او اوس مې دمرغانو له ښکار او ساتنې څخه توبه وېستلې ده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery