دخپریدو نیټه : 2007-06-30 مخپرونکئ : عُمر واحديار
انټرنيټي مينه ------ لنډه كيسه -----
ميرويس جلالزى
ښاغلى اجمل سلام . . .!
. . . . . . . . . . . . . .
(پېغله خپل غږ را باسي) تاسو اجمل ياست . . . . . . .؟؟
هو. . . . . . . . . . . . . . . .هو
ما د هغې خبرتيا په مرسته ستاسو د
ټليفون شمېره وموندله چې په انټرنټ كې خپره شوي وه (پيغله سكوت كوي تر څو د هلك غبرګون واوري)
( ځوان دا ځل په آ
ام غږ په ډاډه زړه ځواب وركوي )
هو ،،،، هو ستاسو په خدمت كې يم.
ريښتيا خو دا ده چې ما تر اوسه واده ندى
كړى، پوهيږي كله چې مي ستاسو د ټليفون شميره د بريښنا پاڼي په ښكتنۍ برخه كي وموندله له ځان سره مي وويل چې له
تاسو سره به يو ځل خامخا له نژدې ګورم .
ښاغليه!
كه له تاسو غوښتنه وكړم چې له ماسره واده كوې آيا تاسو به زما
دا غوښتنه ومنئ؟؟؟؟؟
( هلك په داسي حال كې چې مسكا يي پر شونډو خپره وه هڅه كوي چې له ټليفون سره يو ځاي د كور
يو غلي ځاي ته ځان ورسوي .)
بلاخره هغه په دريدلي سا ځوآب ورګړ.
هو كه ستاسو خوښه وي ولي نه !
ځواب يي لا پاي
ته نه وو رسيدلي چې په كټ كټ خندا يي پيل وكړ.
( نجلي هم په ډير نازك غږ په ناز وخندل او له دي سره سم يي د خپل
زړه له تل څخه د ميني غوټه شوي بخڅه را وسپړله )
نجلي : آيا تاسو ته بي تفاوته ده چې له چاه سره واده
كوي؟؟؟
هيڅكله نه ...!!
له كوژدي مخكي خو به خامخا سره ګورو .!
شرطونه به يي څه وي ؟؟
خورا آسانه او
...............
نجلي : سمه ده .
هلك: تاسو بايد هغي انټرنټ پاڼي ته مراجعه وكړي چې زمو د هغي په مرسته وموندلم.
ه
ته به خپل لومړني پوره معلومات ځاي پر ځاي كړي او وروسته له هغه چې زه ستا پر ليكه شوي معلومات ولولم بيا به د
دوه په دوه ليدني نيټه سره وټاكو.
نجلي: آيا له تاسو پوښتلاي شم چې څو كاله لري ؟؟؟؟؟؟؟
ولي نه : ۴۰ كاله
اوهو خدايه مړه شوم .... څومره ډير ........
د تعجب خبره نده شايد تاسو به هم همدومره ياست كه څنګه؟؟؟
نه هيڅ
كله نه ...!
هلك : راځه چه همدا اوس سره د ليدو نيټه او ځاي وټاكو؟
"سمه ده راته ووايه چې څه وخت او چيرته"
.؟
هلك: نن صبا خو زمونږ په ښار كي يوه لويشت ځمكه هم خالي نشته ، داسي ځاي بايد پيدا كو چې حد اقل..............
نه
پوهيږم..
جلي: ري مه وږه بابا
هرچيرته چې وي زما مور او پلار راباندي نه خبريږي زه هر ورځ سهار ۸ بجي له
كور څخه را وزم او تر يوي بجي فارغ وخت لرم
ځكه زه د مريم په ليسه كي د يولسم ټولګي زده كونكي يم ..
هلك : م
خكي له دي چې سره وګرو يو پوښتنه زه هم لرم كولاي يي شم ګراني .؟.
ولي نه ! سل پوښتني خو وكړه
ايا تاسو باكره
ياست؟؟
خير كه نه ياست فرق نه كوي.
داسي پوښتنو ته اصلاٌ ځواب نلرم ښاغليه ............
تاسو د ولور څه ونويل :
كه څه هم د جلي له خواه د ولور اخيستل ګناه ده او زمونږ د جومات ملا آمام وايي : كه يي څوك واخلي نو په عذاب كي
به ډوب شي خو بيا هم د ښځو حقونو ته بايد د دواړو اړخو تر منځ درناوي وشي.
د نجلي له دي خبرو سره د هلك ه
ونو پړك واخيست او سمدستي يي په ګونګي مسكنه ژبه وويل: ستاسو خبر پر ځاي ده
خو هغه بايد تاسو وټاكي چې څومره
.
جلي: د لمړيو دريو شپو لپاره ۲۰۰۰$ ډالر او زه يوازي دا په خوله غواړم باور وكړي په زړه كي مي هيڅ نشته زما
او ستا په پاكه مينه سوګند يادوم.
( په داسي حال كې چې هلك د نجلي دي غوښتني سخت وپوړاوه خو په تمسخر اميزه
خندا څه ورته ويل غواړي)
"دا ولور كه ډير ده او كه كم "
دا خو يوازي ستا په ژبه ده
دا راته ووايه چې په زړه
كي دي څومره وو؟؟؟
خو مخكي له دې چۍ له نجلي څخه خپل ځواب تر لاسه كړي له هغي بله پوښتنه كوي ( د پيسو خبر خو
اصلا هيڅ مطرح نده خو راځه چې همدا نن سره وګورو او خبري وكړ كه څنګه ستا خوښته ده ؟)
ځواب :سمه ده
..............بايد چې دا كار وكړو
يو څه بل مي را په ياد شو تاسو سړي تل په دي ټينګار كوي چي نكاح بايد شرعي وي
ايا ستا شخصي ټينګار هم د نورو سړو په شان ده ؟
( هلك تر اوسه لا په خندا ده ) : دا خبر ستاسو له خوښي سره
تړاو لري زما لپاره ډيره...............
تر اوسه په دي نه پوهيږم چې ايا د شرعي نكاح تړل او يا نه تړل زما لپاره
توپير لري او كه نه ( هه هه هه هه هه هه هه)
هر څه چې ستاسو نظر وي .
نجلي : سمه ده زه تاسو ته دوه ساعته پس ټ
يفون كوم .
هلك : كولاي شم ستاسو شميره ولرم؟
نه ! زه په خپله تاسو ته زنګ وهم.
هلك : تاسو ډيره چالاكه ښكا
ي فكر كوم چې ۲۰ كلنه شوي به هم نه ياست ؟
( نجلي چي په خوله يي مكاره خندا خپره وه ) : نه ۲۴
هلك : ستاسو غږ له
دي عمر سره هيڅ مطابقت نه كوي!
نجلي :آيا تاسو مجرد ياست ؟
هلك له لږ ځنډ وروسته هو! او تاسو ؟
نه ما ۳ ځله
واده كړي خو له هيڅ يو خاوند سره مي تر۴ مياشتو ډير ګډ ژوند ندي تيري كړي. خداي دي وكړي چي له تاسو سره به هم
اوږد سفر ونلرم.
هلك : دا څه اورم !
نجلي: زمونږ د تهران د نجوونو همدا دود ده .
هلك : تاسو افغانه نه ياست
؟
نجلي : هيله كوم پلار مي افغان ده خو زه په ايران كي زيږيدلي يم : د خداي په امان ښه ورځ درته غواړم
بيا د
ته زنګ وهم
بيا درته زنګ وهم
........................................................
هلك چې د نجلي ورستيو خبرو بي حده ډير چو
تي كړي وو
د ټليفون غوږي يي كيښوده
خو د هغي وروستي خبرو يي لا د غوږونو په دهليزو كي آزانګي كولي چي يو
دم یو څه ور په ياد شول
" زما لويه پروردګاره دا نجلي لكه چې د افغانو سيغه يانو له ډلي وه"
" لعنت دی په
انترنتی مینی شی "