مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-07-01   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دبوری مور چیغی

ډاکتر فیض الله (ثاقب)
 

د ژمی یخ سباوون وه، اوږده شپه تیره شوی وه.
زه پدی نیت چی د بهر د تازه هوا نه څه خوند واخلم دکوره ووتم او د کلی لری د یوه بیابان په لوری روان شوم.
د کلی نه ښایسته لری یو غر په سترگو کیده او غره ته په لاره په نږدی نیمایی کی یوه هدیره وه چی کلیوالو به خپل مړی هلته خښول.
د مر سترگه د غره په سر نوی راښکاره شوی وه او ښکلو وړانگو یی د ځمکی په سر لوړی غونډی لږ لږ رڼی کړی وی.
غره ته په لاره د هدیری په برید کی وم چی ناڅاپه می څو زوروری چیغی په غوږ شوی.
دا چیغی د زړه د تل چیغی وی.
دیوی بوری مور چیغی وی.
د زړه د تل نه را وتی.
نو ځکه خو نیغ په نیغه د زړه تل ته ننوتی.
هیڅ زړه نشو کولی چی دی چیغو ته ټینگ شی.
دی چیغو په غوږ نه په زړه اغیزه کوله.
ما هم په ډیره وارخطایی د هدیری پلو ته وکتل او یوه بوډی می تر سترگو شوه.
نوموړی بوډی په زوره زوره چیغی وهلی او په چیغو چیغو یی ویل وه زویه.
وه زویه دا واړه ماشومان دی څنگه کم؟
دا ناوی دی څنگه کم؟
زه دی چا ته پریښودم ؟
رښتیا چی غوږو ددی چیغو د اوریدو توان نه درلود.
د لری نه وینم چی غریبه بوډی د ځمکی نه خاوری اخلی او په سر یی بادوی.
خوله آسمان ته پورته کی او بیا چیغه کی چی وه زویه.
خوارکی بوډی کله کله د قبر خاوری ښکل کړی او کله سر ښکته کی او په قبر خوله و لگوی.
بیا خوله آسمان ته پورته کړی او وایی .
وه خدایه: چی زما زوی دی مړ کاوه خو زه به دی تری مخکی مړه کړی وم کنه.
وه خدایه زه نو نوره دا دنیا څه کووم؟
زما نو نوره پدی دنیا کی څوک دی؟
زه نو چاته ژوند وکم؟
بی اختیاره می خپله لاره بدله کړه.
د بوډی په لوری په منډو شوم.
ډیره لاره وه خو هیڅ پوه نشوم چی په څومره وخت کی می ووه ه.
په ځغاسته ځغاسته می دبوډی خوا ته ځان ورساوه.
دا نو هغه وخت ده چی بوډی اوس په قبر ملاسته ده.
د قبر خاوری ښکلوی.
کله کله په خاورو خوله ولگوی.
د قبر خاوری د بوډی په اوښکو لمدی شوی .
او د بوډی خوله، شونډی او مخ ټول په خاورو خړ پړ شوی وه.
ویښتان او کالی یی په خاورو سپیره دی.
هیڅ پوه نشوم، او پرته لدی چی د محرم او نا محرم سوچ وکړم، په بوډی می منگولی خښی کړی.
بوډی می د قبر له خاورو را پورته کړه.
نه پوهیږم چی دا وخت زما غږ څو پرخچی شو.
او په څومره وارخطایی می بوډی ته چیغه کړه .... ولی موری؟
بوډی په ډیره حیرانتیا را وکتل.
او وی ویل:
ماته دی مور وویل؟
ته انځرگل یی؟
ته زما زوی یی؟
زما زوی خو مړ ده.
هغه خو هغه ځای ته تللی د کوم نه چی هیڅوک بیرته نه راځی.
ما هم یوځل بیا بی اختیاره وویل:
هو موری زه ستا زوی یم.
ته زما مور یی .
زه ستا هر خدمت ته چمتو یم.
راځه چی ځو.
بوډی بیا ناڅاپی پوښتنه وکړه .
چیرته؟
ما ویل:
کور ته.
بوډی سر وښوراوه .
او وی ویل....... نه.
زما کور نشته.
زما کور خو وران ده.
ما کور له کومه کړ؟
زما کور خو د نورو د موخو قربانی شوی.
زما کور دغه قبر ده چی ځوی می پکی اوسی.
زه پدی قبر کی اوسیدل غواړم.
زویه که زما سره ښه کول غواړی دا قبر وشلوه او ما می ددی زوی سره خښه که.
ډیری دعا به درته وکړم.
خدای پاک به دی د زړه ټول مرادونه پوره کړی.
چی په لنډو ټکو یی ووایم د ډیر جر او بحث نه وروسته می بوډی د کلی په لور را روانه کړه.
او په ژړا ژړا می کلی ته را ورسوله.
کلی ته په را رسیدو می تری و پوښتل:
موری کور دی چیرته ده؟
گوته یی د کور لوری ته و نیوله او په سلگو سلگو یی راته وویل:
هاغه می وران ویجاړ کور ده، چی د نورو خلکو د موخو دپاره پری اور لگیدلی.
هاغه چی د وخت طوفانونو پخپله بی رحمی وران کړی.
د لږ ځنډ وروسته کورته را ورسیدو او په کور ننوتو.
گورم چی څلوری نوری خړی پړی جینکی می په سترگو راغلی .
دا ددی بوډی لوڼی وی.
ددوی څخه یوی بوډی ته چیغه کړه او وی ویل:
موری بیا د لالا قبر ته تللی وی؟
لا لا څه ویل؟
بوډی وویل لالا دی بیا راته هیڅ غږ و نکړ.
جینی وویل:
موری څومره می درته وویل چی لالا نوره دتل دپاره غلی شو.
لالا به هیڅکله درته بیا و نه وایی چی ... موری.
هغه داسی ځای ته تللی چی بیرته بیا هیڅکله نه راځی.
ددی خبرو سره یو ځل بیا چیغی ش وع او ټول کور چیغو په سر واخیست.
په ډیره مشکله می دا چیغی غلی او بوډی می کوټی ته د ننه کړه.
دلږ ځنډ و وسته می ولیدل چی ډوډی او چای په لاس یوه جینی کوټی ته را دننه شوه.
او سمدستی ور پسی څو نوری جینکی کوټی ته راغلی.
ددوی څخه دری د بوډی نوری لوڼی او دری یی لمسیانی وی.
یوی جینی وویل:
موری دا ماما می لالا غوندی ده.
موری دی سترگو ته یی وگوره لالا غوندی می ندی؟
هغی رښتیا ویل.
وږی ته هر څه ډوډی ښکاری.
هغه د خپل الا د لیدو وږی وه نو ځکه خو زه هم ورته لالا ښکاریدم.
چای راغی ، گوړه او نور خواږه هم ورسره نه وه.
بوډی اته دغم نه په ډکه لهجه وویل:
زویه: دا تریخ چای شته، دا وڅښه، خدای خبر چی څو ورځی وروسته به دا هم پیدا ی.
ما هم ورته ژر تر ژره ځواب ورکړ.
موری خدای مهربانه ده.
هغی بیا خبره را غبرگه کړه.
بیشکه چی خدای مه بانه ده خو دا خلک ظالمان دی.
د بی وزلو انسانانو غوښی خوری او وینی یی څښی .
لنډه دا چی بوډی خبرو ته لږ ب ابره شوه.
او زه خو لا پخوا ډیر وارخطا یم چی په اصلی خبره ځان پوه کړم.
نو ځکه می د بوډی نه و پوښتل.
موری زوی دی ناروغ وه؟
ولی مړ شو؟
هغی خواری په ډیره غمجنه خوله ځواب راکړ.
زویه: زوی می ما خپله مړ کړ.
د هغه قاتله زه یم.
ولی؟
موری ته څه وایی؟
تا ولی مړ کړ؟
بوډی راته ورو ورو د زوی د مړینی کیسه شروع کړه.
زویه دا څلور یی خویندی او دغه دری یی لوڼی دی.
پلار یی شل کاله مخکی د انقلاب په جگړو کی مړ شو.
زه د خپل زوی د سر د ساتلو په موخه پاکستان ته لاړم.
هلته می دخلکو مزدوری کوله.
د خلکو جامی می مینځلی .
سبق می هم پری وویل.
په انگلیسی او کمپیوټر هم پوهیده.
فاکولتی نه هم خلاص شو.
زه خدای لیونی کړم او زوی می بیرته وطن ته راوست.
هغه راته ډیر وویل چی موری وروسته به هیواد ته لاړ شو.
خو ما مجبوره کړ.
او بیرته می اوست.
زویه : دلته یی ډیری منډی ووهلی که چیرته کار پیدا کړی، خو بریالی نشو.
امتحان ته هم چا نه غوښته.
بیا یی کراچی واخیسته او میوی یی خرڅولی.
ښه وه تیل او مالگه یی گټل.
بل وخت هغه هم پری بنده وه.
ویل یی چی چارواکی می نه پریږدی.
وایی چی تاسی د خلکو د تگ راتگ په لاره کی ستونزی پیدا کوی.
زویه: څه سر به دی په دردوم.
د هیواد یوی نا آرامی سیمه کی ورته دنده پیدا شوه.
ما ډیر منع کړ.
ورته می وویل چی که په آرامو سیموکی درته کوم کار پیدا کیږی زما خوښه ده او که نه نو نا آرامه سیموته مه ځه.
هغه راته وویل:
موری: رامه سیمی د غټو غټو خلکو لپاره دی.
زمونږ غوندی غریبو او بی وزلو ته په آرامو سیمو کی کارونه چیرته دی.
هغه ملامت هم نه وه.
مجبوره وه.
ویل یی چی موری د لوږی له مرگ څخه د گولی مرگ ډیر غوره ده.
که زه کار و نکړم تاسو ټول به له لوږی مړه شی .
موری مرکز کی راته کار نه پیدا کیږی.
زه مجبوره یم چی لاړ شم.
او هاغه وه چی لاړ.
فقط لږ موده وروسته یی مړی راته راغی.
زما دنیا ویجاړه شوه.
زویه: دا راته ووایه چی دا خویندی او وڼی به یی د چا دروازی ته گوری؟
څوک به ددوی پالنه کوی؟
د چا خدمتونه به کوی؟
څوک به یی کومه خوا کشکاږ ی؟
زویه: هاغه کسان چی دا وژنی کوی آیا دوی کله دا سوچ کړی چی دوی څوک وژنی؟
آیا دوی کله دا سوچ کړی چی ولی د خپلو سیاسی او مالی گټو لپاره دوی د نورو خلکو بچی وژنی؟
آیا دوی کله د یوی بوری مور چیغه اوریدلی؟
آیا دوی د یوه کړیدلی زړه هاغه آه اوریدلی چی د لوی خاوند عرش پری لړزیږی؟
آیا زمونږ سیاست والو کله دا سوچ کړی چی خپلی کړنلاری داسی جوړی کړی چی د یوی بوری مور چیغی ته هم پکی پاملرنه شوی وی؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery