ګرانې!!! کله چې هم زه
ستا د ليدلو يو خوږ ارمان په زړه کې راوټوکوم، نو د
غم د کورنۍ راباندې دا خوښي نه وي پېرزو او تل مې په خوښيو
پسې مټې رابډ وهي او نه مې پرېږدي، چې ستا و ديدن ته لکه د ستړي مسافر، چې په ارام ځای کې يې د کيناستلو او ويده کېدلو لوی ارمان په زړه پروت وي او د لرې لارې مزل يې ويده کېدو او ارام کولو ته نه پرېږدي، ما هم د غمونو لړۍ
ستا د سپېڅلې څېرې انځور جوړولو ته نه پرېږدي. او همدا ډول ا
مانونه مې په زړه دلۍ دلۍ پراته پاته شي.
دا ځل مې له ځانه
سره کلک هوډ وکړ، چې هرو مرو به دې په شلمه کليزه کې د ګډون کولو وياړ تر لاسه کوم او په خپل لاس هاغه جوړ شوی ګل او هغه انځور چې ستا څخه مې په پټه اخيستی و او ما له ځانه سره پوره شپږ مياشتې ساتلی وو او درته يې د خوښيو
په همدې شيبې ډالۍ کړم، هو نن زه ډېر خوښ يم، چې ستا د
يدلو وياړ تر لاسه کوم او ستا هغه خبرې درواغ کړم، کومې
چې تا راته کولې ((هسې راته وايي، چې مينه درسره لرم، هېڅ دې
اته په زړه کې ځای نه دی راکړی)) ما به درته په تته ژبه ويل، ته مې د زړه د نړۍ ملکه يې او ته مې د بدن ساه يې....
هو هماغه ورځ يادوم، کومه ورځ چې د
پوهنتون څخه د وتلو په حالت کې وو او تاته زما خبرې هسې د ف
مونو ډايلاکونه ښکارېدل او راته ويلې به دې بس بس دا فلمي
ايلاکونه دې ورځه بل چېرته چلوه، زه خو څه د ښوونځي انجلۍ
نه يم، چې په تشو خبرو مې تېرباسې....
نن راباندې دا شپه نه سبا کيږي، داسې يم، لکه چې کوم کوچني ماشوم باندې د اختر شپه نه سبا کيږي پر ما هم دا شپه
د يلدا د شپې په څېر اوږده شوه او هېڅ د شپې تور پړونی د سبا
له مخې نه لرې کېده، خو
بالاخره دا شپه هم سبا شوه، د
اويښېدو سره مې سم د ساعت په خوا پورته وروکتل، چې ايله
پږ نيمې بجې شوې وې او لا ډېر وخت پاتې وو، خو ما له همدې مهال څخه د تللو تياري پيل کړه هسې نه چې راباندې نا وخته شي او بې له هغه هم تا راباندې ډېر بد ګومانونه کړي وو او هسې دې زما خبرې ببولالې ګڼلې....
نن ورځ مې تر نورو ورځو تندی ډېر
خلاص او په شونډو مې تر هرې بلې ورځې ډېره مسکا خپره وه، زما ټول ملګري راته حيران وو، چې دا هلک څنګه نن ورځ کار ته ډېر په ځان ګوتې ووهلې، هسې خو ته پوهېږې، چې زموږ کور په کندهار کې ده او دلته مې د څونورو دوستانو سره يو ځای
يوه خونه په کرايه نيولې ده، بس نوستا سو د کور په لور
در رهي شوم، نن به مې په لاره باندې هغه د چا خبره پښه
ورو کېښودله، د موټرونو تم ځای ته راورسېدم، چې ناڅاپه ګړز شو او د ګړز سره سمدلاسه تورې دوړې او د بدن دغړيو ټوټې بادبادشوې، نور مې د يو څو شېبو لپاره په سترګو باندې تورې لوخړې خورې شوې او هېڅ پوه نه شوم، چې څه وشو،
خود څو شېبو وروسته مې چې سترګې وموښلې او په نېمکښ ډول
مې وکتل، چې هرې خواته اورونه بليږي، زړه مې وکړ، نږدې
وم او چې پام مې شو د پښو لاندې مې د يو چا د بدن څخه پرې شوې
پښه پرته وه، د همهغې په ليدلو سره مې د لاسه هغه جوړ شوی ګل او انځور چې په يوه ګل رنګه کاغذ پوښلي وو، له لاسه وغورځېدل او د نورو وګړو د بدن دغړو سره د اور خولې ته ورغله.
د
مړو شويو کره شمېره نه شم ښودلی، خو دومره ويلی شم، چې تر دوو شلو اوښتي وو په همدې مهال کې د پوليسو او نورو ځواکونو ګڼ شمېر موټرونه راورسېدل او ټوله سيمه يې د نورو وګړو په وړاندې وتړله، زما هم بله چاره نه وه، زه هم د
دې سيمې څخه د وتلو په تکل شومه او چې مې پښې ستاسو د کور د م
وټرونو د تم ځای په لور
رهي شوې، خو چې لږ تم شوم، نه مې په
اس کې څه وو او نه مې کالي چېرته د تللو وو، بېرته په ناغوښت
ي زړه د خپلې خونې په لور رهي شوم، خو هلته يې هم اوس ګڼ شمېر پوليس درولي دي، چې نه سپاره پرېږدي او نه پلي.
څو شيبې مې د ولاړو پوليسو څهرو ته وکتل، د هغوی په څېرو هم د وير ناتار ښکارېده او سره له دې چې
ېر خواشيني وو، پر هغو کسانو چې به يې د پرمختللو خبرې کولې،
منډه وکړه او هغه به يې بېرته په شاتللو ته اړ کړ.
ما هم له ځانه سره وپتييله چې لاړ به شم او د خپل يو ملګري سره به په کتاب پلورنځي کې يو څو دقيقې کښينم په همدې بهانه به د هغه پوښتنه هم وشي او وخت به دې هم تېر شي. .... خو بالاخره نږدې ماسپښين وو، چې لاره خ
اصه شوه او په ويرجنه څېره د خپلې خونې په لور روان شوم،
هلته مې هم د خونې ملګري په اندېښنه کې وو، څه وخت يې چې
سترګې پر ما ولګېدې، نو سترګې يې زما له مخ څخه لرې کړې او زما سلام ته يې عليک هم ونه ويلې، وروسته له ډېرو خبرو کولو نه هغوی راته په غصه وو، چې يو ټيليفون خو به دې کړی وو، موږ دې دلته په کومو کومو فکرونو کې واچولو او ريس صاحب بيا زموږ ټيليفون هم د کبره نه پورته کوې، خو هغوی ته مې د
ټول جريان کيسه وکړه او د لرغږي د غوږۍ په اړه مې هم ورته
وويلې، چې هغه هم راڅخه په همهغه پېښه کې له لاسه لوېدلی
وو، ځکه چې زه د .......(تا) سره په خبرو کولو بوخت وم، چې دا پېښه منځ ته راغله او هغه مې همداسې له لاسه غورځېدلی دی، اوس تاسو زما پام ټيليفون ته کړ. پاتې ورځ او شپه مې په خونه کې غلې تېره کړه او د مړو شويو کسانو د کورنيو په اړه به مې فکر کاوه، چې هغوی به يې هم بېرته راتګ ته سترګې په لاره
وي لکه زما چې دا د خونې ملګري په تمه وو، د هغوی ماشوم
ان، مېرمنې، ميندې، پلورونه او شاګردان به ورته په تمه وي،
داسې او هسې فکرونه مې په ذهن کې راګرځېدل، چې دابه چا کړې وي، خدای خو دې د دوی خونه ړنګه کړي، لکه چې د نورو خلکو خونې يې ورته ړنګې کړې........
په همدې چورتونو کې وم، چې په زړه مې راوورېدې او د
همدې را يادېدلو سره مې د ملګري څخه د لرغږي د غوږۍ (ټيليفون)
کولو غوښتنه وکړه، راته يې ويل، چې ډېر به په کې نه غږ
ېږې، ځکه چې يو څو کرېډيت په کې پآتې دي، په هغو به نن شپه زه له خپلې کورنۍ سره خبرې وکړم او دهغوی حال به وپوښتم. د سمه ده په ځواب ورکولو سره مې ستا د ګرځنده لرغږي (ټيليفون) شمېره ډايل کړه او د زنګ وهلو په تڼۍ مې ګوته
ټينګه کړه، چې ځواب راغی، بلی!!! څوک؟ مهرباني وکړﺉ!!! سم
دلاسه مې وويل، چې زه .....يم.
زما د نوم په اورېدو سره دې د لرغږي
غوږۍ کېښوده او زنګ قطع شو، دوهم ځل او دريم ځل مې هم کوښښ
وکړ، خو ځواب به راغی چې د ټيليفون والا د ساحې څخه وتلی دی. په همدې سره مې د لرغږي غوږۍ ته په زوره وار ورکړ، چې له هغې خوا څخه راباندې د خبرو ګوزارونو پيل شول، خپل موبايل دې بيا داسې غورځوه......... ما ورته وويل: چوپ شی، زه په څه حالت کې يم او تاسو ته ټوکې ښکاري خو ملګرو مې په دې خبره
سر ونه خوږاوه.
په دې ورځ مې هم سهار چای ونه
څښلو او د دندې په لور روان شوم، هلته مې هم سم زړه نه
ګېده، بس هسې مې خپله ورځ اړوله، چې نا ببره مې د ذهن په پرده ستا ياد مېلمه شو او د يو څو دردېدونکو يآدونو پرته يې بل څه پرې نه ښوده. خو سمدلاسه د کمپيوټر له مخې مې چوکۍ تاو کړه او د دوهم پوړ څخه راکوز شوم، د دفتر د دروازې
په لور داسې راون شوم، چې ته به وايي په کوم بيړني
کار پسې ځم همداسې مې ستاسو د کور د موټرونو د تم ځای په لور م
خه کړه، چې ستاسو کور ته لا نه وم رسېدلی په لاره کې ګڼ شمېر
وګړي د سړک پر غاړه او د سړک پر سر ولاړ وو، څوک ژاړي او د چا په څېرو باندې د غم څپې له ورايه معلوميږي، څوک د زخميانو د روغتون د رسولو په فکر اخوا ديخوا منډې وهي او څوک بيا د خپلو موټورونو سره په وينو لړلي دي، د لته هم
د پوليسو له خوا لاره تړل شوې وه او هېچا ته اجازه نه وه چې
وړاندې لاړ شي. د موټر څخه راښکته شولو او د ځينو زخميانو
موټر ته د خېژولو په فکر کې شوو، چې ناڅاپه ډزې وشوې او د ډزو سره پنځه شپږ کسان په ځمکه ولوېدل، دېخوا اخوا مې وکتل د بهرنيو فوځيانو د ټوپکونو له خولو څخه دود واته او ظاهره په ډېر ډاډه زړه يې يوې او بلې خواته کتل، خو د مردارو څېرو نه يې داسې انګېرل کېده، چې سم وارخطا شوي دي او د
يونيو سپيانو په
څېر هر خواته خوله اچوي.
موږ لا دا مړي نه وو، په ځای کړي، چې د يو بل مړي خبر مو د غوږونو تر پردو ځان راورساوه. د لومړنۍ پېښې د زخميانو سره مو د دې پېښې زخميان هم روغتون ته ورسول او زه ترېنه بېرته د غمونو د پېټي سره خپلې خونې ته راستون شوم. هماغه پرونی حالت راباندې بيا تکرار شو. خو دا ځل
ېر خواشينی شوم، او
په ذهن کې به مې ډېرې پوښتنې راولاړې
وې، چې له يوې خوا راته د امنيت او خونديتوب نارې وهي او
ه بلې خوا راباندې مرمۍ اوروې!!! دا څه دي؟!!!دا نو په کوم قانون کې راغلي، چې په ولسي وګړو د ګوليو باران جوړ کړﺉ!!!؟
د خپل پام د غلطولو لپاره مې د ټلويزون د ننداره کول ښه وګڼل، څرنګه چې ماسخوتن مهال ؤ سم مې په ياد نه دي، چې څو بجې وې، خو د ټلويزون په پرده د خبرونو زيګنال راښکاره او
اورېدل کېده، پښې مې
راټولې کړلې او په ښه ځېرتيا مې د
وياند خبرونو ته غوږونه او سترګې له بل ځايه راټول کړ
.
....لومړۍ هم د خبرونو سرټکي.... د .........په ولايت کې د به
نيو ځواکونو د بمبارۍ له امله ګڼ شمېر ولسي وګړو خپل
ژوند له لاسه ورکړ.......
د دې خبر په اورېدو سره مې وېښتان نېغ او په بدن کې لړزېدا خوره شوه، د ملګرو خواته مې وکتل، يوه وويل: پرون يې په ....ولايت کې په جومات خونړۍ بمباري کړې ده او
تنکي ماشومان يې د سبق لوستلو پر مهال شهيدان کړي، چرت
دې مه خرابوه له دې ډول پېښو او خبرونو سره خو موږ عادت
وي يو....
د خپل ملګري د همدې خبرو په اورېدو سره غلی له کوټې راووتم او يو څو شېبې مې د کوټې څخه دباندې د شپې سره غلې
تېرې کړې، زړه مې دباندې هم تنګ شو، بېرته کوټې ته ننوتم او
ټلويزون مې بند کړ، د غمونو له پېټي سره مې د ويده کېدو
بسترې ته ځان ورساوه، چې سمدلاسه مې د رحمان بابا دا بيت په زړه راوورېد:
خوب خندا په بې غمۍ
کيږي رحمانه
چې په زړه يې د يار غم وي، څه به خوب څه به خندا
کا
زما پر ذهن باندې د افغانانو د ژوند سره د لوبو کولو ظلم
ونو کيږدۍ وهلې وه او ستا د خپګان موږي (مېخونه) هم پرې
خښ شوي وو.
سهار مې د سترګو څخه د بې خوبۍ سترې
نښې ښکارېدلې او همداسې د پوهنتون په لور روان شوم، هلته مې د پوهنتون په وره کې ستا د راتلو لاره څارله، چې د سترګو هغه خيرنه څپه مې ستا په ليدلو سره روښانه او رڼه شوه، په داسې حال کې چې ته له نورو ملګرو سره په خبرو
ګيا وې، ستا په لور مې څو ګامه واخيسته، يوې انجلۍ درته
په سي يو (see you) ويلو سره سپين لاس وښوراوه او ما هم خپلې شونډې په ډېر زيار سره مُسکې کړې، خو تا زما په ليدو سره تندی ګونځې کړ او همداسې د خپلې ټولګيوالې سره دې د های (Hi) په ويلو سره سپين واورين لاس وښوراوه او شونډې دې په مُسکا سره پرانيستلې، همداسې د ټولګي په لور روانې شوﺉ.
زه خوارکۍ چې دهره اړخه راباندې غمونو يرغ
ونه کړي وو او د خاطر
افريدي شعر مې تر خولې ناڅاپه
اووت:
که دې غم په ما انبار شي پروا نشته
د ګلونو لاندې څانګه نه ماتيږي
ګ
انې!!! څنګه درته ګلونه جوړ کړم، په دې هېواد کې خو ستا لپاره
د اميل جوړولو لپاره ګلونه نه شته، ځکه چې ها د شپون صاحب خبره زما پرهېوادوالو او د هغوی پر بڼونو برګۍ (الوتکې) ګرځي او بمونه پرې اوروي، هغوی د خواږو خوبونو څخه د وينو په فوارو راويښوي او ....
څوک مې د هېواد
بچيانو ته د بم چاودنې، ټوپک چلولو او ورور ويشتنو
وزنه ورکوي، څوک مو پر کلتور لوبې کوي، څوک مو ژبه د
دوزخ ژبه ګڼي او څوک يې د ښوونځي او پوهنتون څخه باسي. نور مو د ترهګرو په نوم د دين عالمان د ګوانتانامو زندان ته بيايي او څوک مو په ښوونځيو کې د کفارو په نامه وژني.
څوک
راته د هېواد د ساتونکو روزونکي وژني، څوک مو پر خوښيو او ښاديو باندې د بمونو اورول پېرزو کوي، نو اې ګرانې!!! ته راته وايه، چې په داسې حال کې درته ګلونه جوړ کړم او که د خپلو هېوادوالو پر وينو اوښکې تويې کړم، نه نه اوښکې
نه تويوم، بلکې له دغه اور څخه د هغوی د ساتلو طرحه
جوړه کړم، نو څنګه درته د خوښۍ او مينې سندرې ووايم او څه
ول درته عاشقانه ليک وليکم، چې هرڅه زيار باسم د قلم خولې ته مې د خوښۍ کرښې نه راځي او په همدغو ويرنو تورو دې يادوم.
تر هغه پورې به مې په زړه غټه تيږه کېږدم تر څو پورې مې چې دهېواد په هره سيمه کې خوښي او خنداوې نه وي ټوکېدلي او تر هغه پورې مې چې دهېواد د هر وګړي په خوله د مُسکا څپه نه وي خوره، نو ګ انې!!! تر هغې دې په لوی الله سپارم، ځکه چې ته له ما د خوښۍ سندرې غواړې او زما زړه ستا غوښتنو ته ځواب نه شي درکولای، ځکه چې زما زړه درد خوري او ستا زړه غوښي غواړي