دخپریدو نیټه : 2007-08-07 مخپرونکئ : عُمر واحديار
مینه په انټرنیټ کې ------
م. ظریف عنايت زى
یوه میاشت وړاندې مې په دفترکې په کمپیوټرکارکاوه په دې ورځ
مې دلومړي ځل لپاره یاهومیسنجرپرانیست اودکارسره سره مې دپوهنتون له یوه ملګري سره چټ کاوه ناڅاپه په انګ
یسي ژبه داپيغام په همدې یاهومیسنجرکې راته راغی hi ماهم په سلام سره ځواب ورکړاوپه همدې سره زموږدغه اړیکی
ټینګ شوهغه دیوه بهرني هیوادوه کله موچې دیوبل په باب مالومات ترلاسه کړل اویوبل ته موعکسونه ولیږل نوچې
اښتیاراباندې وایې سخت سره مین شو هغه شینګ نومیده دهغې ښکلیوجملواوخبرومجنون رانه جوړکړ شپه اوورځ مې یوازې
دشینګ په باب فکرکاوه .له هغې ورځې وروسته به دواړودیوبل په اړه پوښتنې کولې.زه چې انګلیسي ژبه مې دومره ښه نه وه
ددې لپاره چې دهغې په ښکلیوجملوښه پوه شم شپه اوورځ مې دانګلیسي لغاتوپه زده کولو تیروله اوډیرځله به ددفترکار
انه پاتې و په شیبوشیبوبه انټرنیت ته ناست اوله هغې سره به مې خوږې خبرې تبادله کولې دوه درې ځله خوددفترمشرهم
ګیرکړم اوله دې امله چې ددفترکارونه مې ټول وروسته پاتې وښه یې سپک کړم خوزه نوچیرته ترې اوښتم .
یوکال
وړاندې له پوهنتونه فارغ شو م موراوپلارمې سمدستي غوښتل چې واده راته وکړي خوما ورسره ونه منله ځکه ماغوښتل
چې لږدچاخبره په پښوودریږوخو دوې میاشتې وړاندې چې کورته په رخصتۍتللی وم موراوپلاراونورودوستانوراته وویل چې
اوس نوکومه پلمه بایدونه کړې ځکه دخداي په فضل اوس خومواقتصادي وضعه ښه ده نوبایدچې واده درته وکړو،لنډه
داچې موراوپلاربالاخره دې ته اړکړم چې په هوخوله کیږدم اودوي ته مې واک ورکړچې ښه واده راته وګوري هماغه وچې
دوي پایڅې بډوهلې اویوې خوابلې خواته یې پوښتنې ګروږنې پیل کړې .زمادنده په یوه لیرې ولایت کې ده زه بیرته خپل کا
ته راغلم اوس نوپه دې فکرونوکې وم چې څه ډول واده به راته وکړي درې څلورورځې وروسته مې مورله کوره تلیفون
اوکړ او وې ویل څوځایه مې ډیرې ښکلې نجونې درته کتلې . دهغودکورنیونومونه یې راته واخیستل اووې ویل اوس کومې
یوې ته ریباران ورولیږم بیایې ځه زویه دژوندمسله ده ښه سوچ پرې وکړه په دووورځوکې احوال راکړه چې په خیرسره څ
وستادراتګ وخت کیږي ددستمال دراوړوتیاری ونیسو .
زه په دووکې ګیروم ماخوبل ځای زړه بایللی ونه پوهیدم څه
ول مې موروپوهوم چې زه دلته واده نه کوم لنډه داچې دوې ورځې وروسته مخکې تردې چې زه تلیفون وکړم داځل مې پلارټ
یفون راوکړاوله روغبړه وروسته یې په غوسه راته وویل :داموردې څه درته ویلي وولې دې ځواب رانه کړ که ځواب نه راکوې
ستادځواب پروانلرم سباته ورځم نوهرڅوک مې چې درته وکړه بیابه څه نه وايي .
زه چې له پلارسره په دې برخه کې ښه نه
شواي غږیدلاي زړه نازړه مې ورته وویل هرڅنګه چې ستاسوخوښه وي هماغسې وکړئ .
سبامې سهاروختي مې کورته ټلیفون
وکړاومورته مې وویل اوس زه له واده تیرشوم ګوره چې دکوژدې اقدام ونه کړئ مورمې په ځواب کې په حیرانتیاسره راته
وویل : ولې څه خبره ده تاپه خپله وویل چې واده ته تیاریې زویه مامه خفه کوه په ژوندباورنشته سبابه مړه وم
،ټول په کورکې ستادواده لپاره خوشحالۍکوي په کلي کې ټول خبردي ګوره مه کړه داسې دشرم خبره ده اوس دې دواده غږت
لی .خوزه له خپل خره راکوزنه شوم اودسپین سرې مورزارۍمې ونه منلې اوورته ومې ویل دامعامله پریږدۍبیابه ګو
واوتلیفون مې بندکړ.
خپلې بهرنۍملګرې ته مې داټوله کیسه وکړه اوورته ومې ویل اوس نوته راځې اوکه مادرغواړې هغې
اته وویل نه زه غواړم چې درشم زه ستالپاره دخپل وطن پریښودوته هم چمتویم اوکه ته غواړې زه ستالپاره مسلم
انیږم خومخکې تردې چې درشم زه بایددلته خپل یوشمیرکارونه تمام کړم اویوه خبره چې نه یې شم درته کولاي هغه داچې
زه څوپيسوته اړتیالرم .ماپه ځواب کې ورته وویل هرڅومره چې غواړې ووایه چې زه یې درولیږم .هغې دپیسواندازه وویله
اوددوومیاشتومعاش مې غونډسباته دسفارت له لارې ولیږه .
چې بیاورسره په لیکه شوم له روغبړوروسته یې دپیسودو
سیدوله امله ډیره مننه وکړه ،ماهم په ځواب کې ورته وویل داڅه شئ دي ته زماژوندیې داخودومره شئ نه و . تردې وخته
مې دهغې دعمرپه اړه ترې نه وپوښتلي ځکه نجونې دعمرپه باب پوښتنه نه خوښوي خونن مې زړه راغونډکړ اوورته ومې ویل :my
dear I want to ask, how old are you ?
) ګرانې زه غواړم چې پوښتنه درنه وکړم څوکلنه یې ؟
هغې په ځواب کې له لږځنډ وروسته راته
ولیکل :I am very very sorry for you I am 55 years old and I have grand children,byeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeee.
(زه ډیره درته متاسفه یم زه ۵۵ کلنه اود
مسیانوخاونده یم ،په مخه دې ښه .
د۱۳۸۶هجري لمریزکال دزمري دمیاشتې ۱۷مه نیټه دسهارنهه بجې تهران
کور