مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-19   مخپرونکئ : عُمر واحديار

زماسره درب لپاره وژاړی

انجينر حمدالله شاکري

دوه څاڅکی دخدای ج لپاره ډیر خوښ دی یوهغه څاڅکی د وينی  چه یو مجاهد یی دخدای ج په لار کی تویوی بل هغه څاڅکی داوښکی چه یو مسلمان یی دخدای له ویری تویوی زما هدف په دغه مضمون کی رب ج ته په اخلاص رجوع او پتی اوښکی دی چه د مثال په توګه یواځی دوو ځایونوته اشاره کول غواړم .
1- دیعقوب ع اولادی چه خپل وړوکی ورور یوسف ع کوهی ته غورځوی ورسته یی د مصر په قافه باندی خرڅوی ورسته یوسف د غزت تخت رسیږی او  د یعقوب ع اولاد د غلی تر لاسه کولو لپاره مصر ته ځی  چه  په د سفر کی دیوسف سکه ورور ابن امین ورسره نشته  خو دوهم ځل لپاره دیوسف ع په غوښتنه   بنیامین هم ورسره  ملګری کوی  دوی چه کله مصر ته رسیږی او غلی باروی غزیز مصر( لا تر اوسه دوی یوسف  نه پیږنی ) یوسف خپل سکه ورور د غلا په تور راګرځوی  د یوسف ع وروڼه چه کله  کنعان ته رسیږی   پلار ته یی د دوهم ورور بندی کیدلو خبر و کوی  یعقوب ع ځامنو ته وایی تاسی چه کله یوسف ع بوت بیا کله را نه وستو زه په بنیامین د غلا ګمان نه لرم زما خدای ج ته صبر دی .
لنډه دا چه یعقوب ع غزیز مصر ته د خپلو ځامنو په لاس خط لیږی . خو ځامن یی ډیر خفه له کوره ووتل کله چه یوی دښتی ته ورسیدل یو بل ته یی وویل قسم په خدای ج هلاک شوو هغه مو له یوسف سره  نا رواوی او دا اوس د بنيامین پیښه  پلار مو له غمه په سترګو ړوند شو که ښیراوی را ته وکړی مونږ به برباد شو . ورسته ټولو په ډیر عجز او اخلاص په سپرو خاورو کی خپل رب ته ګونډی ووهلی په داسی حال کی چه تر سترګو یی او ښکی روانی ژړل یی خپل رب ته یی ویل ای زمونږ ربه که ته پر مونږ رحم ونه کړی مونږ به د حد څخه تیریدونکو له ډلی حساب شو  څرنګه چه خدای ج د بنده د عجز او ویری ژړا ډیره ذیاته خوښه ده  نو پر دوی الله ج په  همدی ځای رحم وکړ او په هم دغه ځل چه مصر ته ځی ټول مشکلات  الله ج حل کوی . یوسف ع خپل ځان ور ښی او دوی ته عفوه کوی .
2- د یونس ع د ما هی  په نس کی د بندی کیدلو حکمت دا وو چه یوه ورځ  د دریاب ماهیان خپل رب ج ته ژاړی او وایی ای ږمونږ ربه په انسانانو کی د داکتران او حکیمان پیدا کړی چه کله مریضان شی داکتر یا حکیم ته د درملنی لپاره ورځی . مونږ چه م یضا ن شو لور په لور ګرځو د درملنی څوک نلرو .
لوی رب ج ته چه د مخلوق د عجز ژړا ورته ډیره خوښه ده د ما هیانو دغه غوښتنه قبلوی او ورته وایی کله چه یو له ستاسو زما نیک بنده یونس ع ته په نس کی ځای ور کړی او دغه زما امانت وساتی زه به یی ورسته ددغه ما هی نسل حکیمان وګرځوم په دریا بونوکی چه د نورو ما هیا نو به درملنه کوی .
نو دغه یوه ښکاره اشاره دی ته ده چه د ما هیانو د عجز او ښکی قبلوم  نو بیا به ولی د اشرف المخلوق الخصوص زما د حبیب حضرت محمد ص د امتیانو اوښکی نه قبلوم .
ګرانو مسلمانانو د بنده ګی ټوله معنا عجز اخلاص او له خدای ج ویره ده  اخلاص په د ما نا چه عبادت کوو نو تر خپله وسه به  پکی کوښښ کوو مثلا لمونځ پر ټاکل شوی وخت په جم اعت سره  سره له درستو احکامو په همدی ډول نور عبادات . عجز په د مانا چه هیڅ وخت به دا نه وایو چه سم عبادت یا ډیر عبادت می کړی یعنی اعلی ترین عبادت به ادنا ترین بولو ورسته به  د خدای ج په در کی اوښکی تویوو چه خدایه زما دغه ادنا عبادت قبول کړه .
او ویره خو په د مانا ده چه کله چه په بنده کی له خدای ج څخه ویره موجوده وی هیڅ کله هم نا روا کارونه نه کوی .
د ټولو مسلمانانو د دارینو د کامیابی په هیله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery