دخپریدو نیټه : 2007-08-23 مخپرونکئ : عُمر واحديار
بې نکريزو اختر
اورنګ مختار
د لوى اختر ورځ وه هر چا خپل لاسونه په نکريزو سره کړي وو اوښکلې جامې يې آغوستې وې ، دکلي د کوچنيو ماشومانو او ځوانانو پر مخونو باندې ديو ډول ځانګړې خوښۍ اغېزې له ورايه څرکېدې زموږدکلي دغره په لمن کې د غونډه ګل خليفه د ډول غږ ته ځوانانو خپلې څڼې په ډېره مستۍ او شوق غورځولې دکلي پېغلو نجونو هم دلال ګل کاکا په زاړه کور کې دټال زنګېدلو او د اختر دسندرو لوبه جوړه کړې وه چې کله کله به د باد څپو دپېغلو دنازکو غږونواواز دغره لمنې ته هم راورسولو خو زموږ دکلي موسى د نورو ورځو په پرتله ډېرخپه اولالهانده مالومېده د هغه زېړ زبېښلي رنګ ،وچو شونډو او شليدلي ګرېوان دهر چا په زړه کې اندېښنې را ټوکولې ، موسا به چې کله خپلې خړې جامې او سپين لاسونه وليدل نو ژړغونى به شو شونډې به يې مرۍ مرۍ شوې خو ژړلى يې نه شواى ، دده ببر سر ، لوڅو پښو او پتري نيولووچو شونډو دنوموړي څېره دکلي له نورو ماشومانو څخه جلا کوله، دکلي په جومات کې درۍ ورځې سر پر سرد سهار مهال چايونه وڅښل شول او ډول ، ډول خواړه وخوړل شول خو موسى خوارکى به دکلي د جومات په کونج کې غلى ناست و ، داختر په دويم ګهيځ دکلي ديوتن سپين ږيري ماڼو ګل ماما پرې پام شو، يوڅه کېک او کلچې يې ورته کېښودلې او يوه پياله شيدې يې هم ورکړې خو موسى په دې ډېر خپه وچې هغه ولې يوازې او بې پلاره ناست دى ،هغه به چې دکلي نورواړه ماشومان د خپلو پلرونو تر څنګ وليدل نو ډېر به ځورېدلو ، دپلار څېره به يې په سترګو کې راوګرځېده خو هېڅ يې نه ويل ، چايونه وڅښل شول د دود سره سم دماشومانو د غوزانو ګټلو لوبې پيل شوې خو موسى ته بې غوزانو ځان بل ډول ښکارېدو آن داچې دکلي دکوچنيانو دخوښۍ چيغې پرې بدې لګېدې او د اختر دورځې له خوښيو او شور څخه ډک لوبځاى ورته سور تنورګرځېدلى وتردې چې خپه او پرېشانه کورته لاړ .په کلي کې درۍ ورځې سرپه سر د قربانۍ غوښې ووېشل شوې په هر کور کې دپسونو د غوښو کبابونه وشول او په يوه او بل کور کې د دوستانو تر منځ دکبابونو ډله ييزې ميلې وشوې ، دکلي ځوانان ، کوچنيان او ... ديوبل کورته داختر دمبارکۍ لپاره ورغلل او يوبل ته يې د مېوو ډک دوسمالونه، اېشېدلې هګۍ او پيسې د اختر دمبارکۍ په توگه ورکړې ، ځنې واړه ماشومان به له خپلو پلرونو سره يو ځاى د يو او بل کورته تلل او راتلل خو موسى به هغو ته حيران ، حيران کتل کله به کورته ننوت کله به دانګړپه دروازه کې د خلکو د خوښيو ډکو څېرو او په نکريزو سرو لاسونو په فکر کې ډوبولو تر دې چې موسى خپلې مورته وويل : مورجانې ! زموږ دکلي ټولو هلکانو او لويانو ښکلې جامې آغوستې او هر چا خپل لاسونه په نکريزو سره کړي ، خلک ديواوبل کره ځي او راځي په هر کور کې پسونه او غوايي حلال شول او له هر کور څخه د خو ښۍ غږونه پورته کيږي يوازې موږ ښکلې جامې وانه غوستې! ولې مو اخترى حلال نه کړ؟ پوهېږم چې دا ټول مې دپلار په نشتوالي کې دي ،که پلار مې ژوندى واى هرومرو به يې ماته هم ښکلې او نوې جامې جوړې کړې وې ، او هم به يې دنورو هلکانو په څېر تر لاس نيولي ددوستانو کورونو ته بېولاى وم، او که پلار مې ژوندى واى نو داختر لپاره به يې نکريزې هم راته راوړې واى او اوس به مو دقربانۍ دغوښو کباب هم خوړلاى واى !... خو زه پو هېږم چې زما پلار جګړه مارانو وژلى چې زما لاسونه اوس دنکريزو پر ځاى دهغه پر وينو سره دي ... داڅوک دي چې جګړې کوي؟ همداجګړه ده چې زموږ اختر يې بې نکريزو تېر کړ، کاشکي جګړه نه واى اوس به موږ هم دنورو په څېر سره لاسونه اوخوښ خوشحاله وو.