دخپریدو نیټه : 2007-08-27 مخپرونکئ : عُمر واحديار
شربت
شمس خوستى
دسنځلې ولورخوځكه ډېرټيټ ؤچې دپيريانولخواټاكل شوى ؤ .
يوكال دمخه په خوست كې دښځو ولور درې لكه افغانۍ ؤ خوسږكال ان څلورولكوته رسېدلى ،نه پوهېږم دافغانستان پدې جنوب ختيځ ولايت كې ولې ددې هېواد دنورو ولايتونواوسيموپه پرتله دښځو ولوردومره لوړدى چې يولوى شمېر ځوانان بې ښځواويولوى شمېرنجونې بې مېړۀ پاتي دي ،ددې ځاى له انسانانوخوپيريان هم لاډېر(انسانيت) لري چې تېركال يې دسنځلې ولور دومره ټيټ وټاكۀ چې دهغې دمېړۀ خولۀ دخوښۍله امله نه سره ټولېده ،پيريانودهغې ولوريولك وټاكۀ ،مېړه به يې په ټوكوويل چې درېغه پنځوس زره يې ټاكلى واى .
پيريانو ويل ((كه چېرې ددوى خبره ونه منل شي نودسنځلې دكورنۍ ټول غړي به ووژني )) دپيريانوځواب نوبياچا وېلاى شو.
سنځله بې جوړې ښايسته نجلۍ وه ،برابره ونه ،ښه اندامونه،تورې بادامي سترګې ،لوړه پوزه اوسپين ګلابي رنګ يې درلود،پلاربه يې ورته وې چې لورې ! زه به ستاغاړه دكلي په ټولونجونوكې هسكه كړم، كه نورې نجونې په درې لكه واديږي زه به ستاولوردرنيم لكه ږدم اوداسې چاته خودې هېڅ وركوم نه چې فاكولته يې نه وي ويلي .
سنځله به د شپږويشتوكالوپه عمروي چې كژده شوه اووادۀ خويې ځكه په څو اونيوكې تيارشوچې ولور يې ټيټ ؤاومېړه يې ژروكولاى شول پوريې پرې كړي .
پيريان هم ډېرخوښ ؤ اودسنځلې له پلاريې مننه وكړه چې ددوى خبره يې په ورين تندي ومنله،له هغې وروسته دوى پخپله مخه لاړل .
ښايي پيريان په لومړي سركې پخپل زرونه ؤخبراويايې هم دېته پام نه ؤچې چې خپله دولوريوازينۍ غوښتنه په ډاګه كړي ،مياشتې خوڅه دوه دوه نيم كاله تېرشول چې دسنځلې كورنۍ يې ځوروله ،دڅنګ ګاونډيان هم ترې په تكليف ؤ،دبام سرته به يې كاڼي اولوټې ور ، ورول ،دسنځلې دغودكورپه انګړكې به دشپې يودم دكورنيولوښيوټنګ ټونګ شواوددوى سپي به پسې منډه كړې ،كله به چې دكورنۍ غړي دسپې په سخته غپاپسې له خوبه راپاڅيدل نوچې كتل به يې په انګړاوشاوخواكې به هېڅوك هم نه ؤاوسپى به هم دستي ارام شو.
دكورنۍ يوينم غړي به وويل چې ښايي پيشكه وي ،بل به وويل كه پيشكه واى نو ميؤ ،ميؤ اوازخوبه يې اوريدل شوى واى .
دسنځلې پلارډېرتعويذګراوهغه څوك چې ويل به يې پيريان يې په حكم كې دي خپل كورته راوستل اودپيريانو د مخنيوي لپاره به يې ورڅخه مرسته غوښته ،داسې هم شويدي چې تعويزګر ديوتعويز ليكلو پرسر پنځه ويشت زره افغانۍ چې دڅلورسووامريكايي ډالرومعادل دي ورڅخه اخيستي دي ، دا نويوځل نه ؤچې دوى به تعويزګروته پيسې وركولې ، په بيابيايې پدې ډول تعويزګروته پيسې وركړې خوكومه ګټه يې ونه كړه .
دپيريانووېرې دسنځلې دغو دكورنۍ غړي دومره وارخطاكړي وو چې دسنځلې دكوچني ورورپرلپسې تبوددوى ټوله كورنۍ په رواني ناروغيواخته كړي وه ،كه څه هم دهغۀ دوينې له معاينې وروسته دملارياپه مالومېدوسره يې دكورنۍ غړيووارخطايي ايسته شوه ،خوكله يې چې بيادكورپه پخلنځي كې ليكل شوي كاغذونه پيداشول ،نودكورنۍ پرټولوغړوله وېرې لړزه راغلې وه .
پدې كاغذونوكې داسې څه نه ؤليكل شوي چې څوك دې پرې پوى شي ،داسې كرښې پرې ايستل شوې وې لكه يوماشوم چې پركاغذقلم راكاږي اوكرښې پكې وباسي .
داكاغذونه پخپله سنځلې پيداكړل ،هغې چې يوسهار،سهارنۍ تياروله نوداكاغذونه يې په پخلنځي كې پيداكړل اوپه منډه يې كوټې ته يوړل،مورته يې په ريږديدليولاسونو وركړل او ورته يې ووې چې دا نااشنا كاغذونه په پخلنځي كې پراتۀ وو.
پدې خبره يې پلاراودكورنۍ ټول غړي خبرشول ،كاغذونه يې چې وكتل ،دسنځلې يوولس كلن ورور ورته ووې چې دا خوزماپرشفتلي قلم ليكل شوي اوكاغذونه يې هم زماد وړې ليكدارې كتابچې دي چې ماشماره هم ورباندې ليكلې ده،سنځلې په غوسه ورته ووې غلى شه ،داسې بيا ونه وايې پيريان به درته څه تاوان ورسوي،موريې هم دسنځلې خبره ونيوه او،ورته ويې وې ،سنځله رښتياوايي زويه داسې خبرې مه كوه . . .
لدې خبرو ،وروسته يې مور ووې چې داكاغذونه بايدپه تعويزګر وګوروچې دايې څه ليكلي دي، هغه ته يې مالومات كيږي .
بله ورځ يې تعويذګركورته راووست اوكاغذونه يې ورښكاره كړل ،ټوله كيسه يې ورته وكړه ،تعويزګر ورته ووې چې داخوډېربدكاغذونه دي ،نوريې حال مه اخلۍ،په دې اړه يې ښايسته لكچروركړ،وروسته يې څو څاښتونه وليكل او ورته ويې ويل چې داڅاښتونه دكورپه هركونج كې لوګى كړى ،نوداډول كاغذونه كه بياهروخت وينۍ تاسوته به هېڅ ډول تاوان نشي رسولى .
دسنځلې دغوكورنۍ نېږدې تردوه دوه نيمو كالوپورې پدې ستونزوكې راښكېله وه، په لومړيووختونو كې دسنځلې دغوښتنې لپاره مركې راتلې اودسنځلې پلاربه ورته خپله يوازينۍ خبره كوله چې سنځله وړه ده دوادۀ ولونده ،خوكله چې په نېږدې شاوخواكې خلك دسنځلې له پيريانوخبرشول نوبياچامركه نه ورليږله ،خلكوبه وېل چې په دې ناروغه نجلۍ ولې درې لكه روپۍ خاورې كړو.
ډېره موده وروسته يوه ورځ داسې پېښ شول چې دسنځلې دغوښتنې لپاره مركه ورغله ،خودسنځلې پلار بياهم پخپله خبره كلك ولاړؤ، كله چې مركه لاړه دسنځلې مورورته ووې چې ولې دې ناهيلي وليږل ، همېشه تۀ داسې بې مشورې كارونه كوې ،خومېړۀ يې په غوسه ورته ووې : زه دغسې هلك ته لكه دبابري زوى چې دى ،خپله لورنشم وركولى ،هغه په هېڅ ډول زمادلورله شان سره برابرنه دي .
ـــ ولې په څه شي كې درڅخه كم دى ؟
ـــ هغۀ نالوستي ته يې وركړم ؟
ـــ نوستالوركومه لوستې نجلۍ ده ،چې تۀ دهغې دلوست پوښتنه كوې .
ـــ تۀ پدې خبرونه پوهيږي . دايې ووې په غوسه له كوره ووت .
سنځلې ددې خبروله اورېدا وروسته دتېرپه څېربياپه كوټه كې چيغې كړې اوحالات يې خراب شول ،خو دا ځل يې حالت له نورو ،وختونوسره توپيردرلود،نورو وختونوبه كله بې هوښه شوه ،كله به يې له سره ترپښوپورې وجودلړزېدۀ ،كله به يې غاښونه سره ټسول اوكله به يې سپكې سپورې وېيلې ،خوداځل چې كله سنځلې په كوټه كې چيغه كړه ډېره هېښوونكي وه ،دامهال يې بې له مورڅخه نورڅوك په كوركې نه وو، موريې ورمنډه كړه ويې ليدل چې سنځله دكوټې له دروازې سره نېږدې په ځمكه راپرېوتې ده اوله خولې يې وينې بهيدلي دي ، ښايسته ښه ځنډوروسته دسنځلې پلار راورسيد،سنځله يې وليده چې موريې سرته زنګون ورلاندې كړيدى،پوى شوچې بياپيريان ورباندې راغلي دي ،خوكله يې چې وينې وليدې نو وارپاريې خطاشو،ايله يې دومره وكړل چې دتېرپه څېر يې دكليمې له ويلوورته ووې لاالله الاالله . . . ،كليمه ووايۍ،خوداځل پيريان دنورپه څېرنه غږېدل ، دۀ فكر وكړچې لور يې مړه كيږي، خو دسنځلې مورپه خولۀ لاس ورته كېښودچې څه مه وايه ،دئ هم دخپلې ښځې په اشاره چپ اوهېښ ودرېدۀ، نورپوى نشوخوپه زړه كې وروګرځېدل چې پيريانوهرومروددۀ له ښځې سره خبرې كړې دي نوځكه يې دۀ ته دڅه نه وېيلواشاره وكړه، پدې شيبه كې دسنځلې يوولس كلن ورورله ښوونځي څخه راغى ،كله يې چې سنځله په ځمكه پرته اوبيايې له خولې څخه بهيدلې وينې وليدې ،نوپه ژړغوني غږيې وويل چې دامړه شوه ؟ لدې خبرې كولو وروسته دالمارۍ په لوروخوځېدچې خپل كتابونه كيږدي ، دسنځلې موردلورسرغلى له زنګانۀ ايسته اوپرځمكه يې كېښوداوله كوټې څخه دباندې روانه شوه،او خپل مېړۀ ته يې اشاره وكړه چې له كوټې څخه ورووځي .
دوى دواړه برانډې ته ووتل هلته پخپلوكې سره غږېدل ،چې زوى يې په منډه دكوټې له روازې پلارته ووې چې كوټې ورننوځي ، موراوپلاريې دواړه كوټې ته ورننوتل ، يوه شيبه درې واړه دالمارۍ ترڅنګ سره ودرېدل اوداسې په وروسره غږېدل لكه له پيريانوچې كومې خبرې پټوي ،سنځلې دخپل وروريوازې داخبره چې خپل پلارمورته يې وكړه واورېده(( له المارۍ څخه مې راواخيست)) .
دسنځلې پلارددې پېښې په دويمه ورځ بابري ته خبر ورليږه اوپه همدغه ورځ يې پخپله دخپلې لور دولورپرېكړه ور وكړه .خودپېښې په لومړى ورځ چې سنځله لاپه هوښ نه وه راغلې پلاريې له هرڅه خبرشو،له خبرېداوروسته ورنېږدې شواوخپله لوريې په غېږه كې ونيوه، ورته ويې وې : لورې! ستادپيريانوخبرې دې مور راته وكړې ، پرځاى خبرې دي .
بيايې هغه ښيښه يې بوتل چې زوى يې دكتابونو اېښودلو پرمهال له المارى څخه راخيستى ؤ ايسته وغورځاوۀ اولورته يې ووې :خولۀ دې پاكه كړه .
دمات شوي بوتل ټوټو هم ګواهي كوله چې بوتل تازه دوينوغوندې له سره رنګه شربت څخه خالى كړاى شوى دى .