مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-30   مخپرونکئ : عُمر واحديار

مـــــاشـــــومـــــان

محمدنعمان دوست


زه يوه دوه نيم کلنه لور او يو څلور کلن زوى لرم . دواړه راته ډېر ګران دي او هغوى ته هم همدومره ګران يم .
کله چې د کور په در وازه ننوځم، هغوى لکه راتګ چې مې لاره څا ي، په منډو شي او مخې ته مې راشي .
 د هغوى راتګ رانه د دفتر ټوله ستړيا لرې کړي او په ليدلو يې نوې ساه واخلم .
داځل چې څنګه کورته ننوتم، هغوى په هماغه شوق را منډه کړه، دواړه مې غېږ کې واخيستل او ښکل مې کړل  .
 د کوټې خواته روان وم ، يو ناڅاپه ورېږدېدم لاسونه مې سست شول، دفعتاً راته يو حالت په ياد شو :
 موږ نه وړاندې ځمکه وښورېده، لوګي پورته شول او د نږدې کورونو ښيښې په شرنګا شوې . 
ور ورسېدو، سره لنبه تاوېدله او اوخوا نيمګړي جسدونه ښورېدل، وينې ځمکه خټه کړې وه او ګامونه يې ښويه ول .
 غوښې مو ټولولې چې شاته مې د زګې وي غږ شو، مخ مې واړو :
 د هغه له سينې وينه را خوټېدله او هر اندام يې جلا- جلا ښوځېده، شيبه وروسته يې په ب ګه ږيره له خولې وينه راغله او سترګې يې ودرېدې، خو زړه يې هماغه شان ټوپونه وهل .
ټکسي ته مو پورته کړ ، لا وغتون ته په لاره وو، چې ورپېده او سترګې يې پټې کړې، موټر مو بېرته راوګرځو، خو حيران وو کوم خواته يې بوځو ؟؟
 د جيب شيان مې ورته راووېستل ، د تذکرې په پوښ يې د ټېلېفون يوه شماره ليکل شوې وه، زنګ مو ورته وواهه :
و وره ته (.....) پېژنې ! ؟
- هو ، خير خو به وي ، هغه همدا اوس کار ته وتلى دى مازديګر مهال به راشي .
 د کور نښه مو ترې واخيسته او موټر مو ورتاو کړ . د انګړ ور مو ور وټکو، شيبه پس دوه ماشومان در وازې ته راغلل. 
يوه په وړه ژبه وويل : پلار مې کار ته تللى ماته بوټان راوړي .
 ما موټروان ته مخ واړو، خو هغه سره هم ځوا ب نه و يواځې اوښکې يې سترګې کې تاوې راتاوې شوې.
  چاره نه وه، په وينو ککړ جسد مو ورښکته کړ، ماشومان غلي ودرېدل، يو ناڅاپه يې رامنډه کړه ترڅو موږ ټينګول د پلار پر زخمي سينه يې منګولې ښخې کړې او ....
ددې کيسې په يادېدو مې له اسونه دمه لاړه، خپل ماشومان مې له غېږې ولوېدل، ځاى په ځاى کېناستم او ټول کور والا رانه راتاو، شول .

numandost75@yahoo.com
 ١٣٨٦ ، د وږي اتمه 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery