مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-09-12   مخپرونکئ : عُمر واحديار

دروژې هركلى څنګه وكړو ؟

عبدالروف کاموال

 

   

د رمضان مبارك مياشت په اسلامي امت باندې د ستر څښتن يوه پيرزوينه او لورينه ده په همدې مباركه مياشت كې د بشريت ستر لارښود حضرت محمد مصطفى صلى عليه و سلم ته د رسالت ستره دنده وسپارل شوه او په همدې مبارك مياشت كې حضرت نبى كريم صلى الله عليه وسلم  ته د بشريت هدايت ،د ژوند بشپړ قانون قرانكريم ورسپارل شوى دى. د همدې مباركې مياشتې بركت و چې د بدر د غزا په ورځ اسلام دښمنه ډله د اسلام پلوه حق ډلې په وړاندې له ماتې سره مخ شوه. د رژوې مباركه مياشت وه چې د يوې تاريخي سوبې په ترڅ كې له يوه څ اڅكي وينې له توېدو څخه پرته د نړۍ د ښارونو مور مكه مكرمه فتح شوه او د انبياوو د پلار په لاس د بيا جوړې شوې كعبې (د الله د كور) كيلي ګانې اسلامي امت ته وسپارل شوې، نو ځكه به نبي كريم (ص) د روژې د مياشتې له رارسېدو څخه دمخه خپل ملګري اصحاب كرام د دې مباركې مياشتې ثوابونو او بركتونو ته متوجه كول او ددې له لوړتیا او بركت څخه به يې خبرول.

د روژې مبا كې مياشتې حكم او د فرضيت دليل

روژه د اسلام څلورم ركن دى چې د هجرت په دوهم كال پر مسلم انانو فرض شوې ده.

الله جل جلاله فرمايي ((يا ايهالذين امنوا كٌتب عليكم الصيام كما كتب على اللذين من قبلكم لع كم تتقون))سورۍ بقره: 183 آيه.

: اې د ايمان خاوندانو پر تاسو روژه فرض شوې لكه څنګه چې پر مخكېنو خلكو فرض شوې وه. ښايي چې پرهېزګار او تقوا دار اوسئ.

او نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ((بني الاس ام على خمس شهادۍ ان لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله و اقام الصلاۍ  و اءيتاء الزكاۍ و حج البيت و صوم رمضان)) و لمسلمٍ: و صوم رمضان و حج البيت.

:د اسلام ودانۍ پر پنځو ستنو ولاړه ده:

1_ د شهادت كلمه.

2_لمونځ كول

3_ د زكات وركول.

4_ د بيت الله حج كو .

5_ او د رژوې نيول.

په مسلم شريف كې لومړى روژه بيا د بيت الله حج ذكر شوى دى. او ټول مسلمانان په دې اتفاق دي چې د رژوې مياشت فرض ده، كه څوك ترې انكار وكړي. د اسلام له دايرې څخه وځي.

د روژې مياشت په هر مسلمان، بالغ، عاقل، مقيم او روغ رمټ فرض ده.

الله (ج) فرم ايي: ((فمن شهده منكم الشهره فليصمه)) البقره 185 ايه

: چا چې د روژې مياشت وليدله، نو روژه دې ونيسي.

او نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ((صوموا لرړيتهِ و افطروا لرړيتهِ)) البخا ي.

هر وخت مو چې د روژې مياشت وليده روژه ونيسئ او هر وخت مو چې د اختر مياشت بيا وليدله نو روژه ماته كړئ.

د روژې مباركې مياشتې ځانګړتياوې:

 اول: د نورو مياشتو مشره او سرداره ده. نبى كريم صلى الله عليه و سلم فرمايي: ((اتا كم رمضان، سيد الشهور، فمرحباً به و اهلاً)) البهق .

: پر تاسو د روژې مياشت راغله، د نورو مياشتو مشره او سرداره ده، نو هر كله دې راشي.

دوهم: روژه د بركتونو او د دعا د قبلېدو مياشت ده. نبي كريم  صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي: ((اتا كم شهر رمضان، شهر بركۍ، يغشا كم الله فيه برحمته، و يحط الخطايا، و يستجيب الدعا …... ))الطبرانى.

: پر تاسو د روژې مياشت راغله ، د بركتونو مياشت، الله مو په خپل رحمت كې رانغاړي، ګناهونه رژي او دعا په كې قبليږ ي.

دريم: دا د رانكريم د نزول مياشت ده. الله جل جلاله فرمايي: ((شهر رمضان الذى انزل فيه القران هدى للناس و بينت من الهدى والفرقان)). البقره 184 ايه.

رمضان هغه مياشت ده چې قرانكريم په كې نازل شوى دى چې د ټول انسانيت له پاره لارښوونه او دا ول څرګند دلايل لري چې نېغه او سمه لاره ښيي، د حق او باطل تر منځ توپير كوي، نو چا چې دغه مياشت وموندله هغه دې روژه ونيسي.

څلورم: نبي كريم  صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي: ددې مياشتې لومړۍ سيزه رحمت، دويمه يې مغفرت او دريېمه يې د اور څخه د ژغورلو لسييزه ده.

پنځم: د دې مياشتې په لمن كې يوه قيمتي شپه پرته ده چې هغه د زرو مياشتو څخه غوره ده.

الله فرمايي: ((ليلۍ القدر خيرً من الف شهر )). القدر 

:د قدر شپه د زرو مياشتو له عبادت څخه غوره ده.

ددې شپې د عظمت او بركت راز په دې كې دى چې په همدې شپه قرانكريم نازل شوى دى. يعنې نزول يې پيل شوى دى. ټول قران له لوح محفوظ نه راكوز  او جبرائيل عليه السلام ته سپارل شوى دى. او يا دا چې په همدې شپه يې د نزول پرېكړه شوې ده.

د حضرت نبي كريم صلى الله عليه و سلم ملګرو، تابعينو او تبع تابعينو به دې مياشتې ته په درنه سترګه كتل او د اهميت وړ به يې بلله. د رمضان په راتګ به يې خوښي څرګندوله او داسې دعا به يې كوله ((اللهم بلغنا رمضان)) : اې الله موږ ته يو ځل بيا د روژې مياشت راورسوې

او چې كله به د روژې مياشت پاى ته ورسېده نو بيا به يې دعا كوله چې الله يې ترې قبله كړي.

هغوى به د ورځې روژه نيوله او  د ټولو زيانونو څخه لكه غيبت، فحش، دروغ ويل او د مسلمان  له زورونې څخه به يې ځان ژغوره او شپې به يې په لمانځه او د قرانكريم په تلاوت سره رڼولې. د بې وزلو سره به يې مرسته كوله، د هغوى لاس نيوى به يې كاوه، خيراتونه او صدقې به يې وركولې، روژه تيانو ته به يې روژه ماتي تيارول، د الله جل جلا له په لار كې به يې جهاد كاوه تر څو د الله كلمه سر لوړې او ټول دين د الله له پاره وي.

همدا لامل و چې د رمضان پر اوولسمه ورځ د بدر په ميدان كې الله پاك له مسلمانانو سره مرسته وكړه او برى د مسلمانانو په برخه شو.

او د رمضان شلمه ورځ وه چې ام البلاد (د ښارونو مور) مكه م كرمه د مسلمانانو په لاس فتح شوه او خلك د الله په دين كې ډلې _ ډلې داخلېدل چې په پاى كې مكه مكرمه د اسلام كور وګ ځېد.

يادونه: د مضان مياشت د خوبونو او تمبلۍ مياشت نه ده، روژه د حركت، عبادت او د الله د بنده ګۍ مياشت ده. يو مسلمان ته په كار دي چې په دې مياشت كې تراوو ته چې قيام اليل بلل كېږي پاملرنه وكړي ، تر څو د نبي كريم صلى الله عليه و سلم، خلفاى راشدينو، تابعينو او تبع تابعينو پسې اقتدا وشي.

نبي كريم  صلى الله عليه و سلم فرمايي: ((من قام رمضان ايماناً و احتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه)). بخاري او مسلم.

هر څوك چې د روژې مياشت كې الله ته د ايمان له كبله او د ثواب په نيت ودرېږي مخكېني ګناوهونه يې ټول بښل كېږي.

يوه روژه لرونكي ته په كار دي چې د قرانكريم تلاوت ښه په سوچ او فكر سره وكړي، ځكه همدا قرانكريم د قيامت په ورځ د ويونكي شفاعت كوي، نبي عليه السلام فرمايي: ((اقراءٌ القران فانه ياتى يوم القيامۍ شفيعاً لاصحابه))

: قرانكريم ولولئ ځكه چې قران د قيامت په ورځ د خپل ويونكي شفاعت كوي.

او همداراز زيار وباسو چې د نورو سره يو ځاى د قرانكريم تلاوت وكړو، يو بل ته يې واوروو. ځكه نبى عليه اسلام فرمايلي دي: ((ما اجتمع قوم فى بيت من بيوت الله يتلون كتاب الله و يتدارسونه بينهم الا نزلت عليهم السكينۍ و غيشتهم الرحمۍ و ح فتهم الملائكۍ و ذكر هم الله فى من عنده)) مسلم

: هغه قوم چې د الله د كورونو څخه په يوه كور كې راغونډ شي د الله د كتاب تلاوت كوي او په خپلو منځونو كې يې يو بل ته اوروي، الله پرې سكينه او رحمت نازلوي او په خپل رحمت كې يېرا نغاړي، د ملائيكو په مينځ كې وي او الله يې په هغه خلكو كې يادوي چې له هغه سره دي (يعنې د ملائيكو په  ټولي كې يې يادونه كوي).

څومره د لوړ مقام او عظمت او بركت خب ه ده، نو راځئ چې په همدې شپو كې له الله پاك څخه مغفرت او بښنه وغواړو. ځكه دا د دعا د قبلېدو شپې دي.

نبي عليه السلام فرمايلي دي : ان الله تعالى ينزل الى السماء الدنيا  كل ليلۍ حين يبقى ثلثل الليل الاخرفيقول: من يدعونى فاستجيب له من يسالنى فاعطيه من يستغفر فا غفرله حتى يطلع الفجر)) مسلم.

الله جل جلا له د هرې شپې په درېيمه برخه كې د دنيا اسمان ته راكوزېږي او فرمايي: څوك ماته دعا كوي چې قبوله يې كړم، څوك دي چې له ما څخه څه وغواړي چې ورته وريې كړم، څوك دى چې له ما د بښنې غوښتنه وكړي او زه ورته بښنه وكړم، تر څو چې سهر شي.

د رمضان المبارك فضيلتونه:

اول: الله جل جلاله دغه مياشت د ځان له پاره ځانګړې كړې ده. د روژه لرونكي ثواب بې حسابه زياتوي.

الله پاك په حديث قدسي كې فرمايي: ((الا الصيام   فانه لى و انا اجزى  به)). بخاري.

: ((روژه يوازې زما له پاره ده او زه به يې اجر وركوم)).

دوهم: نبي كريم صلى الله عليه وسلم  فرمايي:((د روژه نيونكي دعا نه ردېږي))بيهقي..

دريم: نبى عليه السلام فرمايي: د روژتي له پاره دوه خوشالۍ دي: يوه د روژه ماتي پر مهال چې كله روژه ماتوي او بله د قيامت په ورځ چې كله خپل رب وګوري. نو په خپله روژه بيا ډېر خوښ وي. مسلم.

څلورم: روژه د خپل نيونكي شفاعت كوي. نبي عليه السلام فرمايي: انا الصيام يشفع للعبد يوم القيامۍ يقول: اى رب منعته الطعام والشهوات با نهارفشفعني فيه))احمد.

: روژه د خپل نيونكي له پاره د قيامت په ورځ شفاعت كوي او وايي چې اى زما ربه ما دې د خوراك او څښاك او شهواتو څخه د ورځې منع كړى و، نو زما شفاعت د ده په حق كې وم نه.

پنځم: نبى ع يه السلام فرمايي:  ((و ان خلوف فم الصائم اطيب عند الله من ريح المسك)).المسلم

د روژتي د خولې بوى د الله په وړاندې د مسكو څخه هم ډېر ښه دى.

شپږم: نبي عليه السلام فرمايلي: (( و ان الصوم جنۍ و حصن حصين من النار)) احمد.

روژه د اور څخه د ژغورلو له پاره ډال او دېوال دى.

اووم: په جنت كې يوه دروازه د روژتيانو له پاره ځانګړې شوې ده

نبي عليه السلام فرمايي: ((و انا فى الجنۍ باباً يقال له الريان يدخل منه الصائمون، لا يدخل منهم احد غيره، فاذا دخلوا اغلق فلم يدخل منه احد)) بخاري.

په جنت كې يوه دروازه د ريان په نامه يادېږي چې يوازې روژه تيان پرې داخلېږي.

 له دوى پرته بل څوك پرې نه شي ننوتى او كله چې ورننوتل بيا دا ور بندېږي چې هېڅوك هم ترې نه شي داخلېداى.

اتم: په دې  مياشت كې الله جل جلا له شيطانان په ځنځيرونو تړي د جنت دروازې خلاصوي او د جهنم دروازې تړل كېږي حضرت نبى كريم صلى الله عليه وسلم ف مايلي دي: ((اذا دخل رمضان فتحت ابواب الجنۍ و غلقت ابواب جهنم. و سلسلت الشياطين))بخاري.

: ك ه چې د رمضان مياشت راورسېږي د جنت دروازې پرانيستل شي او د جهنم دروازې بندې شي او شيطانان هم په ځنځيرونووتړل شي.

نهم:  د دغه مياشتې په هر ساعت كې د فيض او بركت خزانه پرته ده. نبي كريم صلى عليه وسلم فرمايي: هر نفلي نيك  عمل د فرضو ځاى نيسي. او فرض اويا ځلې وزن او لوړوالى پيدا كوي. البيهق .

د روژې له فضيلتونو څخه دا هم دي چې الله رب العزت په دې مياشت كې خپل ګناه ګار بنده ګان بښي.

نبي عليه السلام فرمايلي دي:

((من صام رمضان ايماناً و احتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه)). بخاري او مسل

: هر څوك چې د روژې مياشت  د ايمان له كبله او د ثواب په نيت پرته له ريا څخه ونيسي، مخكېني ګناوهونه يې ټول بښل كېږي.

د روژې اداب:

روژه ځينې اداب لري چې كه هغه پر ځاى شي، نو هيله ده چې د ا له جل جلا له په در كې به زموږ نيك عملونه او بنده ګي ومنل شي.

لومړى:

د پېشلمي كول. نبي عليه السلام فرمايلي دي:  تسحرو فان فى السحور بركۍ)) البخاري.

پېشلمى وكړئ، ځكه په پېشلمي كې بركت دى او همداراز فرمايي: ((لا يزال الناس بخيرما عجلوا الفطر)) البخاري.

:خلك به تر هغې پورې په خير كې وي، تر څو چې په روژه ماتى كې تلوار كوي او همدا راز به نبي كريم صلى الله عليه السلام روژه ماتي په يو څو دانو خرماوو كاوه.

انس رضى الله عنه فرمايي: ((كان النبي صلى الله عليه وسلم يفطر قبل ان يصلي على رطبات ان لم تكن رطبات فتميرات فان لم تكن تميرات حسا ح سوات من ماء)) الترمذي.

 نبى عليه السلام به مخكې له لمانځه څخه په خروماوو روژه ماتوله او كه به هغه هم نه وه، نو بيا به يې د اوبو يو څو ګوټه كول يعنې روژه به يې په اوبو ماتوله.

كه يو څوك روژه نيسي نو پرېكړه به كوي چې جګړه به نه كوي، نبي عليه السلام فرمايي: ((و ان امروء قاتله او شاتمه فليقل انى صائم، انى صائم)). بخاري.

: كه يو څوك له تا سره جګړه كوي او يا تا ته ښكنځلې كوي، نو ته ورته ووايه: زه روژه يم _ زه روژه يم.

 د چا غيبت، بې ځايه او خوشې خبرې به نه كوي، د خپلې ژبې ساتنه به كوي او له ټولو ګناهونو څخه به ځان ژغوري.

نبى عليه السلام فرمايي: ((اذا كان يوم صوم احدكم فلا يرفث... )) بخاري.

: كه يو څوك روژه وي، نو بې ځايه او خوشې خبرې دې نه كوي. ځكه چې په بل ځاى كې فرمايي: من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجۍ فى ان يدع طعامه و شرابه)) بخاري.

كه يو څوك دروغ بې ځايه او چټي خبرې او په هغې عمل پرې نږدي، نو بيا الله جل جلا له دې روژې ته هېڅ اړتيا نه لري چې په هغه كې يوازې خواړه او څ ښاك بند وي.

يوه روژه تي ته په كار ده چې له ټولو ناوړه او ناروا كارونو څخه ډډه وكړي. حضرت نبى كريم صلى عليه ولسلام فرمايي: ((رب صائم ليس له من صيامه الا الجوع)) ابن ماجه.

 ډېر ځله يو روژتي پرته له دې څخه چې ولږه تېره كړي نور څه په لاس نه ورځي.

الله جل جلا له په دې مياشت كې د بښنې او جنت ته د تلو چانسونه نغښتي دي. له هغې څخه يو هم د روژې نيول او په خلكو خوراك كول دواړه په ځان كې راوستل دي.

نبي عليه والسلام فرمايي: ((ان فى الجنۍ غرفاً يرى ظاهرها من باطنها و باطنها من ظاهرها اعدها الله تعالى لمن اطعام الطعام و الان الك ام، و تابع الصيام، و صلى بالليل والناس نيام)) احمد.

: په جنت كې داسې خونې دي چې د باندې يې له دننه او دننه يې له بهر څخه ښكاري. دا الله د ډوډۍ وركوونكي، نرمو او پستو خبرو كوونكي، روژه تي او هغه چا له پاره تيارې كړي دي چې خلك په خوب ويده وي او دى لمونځونه كوي. ما نا دا چې نرم كلامي، ښې او پستې خبري، په غريب او بې وزلو خوراك او څښاك، د شپې الله پاك ته زارۍ كول په جنت كې د ماڼيو زېرى وركوي او كه يو څوك د روژې په مياشت كې په يو كس خوراك او څښاك وكړي الله د هماغه روژتي په څير اجر او ثواب وركوي. نبى عليه السلام فرمايلي دي:

((من فطر صائماً كان له مثل اجره، غير ان ينقص من اجر الصائم شىء)) الترمذي.

: كه يو څوك يوه روژتي ته روژه ماتى وركړي، نو د هماغه روژتي په څېر ده ته هم الله اجر وركوي. پرته له دې چې د روژه تي له اجر څخه څه را كم كړاى شي.

وايي چې حضرت عبدالله ابن عمر رضى الله عنهما، مالك ابن دينار او احمد ابن حنبل رحمهما الله په مسكينانو خوراكونه كول، هغوى به يې له ځان سره يو ځاى په رژه ماتي كې شريكول.

ويل كېږي چې عبدالله ابن عمر رضى الله عنهما به بې له يتيمانو او مسكينانو  روژه ماتى نه كاوه.

د روژې اخرينۍ لسيزه

په وروستنۍ لسيزه كې به نبي صلى عليه و السلام عبادت ته ټينګه ملا تړله ، ځكه دا شپې بېلې ځانګړتياوې لري.

د مسلمانانو مور بى بى عايشې رضى الله عنها څخه روايت دى: ((ان النبى صلى الله عليه وسلم كان يجتهد فى العشر الاواخر ما لا يجتهد فى غيرها)) مسلم.

وايي چې نبي عليه السلام به په دې ورځو كې د نورو ورځو په پرتله ډېر زيار ويست او زيات عبادت به يې كاوه.

همدارازد مسلمانانو مور بى بى عايشې رضى الله عنها څخه وايت دى: ((كان النبى صلى الله عليه و سلم اذا دخل العشر شد مئزره و احيا ليله و ايقظ اهله)) بخاري.

كله به چې د روژې اخيرنۍ سيزه راورسېده، نو نبي كريم صلى الله عليه وسلم به خپله بډه ټينګه كړه ((يعنې د خپلو ميرمنو څخه به لرې كېده)) ټوله شپه به يې رڼوله او خپل اهل به يې هم راويښاوه. او همدارز فرمايي چې نبي عليه السلام به په لومړنيو دواړو سيزو كې هم خوب كاوه او هم لمونځ، خو چې اخيرنۍ لسيزه بــه پيل شوه نو بيا به يې ټوله په عبادت سبا كوله او خپلو بي بيانو ته به نه نږدې كېده.

له دې څخه څو شيان څرګندېږي :

اول: دا چې نبي عليه السلام بښل شوى انسان دى ، خو دا  پې يې د قران تلاوت، تهجدو، د الله ذكر او ياد ته ځانګړې كړې وې. نبي عليه السلام په ژبه او زړه د الله پاك ذكر كاوه.

دوهم: نبى ع يه السلام به خپلې ميرمنې هم په دې شپو كې عبادت ته هڅولې تر څو ددې شپو له خير او بركت څخه خپلې زولۍ  ډكې كړي. دا يو لوى غنيمت دى چې په دې ليسيزه كې د قدر شپه هرومرو راځي.

ابي ابن كعب رضى الله عنه هغه  27 د رمضان ګڼي او ځينې نور حديثونه بيا په طاقو شپو لكه 21 ، 23 ، 25، 27  او 29 باندې ټينګار كوي.

راجح قول دا دى چې دا شپه بدليږي او رابدلېږي.

دا شرط نه دى چې دا شپه دې خامخا په سترګو وليدل شي، كه څه هم  ځينې اصحابو كرامو علايم او نښې ذكر كړي دي.

خو لويه بدمرغي دا ده چې د رمضان مباركه مياشت تېره شي او بيا هم د يوه مسلمان ګناهونه ونه بښل شي.

حضرت نبى كريم صلى عليه وسلم د جبريل عليه وسلم سره په خبرو كې چې كله نبي عليه السلام ممبر ته خاته داسې وويل:

((من ادرك رمضان فلم يغفرله فدخل النار فابعده الله، قل امين، ف لت امين)) بخاري او الترمذي.

په چا چې د رمضان مياشت تېره شي بيا هم ونه بښل شي او جهنم ته ولاړ شي. د هغوى له پاره دې ل يوالى او هلاكت وي ووايه : امين، نبي عليه السلام فرمايي چې ما وويل امين

زما د ايمان او عقيدي  وروڼو! راځئ چې الله ته لاسونه لپه كړو چې موږ د روژې مباركې مياشتې د ټولو بركتونو، رحمتونو او بښونو څخه برخمن او پر ذكر شويو ټكو د عمل توفيق را وبښي او اسلامي امت په ټوله نړۍ كې له دې ځپلي او بد حالت څخه و

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery