مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-09-20   مخپرونکئ : عُمر واحديار

درنه مياشت (رمضان الکريم )

عبدالجبار بهير

 

ټولونه او ترتيب عبدالجبار بهير
 
روژه د اسلام د پن ځو ارکانو څ خه ده، د الله(جل جلاله) سپ ېڅلى کتاب قرآن شريف په همدې مبارکه مياشت کښي نازل سوى دى، دد ې مياشتي لوم ړنۍ برخه(لومړن ۍ لس ورځ ي) د الله(جل جلاله) رحمت دى، منځن ۍ برخه يې مغفرت دى او وروستۍ برخه يې د دو ږخ له اور څ خه ازادي ده؛ انسان ته ښايي چي په کلمه طيبه، استغفار، د جنت هيله او د جهنم د اور څخه په پناه غو ښتلود خپل رب رضا تر لاسه کړي

درنه مياشت (رمضان الکريم)
روژه او حکمونه يې :
لومړ ى : د روژې مبارکي مياشتي ځانګړ تياوي :
• د روژ ې ثواب او اجر دومره دى چى بې له الله(جل جلاله) څخه بل هي څ څ وک ور باندي نه پوهي ږي او نه يې هم ليکلاى سي، نو ځکه خو لوى څښتن د خپل نازولي رسول(ص) په ژبه وايي : ((روژه زما لپاره ده او زه به يې بدله او ثواب ورکوم ))
• څوک چي يوه ورځ د خداى(جل جلاله) په لاره کي روژه ونيسي الله(جل جلاله) به يې د دوږ خ له اوره د اويا (۷۰) کالو په عمر ليري کړي، نو څه فکر به مو وي د يو ې مياشتي روژ ې په اړ ه؟!
• روژه د اخرت په ور ځ د روژاتي سپارښ تنه (شفاعت) تر هغو کوي چي جنت ته يې دننه ک ړي .
• د ريان له دروازې څخه (چي په جنت کي ځ انګړى لو ړ مقام لري ) يوازى روژاتيان ننوځي .
• روژه مخکني ټ ول واړ ه ګناهونه له من ځه وړ ي (بخښي ) .
• په روژه کي د جنت درواز ې پرانستل کيږ ي او د دوږخ هغه ت ړل کيږ ي .
• مؤمن لره هره ور ځ جنت ښ ايسته او رنګين کي ږي .
• په روژه کي د نېک عمل ثواب څو چنده (ځ له) زياتيږي .
• ملائيکي تر روژه مات پوري د الله(جل جلاله) څخه د روژاتي لپاره د بخښ ني او عفوي دوعاوي غوا ړي .
• د روژاتي د خولې بوى لوى څښتن ته له مشکو او عنبرو څ خه هم زيات غوره دى .
• په روژه کي شيطانان ت ړل کيږ ي، د جنتونو او اسمانونو دروازې پرانستل کي ږي .
• د روژاتي دوعا قبليږي .

دوهم : د روژې حکم
• روژه څه ته وائي ؟
له سپېده داغ څخه تر ماښ امه پوري له خوراک، څښاک او کوروالي (جماع) څخه پرهې ز کولو ته روژه وائي .
• روژه په چا فرض ده (د فرضيت شرطونه) ؟
نيت :
د شپې له خوا نيت کول ځکه چي ب ېله نيت کولو څ خه يو عبادت هم نه قبليږي .
اسلام :
د کافر روژه تر هغو نه صحيح کي ږي تر څ وچي يې ايمان نه وي راو ړى .
عقل :
په ل ېوني باندي روژه فرض نده ترڅ و چي هوښيار سوى نه وي (له ل ېونتوب څ خه را جوړ سوى نه وي او د سالم عقل خاوند سوى نه وي ) .
بلوغ :
په ماشوم (واړه) باندي روژه نده فرض تر څو چي بالغ سوى نه وي (رسې دلى نه وي) خو که روژه نيول يې شوني وي ښه ده تر څ و د اسلامي ارکانو سره اشنا لوى سي .
وس او توان :
که څوک د روژې نيولو وس يا توان ونه لري نو ورباندي فرض نده لکه مريض (هغه مريض چي د رغېدو تمه ي ې نه وي نو د روژې د هرى ورځي فديه به ورکوي، خو که د جو ړېدو هيله ورته کيږي بيابه فديه نه ورکوي او د خو ړل سويو روژو قضايي به راوړ ي) او بو ډا (شيخ فاني) هم چي روژه نيول پرې لازم ندي، نو فديه به يې ورکوي؛ او همدا شان په مسافر روژه نيول لازم ندي خو قضايي به ي ې راوړ ي خو که څه ستونزه ورته نه وي نو بيا ي ې نيول ښ ه دي .
ښځينه ناروغي (حيض او نفاس) :
حيض : د حيض په موده کي روژه نيول نسته، کومي ښځ ي ته چي خپله مياشتنۍ ناروغي (حيض) پ ېښه سي نو تر هغو پوري پرې روژه نيول نسته ترڅو چي لد ې ناروغۍ څخه پاکه سوې نه وي، کله چي ئې ناروغي خلاصي ږي نو پاتي روژې به نيسي او د خوړل سويو روژو قضايي به وروسته راو ړي .
نفاس : د نفاس په موده کي هم د روژې نيول نسته، د کومي ښځي چي ماشوم پيدا سي نو روژه ورباندي نسته تر هغو پوري چي له څلوېښ تۍ (د نفاس موده) څخه پاکه سوې نه وي .
تي ورکوونک ې (مرضعه) او حامله :
کومه ښځه چي د ماشوم په ژوند او روغتيا ويري ږي (که د مور روژه نيول ماشوم ته زيان رساوه) نو مور ته ي ې د روژې خوړل روا دي خو چي وروسته ي ې قضايي راوړ ي .

دريم : د روژ ې ادبونه او هغه کړ ه (اعمال) چي په روژه کي بايد ورته ډېره پاملرنه وسي
• د روژې نيولو او ماتولو پر وخت (روژه مات) باندي سنت دوعا ويل:
د روژ ې نيولو نيت: (وَ بِصَوْمِ غَدٍ نَوَيْتُ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ ) .
د روژ ې ماتولو دعا: (اَللَّهُمَّ لَکَ صُمْتُ وَ عَلَي رِزْقِکَ اَفْطَرْتُ ) .
خوږ نبي وايي ((کله مو چي روژه ماتوله نو دا دعا واياست چي (( اَللَّهُمَّ إِ نِّي لَکَ صُمْتُ وَ بِکَ أمَنْتُ وَ عَلَيْکَ تَوَکَلْتُ وَ عَلَي رِزْقِکَ أفْطَرْتُ )) .
• پشلمى کول :
خوږ نبي(ص) وايي ((پشلمى وکړى ځکه دې کي برکت وي)) .
• په روژه ماتولو کي چ ټکي:
کله چي لمر ولوېږي نو بايد د روژ ې په ماتولو کي ب ېړه او چټ کي وسي نه دا چي د ما ښام تيارې ته نور هم انتظار وکړل سي؛ خو ږ نبي(ص) وايي ((زما امت به تر هغو پوري په خير وي تر څو پوري چي په روژه مات کي ب ېړه او تلوار کوي اوروژه ماتول په اوبو او کجورو باندي ځکه غوره دي چي نبي کريم به په همدې څيزونو باندي روژه ماتوله .
• عبادت او تلاوت:
په نفلي لمون ځونو اړ په ځان ګړي ډ ول د تهجد په لمانځه کي او هم د قرآن کريم په لوست (تلاوت) کي زياتوالى راوستل؛ مؤمن ته پکار دي چي په روژه کي د قرآن کريم تلاوت زيات وک ړي، ابن عباس (رض) وايي ((جبرائيل (عليه السلام) به خو ږ نبي(ص) ته هره شپه راتلى او د قرآن کريم لوست (تلاوت) به يې ورسره کاوه؛ او همدا ډول بايد په نفلي لمونځ ونو کي کوښښ او ه څه وسي ځ که نبي وايي ((په روژه کي نفلي لمونځ د فرض لمان ځه ثواب لري)) او وايي ((چا چي په روژه کي په پوره ايماندار ۍ او باور سره شپې رو ڼي کړې (د شپې نفلي لمون ځونه او تلاوت) نو دده مخکني ټ ول ګناهونه به وبخښ ل سي)) او پيغمبر دا هم وايي ((څوک چي په امام پسي تر اخره ودري ږي (لمون ځ او تراويح په پوره ډول ادا کړ ي) نو دده لپاره به د يوې رو ڼي سوي شپې د عبادت ثواب و ليکل سي .
• خيرات او ورک ړه(صدقه):
ابن عباس وايي چي خوږ نبي(ص) له ټولو خلګ و څخه اوچت سخي وو خو په روژه کي به ي ې سخا (خيرات او ورک ړه) لا پياوړې سوه؛ نو مؤمن ته پکار ده څومره ي ې چي د وسه کيږي نورو مسلمانانو ته د خير او ښېګڼي لاس ور ک ړي، دا هم په ياد ولرى چي ښ ه خبره هم نيک کار او صدقه ده او خلاص تندى نيول د مسلمان ورور په و ړاندي هم يو عبادت دى؛ دا خو نو د هر چا د وسه کي ږي !!!
خوږ نبي(ص) دا هم ويلي چي غوره صدقه او ورک ړه په رمضان کي وي (ثواب يې ډېر وي)؛ نو څ وک چي چا ته روژه مات(يو غړپ اوبه هم کافي دي) ورک ړي نو دده لپاره به هم هومره ثواب وي کوم چي خپله روژاتي ته وي، سره لد ې چي د روژاتي له ثواب څ خه به هي څ هم نه کميږ ي؛ نو غوره به دا وي چي مؤمن د بل چا په په څيز باندي روژه ماته ک ړي تر څو دواړ و ته د روژې ثواب په زياته کچه ورسي ږي .
• اعتکاف (په مسجد يا جامع کي د عبادت په نيت کښېنستل ):
خو ږ نبي(ص) به په روژه کي لس اخري شپې اعتکاف کاوه خو کله چي له دنيا څخه تلى په هغه کال ي ې د روژې شل اخري شپې په اعتکاف کي تيري ک ړې .
د رمضان د لسو ور ځو اعتکاف ثواب د دوو حجونو او دوو عمرو داجر سره برابر دى، خو که څوک د اعتکاف په نيت له ماښ ام څخه تر ماخوستن پوري اعتکاف وک ړي او د لمانځ ه او تلاوت څخه ماسې وا د بل چا سره خبري ونکړي نو الله(جل جلاله) به دده لپاره په جنت کي يو محل جو ړ کړ ي خو که څوک د سهار له لمان ځه څ خه وروسته تر لمر ختلو پوري د الله(جل جلاله) ذکر او تلاوت وک ړي او د لمر ختلو وروسته دوه/ څلور رکعته نفل وکړي نو دده لپاره د يو مقبول(قبول سوي) حج او عمر ې ثواب سته .
• عمره اداء کول:
خوږ نبي(ص) وايي چي په روژه کي دعمر ې اداء کولو ثواب د حج د اداء کولو سره برابر دى .
• له کوچني اختر څخه وروسته د شوال د مياشتي شپږ (۶) ورځي روژه نيول :
کله چي روژه او کوچنئ اختر ت ېر سي نو بيا د شوال (سپوږ ميزه مياشت) شپږ روژ ې نيول سنت دي خو ه ېره دي نه وى چي د اختر د دوهمي يا څ لورمي ورځي څخه پيلول شرط ندي بلکي نيول يې په ټوله مياشت کي سته .
خوږ نبي(ص) وايي: ((چا چي روژه ونيوله بيا ي ې وروسته د شوال د مياشتې شپږ ور ځي هم روژه ونيول نو ګواکي ټول عمر چي يې روژه نيولې وي .
• د بدو خبرو او ښ کنځلو جواب په نرمه ژبه ورکول :
که څوک روژاتي ته بده خبره يا ښکنځ ل وکړي نو روژاتي ته پکار دي چي په نرمي سره ورته ووايي چي زما روژه ده، خو ږ نبي(ص) وايي: ((که تاسو ته چا په روژه کي ښ کنځل يا کومي بدي خبري وکړ ي نو تاسو يې ځواب مه ورکوى او ورته واياست چي زه روژاتي يم(اِنِي صَائِمٌ ) .
• ډ يري دوعاګاني کول :
خوږ نبي(ص) وايي: الله(جل جلاله) د دريو کسانو دوعا نه ردوي:
√ د روژاتي دوعا تر روژه مات پوري .
√ د مظلوم دوعا چي ت ېرى ورباندي وسي .
√ د عادل بادشاه .
دعا شريفه:
رسول الله(ص) فرمايلي دي :
• څوک چي دغه دعا يو ځ ل په هديره کي ووايي نو الله(جل جلاله) به د پنځه ويشت زرو کالو عذاب ځني پورته کړ ي.
• که ي ې دوه ځله ووايي نو الله(جل جلاله) به د څ لويښتو زرو کالو عذاب ځني پورته کړي .
• که ي ې د جمعې په شپه درې ځله ووايي نو رسول الله به په خوب وويني .
• که يې شل ځله ووايي نو الله(جل جلاله) به په خوب وويني .
• که ي ې د مور او پلار پر قبر ووايي نو د هغوى حق به اداء ک ړاى سي .
• که يې شل ځله د لمر ختلو په وخت کي ووايي نو د څ لويښتو حجونو ثواب لري .
• او که چا ته څه مشکل وي نو دوه رکعته د شکرانې لمونځ دى وک ړي او ثوب دي يې د رسول الله و پاکي روح ته ور وبخ ښي او دغه دعا دي ووايي او خپل حاجت دي د الله(جل جلاله) څخه وغوا ړي؛ ان شاء الله حاجت به يې پوره سي .
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله الذي في السمآء عرشه
الحمد لله الذي في الارض قدرته
الحمد لله الذي في القيامة هيبته
الحمد لله الذي في القبر قضاؤه
الحمد لله الذي في الجنة رحمته
الحمد لله الذي في جهنم سلطانه
الحمد لله الذي في البر والبحر سبيله
الحمد لله الذي لا مفر و لا ملجآ الآ اليه
الحمد لله رب العلمين
الحمد لله الذي انعم علينا وهدينآ الي الاسلام و جنبنا من عبادة الاصنام و من علينا بنبيه وحبيبه و \رسوله محمد و اله واصحابه اجمعين برحمتک يآ ارحم الرحمين .
درود شريف :
او دا هم هغه درود شريف دى چي يو وار( ځل) ويل يې د لسو لکو وارو ويلو ثواب لري :
اَللَّهُمَّ صَلِّ وَ سَلِمْ وَ بَارِکْ عَلَي سَيَّدِنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلَي اَلِهِ کَمَا لاَ نِهَايَةَ لِکَمَالِکَ وَ عَدَّ کَمَالِهْ .

څلورم : د روژې مکروهات (هغه کړه-و ړه چي بايد روژاتي ورځ ني ډډه او پره ېز وکړ ي)
• د ور ځي ډې ر خوب کول
• له انداز ې نه ډې ر خوراک او څښاک کول
• پشلمى دومره وختي کول چي د سهار تر لمان ځه خوب وسي يا هم ټ وله شپه ويښه ت ېرول تر پشلمي پوري چي بيا د سهار لمونځ قضا يا خو ناوخته اداء سي .
• په تراويحو کي سستي يا خو بيخي پر ېښودل .
• په بې ځايه لوبو ورځ بيګا کول .
• د کور او دنيا په کارونو باندي ډېر وخت ضايع کول لکه ښځ ي چي يې د ګنډ لو په شيانو ت ېروي او هرڅ ه يې د روژ ې مياشتي ته ساتلي وي .
• بد او ناروا کارونه لکه: درواغ، غيبت، بهتان، کينه، تهمت، بدګ ماني او ... ، دا ټول څ يزونه سره د بدوالي په روژه کي ګنا هم ده .
• په ايله او ب ېهوده خبرو وخت تې رول پدې نيت چي د روژ ې ورځ بيګا سي .
• دا او نور ورته هغه څيزونه چي مؤمن د خداى له عبادت او يادولو څ خه باسي بايد ځان وساتل سي او مسلمان ورور ته ي ې هم د ځ ان ساتلو او له هغه څخه د پره ېز کولو يادونه وکړل سي ځکه د اسلام مبارک دين هر چا ته په نصيحت کولو ټ ينګار کوي .
• خو ږ نبي(ص) وايي: څ وک چي درواغ ويل او ايله کارونه پرې ن ږدي نو دده د ډ وډۍ نه خوړ ل او اوبو نه څښل هم کوم ارز ښت نه سي لرلاى(روژه يوازي دې ته نه وايي چي خوراک او څښاک پرېښ ودل سي او بس) ځکه الله(جل جلاله) خو هي څ ته هم اړ تيا نلري؛ ابن المنير وايي چي د الله(جل جلاله) د نه ا ړتيا (فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةْ ) مانا داده چي روژه ي ې نه قبليږ ي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery