دخپریدو نیټه : 2007-09-22 مخپرونکئ : عُمر واحديار
لسمه روژه ----لنډه کیسه
عبدالله الهام جمالزی
لیکوال : عبدالله الهام جمالزی
له سهاره مې چرت
سم نه وو ، بېګامې ښه خوبونه هم ونه لیدل ، له پیشنمي هم پاتې شوی وم هسې مې زړه کېده چې له یوچا سره خوله ونښلوم ،
جامې مې واغوستې بهر ووتلم ، مور په کړکۍ کې ولاړه وه بهر یې د څه شي سیل کاوه له شایې راوکتل موسکه شوه .
-
چېرته دې ځان جوړ کړ ؟
- دې ته هم وايې ځان جوړول ؟
-
خو بیا هم ؟
- ځم بازار ته .
-
هو ورځه اوس به دکانداران انتظار کوي ، اوس دې هم ډیر ناوخته کړ ښاروال صیب .
زه
به سهار تر ماښامه په هغه او دغه دکان کې ناست وم ، مور به له جاوید نه پوښتنه وکړه چې اسلم درسته ورځ په بازار
کې څه کوي هغه به ورته ویل چې کله په هغه او کله په دغه دکان کې خاندي . نور به نو مور له مسخرو د بازار ښاروال ب
لم ، خو اوس یواځې مور نه وه بهر هم خلک راباندې خبر وو چې بازار ته به راورسېدلم ټولو به راته ویل .
-
ښاروال صیب تشریف مو راووړ ؟ .
د اکبر دوی په دکان کې ناست وم ، حاجي یاکوپ
راننوت ، هغه هم بده بلاوه ، هسې هسې به یې په عذابولم ، کله به یې راته ویل چې راسره بیایم دې دوبۍ ته کله به یې
ویل چې دلته به درته یو کار برابر کړم او کله به یې څه ویل کله به یې څه .
یاکوپ مې په اوږه لاس کیښود ، راته ځیر
شو .
- ولا خلک وايي چې ډیر بسلمان شوی یې اوس ښه لمونځونه کوې ؟
-
هو ولا تاغوندې نه یم شکر دی .
- په ما نوڅه شوي دي ؟
- ته ستر دروغجن یې .
- څنګه ؟
-
ولا نو ډیر چالاکه یاست ، دوبۍ ته هم لاړ شئ بېرته راشئ په ځان د حاجي نوم کیږدئ ټول
د لیونۍ زامن یاست اوس مې نو نور وپیژندلاست په تاسې هیڅ باور ندی په کار .
- بهبه
بیا دې بې باکۍ ته ملاوتړله هه ! د لیونۍ زوی خو ته یې چې سهار راشې کله په هغه دکان ناست کله په دغه دکان ټوله ورځ
همداسې درباندې تیره شي موږ خو که نور نه دي خلک خو مو احترام کوي .
- اوس دې پخپله
ځواب وویلو وینې چې د لیونۍ زوی یې دا عادتونه دې دلیونۍ د زوی وي
اکبر سخت وخندل ، چې هر وخت به دکان ته ورغلم
نو اکبر به خوله راته پورته ونیوه دومره به یې وخندل چې بېګا به یې په تشو لاس نیولی وو او له ډیرو خنداګانو به
بې سېکه شوی وو . یاکوپ مې بیا لاس ور ونیو .
- ولا نو اسلم ګله نور ښه ځوان یې خو چې
ږ کاروکسب دې هم درلودی .
- هغه یې په تاپورې اړه نلري ، ته چې کاروکسب لرې څه پایده
دې کړې ؟
- خو سمه ده زما خبره به هلته در په یاد شي .
-
هه هه چې یو دیوال ته مخ بل ته د شاشی ، همداسې دې ویل کنه ؟
یاکوپ وخندل ، بیا
یې له جیبه دستمال راوویست لږ شېبه یې خولې ته نیولی وو بیا یې په جیب کې واچاوه اکبر ته یې سترګه ووهله او موسک
و .
- یاره اسلم جانه دادومره کاله دې ملايي وویله خو دې هیڅ هم نه شوې اوس دې یوه
ګلالۍ پاده نیولې وای او د کلي خره او غوايي د څرولای .
- نه زما تخصص پاده نده زما
تخصص د انسانانو پاده ده زه به له خیره تاسې پیایم خو دا تاسې یاست چې د عربو اوښان څروئ چې وطن ته راشئ بیا مو
بریتونه تبر نه خوري .
داخبره پرې ښه ونه لګېده .
- له خولې سره فکر کوه پادوان به
دې هغه پلار وي .
- وینې یې چې د لیونۍ زوی یې ؟ وینې یې چې په لسمه روژه کې حوصله هم نل
ې ټوکې هم کوې ؟
یاکوپ پاڅېده ، اکبر ته یې وکتل او زه یې له ګریوانه ونیولم .
- ته
ګوره اوس به دې سړی کړم ، زه له تاسره بې باکي لرم چې داسې بې کنټروله خبرې دې له خولې راوځي .
-
کېنه ډیره تونده یې مه خوره هسې مې هم نن اعصاب کار نه کوي ، داسې یو جانانه پروت به
وخورې چې د دوبۍ په دښتو کې به دې هم له یاده ونه وځي .
نور یې نو حال بیخي سره ښه نه شو ، لاس یې راسره واچاوه ، خو
داسې یو پروت مې ورکړ چې په بدن کې یې هیڅ ځای پاتې نه شو چې بې سوکه یا لغتې پاتې شو لامې غوسه نه وه سړه شوې زړه مې
غوښتل نور یې هم سره سوکي په نوکي کړم ، خو شاوخوا خلکو رانه خلاص کړ .
نعیم له لیرې ولیدم چې ما یاکوپ تر ګون
و لاندې کړی وو ، لاس یې راته وخوځاوه نور نو تیر شو ، دهغه هم پرې ډیر زړه ښه شوی وو ، نعیم به هم دورځې ماغوندې
په دکانونو کې وګرځېده بېګا به یې له نورو ځوانانو سره ډله جوړه کړه لاړل به چرس به یې څکل ، ملابه سر پرې چپه کړ چې
دا کارونه مه کوئ خو چا ته وایې ولا که به یې خیال هم وو .
اسماعیل خیل بیا بله ډله وه ، له غلو نیولې تر قاچاقه
تر هرڅه پورې ، ښه پوهېدل ، پخپله هم ښه سم پوه خلک وو ، نه یې دمشرانو خبره اورېده او نه هم د ملانو ، هغه بل و
ور یې بیا انجینر وو په کابل کې یې په یو شرکت کې کار کاوه ، پاک کرار او بې خبرو ، نه یې په چا کار درلود او نه یې د
چا مال ته سترګې نیولې وې ، نه یې غلا کوله او نه یې هم له نعیم سره چرس څکل .
ټولو خلکو به بد بد راته کتل ، اول
خو چې له پیښوره راغلم ټولو راته ملاصاحب ویلو ، ټولو مې احترام کاوه ، خواوس نو هیڅ رانه جوړ شوي وو ، یوه ورځ
اکبر هم تر غوږ راتیره کړه ، کله چې یې دکان ته ورورسېدم نو راته موسک شو .
-
جانانه کله کله راشه ... داډیر راتګ دسړي قدر کموینه .
ما سر ورته وخوځاوه ، په چوکۍ کېناستم .
-
چوپ دلیونۍ زویه په دا سرچپه ټپه چې تاوویلې .
اوس اوس مې پام کیږي ، دومره کبر مې
وو چې اوښ به نشو وړلای ، سپینې پاکې جامې ، کلکې کلکې عربي کلمې خو په هیڅ مې هم اروا نه وه شکه ، بس کبر وو ، خلک
اته دخدای پیدا نه ښکارېدل ، خو اکبر به چې خبرې کولې ولا له دې ماغوندې ملانو یې ډیرې پخې پخې خبرې کولې . یوه ورځ یې
ویل چې د سړي قدر هغه وخت زیاتیږي چې ټولنې ته اهمیت ورکړي او ددغه اهمیت لپاره هڅه وکړي او په عمل کې یې ثابته
کړي ، که یو څوک تل د ټولنې په ګټه مثبت فکر وکړي دهغه د اصلاح لپاره ، دهغې دستونزو د لیرې کولو او دهغو د آرام
ولو لپاره نو بې شکه هغه شخص به په ټولنه کې داهمیت وړ هم وي ، هغه ویل چې دا اهمیت هسې نه لکه دا ځینې کسان یې چې و
کوي ، سپین کالي واغوندي تسپې په لاس کې راواخلي ، اوقي اوقي کېږي په هیڅ خبر نه وي او په خوله چیغې وهي چې ټولنه
اصلاح کوي ، ټولنه له همدې مااو تا جوړه ده یو بل ته متقابل درناوی او اغیزمن اخلاق ... زه ورته موسک شوم ما
ویل خو هغه خو نو ټول د لیونۍ زامن دي په څه نه پوهیږي .
هغه بله ورځ یې هم په دکان کې ناست وم ویل یې چې ملا
فیضان اخوند مې ډیر خوښیږي ماویل ولې هغه ویل چې نه ډیر ډول او سینګار کوي نه هم د پیسو وږی دی ، قانع سړی دی ،
کوم وعظ او نصیحت چې کوي خپله یې پرې عمل کړی ، نه د هرچا په کارونو کې کار کې لري او نه هم بې ځایه بې ځایه په چا پو
ې نښلي ، ولاقسم هغه چې راته ووايي چې دکان دتل لپاره وتړه او ولاړشه فلانی کار وکړه کوم یې .
له دکانه ووتم ،
له ځانه سره مې فکر شو ، ولا خو نو ښه وايي هسې مې هم د ځان رنګه بده کړه او هم مې د ملایانو ، ملا فیضان اخوند هم
اري دی هم یې له ما زیات حدیثونه یاد دي هم یې له مازیات درسونه ویلي دي خو هیڅکله یې هم ما غوندې لوچکي نده کړې .
نور مې په بازار کې طاقت ونه شو ، بهر ووتلم ، څه شېبه مې د بازار ستر جامع جومات ته سترګې نیولې وې چې خاموشه او
چوپ یې د ښار د ګرم ژوند سیل کاوه ، له ځانه سره مې وویل چې ولا نو څه به شوي وای چې ماغوندې ملایانو خپل کار کولی
یاکوپ غوندې دروغجنو خپل ، او فیضان غوندې ملایانو خپل ، اسمعیل خیلو خپل ، داود غوندې انجنیرانو خپ
او اکبر غوندې دکاندارانو خپل ؟
پدې کې راباندې چا لاس کیښود خو پرته لدې چې شاته وروګورم ورته ومې ویل .
- بیا کوم د لیونۍ زوی یې چې دلته هم راپسې راورسېدې ؟ .
تهران ، ایران