دخپریدو نیټه : 2007-10-03 مخپرونکئ : عُمر واحديار
دمړي په جيب کې
محمدنعمان دوست
چې څنګه يې تابوت کلي ته ورساوه ، يوه ګونګوسه شوه ، هرچا خپل
کارونه پرېښودل او د تابوت په لور يې را منډې کړې .
تابوت دخلکو په منځ کې پټ شو ، ټول ترې را تاو، وو . يو دبل
پر اوږو لاسونه اېښودل او دسر په ښورولو يې تابوت ته کتلې .
خپلو منځو کې خبرې پيل شوې :
چاويل : څو مره
په تمه وو ، موږ وې دا به خداى ډاکټر کړي ، ښار ته به دناروغانو له وړلو بې غمه شوو داخو يې . . .
چاوې : دا زړه
و ، که تيږه ؟ څنګه يې داسې چناري ځواني خاورې ايرې کړه ؟
بل غږ کړ : زموږ د ناروغانو به خداى مل شي ، زه يې بل
څه ته ځورېږم :
درې کاله يې دکوژدنې شوي وو ، خسر به يې همدا ويل ، تر څو يې فاکولته خلاصه کړې نه وي واد ه نه و
کوم .اوس به څه کړي ؟ دا ځوانيمرګ خو بل ورور هم نه لري .
پلا ريې چې تر دې دمه اوتر- اوتر کله تابوت او کله
اسمان ته کتل ، دخلکو له منځه را ووت .
ټولو دهغه خولې ته کتلې . څو کرته يې شونډې راټولې کړې خو د غږ پر ځاى به
تر ې چيغه ووته.
ښه شېبه غلى و، بيا يې وويل : وروڼو!
نن زمادځوى په ١٧ کلنې خوارۍ خاورې واوښتې . زه نور هيڅوک
نه لرم ، زوى مې روان دى ، خو هغه زه يوازې نه پرېږدم ... نه ، نه څنګه خاورو ته لاړ شي ، تاسې ووايئ ، دا د خاورو وړ
دى ؟
خلکو يو بل ته حيران – حيران کتل خو ، له خولې اخ نه خوت .
هغه نه لکه چې، اصلي خبره هېره وه، بيا يې سکوت
مات کړ : وروڼو! په ډېره خوارۍ مې پرې سبق ويلى و، لاس مې نه ور رسېده ، که له هر چانه يې پور کړى وي ، ورته ... هغه
نور رانه خاورو ته ځي ....
پاتې خبره يې په چيغو کې ورکه شوه .
خلکو په يوه خوله ( زموږ له خوا بخشش دى
) ناره وکړه .
تابوت يې دڅو شېبو له پاره انګړ ته دننه کړ ، دکلا دېوالونه چيغو داسې لړزول تا به وې بيا ،
ب ٥٢ الوتکو ترورستانو پسې را خيستې او په ( سهوه ! ) کې يې دچاله کورنه لنبه پورته کړې ده .
خداى خبر ام
نيتي کسانو دهغه په وژلو کې کوم نوى تکتيک تمرين کړى و ؟ ټول تک شين اوښتى و ، له تابوت نه يې وينې څڅېدې .
په څه
خوارۍ يې د مور او خويندو له منځ نه تابوت را ووېست او دجومات مخ ته يې کېښود .
ملا صيب، د هغه په شنه اوښتي تندي
لاس کېښود ، دهغه بې روحه شوڼدې داسې راټولې وې ، تابه وې دخپلې وژنې دعلت پوښتنه کوي .
ملا صيب، ناستو کسانو
ته مخ را واړو :
وروڼو ! که څه هم دا پاک شهيد دى ، ځوان و ، دعلم په لاره کې و ، خو داسې ښکاري چې دفعتا نه دى
وژل شو ى ، و هل ټکول يې ډېر خوړلي ، کېداى شي خبرې يې کړې وي ، ښه به داوي چې غسل ورکړو.
تابوت يې غسل خانې ته و
دننه کړ ، پلار يې په وينو سره کورتۍ او کالي ترې ووېستل ، د کميس له جيبه يې سورى کارت او سره کاغذونه راووېستل
.
دکورتۍ په دننه جيب کې يې لاس ورښکته کړ ، جيبي کتا بچه يې لاسته راغله ، په منځ کې يې په وينولړلى د ليک پاکټ
ايښى و ، له پاسه پرې ليکل شوي وو ، ( دخپل مهربان پلار په مطالعه )
لاسونه يې ولړزېدل : پلاردى درنه ځارشي زويه
! ديوال ته تکيه ودرېد، په رېږدېدلو ګوتو يې پرانيست
:
&nbs
p; &
nbsp;
٧٨٦
 
;
__________
ډېر مهربان پلار ، ګرانې مور او ګرانو خويندو ته سلامونه ، وړاندې کوم .
زه تردې دمه روغ او جوړ يم .
( ددې جملې په لوستلو موسکۍ شو خو چې په غسل خانې يې نظر ولګېد له سترګو يې لکه دمحصلينو وينې اوښکې وبهېدې . )
زړه يې غټ کړ او بيا يې لو ستل پيل کړل :
ګرانه پلا ره !
ډېرې سختې دې تېرې کړې او لا تېروې يې ، خير دى
داد ى امتحانونه مو په شروع کېدو دي .
وخت کم پاتې ، که خداى کول ، ډېر ژر به له درانه بارنه خلاص شې ، م
اهم بېځايه عمر نه دى تېر کړى، ډېرې شپې مې رڼې تېرې کړي دي .
رښتيا پلاره ! که سپين سترګى درته نه ښکارم
نو يوه خبره کول غواړم او هغه داچې : که کله مې مور د خسر کورته لاړه نو زما ( ... ) ته دې ووايي چې ...
که هرڅوم
ه يې کاغذ سترګوته نږدې کړ او سل خواري يې وکړې ، نوره جمله يې ونشوه لوستى . دجملې پاتې توري لکه د د همزنګ
دسړک په څېر په وينو لړل شوي وو.
١٣٨٢ ، ٨ ، ٢٩ کابل ، ميرويس ميدان
يادښت :
په ١٣٨٢
کال د روژې په مبارکه مياشت کې د کابل پوهنتون محصلينو د يوې مظاهرې په ترڅ کې د خوړو ، د ښه والي غوښتنه وکړه ،
مظاهره وروسته په تاوتريخوالي واوښته او نږدې امنيتي ځواکونو پرې بې رحمانه ګولۍ وچلولې او يو شمېر محصلان يې په
وينو ولنبول .