دخپریدو نیټه : 2007-10-03 مخپرونکئ : عُمر واحديار
داولياء کرامو له غوره ارشاتاتو څخه
انجينر حمدالله شاکري
۱- بخل دنعمت اود خدای (ج) د داد څخه انکار دی
.
۲- سخا دشکر او عاطفی مانا ده .
۳- له دنيا او هغه څوک چه په دنيا کی اوسيږی د وفا تمعه مه کوی .
۴- کبر هغه
زينه ده چه له آخری پوړ څخه سړی پر ځمکه غورځوی .
۵- د امرا ء سره غرور اود فقراء سره عجز تواضح ده .
۶- خوف او
جا د بنده لپاره داسی ضرور دی لکه د مرغه لپاره دوه وزرونه که يو هم بيکاره شی نو بل کله هم کار نه شی کو
ای.
۷- د صبر دری علامی دی ،ترک شکايت ،صدق رضا او قبوليت رضا .
۸- عقل ددنيا بنياد دی او د عقل بنياد علم دی
او دعلم بنياد صبر دی .
۹- دينی او دنيوی مفادات صرف ديوی لمحی صبر سره حاصليږی .
۱۰- دغزت خاوند هغه څوک دی
چه ګناهونو نه وی ذليل کړی.
۱۱- اخلاص دادی چه سړی اعلی ترين عبادت ادنا ترين تصور کړی .
۱۲- دځمکی پر سر له
دوعا پورته بل لوی قوت نشته .
۱۳- تکليف او زحمت يا دګناه ثمره او يا امتحان دی چه حل یی رجوع او صبر دی.
۱۴-
علم لوی دولت دی خو چه تقوای او عمل ورسره وی .
۱۵- چا چی له خدای (ج) سره ژوند تير کړ هغه نه مری .