كه په ميوند كې شهيد نه شوى خدايږو
اليه بى ننګۍ ته دى ساتينه
د افغانستان په تاريخ كې مو ډيرى نامتو او د قدر وړ ښځى لكه نازو انا او م الۍ انا له نظره تيريږي، چې جنګياليو سړو ته به يي د جګړى دود او چل ښوده، او د جګړى سره سره به يي په زړه پورو ټپو او اشعارو د هغوي احساسات، غيرت او د وطن مينه راپاروله تر څو ددښمن چې ګران هيواد ته يي په بد نظر كتلي سترګى راوباسي. ځكه خو مونږ هم د هغوي د احسان په منلو، هغو ي ته د “انا” د خطاب په وركولو وياړو.
افغانان دا دعوه هم كوي چې د نورو قومونو په پرتله يي د اسلام سره ډيره مينه ده او احترام يي كوي خو د افسوس سره زه بايد ووايم چې پدي موضوع كې د اسلامي احكامو د عملي كولو ډيره اړتيا ليدل كيږي. د ښځى د احترام او قدر او هغى ته د ضرورو او لازمو حقوقو د وركولو پرته د پر مختګ تصور هم د شيخ چلي خوب دى.
كه څه هم مونږ د خپل
تاريخ ددغه ځلانده څيرو او مثالونو يادونه كوو، خو تير شوى تارهغه ډيوى په شان وي چې وچه او بى “تيلو” وي او
زړور او غيرتي قومو نه ي ي د حال په “تيلو” ژوندۍ ساتي.كه څه هم الحمدلله افغانۍ ټولنه د نورو اسل امي هيوادو
په پرتله اسلامي اقدارو ته زياته پاملرنه كوي خو افغانانو بدبختانه خپل دغه مقام او وياړ دلاسه وركړى او حال
يي د فكر او خفګان وړ
دى.
په ځنى حالاتو او مسئلو كې چې غرب او نورو اسلامي هيوادو كې ښځو ته كوم حقوق و
كول شوي هغه خو لا پريږده، اسلامي حقوق يي هم خوندي ندي ساتل شوي،او داسى سلوك ورسره كيږي چې د اسلام سره يي
تر لرى لرى پورى تړاو نه ليدل كيږي. د ” سوره” رواج يي غوره بيلګه ده، چې د يو قاتل سړي په بدل كې د يوي ښځى يا
نجلۍ “تحفه” د مقتول كورنۍ ته وركول كيږي. كه څه هم په ظاهره توګه د واده په نامه هغه كور ته ليږدول كيږي خو په
حقيقت كې يوه معصومه نجلۍ د ذلت او سپكاوى په ژوند تيرولو مجبوريږي. په اسلام كې مونږ هيڅكله دا نه شو موندلاي
چې د يو فرد د
غلطۍ سزا دى بل ته وركړل شي.
د تعليم د ضروري نه ګڼلو، ميراث نه وركولو، په كورنۍ مشورو كې
برخه نه وركولو،د هلك او نجلۍ تر منځ توپير او فرق كولو او تر ټولو ستر مشكل د طلاق او د متعددو ودونو د مسئلو د
حل لپاره دداسى بحث او څيړنو ضرورت دى چې يوه ګټوره نتيجه ترى لاس ته راشي او بايد په افغاني ټولنه كې ددى لپا
ه مناسب اقدامات وشي چې په دي كې اسلامي او عصري علماء او د فكر و نظر
خاوندان ستر رول لوبولاي شي.
تر
ټولو د مخه بايد د انجونو د تعليم لانجه چې د طالبانو د امارت په وخت كې
ترى ستره مسئله جوړه شوه، حل شي. د
واضحو احاديثو شتون بايد افغانان
مجبور كړي واي چې واضح او په اسلامي اصولو ولاړ كلك اقدامونه يې كړي
واي، پيغمبر صلى الله عليه وسلم د حديث مفهوم دى چې د علم لاس ته راوړل په هر نر او ښځه مسلمان باندې فرض دي،
نه پوهيږم چې په پرده كې د انجونو تعليم حاصلول په كوم دليل جائز نه دي؟ د يو هلك په شان د يوي انجلۍ د تعليم لاس
ته راوړل د يو فرد تعليم لاس ته راوړل نه وي بلكه په راتلونكي وخت كې د يوي كورنۍ اباديدل او خوشحالي لاس ته
اوړل وي.
د ميراث نه وركول د پخوانو جاهلانو عادت ؤ چې د كور مشر او يا جنګياليو ته به يي ټول ميراث و
كاوه خو د اسلام د نيكمرغه دين په راتلو هغه ټول وحشي رواجونه له منځه ولاړل او الله تعالى د ايت په اخر كې
وويل چې ميراث د الله له خوا فرض شوى او د هغه حق دى نو ځكه څوك نه شي كولاي چې بل د ميراث نه محروم كړي، خو اوس هم
په افغاني ټولنه كې د ښځو د ميراث وركولو مثالونه
ډير لږ دي.
د طلاق مسئله هم بايد وڅيړل شي، چې څوك كله خپلى ماندينى ته طلاق وركولاي شي، پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي چې په جائزو او روا شيانو كې تر ټولو چې ا له يي بد ګڼي طلاق دى او بل ځاي كې فرمايي چې كله په ځمكه طلاق واقع شي نو عرش ولرزيږي. نو يو مسلمان چې تر څو كو اي شي بايد ترى ځان وساتي كه نه نو د الله د قهر او غضب موجب به وګرځي. ددى سره سره يو حق چې اسلام د سړي د طلاق په بدل كې ښځى ته وركړى خو په افغانۍ ټولنه كې ډير بد او د ښځى نه اخيستل شوى د( خلع ) حق دى، چې د دى په واسطه يوه ښځه كولاي شي په محكمه كې د خپل خاوند نه چې ژوند يي ورسره ګران وي ، د مال په وركولو جدا كيدل غواړي. محكمه بايد د پوره كوښښ نه وروسته چې نتيجه يي نه وي وركړي ښځى ته ازادي وركړي.
د متعددو ودونو حق كه څه هم اسلام و
كړى دى خو د ددى لپاره د لازمو شرطونو شتون ضروري دى چې تر ټولو مهم يي د سړي مالي او اقتصادي حيثيث او بدني
صحت دى، نو هر څوك چې دوه يا ډير ودونه كول غواړي بايد د ټولو د حقوقو د پوره كولو وس ولري، په بل حالت كې به د
يامت په ورځ په داسى حال كې چې يو څنګ به يي كوږ وي راپاڅي او د الله پاك مخى ته به ځي. لږ تر لږه په هر موسم كې يو
جوړه كالي، دوا، كور، او نور هغه وسائل چې د ژوند په ښه توګه تيرولو لپاره ضروري وي برابر كړي تر دي پورى كه
كومه ښځه بيل كور يا د خاوند د كورنۍ نه بيل اوسيدل غواړي د اسلامي قانون تر مخى څوك حق نه لري چې منع يي كړي او
يا يي مخه ونيسي. د كونډى د دوهم واده رواج چې بايد د خپل خاوند په خپلوانو كي د چا سره واده وكړي او په دى م
جبورول ،غير اسلامي دي او بايد مخه يي ونيول شي كه څه هم د افغاني رواج له مخى به يي څوك منلو
ته تيار نه وي.
اوس هغه واقعيت ته چې نړۍ ورته د ښځى د حقوقو په نامه بل رنګ وركوي او د اسلامي نړۍ ناپوهه سړي او ښځى ورته په ښه سترګه او احترام ګوري، ستاسو پام راړوم. په اوسني وخت كي چې د ښځو د حقوقو په نامه كوم كارونه روان دي وا عا چې د تشويش وړ دي، په تلويزون، راديو، اخبارونو او مجلو كې د ښځو او انجونو هغه عكسونه ښودل كيږي د اسلامي امت په ځوانانو نيغ او بد اثر لري او د حقوقو په نامه د دغه ښځو حقوق تر پښو لاندى كيږي.
په نړۍ كې چې مونږ هر څه وينو، الله تعالى ټول جوړه جوړه پيدا كړي، د مثال په توګه شپه او ورځ، او بيا يي هر يو ته جلا خاصيتونه وركړي، شپه يي توره او ارامه او ورځ يي رڼا او ګرځنده كړى خو كه څوك وغواړي چې شپه ګرځنده او ورځ ارامه كړي د دواړو د جلا كولو حكمت به ختم شي او ګټه به يي كمه شي. همدا شان يي نر او ښځه جوړه پيدا كړي او د دواړو حقوق او دندې يې ټاكلي دي. هر څوك چې غواړي چې ښځې دې د كور نه بهر وظيفه ترسره كړي او پيسى دې وګټي ، ښځو ته ازادي او حقوق نه وركوي بلكه په ښځه غاړې ته يو اضافي بوج وراچوي او په داسى كار باندى يې مجبوروي چې ورباندى لازم نه دى .
كه د دغه حقوق غوښتونكو نه پوښتنه وشي چې كه ښځه او سړي برابر دي نو ولې بيا ښځو ته په سور اوړي كې په بټيو كى د خښتو وهلو كار نه ورسپاري، او په بټيو كى د هغوي په مزدورۍ دومره ولى وارخطا كيږي؟ او سړي ولې د ښځو سره د هغوي په “خاصو ”كارونو كې برخه نه اخلي؟ بل ځواب به ورسره نه وي مګر كه ووايي چې په اسانو كارونو كې د هغوي برابرى غواړو خو په ګرانو كې نه، نو ټولو ته به د دوي دوه مخي ښكاره شي.
الله تعالى ښځه ددي لپاره نه ده پيدا كړي چې نمونه ترى جوړه شي او دفترونو كې د سكرتر په حيث د خلكو انتظار لنډ كړي او يا د يو ساعت د زړه خوښۍ باعث وګرځي او بيا د يو بيكاره او بې ګټې جنس په توګه وغورځول شي، بلكه په ښكاره الفاظو يي ورته ارشاد كړې چې په خپلو كورونو كې واوسي ، او د خپل سينګار ښودنه خپلو خاوندانو پورى محدوده كړي. د هغوي د نه شتون په صورت كې د كور او بچو ساتنه وكړي او ماحول د هغوي د خوښۍ سره سم وساتي.
سړي بايد د كور نه بيرون ټول كارونه په غاړه واخلي او د كور مصارف برابر كړي او ښځى دكور دننه كارونه او كه بچي يي وي د هغوي په ښه توګه روزنې ته پاملرنه وكړي او هغه پيسې چې سړي يې د بيرون څخه كور ته راوړي په ښه او مناسبه توګه خرڅ كړي، په دې حالت كې د ښځې د كار كولو ضرورت نه يدل كيږي.
د يو ايت ترجمه په يو پيغام كې زما د نظره تېره شوه، ځكه نو ما تفسير ابن كثير، تفسير قرطبي او تفسير ايسر التفاسير ورپسى وكتل او ما ته جوته شوه چې دغه ايت د ښځو د حقوقو سره چې د بحث موضوع ده تړاو نه لري، بلكه كله چې حضرت ام سلمه رضي الله عنها، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې ولى مونږ ته په ميراث كې كمه برخه راكړل شوى ده او د جهاد حق نه دى راكړل شوى، او بلى خوا ته سړو ويل چې بايد مونږ ته د اخرت په نيكيو كې هم غوره والې راكړل شي څنګه چې ميراث كې راكړل شوى دى، نو الله تعالى د نساء (ښځې) سورت ۳۲ ايت نازل كړ او ويې فرمايل چې د ښځى خپل ځاي دى او د سړي خپل، نو د يو بل د امتيازونو او ځانګړتياو ارمان مه كوۍ، ځكه الله د تاسو څخه زيات پوهه دى.
زما په نظر كه چيرته دواړه خپلى دندى سرته ورسوي نو د يو بل په كار كې د مداخلت ضرورت به پيښ نه شي، او د (سړو او ښځو حقوق برابر دي او كه نه؟) سوال به بې معنىٰ شي، ځكه دواړه به جلا جلا دندې سر ته رسوي نو د پ تلې او مقايسې هيڅ ګنجائش به پاتې نه شي.
خوكه چيرې سړي وظيفه ونه لري نو ښځه ، لور، مور يا خور يې په اسلام ي چوكاټ كې دننه كولاي شي او حق لري چې د بچو او خپلو مصارفو د پوره كولو لپاره د كور نه بيرون وظيفه ترسره كړي او كور او بچو ته د ژوند اسانتياوې برابرى كړي. د امام مالك، شافعي او احمد بن حنبل د مذهب له مخى په دغه وخت كې چى كله خاوند ډير تنګ لاسى وي نو ښځه د خاوند نه د جلا كيدو يا طلاق حق هم لري. دا پوښتنه چى ايا ښځه د كار حق لري او كه نه؟ بايد داسى ځواب شي چې هره مسلمانه ښځه بايد اسلامي اقدار په نظر كې ونيسي نو هر ډول كار ورته جائز دى. د اسلامي اصولو تر مخه د ښځى كار هغه وخت نا جائز دى كله چې هغه د ټولنې فساد او بې حيائۍ ته لار هواروي نو هر كله چې دغه علت (بې حيائي) ورك شي نو حكم (حرمت) هم بايد ورك شي، خو كه دغه علت (بې حيائي) په هر كار كې پيدا شي كه څه هم لمونځ وي، نو هغه به حرام وي.
دا زمونږ د ټولنى سترى ستونزى دي چې د انجونو د تعليم، د تفريح او سير، او د “ډاكترى” ضرورت نه وي خو كه د ښځى يي بچي نه وي او يا لوڼه وي نو د ضروري معاينو پرته به د اتيا روپو مزدور هم بله ښځه كوي، د نكاح په وخت به د نجلۍ نه هم پوښتنه ضروري نه وي. دا ټول او همدا شان نور رواجونه د اسلامي حقوقو نه چې ښځى ته يي وركړي ښكاره سرغړونه ده.
د تعليم په باره كې ما مخكې هم يادونه وكړه، د سير په اړوند يوه واقعه د عائشى رضي الله عنها په باره كې مونږ ته رارسيدلى، هغه داسى چې يوه ورځ په جومات كې صحابوو د په اسونو سواره او د تورى په ګوزارونو يي جنګي مهارت ښكاره كاوه، او عائشه رضي الله عنها د رسول الله شا ته ولاړه او ننداره يي كوله، رسول الله به هم لږ لږ خوځيده تر څو د بيرون نه يي څوك ونه ويني. دا هم روايت دى چې رسول الله عائشى رضي الله عنها سره منډه وهله چې هغه تري مخكې شوه، خو لږه موده وروسته ترى رسول الله مخكې شو ځكه د عائشى رضي الله عنها وزن ډير شوى ؤ. ددى نه دا معلوميږي چې كه ښځه د اسلامي حجاب پوره پاملرنه وكړي نو د سير لپاره د م حرم سره د هغوي تلل روا دي.
زمونږ ډير علماء د” الرجال قوامون على النساء ” ( سړي په ښځو برتري لري ) ايت ير زر په دليل كې وړاندى كوي چې سړو ته مطلقه ازادى وركړي ځكه چې هغه ورته نفقه وركوي، يوه پوښتنه ضروري ګڼم، هغه دا چې كه چيرته نفقه ښځه كور ته راوړي نو بيا به د ښځي برتري وي؟ خو حقيقت ددى خلاف دى او ښځه او سړى په اسلام كې پخپل ځاي خپل حقوق لري، ځكه د سړي خپل حقونه او وظائف او د ښځى خپل حقونه او وظائف دي، چې د يو بل سره يي مقايسه كول صحيح نه دي. سړې ډير حق لري ځكه جسما تكړه وي، په جګړو كښې ونډه اخلي، او نفقه ورته راوړي، نو كه نه يې راوړي بيا لكه چې وويل شول د دريو امامانو د وينا سره سم د دواړو لارى جلا دي. بيا دا غوره والى د دوي د بدني جوړښت له مخى هم دى، علماء وايي چې د سړي فطرت ګرم او وچ دى ځكه نو هغه قوي او مضبوط وي خو د ښځو فطرت يخ او مرطوب دى ځكه نو پكې سوړوالى او نرمي او د عاطفاتو او احساساتو كمزوري له ورايه ليدل كيږي، په وړه خبره خوښه او په وړه خبره يره خپه وي.
ددى بحث نه وروسته زه غواړم چې په ټاكنو كې د ښځو په برخه اخيستنه، د رايي وركولو تر حده وي او كه د كومى رتبى او چوكۍ لپاره وي رڼا واچوم. په ټولنه كې د ښځو د رول نه هيڅوك هم مخ نه شي اړولاي، كه د مور او پلار خدمت وي، كه د خاوند سره مرسته وي (چې كله هغه په كور كې نه وي نو زړه يي مطمئن وي) او كه بيا د بچو تربيه وي د پلار نه د مور لاس پكې ډير وي.
له ډيرې مودې وروسته مونږ په افغانستان كې هم ښځينه كانديده وليده كه څه هم كومه د پام وړ رتبه يي لاس ته رانه وړه خو بيا هم يو نوى ګام ؤ. زما په نظر د حديثو نه په ډيره ډاګه معلوميږي چې رسول الله ص څو واره تاكيد كړى چې د هر قوم مشرتابه ته ښځه ورسيده هغه قوم به بريالى نه شي او مونږ نه غواړو چې وروسته پاتى شو. ځكه نو دا خبره په خپل ځاي پاتې او د منلو وړ نه ده چې په افغانستان كې دې د ښځو د چارو د وزارت څخه پرته بل كوم وزارت ښځې ته وسپارل شي. د افغانستان محكمو كې د ښځينه قاضيانو ضرورت ليدل كيږي چې بايد د كورني مسئ و په دعوو كې برخه واخلي. نو بايد په اولسي او د مشرانو جرګه كې ښځو ته مناسب استازيتوب وركړل شي تر څو په هغو م سئلو كې چې د ښځو په خاصو دعوو پورى اړه لري، صحيحې او په ځاي فيصلى وشي. ځكه سړي د هغو پيچيدګيو نه چې د ښځينه مسئ و پورې اړوندى وي: خبر نه وي، نو څنګه شونې ده چې د هغوي لپاره به مناسب قانون ميدان ته راوړي.
اوس راځم د رايي وركولو ته، بايد په افغاني ټولنه كې ښځو ته چې د ټولنى اكثريت تشكيلوي د رايي وركولو حق وركړل شي، ځكه كه يو سړى نظر لرى نو ښځى ته هم بايد موقع وركړل شي چې خپل نظر او رايه د اسلام د اوامرو سره سمه ښكاره كړي. خو بيا هم شرط د اسلامي اقدارو راځي او هغه اصل چې د علت د وركېدو سره حكم هم وركيږي او د پيدا كيدو سره يې حكم پيدا كيږ ي، دلته هم د عملي كېدو وړ دى.
يوه خبره چى ما د دى بحث په دوران كې د يو ليكونكي په پيغام كې وليده چې د نو
و هېوادونو ښځينه اوسيدونكي يا پړونې په سر كوي او يا يې نه خو څوك ورته بد نه وايي... د منلو وړ نه ده ځكه چې اس
ام او مسلمان جلا دي، ضرور نه ده چى هر مسلمان چى هر څه كوي اسلامي دې هم وي، نو د پړوني نه په سر كول غير اس
امي دي، خو په غربي هيوادونو كې مخ ښكاره كول د اسلامي هيوادونو نه جلا حكم لري. ځكه دلته چې كله كومه ښځه مخ
ښكاره كړي نو د خلكو د پام لامل ګرځي خو په غرب كې يې چى كله پټ كړي نو د خلكو د پام لامل ګرځي او تر ډيره حده شونې
وي چې دغه مسلمانو ښځو ته تاوان ورسيږي ځكه نو د اسانتيا ډير امكان ليدل كيداي شي.
په خلاصه توګه زما په اند
چى دا مشكلات چې نن يې مونږ وينو له دى كبله دي چې مونږ اول افغانان يو او بيا مسلمانان، كله چې اسلام افغانستان
ته راغې مونږ ومانه خو په پوره توګه مو نه دى منلى. نو اوس په ځينو ځايونو كې چې د اسلامي احكامو او زمونږ د پښتو
تصادم راشي نو كله اسلام منو او كله خپله پښتو. د بيلګې په توګه ميراث، د ښځو حقوق او انتقام اخيستنه كې مو پښتو
منلى او اسلامي احكام مو نه دي منلي، خو په ميلمه پالنه كې چې د اسلام او پښتو برابرى دى ځكه مو نو اسلامي اوامر
منلي دي. دا هم بايد په ګوته كړم چې اسلام ښځې ته د هغې د خلقت يا پيدائښت او فطرت سره سم حقوق وركړي او وجائب يې
ورته سپارلي دي، ځكه پيدا كونكي او صانع د خپل خلقت په ښو بدو، قوي او كمزورو ټكو ښه خبر وي.