مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-06   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

(۱۳)ګام په ګام له رمضان سره(دګل اغا احمدي لیکنه)

ګل آغا احمدي وردګ

د رمضان د میاشتې ورستۍ لس وژې

لس وروستۍ روژې د رمضان د میاشتې دریمه یا وروستۍ لسیزه ګڼل کیږي چې د خدای عبادت، د قرآن کریم تلاوت، لمونځ، دعا او داسې نور نیک عملونه په دې لسیزه کې د څو سببونو له کبله ځانګړی اهمیت لري چې په لاندې ډول د ګرانو لوستونکو مخې ته ایښودل کیږي.
لومړی: د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې د قدر شپه وجود لري چې له زرو میاشتو څخه غوره ګڼل کیږي او زر میاشتې څه پاسه درې اتیا کلونه کیږي چې عبادت یې د انسان د روښانه مسیر او جنت ګټلو په اره د زیات اهمیت وړ دی. که چیرې په دې میاشت کې یو انسان ته لوی خدای (ج) د دې توفیق په برخه کړي چې د دې شپې عبادت تر سره په ښه توګه ادا کړي نو مانا دا چې له ۸۳ کلونو څخه زیات عبادت یې په یوه شپه کې کړی دی نو څومره به ښه وي چې مسلمانان د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې د خپلو روژو سره یو ځای د شپې عبادت ته څه اندازه  وخت ځانګړی او دغه قیمتي فرصت له لاسه ور نه کړي چې په هر  کال کې یو ځل راځي.
دویم: د رمضان وروستۍ لسیزه د دې میاشتې هغه و وستی فرصت ګڼل کیږي چې که چیرې یوه مومن انسان د رمضان په دوو مخکنیو لسیزو کې عبادت ته زیات وخت نه وی درلودلی نو یو داسې غوره  طلایي چانس په لاس ورځي چې د انسان په ژوند کې کم کم پیدا کیږي او په یوه کال کې یو انسان یوازې یو ځل دغسې فرصت لاسته راوړي. انسان ته ښایي چې په وروستۍ لسیزه کې د عبادت لپاره زیات وخت ځانګړی کړي، د خپلو نیکو اعمالو، عباداتو او صدقاتو په وسیله د خپلو نیکو اعمالو ونډه درنده کړي.
دریم: د رمضان د میاشتې دریمه لسیزه د دې میاشتې وداعي ورځې دي نو لکه څنګه چې یو مسلمان د دې میاشتې راتلل د ښه راغلاست په شاندارو م اسمو نمانځي نو لازمه ده چې د رمضان د میاشتې مخه هم په داسې شکل صورت و مومي چې انسان ترې د خپلو اعمالو د ښه کو و او جنت ته د نږدې کیدو په لاره کې ډیر څه زده کړي وي.
څلورم: د رمضان د میاشتې د وروستیو لسیزو شپې او بیا په ځانګړې توګه تاق شپې مومن انسان ته دا فرصت په لاس ورکوي چې په فرضي عباداتو سربیره د تراویح لمونځ، نفل او د تهجد لمونځ، د قرآن کریم تلاوت، د خپلو دنیوي او اخروي امورو د سمون لپاره دعاګانې وکړي او د خپلو کړو ګناهونو د م غفرت لپاره د دعا منګولې د خدای دربار ته پورته او د شپې زیاته برخه د عبادت په موخه بیدار وي.
پنځم: د رمضان په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف دی چې د ځانګړې موخې لپاره په ځانګړي ډول او د جومات د ننه اجرا کیږي چې تفصیل به یې په خپل ځای کې راشي.
شپږم: د رمضان په میاشت او بیا په ځانګړې توګه  د هغه په وروستۍ لسیزه کې مومن انسان دا فرصت تر لاسه کوي چې  خپلو ګناهونو د بخښلو، د جنت د ګټلو او د خپل اخروي سفر لپاره تیاری ونیسي چې وقوع یې هره لح ظه ممکنه ده او انسان ته د خپل ژوند مسیر معلوم نه وي چې کله به یې د اخروي سفر کاروان له فاني نړۍ څخه د تل لپاره کوچ کوي.
پیغمبر (ص) به د رمضان په وروستۍ لسیزه کې ډیر زیات کوښښ کاوه چې نسبت نوور وختونو ته زیات طاعت او عبادت وکړي. همدارنګه د خدای په لاره کې د خپلو هڅو بهیر ته پیاوړتیا په برخه او پر اعتکاف کولو سربیره د شپې زیات وخت د خدای (ج) د عبادت لپاره بیداریدو ته ځانګړې کړي.
د حضرت عایشې (رض) څخه روایت دی او وایي: ( کله به چې د رمضان د میاشتې وروستۍ لسیزه را داخله شوه نو هغه (ص) به د شپې عبادت کاوه، خپل اهل به بې له خوبه بیداراوه او د عبادت د کولو په موخه به یې ډیرې زیاتې هلې ځلې په خلوت او تنهایۍ کې سر ته رسولې) رواه مسلم
همدارنګه پیغمبر (ص) به د رمضان په دریمه لسیزه کې د قرآن کریم زیات تلاوت کاوه او د همدې موخې لپاره به اعتکاف ته تللو چې له نړۍ څخه د رحلت په کال یې د روژې پوره دوې وروستۍ لسیزې اعتکاف کړی دی.
عایشې (رض) فرمایلي دي: ( د دې خبرې معلومات خو ماته هم نشته چې پیغمبر (ص) دې په یوه شپه کې ټول قرآن کریم ختم کړی وي، یا دې ټوله شپه په عبادت بیداره تیره کړې وي او پرته له رمضان څخه یې دې کومه بله میاشت پوره روژه نیولې وي) رواه النسايي
له پورتني مطلب څخه څرګندیږي چې پیغمبر (ص) به د شپې زیاته برخه بیا په ځانګړې توګه د روژې د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې  په لمانځه، د قرآن په ت اوت، دعا او لمونځ تیروله او د کال د هرې میاشتې زیاته برخه به یې په روژه نیولو تیروله. مسلمانانو ته ښایي چې د روژې په دغه اساس وخت او دریمه لسیزه کې خپلو نیکو اعمالو او عبادت ته خاصه پاملرنه وکړي.
د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله برخه هم شته ده له موږ سره اوسی........

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery