دخپریدو نیټه : 2007-10-06 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
(۱۴)ګام په ګام له رمضان سره(دګل اغا احمدي لیکنه)
ګل آغا احمدي وردګ
اعتکاف په رمضان کې
اعتکاف عبارت له هغه ناستي، ایساریدلو او یا تم کیدلو څخه دی چې په مسجد کې د یوه ځانګړي نیت په بنسټ د ځانګړي
نیت، ادابو او شرایطو سره سم د مومن بنده له خو اجرا کیږي چې موخه یې په خلوت او تنهایۍ کې د خدای (ج) عبادت، هغه
لوی ذات ته تقرب او نږدیوالی دی چې د اسلامي امت د علماوو د اجماع له مخې روا او مستحب عمل ګڼل کیږي.
د اعتکاف
رمز او حکمت
په دې کې شک نشته چې د خدای (ج) عبادات له یو شمیر داسې اسرارو، رمزونو او حکمتونو څخه ډک دي چې
انسان د خپل دنیوي او اخروي ژوند د روښانه مستقبل په لوري بیايی خو د دې خبرې یادول ډیر اړین دي چې په عباداتو
کې د انسان زړه او نیت ته ډیر زیات اعتبار ورکول کیږي بلکي اصلي خبره دا ده چې د هرڅه وزن د هغه د زړه د نیت په
بنسټ سره کیږي.
پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ( په دې خبره آګاه شی چې د انسان په بدن کې د غوښې یوه ټوټه ده او دغه ټوټه
زړه دی، که چیرې هغه اصلاح شو نو د انسان ټول بدن ورسره اصلاح کیږي او که چیرې هغه فاسد شو نو د انسان ټول بدن و
سره فاسدیږي خبردار چې دغه ټوټه زړه دی) رواه البخاري
ډیر داسې پیښ شوي دي چې زړه هغه مهال د فساد په لوري می
ان کوي چې کله په بیځایه افواهاتو او چټیاتو ملوث شي، د خدای له دربار څخه ځان لرې احساس کړي، په بې سارې توګه د
هواتو، خوارک او چښاک نړۍ ته مخه کړي. همدارنګه زړه هغه مهال نقصان مومي چې انسان له خپل ځان څخه له اړتیا پرته
د خوب ګوډۍ جوړ کړي، بیکاره شي او د خدای عباداتو ته شا و ګرزوي. نو له همدې کبله خدای (ج) د خپلو عباداتو په
وسیله انسان د حقې لارې تعقیب ته رابولي څو خپل ځان، خپل عمل، خپل کړه وړه او خپله نړۍ اصلاح کړي چې د رمضان په م
یاشت کې اعتکاف د داسې یوې لارې د پیدا کولو لپاره ډیره ښه وسیله ګڼل کیږي.
د ساري په توګه روژه د ورځې له
خوا مسلمان ته اجازه نه ورکوي چې خوراک، چښاک وکړي او یا له خپلې میرمنې سره جنسي اړیکې و نیسي نو له همدې څ
یزونو مخنیوی زړونو ته داسې انعکاس ورکوي چې د هغه څیزونو پروا و نه کړي چې د انسان د سیرت د پاکوالي په لاره کې
د یوې محددوې زمانې لپاره نه کول ګټور ثابتیږي.
په اعتکاف کې همدارنګه د زړه داسې درمل شته دی چې هغه ګواکي
ه شهواتو او بې پروایۍ څخه د خدای (ج) په لوري ورمات او هغه دنیوي نعمتونه یې تر خپل نظر ناڅیز وګرزوي چې انسان د
خپل ژوند په بهیر کې له مناسبې اندازې څخه په زیات اهمیت ورته قایل وي.
د اعتکاف پر مهال غالبا انسان یوازې
کښیني، د الله (ج) ذکر کوي، لمونځ ادا کوي، د قرآن کریم تلاوت کوي، او د خپل دنیوي او اخروي ژوند د سمون په لاره
کې دعاګانې کوي. همدارنګه کله چې یو مسلمان روژتی اعتکاف ته داخل شي نو له ډیر خوب کولو څخه ځان ژغوري، د خپلې و
ځې او شپې زیاته برخه د خدای (ج) په عبادت، ثنا او د قرآن کریم په تلاوت تیروي څو د خپلو ګناهونو د مغفرت لپاره د
ستر پروردګار دربار ته د زاریو منګولې اوچتې او خپل ځان د الله پاک دربار ته ور نږدې کړي.
د اعتکاف او روژې
تر منځ یووالی
په دې کې شک نشته چې د زړه د روزنې اسباب د هغه عمل په وسیله ممکن دي چې یو انسان له نورو لارو څخه
د خدای (ج) د غوره اطاعت، بندګۍ او عبادت لارې ته را بولي او نوموړی عمل هغو ټولو نیکو اعمالو ته ښه راغلاست
وايی چې د خدای( ج) رضا پکې موندل کیږي نو له همدې کبله پخوانیو اسلامي پوهانو د روژې او اعتکاف تر منځ ګډون مستحب
او ښه کار ګڼلی دی. د ابن القیم څخه روایت دی: ( داسې هیڅ نښه په تاریخ کې نشته څو ثابته کړي چې پیغمبر (ص) دې پرته
له اعتکاف څخه د رمضان میاشت بشپړه کړې وي).
همدارنګه حضرت عایشه (رض) فرمایلي دي: ( چې اعتکاف پرته له روژې صورت
نه مومي) رواه ابوداود
همدارنګه لوی خدای (ج) په قران کریم کې هم اعتکاف له روژې سره یو ځای ذکر کړی دی نو د
نبوي سنتو مطابق غوره خبره دا ده چې اعتکاف د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې تر سره شي.
د عایشې (رض) څخه
وایت دی وایې: ( چې پیغمبر (ص) به د روژې وروستۍ لس ورځې اعتکاف کاوه او نوموړی کار یې تر مهال پورې وکړ چې الله تعا
ی د هغه روح قبض کړه نو وروسته له هغه به د پیغمبر (ص) ازواج مطهرات یا بیبیانو اعتکاف کاوه) رواه البخاري
په
یو بل روایت کې راغلي دي په هغه کال چې خدای (ج) د پیغمبر (ص) روح قبض کوله نو هغه (ص) د رمضان دمیاشتې وروستۍ ش
ورځې اعتکاف کړی دی) رواه البخاري
پیغمبر (ص) ولې پر اعتکاف باندې ټینګار کاوه؟
لکه مخکې چې یادونه و
وه په هغه کال باندې چې لوی خدای (ج) د پیغمبر (ص) روح قبض کوله نو هغه مبارک د ځینو ځانګړو اسبابو له کبله د رم
ضان وروستۍ شل ورځې اعتکاف کړی دی چې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
لومړی: جبراییل (ع) په دې کال باندې قرآن کریم دوه
ځلې ورته تکرار او تدریس کړی دی نو د دې لپاره چې هغه په غور سره واوري اعتکاف یې د دې موخې لپاره غوره محل ګڼلی
دی څو د اوریدلو او تکرار څخه یې ډاډمن وي.
دویم: پیغمبر (ص) غوښتل چې نیک اعمال یې زیات شي او نیک اعمال هغه م
هال ډیریږي چې په یوه مناسبه فضا کې د خدای (ج) عبادت او بندګي په ښه شکل سره سرته ورسوې. همدارنګه د ځان، اسلامي
امت او ټول انسانیت د سعادت لپاره دعاوې وکړي.
دریم: دا کار یې لوی خدای (ج) ته د شکر او مننې د مراتبو د وړاندې
کولو په موخه کړی دی چې اسلامي امت ته یې د نیکو اعمالو، ښوونې، جهاد، لمونځ، ګڼو مهربانیو، د قرآن نزول او نور
داسې ډول ډول نعمتونو ډالۍ ورکړې دي چې په اجرا سره یې د دې امت د وګړو د نیکو اعمالو تله درندیږي.
د
اعتکاف څرنګوالی
غوره خبره ده چې د اعتکاف محل ته یو مسلمان د رمضان د میاشتې د شلمې روژې په شپه له افطار یا
روژه ماتي وروسته داخل او کله چې د شوال د میاشتې د داخلیدو لپاره د هلال د لیدلو سره سم د کوچني اختر اعلان و
ي نو اعتکاف کوونکي د خپل اعتکاف بستره ټولوي او خپل کور ته تشریف وړي.
د اعتکاف آداب
د اعتکاف پر مهل یو
مسلمان، دعاګانې کوي، که لیکوال وي لیکنې کوي، مطالعه کوي، د قرآن تلاوت او د لوی خدای (ج) ذکر کوي. همدارنګه
اعتکاف کوونکی مسلمان د پوهانو نیکو موعظو، د قرآن کریم تفسیر او د نبوي سیرت درسونو ته غوږ ږدي.
اعتکاف
کوونکی کوښښ کوي چې د اعتکاف پر مهال له خپلو دنیوي امورو لکه سوداګري، بزګري او داسې نورو سره ډیر کم تماس و
نیسي بلکي د دې چارو د سمون لپاره یوه بل چا ته دنده و سپاري او که چیرې بیا ډیره اړتیا پیدا کیږي نو کولای شي چې
خپل اعتکاف مخکې له مخکې پای ته ورسوي او هغه دنیوي چارې اجرا کړي چې له ده پرته یې اجرا کول ناشوني وي.
همدا
نګه اعتکاف کوونکی د خپل اعتکاف پر مهال د آخرت په هکله فکر کوي او د خپل خدای دربار ته د دعاګانو او زاریو ځولۍ
غوړوي.
اعتکاف کوونکی کولای شي چې د اړتیا پر مهال غسل وکړي، ځان پاک کړي او د جامو د پاکوالي هم ځانګړی
خیال وساتي.
اعتکاف کوونکی د اعتکاف پر مهال د داسې څیزونو له خوړلو ډه ډه کوي چې بوی یې د ډیر وخت لپاره په
جومات او ساحه کې پاتې کیږي او د نورو مسلمانانو د اذیت باعث ګرزي او له خپلو ملګرو سره د اعتکاف پر مهال د
دنیوي امورو په هکله له اوږدو بحثونو څخه ځان ژغوري.
په همدې توګه اعتکاف کوونکی تر هغه مهال پورې خپلې میرمنې
ته د جنسي اړیکو د تماس له کبله نه نږدې کیږي چې د اعتکاف مرحله یې پای ته نه وي رسیدلې. لوی خدای (ج) فرمایلي دي: (
تاسو مه نږدې کیږی خپلو میرمنو ته په هغه وخت کې تاسو په جوماتونو کې اعتکاف کوونکي یاست) سوره البقره آیت
۸۷
د اعتکاف محل
اعتکاف د مسلمانانو په هر مسجد کې روا دی او د هر مسجد په یوه کونج کې اعتکاف کوونکی کو
ای شي ځان ته یوه پرده ولګوي او خپل اعتکاف بشپړ کړي. که چا وس او توان رسیږي نو د مکې مکرمې او مدینې منورې په ح
مینو کې اعتکاف کول زیات اجر لري.
د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله برخه هم شته ده له موږ سره
اوسی........