دخپریدو نیټه : 2007-10-08 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
(۱۷)ګام په ګام له رمضان سره(دګل اغا احمدي لیکنه)
ګل آغا احمدي وردګ
رمضان د توبې میاشت ده
د رمضان په میاشت کې د خدای مومن بنده نسبت نورو وختونو ته د خپل پروردګار د اطاعت، عبادت، لمانځه، دعا او
نیکو اعمالو په خوا باندې زیات میلان کوي. همدارنګه د خدای اوامرو ته زیات په زیاته پیمانه منقاد کیږي او د
توبې لپاره ځان جوړوي. بلکي داسې یوې مرحلې ته رسیږي چې عملا د خدای (ج) دربارته د خپلو کړو ګناهونو له کبله توبه
باسي او دغه کار د دوو سببونو له کبله کوي:
لومړی: په دې میاشت کې نسبت بل هر وخت ته د مومن بنده عبادت د خدای
په دربار کې ډیر عالي مقام او د قبلیدو چانس په زیاته پیمانه حاصلوي. همدارنګه خدای (ج) د خپل بنده د نیکو عم
ونو له کبله په رمضان کې نسبت نورو وختونو ته زیات راضي کیږي. په همدې توګه د رمضان د میاشتې د هرې ورځې په
تیریدو او نیکو عملونو په سر ته رسولو سره مومن انسان د دوزخ له اور څخه په امان کې ساتي.
دویم: د رمضان د م
یاشتې په داخلیدو سره شیطانان تړل کیږي ، فریب یې بندیږي، د دوزخ دروازې تړل کیږي، د جنت دروازې پرانیستل کیږي
او بندګان خپل پروردګار ته نسبت هر وخت ته په روژه کې ځانونه نږدې احساسوي.
د توبې د ایستلو په لاره کې رمضان
یو طلایي فرصت ګڼل کیږي او توبه زیات شرایط لري چې موږ په دې ځای کې لاندې څو شرایطو ته په لنډه توګه یادونه
کوو.
۱. خدای پاک ته اخلاص درلودل
په دې مانا چې توبه یوازې د اخلاص په فضا کې خدای ج ته په ریښتنې توګه و باسي
نو هله به یې د خدای په دربار کې د قبلیدو لپاره لاره پرانیستې وي.
۲. توبه د قبلیدو د امکان په زمانه کې وي
په
دې مانا چې یو بنده مخکې له هغه زمانې څخه توبه و باسي چې لمر له لودیځ څخه را وخیږي یانې د قیامت علامه
ظاهره او د توبې دروازه و تړل شي. همدارنګه مخکې له دې توبه وویستل شي چې انسان د مړینې حالت ته نږدې او روح یې له
بدن څخه د وتلو په حالت کې حلق ته را ورسیږي.
۳. د ګناه څخه لاس اخیستل
د هغه بنده توبه د خدای په دربار کې د
بول وړ نه ده چې له یوې خوا توبه باسې خو له بلې خوا د هماغه ګناه په ارتکاب باندې استمرار ته دوام ورکوي. یا دا
چې عملا په ګناه کې واقع وي، هغه ته په ټول قوت سره دوام ورکوي او بیا په سرسري توګه او د خپلې ژبې د څو بې عم
ه الفاظو په وسیله د توبې لفظ تکرار کړي. دا کله ممکنه ده چې انسان دې یو کار په قصدي توګه عملا کوي او په عین وخت
کې دې له هغه توبه باسي. توبه خو په دې مانا ده چې هغه پریږدي او له ارتکاب څخه یې په صادقانه توګه پښیماني څ
ګنده شی.
۴. له تیرې ګناه څخه ریښتنې پښیماني
له تیرې ګناه څخه پښیماني د ټینګ ایمان د هغه نښې بنسټ ګڼل کیږي
چې مومن انسان ته خدای پاک ورکړی دی او پیغمبر (ص) په دې هکله فرمایلي دي: ژباړه ( په ګناه باندې پښیماني توبه ده)
روه ابن ماجه
۵. ټینګ هوډ څرګندول چې بیا به ګناه نه کوي
انسان د همیش لپاره په ابتلا، امتحان او آزمیښت کې
دی او کله کله ترې په ناببره توګه یوه ګناه صادره شي خو په ګناه باندې استمرار د سړي هغه مسیر ته زیات رسوي چې د
حق په لاره یې د خپل ژوند لپاره خوښ کړی وي. له ګناه څخه پښیماني او داسې ټینګ هوډ، غښتلي تصمیم او پیاوړی قصد
انسان د ګناه له ارتکاب څخه ژغوري چې یاره بیا به د ګناه له ارتکاب څخه خپل ځان ژغورم او هیڅکله به داسې نه کوم.
دغه ډول تصمیم د هغه صاف زړه له تل څخه سرچینه اخلي چې د ایمان په مینه مالامال وي. همدارنګه دا ډول ټینګ هوډ له
مسلمان سره مرسته کوي چې د حق په لاره کې ثابت قدم او د ګناهونو له ګرداب څخه د بریالیتوب، نجات او خلاصون لاره
و مومي.
۶. نورو بندګانو ته د خپلو حقوقو سپارل
که چیرې ګناه د نورو بندګانو د حقوقو د ضیاع په هکله وي نو ض
وري ده چې هغوی ته خپل حقوق و سپارل شي او خپله غاړه ځینې خلاصه کړي البته که هغه د چا د مال په هکله وي یا د
سپکاوي په هکله او یا داسې نور.
نو له همدې کبله ضروري ده چې مسلمان د خپلو ګناهونو څخه همیش توبه و باسي او د
توبې بهترین وخت د رمضان په میاشت کې له پشلمی څخه د مخه د شپې وروستۍ لحظې، د تراویح د لمانځه د ادا کولو پر مهال
د هرو څلورو رکعتونو وروسته ناسته، د جمعې د ورځې وروستۍ لحظه کله چې امام خطبې ته پورته شي لومړی خطبه ختمه کړي
او لنډه ناسته وکړي، د نفل او تهجد د لمانځه څخه وروسته، د فرضي لمونځونو څخه وروسته، د افطار پر مهال او د دې م
بارکې میاشتې د شپې او ورځې په هر مناسب وخت او یا د قرآن کریم د تلاوت مهال بهترین وختونه ګڼل کیږي. له دې سره س
ه د مسلمان د ژوند شپه او ورځ، هره لحظه او هره ګړۍ هغه که په رمضان کې وي او یا له رمضان پرته باید چې د خدای
ج دربار ته د خپلو کړو ګناهونو له امله توبه و باسي بلکي تر هغه مهال پورې د توبې ویستلو ته دوام ورکړي څو چې د
توبې دروازه پرانیستې وي، څو چې لمر له لودیځ څخه نه دی راختلی او څو چې انسان د ځنکدن مرحلې ته نه وي رسیدلی.
د توبې شمیره
مسلمان ته لازمه ده چې د خپل ژوند په هره لحظه کې توبه و باسي ځکه چې په هره لحظه کې د دې احتمال
شته دی چې هغه دې د ګناه مرتکب شي.
په یوه حدیث شریف کې راغلي دي او پیغمبر ص فرمايي: ژباړه ( خدای ته توبه و باسئ
او له خدایه بخښنه وغواړﺉ، په تحقیق سره زه په یوه ورځ کې سل ځلې توبه باسم).
نو اوس تاسو خپله فکر وکړی چې د
خدای هغه محبوب پیغمبر په ورځ کې سل ځله توبه باسي چې په خپل ژوند ورته د جنت زیری شوی، له ګناه څخه معصوم، د اس
ام ستر پیغمبر او د بهترینو مخلوقاتو له جملې څخه دی نو څه خیال مو دی چې موږ ګنهګار مسلمانان چې هره لحظه د
نوو ګناهونو د صادریدو د خطر په لاره کې هم قرار لرو نو په یوه ورځ او شپه کې باید څو ځلې هغه توبه و باسو چې له ګټې
پرته هیڅ ډول زیان پکې نشته؟ زه خو وایم ښه خبره به دا وي چې یو مومن انسان د ورځې که ۱۰۰۰ ځلې زیاته توبه و باسي
نو بیا هم لږ ده عبرت په کار دی.
نهیلي او د ایمان خاوندان
مسلمان باید د خدای دربار ته تل هیله من وي
او لوی خدای (ج) بیا داسې مهربانه ذات دی چې د مومن بنده توبه قبلوي بیا هغه توبه چې د رمضان په مبارکه میاشت کې
وي. باید وویل شي چې د رمضان مبارکه میاشت د مومن انسان لپاره له ګناهونو څخه د پاکوالي هغه بې سارې ډالۍ ده چې
په هر یوه عبادت سره یې هغه ته بې شمیره ثوابونه ورکوي، توبه یې قبلوي او د جنت لوړ مقامونه یې په نصیب کوي.
نو
مومن انسان باید هیڅکله د نهیلۍ، مایوسۍ او نا امیدۍ څپو ته تسلیم نه شي بلکي په هر حالت کې خوښ، راضي، قانع او
د خدای دربار ته هیله من وي.
د یوه آیت شریف مانا ده چې تاسو خفه او غمجن کیږی مه تاسو بریالي یاست خو شرط یې دا
دی چې ریښتني مومنان وی.
همدارنګه د یوه حدیث شریف مفهوم دی وایي چې د انسان ژوند ټول له بریالیتوب او
نیکبختۍ څخه ډک دی که چیرې هغه ته خوښي رسيږي په هغه باندې رضایت او قناعت څرګندوي نو بریالی شو او که چیرې
ورته غم رسیږي په هغه باندې صبر کوي نو بریالی ګڼل کیږي.
په همدې توګه موږ باید دایما د الله پاک دربار ته
توبه و باسو او د روژې په میاشت کې د خپلو توبو شمیره ډیره نوره هم زیاته کړو. خدای پاک دې زموږ توبې قبولې کړي.
مین
د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله برخه هم شته ده له موږ سره اوسی........