مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-10   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

(۲۱)ګام په ګام له رمضان سره(دګل اغا احمدي لیکنه )

ګل اغا احمدي وردګ



د فطر صدقه
د فطر صدقه هغه م علوم مقدار مال، پیسې یا غله ده چې د ر مضان د میاشتې په اختتام او د کوچني اختر په ورځ د اختر د لمانځه څخه د مخه د خپلو روژو په هکله د خطاګانو د کفارې په مقابل کې بیوزله خلکو ته ورکول کیږي. همدارنګه که چیرې د دې ورځې د مخه د رمضان په میاشت کې نوموړې صدقه ورکړل شي هم پروا نه لري خو غوره خبره دا ده چې د اختر ورځې ته کم وخت پاتې وي.
د فطر صدقه په هر نارینه او ښځینه مسلمان باندې که هغه لوی وي، کوچنی وي، آزاد وي او یا غلام وي فرض ګرزولې شوې ده څو دغه صدقه د اختر د لمانځه څخه د مخه ادا کړي. د فطر د صدقې د ورکولو څخه موخه د رمضان د میاشتې د روژې په وړاندې د انسان د هغو خطاګانو کفاره او د اختر په خوښیو کې د بیوزله، نادارو، غریبو او فقیرو پرګنو را ګډول دي چې څه نه لري او له اقتصادي ستونزو سره لاس په ګریوان دی.

د فطر د صدقې د فرضیت دلایل
ابن عمر (رض) یو حدیث شریف وایت کړی دی چې پیغمبر (ص) د فطر صدقه پر مسلمانانو باندې فرض ګرزولې ده چې یوه پیمانه خورما یا یوه پيمانه وربشې په هر آزاد، غلام، نارینه، ښځینه، لوی او کوچني مسلمان شخص باندې فرض ګڼلې شوې ده) متفق علیه
خو ابی سعید (رض) بیا فرمايي: ( موږ به د فطر صدقه ورکوله چې هغه به یوه پيمانه د غذا وه، یا به یوه پيمانه د وربشو وه، یا به یوه پيمانه د خورما وه، یابه یوه پيمانه د اوړو وه او یا به یوه پيمانه د ممیزو وه) متفق علیه
ابن عمر (رض) بیا په یوه بل حدیث شریف کې د ځانګړو وربشو پیمانه هم ذکر کړې ده چې په عربي کې سلت ورته وایي او داسې وربشې وې چې له نورو څخه غوره او د وښو پوست به تر بیل شوی وو.
ابن عباس (رض) فرمایلي دي: ژباړه ( چا چې یوه پيمانه د غوره وربشو و کړه نو صدقه یې منل کیږي، چا چې یوه پيمانه د اوړو ورکړه نو صدقه یې منل کیږي او چا چې یوه پيمانه د ترمیده اوړو ورکړه هم صدقه یې منل کیږي) صحیح ابن خزیمه
د فطر د صدقې په هکله د جمهورو علماوو نظر دا دی چې باید صدقه فطر د هغه غلې څخه ورکړل شي چې د یوې سیمې پیداوار وي یانې دا چې مسلمانان په هره سیمه کې اوسیږي نو د هماغه سیمې  د پیداوارو او غلې دانې سره سم یو پیمانه د فطر صدقه ورکوي.
بل دا چې علماوو دا هم ویلي دي چې هغه شرعي صاع یا پیم انه چې وړاندې یې یادونه وشوه د نیم چارک یا یوې کیلو سره برابره ده چې هر مسلمان شخص د فطر د صدقې په نیت د یوې کی و په اندازه غله، میوه یا د سیمې د پیداوارو هر توکی چې وی غریبو او بیوزلو خلکو ته  ورکړي او یا د دې څیز م عادلې نغدې روپۍ ورکړي. د ماشومانو، ښځو او داسې نوورو صدقه فطر د کورنۍ د سرپرست په وسیله ادا کیږي. په دې هکله اید چې زما راټول کړی  معلومات بشپړ نه وي نو تاسو له سترو دیني  پوهانو څخه په دې اړوند پوښتنه کولای شی او یا زیاتو معلوماتو د لاسته راړولو لپاره نور اسلامي آثار کتلای شي.

د فطر صدقه چاته باید ورکړل ي؟
د فطر د صدقې ورکول د مسکینانو لپاره ځانګړي شوي او هغو آتو اصنافو ته نه ورکول کیږي چې د زکات ورکول ورته وا دي بلکي یوازې هغو بیوزلانو، مسکینانو، فقیرانو او ناداره طبقې خلکو ته ورکول کیږي چې څه نه لري او د ګڼو ا تصادي ستونزو سره لاس په ګریوان دي. همدارنګه دغه طبقه خلک  نه شی کولای چې د اختر په خوښیو کې د عامو مسلم انانو په څیر ګډون وکړي.
ابن عباس (رض) یو روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ( د فطر صدقه د روژې پاکوالی دی چې د روژتي د خطایاوو له کبله ورته تاوان رسیدلی وي او طعام دی د مسکینانو لپاره) رواه ابو داود
د همدې حدیث پر بنسټ ډیر اسلامي پوهان په دې نظر دي چې د فطر صدقه د مسکینانو لپاره د طعام حیثیت لري او باید چې په همدې نیت بیوزلو خلکو ته ورکړل شي.
خو زموږ د افغاني ټولنې په زیاترو کلیوالي سیمو کې داسې یوه عقیده موجوده ده چې د فطر صدقه باید هغه ملا امام یا قاري ته د ده د تراویح د امامت په بدل کې ورکړل شي چې د رمضان په میاشت کې یې د تراویح د امامت دنده سر ته رسولې وي. په داسې حال کې چې د فطر د صدقې یوه برخه که بیوزله امام ته ځانګړې شي دا خو ډیره ښه خبره ده خو د دې فکر سمون په کار دی چې ګواکي د فطر صدقه یوازې د یوه امام لپاره او هغه هم د تراویح د لمانځه په بدل کې ورکول کیږي. غوره خبره دا ده چې د فطر صدقه د هر هغه مسکین، بیوزله او ناداره مومن حق دی چې په همدې ډول سیمو کې اوسیږي او که چیرې کلیوال د دې موخې لپاره د تراویح امام ته کوم بل مدرک په ګوته کړي او د فطر صدقه نورو بیوزلانو ته ورکړي ښه به وي. په دې کار سره به یې له یوې خوا د رمضان د میاشتې د عبادت حق په سمه توګه ادا کړی وي او بل به یې د دې فکر شتون ته یو سم ځواب موندلی وي چې ګواکی دغه صدقه یوازې د هغه امام حق دی چې کلي ته یې د تراویح د لمانځه د امامت دنده پر مخ وړې ده.

د فطر د صدقې د ادا کولو وخت
د فطر صدقه د اختر د لمانځه د ادا کولو څخه د مخه ورکول کیږی لکه چې ابن عمر (رض) فرمایلي دي: (مخکې لدې چې خلک لمانځه ته ووزي، پیغمبر (ص) به موږ ته د فطر د صد ې د ادا کولو امر وکړ) رواه البخاري
زیات شمیر اسلامي پوهان په دې آند دي چې که چیرې د رمضان په میاشت او د هغه په وروستیو څو شپو کې څوک خپله د فطر صدقه نادارو کسانو ته ورکړي هم صحت لري خو د اختر په تیریدو سره د فطر صدقه نه ادا کیږی بلکي که یې څوک ادا کړي نو د عامې صدقې حیثیت لري.

د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله برخه د اختر مو مبارک شه تر عنوان لاندې ده چې د اختر د ورځې ځانګړو احکامو او آدابو ته ځانګړې شوې ده له موږ سره اوسی........

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery