دخپریدو نیټه : 2007-10-17 مخپرونکئ : عُمر واحديار
په اسلام کی کار، کسب او تجارت
انجنیر حمدالله شاکری
1- په ټنګ غزم کاراوبار کوی چی خلکو ته مح
تاج نشی اومه پر چا ځان باروی له حضرت نبی صلی الله علیه وسلم څخه خلکو پوښتنه وکړه تر ټولو غوره ګټه کومه ده
وی فرمایل دخبل لاس ګټه او هغه کاراوبار چی به هغه کی درواغ او خیانت نه وی .
همدارنګه فرمایی :عبادت لس حصی
دی دهغه ۹ نه حصی حلال رزق دی .
۲- دکاراوبار دپرمختګ لپاره تل رښتیا لاره غوره کړی له درواغو چل او فریب څخه
ځان وساتی حضرت نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی :دقیامت په ورځ به خدای جل جلا له له هغه سړی سره نه خبری وکړی
اونه به ورته وګوری نه به بښنه ورته وکړی اونه به یی جنت ته داخل کړی ،چی په درواغو قسمونو خوړلو خپل کا
اوبار ته پرمختګ ورکول غواړی (مسلم ).
۳- په کاراوبار کی تل امانت اودینداری غوره کړی ،اوهیڅکله چاته د خراب
مال په ورکولو اویا ذیاته ګټه خپله حلاله کټه مه مرداروی .
حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :رښتنی اوام
نتدار سوداګر به دقیامت په ورځ دنبیانو ،صدیقینو ،او شهداو سره یو ځای وی(ترمذی).
۴- داخستونکی پرځان دباور
اوستلو کوښښ وکړی ،چی هغوی تاسی خپل خیرخواه وګڼی پرتاسی باور وکړی ، حضرت نبی صلی الله علیه وسلم فرمایی
:چاچی پر پاکه اوسپڅلی ګټه ګزاره وکړه زما په سنتو یی عمل وکړ او خلک یی له خپل ضرر نه وساتل نو دا سړی جنتی دی
په جنت کی به داخل شی ،خلکو وویل یا رسوالله داسی خلک خو په اوسنی وخت کی ډیر دی هغه (ص) وفرمایل زما نه ورسته
به هم داسی خلک وی (ترمذی).
۵- په کاراو بار په وخت کلک اوپابند اوسی ،خپلو دفترونوته په ټاکلی حاضری ځانونه
ورسوی او همدارنګه په خپل وخت دوکان ته ځان ورسوی په غزم او ښه صبر سره کینی ، حضرت نبی صلی الله علیه وسلم
ویناده :دروزی په تلاش اوحلالی ګټی پسی سهار وختی ووځی ځکه دسهار وختی په کارونو کی برکت او پراخی وی (طب
انی).
۶- په خپلو ماتحتو مامؤرینو او نوکرانو مو رحم وکړی تل ورسره دنرمی او سخاوت رویه کوی او مزدوری پر
خپل وخت ورکوی، نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :دخدای جل جلاله په مخلوق رحم وکړی تر څو خدای جل جلاله پر تاسی
رحم وکړی .(سیرت نبی)
۷- په خرید اوفروش کی تل دنرمی رویی نه کار واخلی او له پورغوښتونکو سره سختی مه کوی
اودوکان دار په دی سره مه ناهیله او رړه توری کوی اونه دهغوی نه دپور یا قرض په غوښتلوکی له ډیر ټنګار یا بد
چلن نه پوره ځان وساتی .
حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده : خدای جل جلاله د په هغه سړی رحم وکړی چی په خرید
اوفروش اوغوښتلوکی له نرمی او ښو اخلاقو کار اخلی (بخاری).
بل ځای فرمایی :دچاچی داغوښتنه وی چی خدای ج دقیامت
په ورځ له غم او تکلیف نه وساتی نو هغه ته پکار دی چی تنګ لاسیو پوروړیو ته وخت ورکړی اویا تری دپور بوج لری کړی
(مسلم ).
۸- دمال له عیب پټولو او اخستونکی ته له دوکی ورکولو ځانونه وساتی، حضرت نبی صلی الله علیه وسلم
ویناده :
۹- دقیمتونو دلوړوالی په هیله دخوراک اوچښاک شیان مه ذخیره کوی او دخدای (ج) مخلوق ته غم اوپریشانی
مه جوړوی ،دستاسی دیوه جیب ډکولو په هیله ټول عالم ته غم مه جوړوی . حضرت نبی صلی الله علیه وسلم ویناده :ذخی
ه کونکی څومره بد سړی دی بل ځای فرمایی :ذخیره کونکی څومره بد سړی دی چه کله خدای جل جلاله شیان ارزانه کړی نو
دی خفه کیږی اوچی کله قیمتونه لوړیږی نو دده زړه خوشحاله شی .(مشکوه)
۱۰- په خرید اوفروش کی دګز اوتول دکمی نه
پوره ځان وساتی په قرآن کریم کی الله جل جلاله د التطفیف په سورت کی فرمایی :په اندازه او وزن کی دکمی کونکو
پاره هلاکت دی ،څوک چی له خلکو نه ګزیا تول کوی نو پوره پوره یی کوی اوچی خلکو ته کز یا تول کوی نو کم کوی ،ایا
داخلک نه پوهیږی چی دوی به بیا را ژوندی کیږی او راپورته کیږی په یوه ډیره سخته ورځ په کومه ورځ به چی ټول
انسانان دخپل رب په حضورکی ولاړوی.
دکسب او دندی لرونکو خلکو :
الیف) مامورینو! په پوره امانت داری او عدا
ت کار وکړی او دعارضینو سره ښه رویه اونیک چلن وکړی ،هغوی ته درشوت اخستلو په هیله بی ځایه بهانی مه لټوی در
وت په مرداره روزی ځان او کورنی مه مرداروی ،که تراوسه څوک ورباندی ککړ وی نو الله جل جلاله ته په اخلاص رجوع
وکړی باور وکړی چی خدای ج توبه قبلونکی او ډیر مهربان دی .
ب) مدرسینو او معلمینو ! تاسی ته خلک خپل کوچنی ما
ومان په دهیله درلیږی چه اولاد مو په نیک تعلیم او نیکه تربیه سمبال شی تر څو اولاد مو د دنیا اوآخرت غزت او
رامی په برخه شی پام کوی! دغه لوی امانت کی لږ غفلت هم ونه کړی ،ستاسو نیک تعلیم او نیکه تربیه دټولی ټولنی
نیک تعلیم او تربیه ده او ستاسو خرابی او بربادی دټولی ټولنی بربادی ده .هغوی ته په پوره امانتداری او زړه
سوی درس ورکړی خیر که معاش مو کم دی که په دنیا کی څه نه لری نو آخرت ته څه درسره یوسی ځکه چی ابدی ژوند دی.
ج )
انجنیرانو او تخنیکی کارکونکو ! تاسی ته دملک اصلی سرمایه په لاس درکول کیږی او تاسی ته دکار دکتنی اوله
خیانت څخه دمخنوی دنده در سپارل کیږی نوکه تاسی غله او خاینان شی نو بیا به دغلو مخه څوک نسی که شړوبی
خوسا شی نو مالګه وراچول کیږی اوکه مالګه خوسا شی نو بیا به څه کوو دبیت المال ذیاته برخه سرمایه په سړکونو
پلونو اوبو رسونی او ودانیو لګیږی چی دا مصرف به هلته په ځای وی چه یو دیندار کامل مسلمان او پر خپل مسلک حاکم
انجنیر په سرپرستی تر سره شی ،اوپه هر کار کی باید د جایری صدقی او حلالی روزی نیت ولرو .خو داسی دفسق او بدکا
یو ځایو په جوړولو کی له سره کار مه کوی چی بیا تر ابده دهغه په ګناه کی شریک وی .
ښه امانتداره او دمحمد
سوالله دامت واقعی انجنیران شی تر څو داسلامی امت سترګی درباندی یخی او نور افغان ولس دپردیو له احتیاجه خ
اص شی .
د ) داکترانو ! تاسی خدای (ج) د ناروغه خلکو د تداوی وسیله ګرځولی یی داسلام مقدس دین په دی رابطه چه څ
ومره هغو کسانو ته چه دبل مسلمان ورور سختی لری کوی اجر اود ښه انجام زری ورکړی نو زه به یی کله پدی وړکی م
ضمون کی راټول کړای شم دانسان هغه ځایونه حتی دزنانوو چه پټول یی خدای جل جلاله فرض کړی ددرملنی لپاره
داکتر صاحب ته دهغی ښودل روا کړی او همدارنګه داسلام مقدس دین خپلو پیروانو ته وایی دداکتر دمشوری مطابق به
پرهیز کوی همدارنګه په نورو ډیرچاروکی دداکتر مشوری ته اسلام دقدر په سترګه ګوری ،خو داداکتر سره له څوره
در به څوک وی ؟ هغه چه دینداره زړه سواندی او دخلکو ناموس خپل ناموس وګڼی .
تاسی ته خلک له لری لری ځایو د صحی
درملنی لپاره راځی په پوره کوښښ یی تداوی وکړی دمرض په معلوملو که ښه پوه نه شوی نو ضروری معانیات ورته ولیکی
او ورسته دوا ورکړی داسی مه کوی چه په بیړه ژر ژر وګوره تر څو جیب می ښه ډک شی تنها دجیب ډکولو ته پام مه کوی لږ
څه آخرت ته هم پریږدی ،دنویو معلوماتو دلاسته راوړلو لپاره مطالعه وکړی او ځان ښه ورسوی تر څو افغان ولس نور
ه احتیاجه خلاص شی او دغه ولس داهم ښه نه بولی چه خپله ښځه اندو یا بل غیر مسلم ته ورولی خو چی تداوی تاسی ونشی
کړای نو بیا خو مجبوریت دی .