مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-04   مخپرونکئ : عُمر واحديار

اوبه ډېرې له پاسه خړې راځي

د اکټر ثاقب

 انځرګل او زرينه مېرمن او خاوند وه.
د مرکز نه ډېر لرې په يوه بانډه کې اوسېدل.
دواړه په يوه لمړنۍ ښوونځۍ کې ښوونکی وه.
ګذاره ېې ښه وه خو د کليوالو بدې ورځې او په ځانګړي ډول په هېواد کې له بډو نه ډېر کړېدل.
يوه ورځ انځرګل زرينې ته وويل:
زرينې زما زړه غواړي چې لوړي زده کړي وکړم او داسې دنده پيدا کړم چې د کليوالو د دردونو هم لږ درملنه وکړم.
زرينې هم ورسره ومنله؛ انځرګل د لوړو زده کړو هڅه پيل کړه او د لږ وخت په تېرېدو سره پوهنتون ته لاړ.
څو کاله وروسته د پوهنتون څخه خلاص او د دولت په يوه لوړ پوست باندې رييس وټاکل شو.
هغه ډېر د لوړ استعداد خاوند وه.
په ډېر لږ وخت کې د رياست څخه هم پورته کچې ته لاړ او په يوه وزارت کې معين وټاکل شو.
پدې وخت کې هغه ډېرې ستونزې وګاللې، څرنګه چې د بډو له موجوديت څخه لا پخوا تر پوزې راغلی و نو ډېره هڅه ېې همدا وه چې ددولت په چارواکو کې د بډو اخيستل له منځه يوسي .
پدې لړ کې ېې يو دولتي چارواکی څو ځله په بډو اخيستلو ونيو او هر ځل به ېې ورته سپارښتنه کوله چې بډې بايد وا نخلي .
 هغه دې سپارښتنې ته هيڅ پاملرنه نه کوله او بډو اخيستلو ته ېې همداسې دوام ورکاوه.
په پايله کې ېې د دندې څخه د هغه د لرې کولو پرېکړه وکړه او د هغه د لرې کولو امر ېې ورکړ.
څرنګه چې په دولتي چارو کې د يوه کار سرته رسول د قانوني پ وسو د بشپړولو په موخه ډېر وخت ته اړتيا لري لدې کبله د هغه ددې امر د عملي کېدو مخکې ېې وليدل چې د هغه ځاي څخه بل ځای ته پخپله د هغه د بدلېدو ليک (مکتوب) راغی او هغه پخپله لدې ځايه لاړ.
انځرګل هلته هم همدې ستونزې کړاوه.
همدارنګه د هغه ځايه دې ځاي ته د خپل بدلون په هکله هم ډېر اندېښمن وه او پدې هکله ېې ډېرې پلټنې کولې.
د پ ټنو په لړ کې دې پايلې ته ورسېده چې هغه ټيټ پوړي چارواکی چې ده له دندې ګوښه کړی وه د يوه لوړپوړي چارواکې خپلوان وه او دا چې ده هغه له دندې ګوښه کاوه نو له همدې وجهې نوموړي چارواکې دي له هغه ځايه دلته را بدل کړ.
او په پاي ه کې ېې خپله پرېکړه بدله کړه.
او پدې ډول ېې خپله پرېکړه له زرينې سره شريکه کړه.
زرينې دا ستونزه يواځې زما او ستا د کليوالو نه؛ بلکه د ټول هېواد ستونزه ده.
زمونږ نژدې ټول هيوادوال لدې او داسې نورو ډېرو ستونزو څخه کړېږي،
زه غواړم چې بېرته ښوونکی شم .
زرينه ډېره حيرانه شوه او په حيرانتيا ېې ترې وپوښتل ولې.
انځرګل ځواب ورکړ.
اوبه ډېرې له پاسه خړې راځې.
چينه کې چې اوبه خړې وي نو منګي کې خو ضرور خړې راځي.
د ښوونځۍ مثال د چينې ده.
تر هغې پورې چې دا چينه پاکه شوې نه وي هيڅکله نشي کېداي چې هيواد د بډو؛ درغليو او نورو ناوړه چارو څخه پاک شي .
مونږ بايد دا چينه پاکه کړو.
د مسلکي زده کړو سره بايد يو ځاي د رښتينولۍ او ديندارۍ زده کړې ورکړو.
د م ينې؛ محبت او ورورولۍ زده کړې ورکړو.
د وړ او ناوړه لارو څخه د ګټې د لاس ته راوړلو په ځاي بايد د روا لارو او انسانيت زده کړي ورکړو.
مونږ بايد خپلو زده کونکو ته د خورا غوره انسانيت ( د اسلام د سپېڅلي دين) زده کړې و کړو.
ددې چينې د پاکولو پرته؛ هيڅکله نشي کېدای چې زمونږ د هيواد ستونزې له منځه لاړې شي.
او که نه نو دا ستونزې به تل زمونږ د ګران هېواد ملګرې وي .  په درنښت.
  4 . نومبر. 2007

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery