مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-09   مخپرونکئ : عُمر واحديار

ځوانان داخلاقی زوال په طوفان کی

انجنير حم دالله شاکری


ځوانان چه دهری ټولنی دملاتير جوړوی او هم دوی ته به داسلام دمقدس دين او پاکی خاوری ساتنه سپارل کيږی او هم دوی ته به دراتلونکی ټولنی قيادت او مشری سپارل کيږی ،خو له بده مرغه پر دغه مهم نسل سخت طوفانونه راروان دی .
بی تعليمه ځوانان خو يوی خواته خو چه زمونږ د م کتبونو او  نورو علمی څانګو محترم زده کونکی ووينی په سخته فريشانی به اخته شی ، بعضی د دوی به وينی چی دبيګا په فلم کی په تود بحث روان وی ،بعضی به وينی په لاره روان سندری يو له بله زمزمه کوی او نور به ګوری يوپ بل به کلپی تمرينات اجراء کوی ،ځنی داسی بدمعاشه څيری هم شته چه له چاقو او توپنچی سره صنف ته روان وی ،ډير کم زده کوونکی به ووينی چه سا لمه تربيه ولری ،د دغه نسل د بربادی عوامل په لاندی ډول دی .
1- کورنی : دځوان دسالم ی تربیی لپاره لومړی ډير مهم پلار مور او مشر ورور دی ،دکور دغه مشران بايد خپل اولاد تر کلکی پاملرنی لاندی ونيسی ،چه اولاد می چيرته ګرځی له چاسره ګرځی او بل داچه اولاد يواځی ددين په ښوونه سړی کيږی ددين په ښوونه کی سړيتوب، دموراو پلار حقونه دخپل استاذ حقونه او نور زده کوی . خو اوس بل ډول حال دی ذياتی کورنی دکلمی او لم انځه پر ځای خپل اولاد ته انګليسی او کمپيوتر ورزده کوی ځکه ددوی په ګومان روزی خو په همدی کی ده .يا یی له ما وم توب څخه کلپ ته ورليږی هغه هم ددی لپاره نه چه تندرستی ده ددی لپاره چه يو پهلوان ورڅخه جوړ او بيا د يوه جنګی سپی په څير وجنګوم ، نو بيا چه دغه ډول ناولی اولاد رالوی شی دکورنی لپاره خو څه چه دجامعی او اداری لپا ه لوی غم جوړ شی .
2- د اخلاقی زوال شيطانی ورکشاپونه : دغه شيطانی ورکشاپونه اوس ذيات دی چه په بيلابيلو ډو و کار کوی دبيلګی په ډول يو څو ته اشاره کول غواړم :
تلويزيونونه دلمر اوطلوع غوندی داسلامی او اخلاقی زوال لوی طوفان په لومړی قدم کی ځای لری دغه تلويزيون ذياتره خپرونی داسلام او افغانی کلتور پر ضد دی ، چه ټولی برخی یی په ځوان نسل سخت منفی اثر لری .
دآرمان اف ايم غوندی ذياتی نوری خپرونی چه ډيره برخه یی سندری دی .
بل داچه که هر لوی او وړوکی بازار ته ولاړ شی هلته به يوه يا دوی په ډيره ټيټه سطح کتابخانی ووينی خو هره خوا دومره يات د کسيټو او غیر اخلاقی سی ډیانو پلورنځی  به ووينی چه سړی به فکر وکړی ددغه ښهر خلک له يوه سره هنرمندان دی .
3-  استاذان او معلمين : که استاذ په خپل مسلک حاکميت ولری ،تقوی ولری زړه سوی او احساس ولری باور وکړی چه هغه لوی لوی بدمعاشه ځناور به هم دده احترام کوی ،خوداسی استاذ چه اليف یی په  جګر کی نه وی او دخپل مضمون وخت په ټولګی  کی په چيټی خبرو او کيسو تيروی  کورنی کار هم زده کونکی نه ورکوی ، نو ولی  به شاکر  کوڅه کشتی نه کوی او هم به پر خپل استاذ ولی پټکی نه کوی .
4- چارواکی او حکمرانان :که معلم نشی کولای يو داسی زده کوونکی چی توپنچه او چاقو ورسره ګرځوی شايد دغه ځوان ديوه لوی غله او داړه مار زوی وی نو چارواکی خویی کو ای شی ځکه د حکومتی چارواکو خو همدا وظيفه وی ،که دکوڅی خلک هغو بدمعاشو ډلی ته چه پلنګی پتلون پر ځان پر کوڅو کی کرځی د ماشومانو او ښځو لپاره درد سر دی څه نشی ويلای نو حکومتی چارواکی خو یی نيولای او بندی کولای شی .
خو اصلی حقيقت دادی چه اوبه له پاسه خړی دی او ټول ښه پوهيږی چه مشکل چيرته دی ، خدای د په دی کړيدلی ولس رحم وکړی .

 
 hamdullah_610@yahoo.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery