دخپریدو نیټه : 2008-01-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
كور
محمد سميع صادق
ستا په رګو کي هم د ژوندون ښورښ و پخوا. ستا د مخ څخه هم د ژوندون وړانګي پورته کېدې . ستاد غېږ دا سپيره انګړ ددوى دخندا او د مسکاروښانه دېره وه كله . تور مخ، چاودلي شونډان،داسي غورځولى يا هېر كړى لکه يو مات قبر چي په مسيحي هديره کي له ورايه نمايان وي . وچي سترګي و مځکي ته ګورې، سر داسي در ځړېږي لکه يوماشوم چي د مور څخه په ناز خفه وي ، هوسيږي او ګومان کوي چي اوس به مورور ږغ کي چي قربان خوابدى ىې راسه خپل موركي ته او په سينه پوري يي ټينګ کړي
.
تاوده تاوده به دي ساتله دوي په غېږ کي بيدوله دوي، په زړه پوري نيولي خپل بچي به دي د يخه څه ږغورله . لارويان دي تر وزر لاندي ساتله د واوري او باران څخه يې پناه تا ته در وړله .
نن څوک نسته چي دي پټ كړي پزه وغوږونه ګرم ګرم درباندي واچوي پر سرتور و سپين شالونه .
لا ولي سا نه ورکوې د وخت و عزرائيل ته ؟ هغه نه راځي هغه نه راځي ! د هغو دپاره ته يو کور نه بلکې يو ځاى وې . دلته تر مطلبه دوستي کيږي چي مطلب وي په زړه کي دي اوسيږي چي يي پوره درڅه مطلب سو الوزي دځالي څخه لکه احسان فراموشه تنکي بچي د ياغي هوا د څپو ملګري کيږي .
هغوي اوس په جګو جګو غټو ماڼيو کي نڅيږي ستا پرواڅوک لري هغوي تر ماڼيو هم لوړ اسمان خراش بامو ته هوسيږي .
اې شله، ماته، ګوډه، ليونيه، ړوند او کوڼه کښېږده سر د بې احساسه وخت پر زنګنو باندي چي د فنا په تور پوړني کي دي په ابدي خوب بيده کي .بېرته دي په خاوره كي واغږي تا هم يوه خاوره كي . فضا به دي د څپو پر تخت ورورسوي خوخپل پر مخ به دوي تا له ګرز پرته بل هيڅ و نه ګڼي .
داخبري مي د کندهار يوزوړ ويجاړه کورته چي سر يي هسک نيولى و مګربه فکرو کي ډوب سترګي يې کښته زما په قدمو كي وې وكړې . هر څه مي ورته وويل خو په باک يي نه راوستمه ، لکه اوس چي هم په ځان غره وي او د پخوا په خاطروكي مغروره ورک وي او يا دازما اواز هغه اوازنه و چي د اغېزې څه يې دى د بې حالۍ د حصاره را وباسم او د زړو خاطرو په راز و نياز يې ګويان کم .
كوټه