هغې به خپل خرمایي وېښته داسې شاته ووهل لکه د لمر وړانګې چې د بابا
د غره د شاه فولادي له لوړې څوکې را تاوې وي او بیا به یې د پوهنې له کتابونو نه ډک بیګ پر اوږه واچاوه، تر ډېره به
یې د کور ددهلیز په قد برابره اينه کې داسې ځان ته کتل تا به ویل چې په خپله د خپل ځان پیرودونکې ده. مغروره حسن یې
د حسن غرونه نړول، داسې برېښېدل چې دا د ښار مغروره د خپل خالق په ځانګړې پېرزوینه لویه شوې ده، غرور د خدای (ج)
خاصه ده خو دا ښکلې ورسره ښه ښکارېده.
د پوهنتون پر لاره به یې همېشه خپلې طبیعي سرې شونډې په غاښو چېچلې، د ښار
وګړي ورته د فیلانو په غوږ کې وېده ښکارېدل، پټې خولې او فیلسوفانه سوچونه یې د پوهنتون د استادانو او محصلینو په
زړونو کې پوښتنې را ولاړې کړې وې. کله به چې ټولګي ته ننوته په توره تخته به یې خپلې بادامي او اوبلنې سترګې داسې ښخې
کړې تا به ویل چې په رصد خانه کې ناسته ده او لرلیدونکي کې د لمرین نظام څېړنه کوي، خدای خبر چې د څه په اړه به یې
فکر کاوه خو په هغه څه چې خلک پوهېدل دا و چې ټولو دا منله چې دا د ښار مغروره ټوله ښکلا ښکلا ده، غرور یې د هر مغ
ور ملا ماتوله، کله چې به غرمه مهال د پوهنتون نه رخصت شوه او د موټرو د تم ځای پر لور به وخوځېده، له عادت سره
سم به هر چا ورته لار پرېښوده او تر تمځای پورې به اوږده کوڅه جوړه شوه، نابلدو خلکو به انګېرله چې ضرور په دې
ار د کومې امپراتورۍ ملکه راځي، خو اکثره خلک په دې پوهېدل چې غرمه ده د پټې خولې فیلسوفه به له پوهنتون نه رخصت
وې وي. دا داسې یوه صحنه وه چې هر چا به په کوڅه سترګې ښخې کړې وې او خپلې ګوتې به یې په غاښونو چېچلې او لکه بتان به
ولاړ و، هغه به لکه برېښنا چې د ورېځو سینه څېرې کړي د سترګو په رپ کې دملي بس په دروازه وخته.
کله چې به د کور
په دروازه ننوته سپین سرې نیا به یې تیارماڼو ورته لوګی کړي وو او په پوکي به یې د ماڼو لوګی د هغې په ټول وجود
ورپف کړ، هغې به خپله نیا په غېږ کې ونیوه او بیا به یې خپلې د پېروې په شان نازکې شونډې د هغې په لاسو کېښودې. په ت
ناب کې به یې مخ او لاس تازه کړل او د ډوډۍ په خونه کې به په غوړېدلي دسترخوان کېناسته په بسم الله به یې څو مړۍ تر
ستونې تېرې کړې او بیا به یې خپله غاړه د خونې د چت په لور کږه کړه، ښایسته ځنډ به یې خپلې سترګې په چت نښلولې وې بې
ته به یې خپله غاړه سمه کړه او د شونډو په سر به یې وویل شکر الحمدلله.
پټه خوله یې همېشنۍ ملګرې وه، د ژمي په م
وسم کې به یې کله کله د بام پر سر د سپوږمۍ رڼا ته د واورو غونډاري د هسک په لور پورته پورته اچول او بیا به د باد
په وزرونو د ورېځو په بړ بړي او مستو اوښانو سپره شوه، د ږلۍ ، واورې او توپانونو کارخانې به یې ولیدلې او د اسمان
تندر څخه به یې د الماسو غمي د باج په ډول واخیستل، د سپوږمۍ کنډ او کپر مخ به یې یو څه له نږدې ولید، بېرته به
ګهیځ وختي د ورېځو په نیلي سپره شوه، لکه د سهار نسیم په شنو کروندو به یې خپل اس ښه وزغلاوه د خپل ښار ویده وګړي
به یې لا له خوبه نه وو پاڅېدلي چې دې به بیا خپل خرمایي وېښته شاته ووهل خپل بیګ به یې اوږه کې واچاوه، په دهلېز کې
به یې ځوړندې اينې ته ودرېده تر ډېره به یې خپلې اوبلنې سترګې له اینې سره داسې وجنګولې تا به ویل چې زلېخا ده او اینه
کې یوسف (ع) د سترګو په ګواښ وېروې او یا په اینه کې د سلیمان (ع) نګین ده دا په کې ددنیا عجایب ګوري، دا یو هم نه و
دې په اینه کې خپله ښکلا نه کتله، له دې نه خو دا مطمینه وه چې بې له دې د ښکلا الهه څوک کېدای شي، دې په اینه کې د
توپانونو لار څارله، داسې توپانونه چې د ځمکې د مخ ناولي او چټلې څېرې پرمخه کړې، داسې توپانونه چې وېده ښاریان را
وېښ کړي او د شپې په زړه کې د لوی خدای (ج) د عظمت او لویۍ چیغې ووهي، له هغه نه انسانانو ته د هغه د لویو نه لویې
تحفې (ازادۍ) غوښتنه وکړي او د خپلو وینو په ډېره ارزانه بیه ازادي خپله کړي، د سرونو په بیه یې وساتي او بیا د
وی خدای (ج) دا عظیمه ډالۍ خپلو اولادونو ته په میراث پرېږدي، داسې میراث لکه ددوی پلرونو او نیکونو چې دوی ته
پرېښی و.
ښایسته ځنډ به اينې ته ولاړه وه او بیا به یې سر د نارضایتۍ په ډول وښوراوه او د پوهنتون په لور په لکه
مار چېچلې کوتره روانه شوه په لاره به یې بیا بیا خپلې طبعې سرې شونډې داسې چېچلې تا به ویل اوس به ترې وینې دارې
ووهي، داسې ساعت به لا نه و شروع شوی چې دا به د ټولګي په دروازې ورننوته چې کله به ټولګي ته نور محصلین نه و
اغلي او صنف کې به څوک نه وو نو دې به د ټولګي په توره تخته یوه جمله بیا بیا لیکله (پېغلو او زلمو زموږ په خاوره
کې د ازادۍ ګلان زموږ د وینو په وتره زرغونېدلی شي). ددې دا جمله به ددې ټولګیوالو بیا بیا لوستله خو څوک نه
پوهېدل چې دا څوک لیکي.
د پټې خولې د ملکې په باب د هغې د کورنۍ د پوهنتون د استادانو او محصلینو پوښتنې ورځ په و
ځ زیاتېدې چا به ویل د کومو ظالمو سترګو ښکار شوې ده چا به ویل چې په کومې ورکې پسې ګرځي چې ځمکه یې له شتون څخه
عاجزه ده، خو څوک و چې دا پوښتنې ځواب کړي.
په همدې شپو ورځو کې ژمي خپل ټغر ټولاوه د ځمکې پرمخ پرتې واورې د هسک
په لور مزل پيل کړی و او د لمر د سوځونکو وړانګو پر وړاندې یې خپله بې وسي ښودله، اوس د پټې خولې د فیلسوف د کور په
انګړ کې واوره نه وه چې دا یې د هسک په لور پورته پورته واچوي او په دې ډول د هسک د خاوند شکر ادا کړي، د شپې تر
ناوخته به یې د هسک په لمن کې د ستورو د منډو رامنډو لارې وڅارلې او بیا به د خپلې د خوب کوټې لاړه، یو ماښام یې د
خیالونو او فکرونو بحر توپاني شوی و، بې له دې چې دماښامي ټیکله وخوري وختي په خپله کوټه کې په پراته تخت ستونی
ستغ غزېدلې وه او د خونې په چت یې خپلې سترګې ور خښې کړې وې نازکې شونډې یې مرۍ مرۍ کېدلې، د ویلو لپاره یې ډېر څه درلودل
خو د اوښکو څپو یې د ژبې مخه ډب کړې وه، سرکښه اوښکو یې په سرو او سپینو اننګو جرپټانې کاوه چې مور یې ورباندې غږ
کړ، لورې لورې د بام سر ته ووځه د الله اکبر نارې دي لکه سپوږمۍ خواره پوروړې نیولې ده.
دمور نارو یې د خیالونو
مزي ور پرې کړل، په منډه منډه د بام سر ته وخته ژر یې د سپوږمۍ په لور وکتل لکه سپوږمۍ هم ددې منتظره وه چې خپله
همېشنۍ ملګرې وګوري او د زړه حال ورسره شریک کړي، د سترګو په اشاره یې ورته وویل خورې مبارک ته خو له یوازیوالي
خلاصه شوې په لکونو ښاریان دې له درانه خوبه پاڅېدل، دالله اکبر څپو دا له سپوږمۍ سره خبرو ته کله پرېښوده د لاس
په اشاره یې د سپوږمۍ د مبارکۍ ځواب ورکړ او ورپسې غبرګ یې له خولې داسې د الله اکبر چیغه ووته لکه اسماني تندر چې
دغرونو په منځ کې انګازې وکړي تر سهاره د کابل ښاریان ویده نه شول د تکبیر نارې وې چې لکه د بحر څپې به د ښار له یوې
څنډې نه بلې څنډې ته تلې راتلې، په سلګونو ټانګونه د ښار واټونو ته راوتلي وو، ترڅو د الهي عظمت د ګواهانو غږ په
ستونو کې ټپ کړي خو دا کله شونې وه د پټې خولې ملکه تازه په خبرو راغلې وه له خوشحالۍ ځمکې ځای نه ورکاوه، د کور
انګړ ته په به پرېوته په دهلېز کې ځوړندې اینې ته به ودرېده خپلې خرمایي وېښته به یې شاته ووهل او د رضایت په ډول به
یې خپل مغرور سر وښوراوه او د شونډو په سر به یې وویل ای زما مغروره معشوقه غرور له تا سره ښایي زما غرور له تا
څخه د سرکښو بندګانو پر وړاندې ده کوم چې ددنیا له هغه بل سره نه راغلي او له موږ څخه ستا هغه عظیمه ډالۍ (ازادي)
اخیستې ده ما د خپل رحمت په بحر کې ولمبوه، زما د ښاریانو کوډلې او جونګړې د بهرني تجاوز پر وړاندې ټینګې لره زما
ټاټوبی د مهدي اخرزمان ټاټوبی کړه بیا به د بام سر ته وخته د اسمان ستورو ته به یې لاس وښوراوه داسې ښکارېده چې
دا د قیامونو او پاڅّونونو میره د اسمان ستوري هم قیام او پاڅون ته رابولي او له دې سره غبرګ به یې د الله اکبر
ناره له سرایي غاړې داسې په یو زور ووته چې سړي به فکر کاوه چې معشوق یې اواز نه اوري، شپه یې به نفلونو او د تکبیر
په نارو سبا کړه د سهار لمونځ یې ادا کړ د معمول په ډول بیا د کور په دهلیز کې قدبرابرې اینې ته ودرېده خپل اوږده
خرمایي ويښته یې شاته ووهل خو د معمول پر خلاف په دې ورځ یې خپل بیک په اوږه کې وانه چاوه او په منډه لومړی دنیا
او بیا د مور په لاسو پرېوته له هغې وروسته یې خپل یوازینی ماشوم ورو او کثره خور په سترګو سترګو مچ کړل، له خو
حالۍ یې شونډې مرۍ مرۍ کېدلې په سق سق یې مور ته وویل : ما وبښه زه د هغه ځای په سفر وځم کوم چې ستا او پلار جان تر قدم
و لاندې ده، ما د همداسې ورځې لار څارله بیا یې د کور نه د وتو په مهال خپله نیا په غېږ کې ونیوه او سق سق یې ورته
وویل نیاجانې زه د لوی خدای (ج) هغه غټه ډالۍ چې موږ ته یې راکړې وه او روسي یرغلګرو له موږ نه اخیستې بېرته اخ
م خو که زه بېرته رانغلم نو زما نورې خویندې او ورونه به هغه ډالۍ ستاسو ته راوړي هغه ډالۍ به د ازادۍ نشان وي،
خو ګوره نیاجانې په یاد ولره چې هغه نشان بیا دخپل واړه لمسي په ټټر وټومبې.
مغرورې اتلې ته دا مهال د ژوند او
مرګ راز جوت شوی و د سترګو په رپ کې د زرګونو پېغلو او څوانانو له قافلې سره چې د یرغلګرو روسي قواو د مقابلې لپا
ه د ښار واټونو ته راوتلي و یو ځای شوه، یوې نوراني ملکې تورعالم شریف چې د لااله الاالله محمدرسول الله نجات
ورکوونکی او زړه راښکونکی کلمه پرې لیکل شوې وه ددې په سرو منګولو کې ورکړ، دې عالم شریف په غېږ کې ونیو، په مخ او
سترګو یې ومښه او بیا یې د هسک په لور په خپلو منګولو پورته ونیو، داسې ښکارېده کله چې د خپل معشوق لاس یې په خپلو
سرومنګولو کې کلک نیولی وي ددې لا په عالم شریف مینه نه وه سړه شوې او د الله اکبر ناره یې په خوله کې وه چې ناولې
ګوتې په ماشه راښکل شوې، سرو وینو ترې دارې وهلې خو تر اخري څاڅکي وینې د ښار مغروره روانه وه، مخکې تر دې چې راپ
ېوځي عالم شریف یې خپلې یوې بلې اتلې خورته ورکړ او ورته ویې ویل، تاسو مخ پر وړاندې ځی له دې سره دښار لومړنۍ اتله د
خپل ښار له خاورو نه په ډک واټ کې راپرېوته او په ډاډمنه لهجه یې وویل، یا الله زما باور دی چې زموږ د هېواد کوډلې
او جونګړې د تجاوز پر وړاندې ټینګې ساتلی شې.
یا الله زما باور دی چې ته به خپل نعمتونه یو نه یو ورځ زما په
هېوادوالو لکه د پسرلي باران و اوروې.
یا الله زما باور دی چې ته به یو نه یو ورځ زما له ټاټوبي نه د مهدي اخ
زمان ټاټوبی جوړ کړې او پر تا د یقین او باور پلوشې به زما له ټاټوبي نه پورته شي او ستا په دې ارته ځمکه به هره
خوا وزغلي.
یا الله زما په دې هم کلک باور دی چې زما د ملت سرونه به یوازې تاته ټیټ وي، تاته به یې په سجده ږدي
ه تا څخه به هر څه غواړي او ستا په نوم به هرڅه نظرانه کوي.