دخپریدو نیټه : 2004-12-18 مخپرونکئ : ۴۴ بېنوا - وزیرستان
شېخ چلى (فولكلوريكه كيسه)
باركوال مياخېل
يوه ورځ شېخ چلي په سيل ووت او تر ډېره لري پوري لاړ ، چي د ډېر مزل په سوب يې په پښو درد شو او د يوې وني سيوري ته يې دمه وكړه . چي ناڅاپه يې نظر تر غره لا ندي په پراته ځناور ولګگېده ، د شېخ چلي نظر كمزورى و، هغه داسي وګڼله چي ګوندي دغه ځناور خر دى ، خو هغه ځناور ببر شېر و، چې ښه ډېر خوراك يې كړى و، او ويده و، شېخ چلي راغى او د هغه پر ملا وركښيناست او تر دواړو غوږونو يې ټينـګ ونيو او د تـګ يې ورته وويل . ببر شېر چي دوه سړي يې خوړلي و، او په ډېر ژور خوب كي لاهو و، را ويښ خو شو ، خو ولي خوبوړى غوندي په نه زړه مخ په وړاندي روان شو. شېخ چلي د ببر شېر پر ملا ناست چې تر خپل كلي پوري ورسېد نو خلكو لـه كړكيو او دروازو څخه سرونه ورته راو ايستل چي ويې كتل نو د ټولو خلكو خولې لـه حيرت څخه وازې پاتي شوې، هغوى څه خبر و چې شېخ چلي دومره زړور سړى دى چي هغه يو سړي خور شېر د ځان غلام جوړ كړى دى او راوستى يې دى . د كلي خلكو دستي يو لوى قفس ورته راوړ او مخ ته يې ورته كښېښود ببر شېر قفس ته ننووت او ويده شو. شېخ چلي هم ورغى او د ببر شېر تر څنـګ پرېووت ځكه هغه ته هم خوب ورته ، خو خلكو هغه لـه قفسه راويوست او پر خپلو اوږو يې اوچت كړ. " تاسو زه په كومه خوښي كي پر اوږو اخيستى يم ؟ .
شېخ چلي په پرېشانۍ سره پوښتنه وكړه . خو چي كله خلكو هغه ته وويل چي تاببر شېرنيولى دى ، نو شېخ چلي د ببر شېر د نوم په اورېدو سره بې هوشه شو. خلكو د هغه په هوش كي د راوستلو هڅي پيل كړې ، ټولو داسي ګڼله چي ګوندي شېخ چلي لـه خوښۍ نه بې هوشه شو. سمدستي د شېخ چلي د زړورتيا لـه دې كار نه پا چا خبر شو ، پا چا دستي خپل وزير ته حُكم وركړ ، چي زموږ په هيواد كي دومره زړور سړى شته نو ولي يې موږ د ملي لښكر سر لښكر ( د مخ سړى ) نه جوړ وو ، لنډه دا چي شېخ چلي يې په ډېر عزت و احترام سره د لښكر مشر وټاكه ، اوس نو شېخ چلي هم دومره كم سړى نه و، دده د دومره عزت په سوب د دربار نور كينه ګر درباريان ډېر سوځېدل ، دغو درباريانو په ګډه يو پلان جوړ كړ اود پاچا غوږونو ته يې دا خبره ورسوله چي پاچا سلامت د هيواد پوله ( سرحد) نه ده ساتل شوې او د څنګلوري ( ګاونډي) هيواد پاچا اكثره ير غل كوي او زموږ هيواد او خلكو ته زيانونه رسوي. ددې د مخنيوي لپاره همدا وخت دى . ماشاء الله ستا د لښكر مشر شېخ چلي هم ډېر زړور او قوي جنګيالى دى . ته خپل فوځ دده په مشرۍ كي د هيواد پولي ته ولېږه، انشاء الله د سر لوړۍ اوګټي وياړ به تر لاسه كوي او راځي به . پاچا چي د دوى داخبري واورېدې نو خورا زيات خوشاله شو، شېخ چلى يې راوغوښت او ورته ويې ويل : چي ستا دزړه ورتيا سهي امتحان به اوس وي . ته زموږ فوځ لـه ځانه سره د هيواد پولي ته بوزه او د څنګلوري هيواد لـه پاچا سره جنـګ وكړه .
په دې مهال كي د هيواد ځينو غدارانو د دښمن هيواد پاچا ته خبر ور واستاوه ، چي ستا پر هيوادباندي ير غل كېدونكى دى، ته لـه خپل دوه ګون فوځ سره د خپل هيواد پولي ته ځان ورسوه او جنـګ ته ځان تيار كړه .
اوس نو څه و د دواړو ډلو فوځونه په وسلو بار د جنـګ په ډګر كي سره را ټول شول . شېخ چلي ته نه وه څرګنده چي جنـګ څه شى دى ، هغه كله هم د جنـګ حالت يا څېره نه وه ليدلې، ځكه هغه په خوښۍ سره پر خپل اس باندي تر ټولو مخكي مخكي تلى ، ناڅاپه يې نظر د جنـګ په ډګر كي څلورو خوا وو ته د ام په لګېدلو ونو وښنوت . د ونو په څانګو پوري پاخه پاخه امونه راځوړند و، اوس نود شېخ چلي خوله امو ته اوبه اوبه كېده . هغه نه يوه كړه نه بله سمدستي يې د امو ونو ته غشي ور خطا كړل ، كله چي امونه را ولوېدل نو هغه خورا په خوند سره د امونو په خوړلو بوخت شو.
اوس لږ فكر وكړئ چي د دواړو هيوادو فوځونه په وسلو بار مخامخ جنـګ ته تيار ولاړ دي ، خو د فوځ مشر شېخ چلي د امونو په خوړلو بوخت و، ځينو خلكو چي دغه منظر وليد نو ويې خندل او ځيني پر دښمن باندي د يرغل كولو لپاره ولاړ و.
تر دې منځ شېخ چلي ته ددښمن فوځ په سيمه كي يوه بله د ام ونه په نظر ورغله . ده چي د امو د راغورځولو لپاره كوم غشى د ام وني ته ورخطا كړ نو هغه مخامخ د ام په ونه كي لګېدلې د شاتو د مچيو پر ځاله ولګېد. د شاتو مچۍ لـه خپلي ځالي نه په ډېر زوږ او بوڼېدو سره را ووتې او هغو د دښمن فوځ په چيچلو چيچلو سره چيغو او بوغارو ته اړ ايست . ټول فوځ سره وشيندل شو ، ځيني خلكو د افسوس اظهار كاوه او د اوبو په تالاو كي ډوب شول او پاتي يې د ناكامۍ بېرغ په لاس مخ پر شا و تښتېدل د شېخ چلي فوځ چي دغه حالات وليد نو په اسانۍ سره يې پر دښمن هيواد قبضه وكړه او دښمن پاچا يې ونيو او لاس تړلى يې د خپل هيواد پاچا ته راوست .
اوس نو څه وو چي په ټول هيواد كي د خوښۍ نغمې اوسندري زمزمه كېدلې ، پاچا نژدې و چي لـه ډېري خوښۍ نه لېونى شوى واى ، د ټولي سر لوړۍ د ستار ( پټكى ) يې شېخ چلي ته ور وتاړه ، او شېخ چلي يې د هيواد واكمن كړ، د هيواد تر واكمنېدو وروسته شېخ چلي كوم بل هيواد ته وتښتېده ، ځكه هغه ته څرګنده وه چي د هري ورځي دا بې عقلي هغه ته د سر لوړۍ د ستار نه شي ور په سر كولى .
د پالنې مجلې له پنځمې ګڼې څخه په مننه