مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-04-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

لنډه کيسه

همت الله امين زى

بيامې هېڅکله دهغې سترګې ونه ليدلې.

همت الله امين زى
يوه خواورځ تې ه اوماښام اوله بلې خوا آسمان وريځ وو ځکه نوهرڅه ښه نه صحي کيده،اټکل کېده چې نور به هم واوري،تالندې اوب ېښناوې هم ډېرې کېدې،سپرلى وو،ټول په تلوارکې ووچې ووريهاخولږڅه وار وکړهريوه هڅه کوله ځان تريوه ځايه ورسوي. پوره درې ساعته مودباران درېدوته انتظارکړى وو يوه ويل چې نه نورنوشين کېږي پادپسې راوالوت،بل چې لږڅه سپين ږ يرى غوندې ښکارېده ويل چې نه والله څوکاله وړاندې زماښه په ياددي همداسې ډېرباران وشو،سېلابونه لاغلل هغه مهال هم هواهمداشان وه خوهغه وخت باران لانورموسم ونيوه او ډېره خواشينوونکې داچې دهمدااوس په څيرهواهم ډېره تيا ه وه هغه وخت بياترسهاره ښه واورېده دناوويوه جوړاوه زمونږه هم ځواني وه ترډېره پورې داملګري ملګري سره يوځاي دجومات په چوتره کې سره ناست دسېلاب اوچت غږ دناوو شوړا اودبارن شړقا له امله په ناروغږېدوکه څه هم ډېرنيږدي په يوه واټن کې سره ولاړ،وو خداي دې خيرکوي ما خودااوس هم هماغه شېبه رايادوي خداي دې وکړي چې يوځل ترکوره پورې ورسېږو.

ريښتيامودسيمې کلينيک ته ددواداخيستلولپاره تللي وو. نوروهم ځينې دکور دسودااوځينونوروبيانو و نوروکارونوپه موخه دسيمي ښارته راغلي وو. موږ سره په دې ډله کې ډېرې ښځې هم وې ځينې لږڅه ځوانې وي نورې يې له عمره زياتې او په کچرو باندې سپرې وي که څه هم ټولوښځوشنې چادري ګانې درلودې نه صحي کېدې چې کومه ځوانه اوکومه يوه له عم ره ډېره ده يواځې له تګه څه ناڅه فکرکيده چې کومه ګړندۍ ځي خوځښت اوحرکت لري.
دامهال دټولوستونزه يوه وه همداچې ځان تريايه ورسوي،لاره هم خټه وه ګړندى تګ هم نه کېده خوبياهم يوڅه کېده لږ تکړه لږمخکې اونوربياپه همدې سلسله خوځېدلي وو. ددوي په ډله زه يواځينى څوک وم چې ترنورومې کورپه لارکې وه اوتردوې مې منزل نېږدې وو. شېبې تېرېدې کرارک اباران هم داسې معلومېده چې بياپيل وکړي،ټول اوچت اوچت غږېدو،تالندواوبرېښناووغږونه يوپه بل پسې اورېده کېده،باران شو،داسې يې موسم ونيوه چې نوريې نوږلۍ يې هم ملتيا کوله ټول يوځاى پټم ودرېدو،رېښتيازمونږدحوېلۍ دېوا ونه ښکارېده،څه مې ويلى هم نشوى خوبيامې هم سل زړونه يو زړه کړ ومې ويل ګورۍ دغه دېوالونه يې چې معلومېږي دغه زم ونږکوردى يوه اودووته نه وايم راځۍ ټول راسره لاړشي،داباران کېداى شي دوام وکړي اوبياکه لږڅه لاروشوه بيابه لاړشۍ،اوس که راسره لاړشي داښځې بېچاره ګانې؟ دامحال نو باران اوږلۍ داسې په شړق اوري چې دټولوکالي لامده خيشته لاهم تالندې اوبرېښناوې کېږي،يوه سپين ږيري وويل چې راځې ريښتياوايي دالته به يو دقيقي کينوګوندې چې باران هم ک ارشي اوبياله دې ځايه به هغه ډېرښه وي دلته خوموداباران اوورسره ږلۍ ژوبلوي. بياخونودکلي کورخبره ده که څه هم ډېرپردي وي خوبيادپښتوننګ دى ويې ويل داسياسرې ښځې بېچاره ګانې دوي خودتداوۍ په خاطرراغلې وې اودابه يې په ناروغي باندې هم بده اغېزه ولري دابه هم دالته لاړې شي. کورته ورسېدو زه ترمخ شوم پلارجان مورجان نارې مې وکړې هغوي هم زمادراتلولارې څارلې داوخت مې وويل مورجانې پلارجانه دالته مېلمانه راسره دي ورخلاص کړي اوهمداسې په يوه ساه ور هم ټکوم. کوچيني ورور مې دحوېلۍ ورخلاص کړ،حوېلۍ ته دننه شوم ورور مې ويل داماماګان، داته داڅنګه لامده شوي ياست،غږيې پرې وکړ،راځي راځي داسې دمېلمنودخونې په لورراځې راځي راځي داوخت نوماخستن ده اودورېځې نوره هم تياره کړې ده،پلارجان مې دميلمنوپه خونه کې له مېلمنوسره کېناست،اوښځې هم له مورجانې سره مې لاړې ماخپلې جامې بدلې کړې،بېرته ورته راغلم پلارجان ته مې کيسه وکړه چې داسې باران ونيولو،پلارجان مې هم دتل په څېرشاباس اوآفرين اته وويل اوويي ستايلم،چې ځويه ښه ده چې دوي دې هم له ځان سره راوستل،يوه څه جامې مې ورورجان نورې هم راوړې اويوه نيم بل هم خپلې جامې بدلې کړي خوساړه نه وه ځکه چې هواډېره سړه نه وه، نودډوډي وخت دي دکلي کورخبره وه همدستي م وڅه دډوډي لپاره تيارکړل شيدې مستې خوپرېمانه وو اونورهم په کورکې يې لاډوډۍ نه وه خوړلې،ډوډۍ موسره يوځاى وخوړه،خبرې خبرې پيژندګلوه هم ژوره شوه داوخت نو باران په همغه شدت پوره يوساعت نورهم دوام وکړ. ماخستن اته اته نيمې بجې دي،باران ودرېده يونيم سره په خپلوکې سره خبرې پيل کړي پسپسک اورېده کېده چې ورور مې خونې ته راننه ووت ويل پلارجانه دااوس يوه ډله خلک دغسې ښکته روان وو اوسره غږېده چې اوس به چيرته يې،ښايې داکاکان ګان به يې ښودل،اوچته پسې راجګ شوم خلک مې راوګرځول ريښتياپه همدې خلکوپسې راغلي وو واړه واړه اليکينونه ورسره وو،ورته ومې ويل دغه خلک چې تاسې يې يادوۍ،هغوي زمونږکره دي له ماسره راوګرځېدل. داخلک هم خوښ شول همداسې سرسري مننه يې هم په خپلوکې سره وويل،راتاوشول خونوريې وويل چې نه مونږبايدلاړشو،کلي کي دخلکوډېره سوداوه چې دوي څه شول همداسې چې ښکته راتلوددانورکلييوخلکوهم په خپلوخپلوانوچې په دوي کې وه ورسره راملګري شوي وو.خلک کلک شول چې ځو،باران درېدلى وو،ريښتيالاړل ښځې يې هم له سرکړې،اولاړل،څوورځې وروسته مې پلارجان پورته يوه ختم ته تللى وو ماسپښين چې کورته راغى،ډېرخوشحاله وو، ويل يې ځويه نن ټولوستاصفت کاوه اوماته هم ټولوويل چې يوه پادشاهي ځوي دې دى.ځوي جانه ځماشمله دې نن دخلکوپه منځ کې ډېره اوچته کړي وه. دکلي کورپه مسايلوکې همداسې لانورغښتلي شي.
اوس هم کله ناکله هغوي يونيم وينم ډېرښه برخوردراسره کوي خودځينونورو لپاره هغه وروستى ماښام شو،بيامې کله هم هغوي ونه ليد ،هغوي نه،هغه،هغه چې په لومړي ځل کلينيک کې يې راسره سترګې په سترګوشوه،اوبياچې کله ماخستن يې دتلوتکل کړي وو په کراره وويل چې دخداى په امان،دهغه امان غږيواځې ماواورېداوهغې هم يواځې ځه اورولم اوبيامې هېڅکله دهغې سترګې ونه ليدلې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery