په اسلام کښي اول ځ
د صوفي په نامه څوک ياد سويدئ :
حضرت مولانا عبدالرحمن جامي رحمه الله په خپل کتاب (نفح
ات الأنس) کښي په دې اړه داسي فرمایلي دي:
چي حضرت شیخ سفیان ثوري رحمه الله فرمایلي دي چي دلومړي ځ
لپاره حضرت ابوهاشم رحمه الله چي دشام اوسیدونکئ وو اوډير پرهیزګاره او متقي شخصیت وودصوفي په نامه
سره یاد سو . حضرت سفیان ثوري رحمه الله فرمایلي دي چي زه په دې نه پوهيدم چي صوفي
وچاته ویل کیږي تر څو چي مي ابوهاشم صوفي ولیدئ . حضرت سفیان ثوري رحمه الله چي په خپل وخت
کښي مجتهد مطلق وو ، او دامام اعظم ابوحنیفه رحمه الله له زمانې څخه برخورداره وو
په( ۲۶۱) هجري قمري سنه کښي په بصره کي وفات سویدئ .
دطريقت او تصوف اساسي
هدفونه اومقاصد:
محترمو وروڼو ! اوس دطريقت او تصوف په اساسي بحثو پيل کوو
چي په دې بحثو کښي به تاسي دطريقت اوتصوف له ټولو اړخو څخه انشاءالله په پوره توګه
خبر سۍ ،که څه هم د طريقت او تصوف بحثونه ډير غامض او باريک دي خو موږ به ئې انشاءالله
په داسي ساده الفاظو سره تشريح کوو چي هر څوک به په ډيره اساني سره
په پو هيږي په دې بحثو کښي به و تاسي ته د طريقت او تصوف بنيادي مقصدونه ، او د شيخ
او مرشدکيدولپاره ضروري شرطونه ، اودارنګه له مريد سره لازم صفتونه ،همداډول داولياوو
دشان عظمت ، او لوئ والئ ، او دخدائ (ج )له وليانو سره دتعلق او محبت ګټي ، او له دوۍ س
ه د دښمنئ او عداوت نقصانونه ، همدارنګه په طريقت کښي د اولياؤ قسمونه ، او د طريقت مخت
في سلسلې ، او د دوۍ مختلفي تګ لاري په تفصيل سره بيان سي .
اول دطريقت او تصوف اساسي
يا بنيادي اهدافو ته متوجه سۍ ! په اجمالي ډول بايد ووايم چي د طريقت او د
تصوف مقصد دادئ چي هغه انسانان چي له الله جل شانه څخه درذیلو اخلاقو په ذريعه اودا
نګه د ناسمو اعمالو په وايسطه پرې سوي ، جلاسوي ،او ليري سوي وي ، اوهغه انساني سليم ،او صح
ي فطرت کوم چي پر هغه فطرت باندي الله پاک هر انسان پيدا کړيدئ له لاسه ور
کړئ وي دغه انسانان بيرته له الله «جل جلا له» سره وصل کړي او بيرته يې د
هغه فطرت خاوندان کړي چي د اسلام پيغامبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم » يې په دغه مبا
ک حديث کي ذکر کړيدئ چي : ( کل مولود يولد علی فطرة الاءسلام فابواه يهودانه او ينصرانه او يم
جسانه ) او دا کار دطريقت او تصوف استاذان په دې ډول کوي چي دغه قسم
انسانان په خپله توجه او محنت او تعلیم سره ، اوپه خپل فيض او برکت سره
په تذکيه ، او په تحليه ، او دالله «جل جلاله» په عشق سره مشرف وګرځوي.
دتصوف او عرفا
ن داغراضو او اهدافو تحليلي او تفصيلي بيا ن:
محترمو وروڼو ! له مخه د دې خبري
کر وسو چي د طريقت استاذان چي له الله (جل جلاله) څخه بيل سوي بندګان بيرته
له الله سره پيوسته کوي نو دا کار په دې طريقه سره تر سره کوي چي دغه
خلګ په تذکيه او تحليه ، او الهي عشق سره مشرف کړي . (تَذکيه )ودې ته ويله کيږ
ي چي د انسان باطن او زړه له رذيلو صفتو او خويو څخه پاک کړ سي لکه ریا، کبر، عجب ، حسد
بخل ، بې صبري ،بې اخلاصي وغیره . او (تَحلیه) ودې ته ويله کيږي چي د انسان په باطن
کي نيک صفتونه او ښه اخلاق قرارونيسي لکه د نيت صفايي ،او اخلاص ، تواضع صداقت، بې کينګي وغيره .
اولياء کرامو (رحمهم الله ) د مريدانو لپاره دوې لاري وضعه کړيدي : ځني کوشش کوي چي
په اوله مرحله کي په مريد کي د الله (جل جلاله) عشق او محبت پيداکي
. ځکه چي کله مينه او محبت د الله« ج » د انسان په زړه کي ځائ
ونيسي نو بیا دغه انسان بې اختياره او په طبعي ډول رذيل او بد خويونه له ځانه
يري کوي ، او په ښائسته اخلاقو سره مشرف کيږي ، او خاوند د تذکيې او تحليې ګ
ځي . لکه چي دا مشهور قول دئ چي «حُبّک الشئ يُعمِي ويُصِم » يعني چي کله ستا
ه يو شي سره محبت راسي نو دغه محبت ستا پْرته له دغه شي څخه له نورو
شيانو تا هم ړنده وي او هم دي کڼه وي ، يعني بيا ماسيوا له دغه شي څخه نه بل
شئ په سترګو وينې او نه د بل شي خبر په غوږو اورې . نو چي کله د انسان په
زړه کښي د الله جل جلاله عشق او محبت راسي نو بيادغه انسان له څخه بغير
بل هيڅوک نه د زړه په سترګو ويني او نه د بل هيچا خبر اوري ، وهمدغي طريقې
ته د اصلاح د مُريد مولانا جلال الدين رومي «رحمه الله تعالی» په دغو بيتو کښي ا
اره کړې ده :
شاد باش ائ عشق
خوش سودائي ما ائ
طبیب جمـــــــله علتهائي ما
ائ دوائـ
ــــي نِخــــوت ُ نامـــــــوس مـــــــ
ا ائ تو افلاطون و جا
ينوس ما
اوځني اولياء کرام بيا اول کوشش کوي چي څوکه په څوکه له مريد
څخه اخلاق رذيله ليري سي او ځائ ئې اخلاق حسنه ونيسي ، او له دې څخه و
وسته بیا مريد په الهي عشق مشرف کړ سي ، ودغي طريقي ته مولا
ومي په دغه بيت سره اشاره کړيده :
بند بُګــــــسَل بــــاش ازاد
ائ پـــــسر
چند باشـــــي بندِ سيـــــم ُ بندِ زر
د تصوف له اهدافو څخه لومړئ هدف :
محت
مو وروڼو! د طريقت او د تصوف له تحليلي او مفصلو اهدافو څخه ړومبنئ هدف
دادئ چي د انسان د زړه اصلاح وکړي . نو دلته په کارده چي اول په دې
ځانونه خبر کړو چي د انسان د زړه اصلاح د شريعت له نظره په څونه اندازه
کښي مهم او ضروري کار دئ . د دې لپاره چي د تصوف او طريقت د شان عظمت او
فيض او برکت نور هم راته واضح سي داسلام پيغمبر په يوه مبارک حديث
کښي (چي امام بخاري ئې د صحيح بخاري په کتاب الايمان کښي ، او امام مسلم
ئې په باب« أخذالحلال وترک الشبهات » کښي روايت کړيدئ ) فر مايلي دي :
اَلا اِن في الجسدِ مُضغَة اِذَا صلحتْ صَلَح َالجسد کُله و اِذا فسدت فسدَالجسد کله اَ
َا و هي القلبُ . يعني خبردار اوسۍ په دې چي بې شکه په بدن
کښي د انسان يوه ټوټه غوښه ده کله چي دا غوښه سمه سي نو ټول بدن
سميږي ، او که دا غوښه فاسده او خرابه سوه نو ټول بدن فاسد او خراب ګرځي خب
دار ! دا ټوټه غوښه د انسان له زړه څخه عبارت ده . په دې مبارک ح
ديث کښي د اسلام پيغمبر د زړه په باب و انسانانو ته عموما ، او و مسلمانانو ته
خصوصا دوه قسمه تعليم ورکړئ دئ : اول دا تعليم چي د انسان زړه سميږي هم
او خرابيږي هم . دوهم دا تعليم چي د انسان نور ټول بدن او دارنګه د بدن ټول
عضاء په سموالي او په خرابوالي کي د انسان دزړه تابع دي ، که زړه سم
وو نو ټول بدن به ئې سم وي ، او که زړه خراب وو نو ټول بدن به ئې خ
اب وي .
دارنګه په يوه بل مبارک حديث کښي چي په مشکوة ش
يف کښي ئې ذکر راغلئ دئ داسلام پيغمبر فرمايلي دي : بې شکه دغه
زړونه د انسانانو په دې ډول زنګ نيسي لکه څنګه چي اُسپنه « حديد» زنګ
نيسي ، په اصحاب کرامو کښي يوه سړي له ده مبارک څخه پوښتنه وکړه
چي ائ دخدائ رسوله ! دغه زړونه چي زنګن سي يعني د ګناهونو او رذيلو اخ
اقو په وجه نو بیا به په کوم شي سره دغه زنګن زړونه بيرته صفا کيږ
ی ؟ د اسلام پيغمبر په جواب کښي ورته وفرمايل : چي د مرګ په ډيره
يادونه سره ، او په تلاوت دقران کريم سره .
دارنګه په يوه بل مبارک حديث
کښي چي په مشکوة شريف کښي ئې روايت سوئ دئ ، حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) فرم
ايلي دي : خبردار ! هرشي لره يو صفاکونکئ سته او د انسانانو د زړو صفاکونکئ د ال
ه «جل جلاله » ذکر دئ . همدا سبب دئ چي د طريقت په سلسلو کښي د« نقشبنديې
» طريقې استاذان په اول نوبت کښي و مريد ته د قلبي ذکر وظيفه ورکوي ،
مولانا «جلال الدين رومي رحمه الله » په مثنوي شريفه کښي په دې ا
تباط داسي فرمايلي دي :
آئينه
کز زنګ و آلايش جدا
است پر شعاع ِ
نورِ خورشيدِ خدا است
يعني دکوم انسان چي د زړه هنداره له زنګو څخه د بدو
اخلاقو او اعمالو جلا او پاکه وي نو هغه به د الله «جل جلاله» له تجلياتو او أنوا
و څخه ډکه وي .
د تصوف او عرفان دوهم هدف او غرض :
محترمو وروڼو !
دتصوف او عرفان په تيره برخه کي موږ وتاسي ته دطريقت ړومبنۍ هدف چي اصلاح
دزړه ده بيان کړ ، اوس د طريقت په دوهم هدف او غرض شروع کوو ٠
د طريقت دوهم هدف دادئ چي له
انسان څخه په اعمالو کي دنيت خرابي ليري سي او انسان په ټولو اعمالو کي دښه نيت خاوند وګرځي په
دې ډول چي انسان هر شرعي عبادت او عمل کوي نوپه هغه نيت سره يې وکړي چي کوم چي هغه
عبادت او عمل دهغه تقاضا کوي ، دشريعت له نظره په اعمالو کښي د نيت ښه والئ په اول قدم
کښي ضروري ګڼل سويدئ ، او د عمل او عبادت ثواب او صحت الله جل جلاله پر نيت باندي مو
وف ګرځولئ دئ ، داسلام پيغمبر په يوه متفق عليه حديث کښي فرمايلي دي ( انماالاعمال بالنيات
وانمالکل امرء مانوی ) يعني بې شکه خاص دا خبره ده چي عملونه تر نيتو پوري تړلي دي ، او هرسړي
لره به هغه شئ پلاس ورځي کوم چي ده يې نيت کړئ وي ٠ دغه مبارک حديث په دې سبب د
اسلام پيغمبر وخلګو ته وفرمايه چي يو نفر چي د<مهاجر ام قيس > په نامه ياد سوئ دئ په مکه شريفه
کښي ويوې ښځي ته چي په ام قيس سره مشهوره وه راغئ او ورته يې وويل چي له ما سره نکاح وکړه !
هغې ورته وويل : چي زه له مکي څخه ومدينې ته په هجرت روانه يم نو که ته هم هجرت راسره
کوې نو بيا زه هم نکاح در سره کوم ، نوبيا دغه سړئ هم و مدينې ته په هجرت راغئ خو په دې
نيت چي دغه ښځه لاس ته راولي ، نو کله چي د اسلام پيغمبر له دغه حاله څه خبر نو يې
دغه مبارک حديث وفرمايو ، په دې مبارک حديث کښي دا مضمون هم راغلئ دئ چي نو
دچاکه هجرت وخدائ او ورسول ته وو نو دخدائ او د رسول په نزد هم دده هجرت و خدائ او رسول ته
بلل کيږي او هجرت يې مقبول دئ ، او د چا چي هجرت و دنيا ته وو چي حاصله يې کړي ،
او يا يې و ښځي ته وو چي په نکا ح ئې کړي ، يعني په هجرت کښي يې نيت د دنيا يا د
ښځي کړيوو نو دخدائ په نزد دده دغه هجرت وهغه شي ته بلل کيږي کوم چي ده يې نيت
کړئ وي او په الهي در بار کښي کوم ارزښت او مقبوليت نه لري ٠
محترمو وروڼو ! ځموږ د
امام اعظم رحمه الله د مذهب مطابق کوم اعمال چي اعمال مقصوده بلل کيږي دهغو صحت او په
هغو عملو سره ثواب ګټل دواړه پر صحيح نيت موقوف دي ٠ اعمال مقصوده لکه لمونځ ، روژه ، زکات ، ح
ج ٠ او کوم عملونه چي له مقصوده عملو څخه نه وي لکه اودس ، نو دهغو صحت پر نيت باندي مو
وف نه دئ ، او ثواب حاصلول د هغو عملو په ذريعه پر نيت موقوف دئ ٠او په يوه عمل کي چي د ډيرو شيانو
نيت سړئ وکړي نو د هر نيت په بدل کي ثواب ورکيږي ، د مثال په ډول يو سړئ ومسجد ته ځي نو په دغه
تګ کښي د جماعت د لمانځه نيت وکړي او دارنګه د مسلمانانو وروڼو دملاقات نيت وکړي ، اود مسلم
انانو کليوالو د جوړ او ناجوړ د پو ښتني نيت وکړي ، او دارنګه نور ښه نيتونه وکوي نو د دغو ټولو نيتو اجر
او ثواب الله تعالی ورکوي ، او که يواځي د جماعت د لمانځه نيت وکوي نو بيا يواځي د جماعت د لم
انځه د نيت ثواب ور کول کيږي ٠ په هر حال په طريقت کښي د طريقت د استاذانو دوهم
هدف دادئ چي مسلمانان له فاسدو ، او خرابو نيتو څخه وژغورل سي او په ټولو طاعتو ، عبادتو
، او عملو کښي د صفا او ښه پاک نيت خاوندان وګرځي ٠ د اسلام پيغمبر فرمايلي دي : نيت المؤمن خير
من عمله > يعني د مومن او مسلمان سړي نيت دده تر عمل بهتر دئ ٠ په شريعت کښي دا مسئله هم
سته چي که يو بې وسه مفلس سړئ په زړه کښي په ټينګه سره داسي نيت او اراده راوګ
ځوي چي کاشکي ما يو ارب روپۍ درلودلائ او دغه ټولي مي دخدائ د رضا لپاره صرف کړي وائ او
دخدائ ج په نزد دئ صادق وي په دغه نيت کښي نو الله پاک وده ته د هغومرو روپو
چي دخدائ جل جلا له لپاره صرفي کړائ سي ثواب ورکوي ٠ محترمو ! تصوف او طريقت په
داسي شرافت سره انسان شرافت مند ګرځوي ٠
تصوف اوعرفان درېم مقصد اوهدف
محترمو وروڼو\'
دطرېقت اوتصوف درېم هدف دادئ چه له هغو انسانانوڅخه چه بې تقواوي بې تقواېې لري کړي ،اودبي تقوايي پرځائ
دبې تقوا انسانانو په زړو کښي دتقواملکه پيداشی ،اوتقواداسلام په مقدس دين کښي هغه صفت دئ چه له ه
انسان څخه يې په ډيرټنګار سره دخدائ اودرسول طلب کيږي ٠اودالله جل جلاله په نزدپه انسانانوکښي ډيرشرافت مند
اوډير عزتمندهغه څوک دئ چه ډير متقي اوپرهيز ګاره وي لکه چه الله جل جلاله د (سورۀ حجرات) په ديارلسم
ايت کښي فرمايلي دي : ان اکرم کم عند الله اتقا کم > يعني بې شکه ډير عزتمند ستاسي په نزد دالله
(جل جلاله) ډير پرهيزګاره ستاسي دئ ٠ محترمو وروڼو ! تقوی په شريعت کي پر < ٧ > قسمه ده ،
اول تقوی يعني پرهيز کول له کفر ، شرک ، اونفاق څخه ٠ دوهم تقوی او پرهيز کول دي د بدعت له کارو څ
خه ، دريم تقوی او پرهيز کول له کبيرو اوغټو ګناهونو څخه ، څلورم تقوی او پرهيز کول له صغيرو او
کوچنيو ګناهونو څخه ، پنځم تقوی او پرهيز کول له هغو مباح او روا شيانو څخه چي که انسان په هغو
يانو کښي توغل < انهماک> او ډير مصروفيت وکړي نو د دې انديښنه پيدا کيږي چي په ګناه به
اخته سي ، شپږم تقوی او پرهيز کول له مشتبه او پوشيده کارو څخه يعني له هغو کارو څخه
چي د هغو کارو په باره کښي د انسان په زړه کښي دا تردد او شک پيداسي چي ايا دابه روا وي او
که به نارواوي لکه چي حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه فرمايلي دي : (لا يبلغ العبد حقيقة الت
وی حتی يدع ما حاک في الصدر >رواه البخاري في کتاب الايمان ) يعني هيڅ يو بنده و حقيقت ته دت
وی نه سي رسيدلائ تر هغه پوري چي هر هغه کار پريږدي چي دهغه په باره کښي دده په سينه
کښي تردد موجود وي ،يعني دا انديښنه يې په زړه کښي وي چي دا کار خو به ناروا نه وي ، دارنګه
دسنن تر مذي او سنن ابن ماجه په کتاب القيامة او کتاب الزهد کښي ددې مبارک حديث
روايت سويدئ چي : لا يبلغ العبد ان يکون مِن المتقين حتی يَدَع َمالا باس به حذرٌا لِما
به البَاسُ ) يعني هيڅ کله نه سي رسيدلائ هيڅ يو بنده و دې مقام ته چي له متقيانو څخه وشمي
ل سي تر هغه پوري چي پريږدي هر هغه کار چي د هغه په کولو کي کوم شرعي تاوان نه وي مګر
خو د دې خطره وي چي که دغه کار وکړي نو بيا به په يوه داسي کار مبتلا سي چي هغه په شرع
کښي نالايقه کار وي ٠ اوم (٧) قسم تقوی او پرهيزګاري کول دادي چي انسان له الله څ
خه غير نور هر څه پريږدي په دې معنی چي هر کار چي که وي که د دنيا اوداخرت کار وي صرف دالله جل جلا
ه درضا په خاطر يې کوي او بل يې هيڅ مقصد په نظر کښي نه وي نيولئ محترمو وروڼو ! د خدائ
تعالی وليان حقيقي پيران ، او طريقت ، تصوف او عرفان د داسي مقدسو اهدافو لپاره کار
کوي ، نو تاسي فکر وکړۍ چي له دغي لاري څخه دمنکرو خلګو به څه درجه وي ٠ کامل پير ، او مرشد وخپل مريد ته ګو
ي چي په تاکښي کوم قسمونه د تقوی موجود دي او کوم نسته ، هر قسم دتقوی چي په ده کښي وجود
نه لري نو مرشد يې کوښښ کوي چه په خپله توجه ، باطني فيض ، او په روحاني تعليم سره په همدغه
مريد کښي هغه قسم د تقوی موجود کړي ٠
&nb
sp;
&nb
sp;
نو
بيا٠٠٠٠٠