تقريباً له هغه ورځى څخه به مى لس كاله وړاندي دې نړۍ ته سترګى پرانستي وې، د خپلو همزوكړو ملګرو سره به ګرځېدم، يوځاى ګرځېدو، يو ځاى مو لوبي كولې، يو ځاى به بازار ته سره تللو او يو... دا ځكه چه كورونه مو سرذه يوځاى ول.
په يوه عادت كى زه له دوى څخه بې لوم هغه داچه كله به بازار ته ولاړو دوى به هغه څه كول چه ساعت به ې ورباندي تېرېدى خو زه به د هر دكان مخى ته ولاړ وما و د دكان په سر چه به كومه لوحه ځوړندوه هغه به مى لوستل، لوستلى مى نه شوه خو حروف به مي سره جنګول چه هيڅ نتيجه مي هم نشو ترې راويستلي زما د ملګرو به تل راسره جګړه وه چه هيڅ دي نه دي زده هسي بې فايدې ورته ولاړ يې او خوله ښوروې.
مابه تل له ځانه سره ويل چه كاشكى لوستل دي زده واى او د ښار د دكانو سرلوحې دي ټلي لوستي واى، د همدې ميني او علاقې په لرولو سره په ښوونځۍ كى داخل شوم په ښوونځۍ كى مى په زده كړه كښي ډېر كوښښ كاوه، په دې فكر چه كه چيري مى لوستل زده كړل د ښار د دكانونو ټولي سرلوحې به يوځل ارو مرو لولې. د همدې هڅو او كوښښونو سره سره او د ليك سره د ميني د لرلو له امله تر دريم ټولګۍ پوري په برياليتوب سره ورسېدم خو د ښار د دكانونو سر لوځې مي ټولي ونه لوستلې ځكه د ليك په لوستلو په ښوونځۍ كى موړ شوم.
اوس بيا نور فكرونه راته پيدا شوي وو هغه داچه ما ويل چه بايد تر دوولسم ټولګۍ پوري درسونه ولولم، دا وخت مي نو د ژوند ديارلسم پسرلى ولمانځه، اوسن و د دكانونو د سر لوحو د لوستلو علاقه نشته او په دې فكر كى يم چه بايد د مورنۍ ژبي څخه علاوه په نورو خارجى ژبو هم وپوهيږم او خبري ورباندي وكړم. زړو ملګرو څو څو ځلي يادونه راته وكړه چه اوسخ و به دي د لوحو لوستلو ارمان پوره شوى وي، نور دي د څه لپاره د ښوونځۍ خوا ته مخه كړېده؟ خو دوى په دې نه پوهېده جه زمام ينه تر پخوا زياته شوې او فكرونه مى هم ورسره بدل شويدي. څومره چه په ښوونځۍ مخ په وړاندي ځم هومره مى د درس علاقه او مينه زياتيږي لكه سكروټو ته چه پيك وهې، چه بالاخره اوو، اتم او نهم ټولګليو ته ورسېدم. دا هغه وخت چه اوسن و ټوله ورځ د درسونو په زده كړه بوخت يم چه په دې ترتيب د همزوكړو ملګرو څخه داسى جلا سوم چه پرته د رخصتۍ له ورځو څخه بيخي نه سره وينو.
فكرونه مى اوس د پخوا څخه نور هم بدل شوي دي اوس غواړم پوهنتون ته ولاړ شم، فاكرولته ووايم انجنير شم، داګتر شم، اقتصاد پوه شم او ... شم.
كار وكړم. خدمت وكړم، هيواد آباد كړم، پيسې وګټم، كور جوړ كړم، ښه ژوند ولرم او ... ولرم. دلته مى نو په ژوند كى نولس بيهاره ليدلي دي.
اوښتون راغى، پاڅون وشو، كور، كلى، هيواد، ملګري او دوستان پاته شول هجرت وشو، ستونزي پيدا شوې، ډوډۍ نه پيدا كيږي او ښوونځۍ پاته شوه.
نابلده ځاى دى، نابلده خلګ دى، نابلده... دى. چوپتيا ده، حيرانتيا ده هره شيبه لامنزله سفر دى، هره خبره سوال دى، د نولسم بهار څخه وروسته دا دريم خزان دى چه پر عمر مى اضافه شو.
بيا ښوونځۍ شوه، نوې ټولګۍ، نوى معلم او نوي ټولګيوالپيدا شوه، د خپل هيواد په څير ټولګۍ، معلم او ټولګيوال نه دي، هلته چه كوم تسكين، مينه او خوښى وه دلته نشته، خو ليك او لوست ته مو دوام وركړ، شپه په ورځ او ورځ په شپه يرغل كوي، دالوبه جاري ده او زه يې ننداره كوم. د همدې يرغلونو په لړۍ كى مى د ژوندانه د شپږم خزان خونه هم وڅكه چه ورسره د دوولسم ټولګۍ د فراغت سند هم په لاس راغى، د پخوانۍ علاقې او ميني په اساس مى د كانكور د آزموينى پر پاڼه لومړۍ انتخاب د انجنيرىپوهنځۍ وه او دوهم انتخاب مى د طب پوهنځۍ وه. زما د خوښۍ سره سم او دخپلى هڅي په اساس په خپل لومړى انتخاب (انجنيرى) كى بريالى شوى وم، ددې ناارامه او جلا وطنه شپ واو ورځو په بهير كى مي په نسبي ډول د خوښۍ احساس وكړ، په دې اساس مي د زده كوونكى نوم بدل او محصل شوم. د پوهنځۍ د پيل په ټاكلې ورځ ټولګۍ ته حاضر شوم څه نه څه زراړه ټولګيوال شته خو نوي محصلين چه د نورو ليسو څخه فارغ شوي او د كانكور په آزموينه كى بريالي شويدي ډېر تر سترګو كيږي، داچه د مختلفو سيمو اوسېدونكى دي او په ډول ډول لهجو خبري كوي تر ډېره وخته په طبعيت نه سره پوهيږو دا مشكل د تعليمى كال په منځ كى حل شو او گه نه څه مو عادت ورسره ونيو، د پخوا په څير هر يو په خپله لهجه خبري كوي او خپل اصطلاحات په كار وړي.
هر محصل ستونزي لري خو عمده ستونزي درسى او اقتصادي ستونزى دي چه هر يو محصل سر ورڅخه ټكوي، ډېر داسى محصلين پيدا شول چه درسونه يې نيمګړي پرېښودل او د ورپېښو شويو ستونزو سره يې مقاومت پېل كړ. د كورنۍ د خوراك، څښاك او پوښاك برابرولو لپاره يې د عايد لاري او چاري لټول پېل كړل، خو زه په دغه ډله كى نه وم، ټول مشكلات مي ليدل او ګالل، د كورنۍ د غړيو مشورو ته مى غوږ نه نيوى، پر مشكلاتو مى يې سترګي پټي كړي وې، هرڅه مى ليدل او اورېدل خو هېڅ مى نه ليدل نه اورېدل، حتى د مشرانو په ګواښونو مى هم غوږونه ګراوه. ټوله عمر، هره ورځ همدا ستونزي، كړاونه او درسونه وو چه زه يې ځورولم، ترڅو مى چه د انجنيري فاكولته پاى ته ورسوله او كور ته راغلم د مور او پلار په څنګ كى كښيناستم.
اوسن و هر طرف ته د كار په لټه كى يم كله چيري او كله چيري ولاړ شم. پردې وطن دى هلته انجنير هـيڅ ارزښت نه لري، د فراغت څخه مى پنځه كالهت ير شول خو ځان ته مى هيڅ كار ونه موند، اوسن و پنځه دېرش كلن شوي يم. زموږ په خپل هيواد كى دوهم او دريم اوښتون راغى حالات بدل شول، مهاجيرين د بهرنيو هيوادو څخه خپل هيواد ته راوكوچيدل خو هغه خلګ چه تر خپل هيواد يې په پردي هيواد كي طبيعت برابر و هغه تر اوسه مهاجر دي، په راغلو مهاجرينو كى زموږ كورنۍ هم شامل هده. كله چه هيواد ته راغلو د هيواد، كلى، كورونه، لاري او ... وران دي هيڅ دليدلو نه دي، داسى فكر كيږي چه داهرڅه بايد له سره جوړ شي.
زه بيا د كار په لټه كي شوم، يوې او بلي ادارې ته پېشنهادونه كوم، موسسو ته هم ورغلم، دلته هم كار نه راته پيدا كيږي خوي و څو موسسو راته وويل چه څو ورځي وروسته راشه كه چيري كار وشو، څنرګه چه به دوى راته هداي توكړ همغسى به مى كول خو... ډېرو منډو ترړو وروسته د پوهنى رياست ته ولاړم چه په يوه ښوونځۍ كى معلم شم، هغوى راته وويلچه ستا دفراغت اسناد خارجي دي پردې باندي مجلس كيږي د مجلس د پريكړي په اساس به تاته وظيفه دركول كيږي يا به جوابيږي.
هره شېبه په مايوسۍ راباندي تيريږي څو ورځي مي په همدغه حالت كى تيري كړې. يوه ملګري راته وويله فلانۍ موسسه يو تن مامورته ضرورت لري د دروازې په سر يې اعلان ځړولى دى. په ډېره بيړه سره مى ځان ور ورساوه. چه كاغذ مى ولوست زما د ملګرى خبره سمه وه. دامتحان په ټاكلى ورځ ورحاضر شوم، كه ګورم چه د شلو نفرو په شاوخوا كى زما په څير ورته ناست دي او دوى ضرورت يوه نغر ته لري، ټولو امتحان وركړ، كله چه نتيجه په دريمه ورځ د دروازې په مخ ځوړمد شوه نوي و تن كامياب و چه په دغه ورځ حاضر هم نه و.
په دې ترتيب مايوسى يو په دوه شوه، څو ورځي وروسته مى بيا د پوهڼي رياست له كړكۍ نه سر ووهه، د مجلس فيصله ګورم، دوه ساعته وروسته مي هرڅه پيدا كړه، دخپل سند فوټو كاپي مى ورته راوړه ځكه چه مجلس فيصله كړې وه چه معلم دي وټاكل شي. بيا نو تعرفه راكول شول او په تعرفه كى د عالي ښوونځۍ معلم معرفىشوى يم. نو اوس دادى معلم يم او دومره معاش راته راكوي چه د كور احتياج مى نه رافع كوي، كله چي معاش واخلم د كور ميده شاين په رانيسم د اوړو لپاره هيڅ پيسې نه پاته كيږي، اوړه په قرض اخلم او په بله مياشت كى دا قرض اداء كوم، اته مياشتى كيږي چه معلم شوى يم تر اوسه د دكاندارانو شپږ څلويښت لكه افغانۍ قرضدار يم.
(پاى)