مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-14   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

مبارزه

محمد نعمان دوست

مبارزه

 نن  بيا څو خړ او ژيړ موټر ، چې  ماشيندارې يې پر سرونو نصب وې او تر شا يې تورې  عينکې په سترګو کسان  ولاړ وو ،  د هوايي ډګر په لور ګړندي را خوشې وو . دوى ،  چې د ماشيندارو شپيلۍ يې  اخوا دېخوا تاوولې او د لاسونو په اشارو يې  نور موټر ځانته نږدې نه پرېښودل  د هوايي ميدان  در وازه ورته له ورايه پرانيستل شوې وه . د پوځي موټرو  په منځ کې امبولانسونه هم وو او پر سر يې سرې رڼاوې تاوېدلې . موږ په در وازه کې دتالاشۍ دنده لرله ، خو هغوى پرته له دې چې را وګوري ، را ننوتل .  ام بولانسونو څخه ، څو تابو تونه ښکته کړى شول  خو لا الوتکه پرواز ته نه وه چمتو  .  يوه پوځي کمانډر چې خړ رنګه برګ يونيفرم يې پرتن و  او پر اوګه يې  بيلابيل نښانونه ټومبلي و ، تابوتونو ته لاس ونيو او وه يې ويل :  دوى له نشه يي توکيو سره په مبارزه کې ځانونه قربان کړل  ، نشه يي توکي يوه ستره بلا ده که له منځه لاړه نه شي نو بشر به له منځه يوسي .  پر دغه پوځي افسر ،  مخابره کې غږ وشو او له تابوته لرې شو ، په خپله ژبه له چاسره غږېده او لاسونه يې خوځول .  نوره خبرې يې سمه نه اورېدل کېده خو د نار کوتيک ( Narcotics  ) کلمه يې ډېره تکراروله .   زه هم تابوتونو  ته فکر وړى وم ، پر يوه تابوت په انګريزي نوم ليکل شوى و  او له نوشتې يې داسې معلوميده چې دغه ځوان دې شل کلن وي .   زړه مې غټ کړ :  ماوې ، داهم ځوان دى راځه اخري ديدار يې وکړه .   د تابوت سر مې ورو پرانيست  ، تابوت له وړو څلور کونجه پاکټونو نه ډک و  ، ژر مې بېرته پټ کړ ، وه ويرېدم  ،  ماوې هڅې نه چې   د نشه يي توکو د مبارزې  د اسرارو د افشاء په جرم  ، دعدالت ميز ته کش  شم .

   محمد نعمان دوست


                                                              &nb sp;               

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery