مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-15   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

معاصربيدل

اکبربری

((معاصربيدل))
 ليکوال : اکبربری

دادمعاصربېدل کیسه هسې خوشې په ټوکوراپیل شوه .دغه ورځ بیازماپه کوټه کې سره راټول وو.مجلس موهم دملک پر شعراوشاعرۍ باندې تودو.چې خبره اوسم هالې شاعرۍ ته راغله ،ظاهریودم پرې راسم شوویې ویل:
- دااوسني شاعران خو مې یوهم ولاکه خوښېږي .
چې موږحیران وپوښتل:
- ولې ؟
ده هم نه وړه نه راوړه پسې زیاته یې کړه :
- ورکوه یې ،ټول خوشې چټیات وایي .کټ مټ دسیاسي رهب انوغوندي.
موږلادغسي حیران ورکتل چې خپله دخپلې خبرې په رڼاوي سرشو:
- هغوی به هم پرله پسې درته ګ وي.ساعتونه ساعتونه به درته چرېږي.خوچې په پای کې یې خبروته ځیرشې،نووبه وینې چې داخلک به درته ((ږغېدلي))ښه ډېروي خودرته((ویلي))به یې هیڅ هم نه وي ...اوسني شاعران هم همداسې دي .دوی هم شپه ورځ لګیادي ((شاعرۍ!)) درته کوي،هغه هم داسې ګونګې اوبې ماناچې نه دسړي سرپرې خلاصېږي نه هم کوم دخوندشی پکې موندلای شې.اوکه دې بیاچېرې په ډېرزحمت سرو باندې خلاص هم شي،نوپه تعجب سره به ووینې چې په اخرکې دې یوداسې څه لوستي چې نه محتوا لري نه پیغام .نه تاته څه پکې شته ،نه هم ستادملک او ولس دټولنیزژوندلپاره کوم داسې یوګټورټکی چې دچا په درد دې وخوري .بس خوشې لفاظۍ او ((هنربازۍ))،خوشې ګونګ الفاظ اوله کلموسره لوبې... اوس نوکه داښاغلي وپوښتې چې کاکاله دې ټولوډماموڅخه دې مقصدڅه ی دی ؟په دې ټولو((غټو))خبروکې اصلاً څه شی راته وایې؟څه شی رانه غواړې ؟...نوسړی به ځای په ځای درته په قارلاهم شي .لومړی به په یوداسې سپک نظردروګوري لکه په دې ټوله دنیاکې چې یې ترتابل شوده نه وي لیدلی، بیا به بړږغ درته سر ي چې ماناداهنردی،هنر!څه خوشې ساده خبرې خونه دي چې هرلوستی اونالوستی پرې پوه شي!.درته وبه وایي چې په دې ((هنري اثر))کې مې مثلاً داسې اوداسې تشبهه ګانې اوکنايې اواستعارې کارولي ،له دغواودغوسمبولونواواسطورومې کارپکې اخیستی،دومره اودومره اعجازاوایهام اوابهام مې پکې راوستی ...اوپه زرګونوداسې نورچټیات.
ظاهرله دې اوږده بیان وروسته لنډه شېبه چوپ شو.بیایې داوږدې ساه له کښلوسره یویوله نظره تېرکړو،لکه دخپلوخبرواثرچې په موږ کې ټوي.خوموږ لا څه نه وو ویلي چې بېرته وړاندې پسې لاړ:
- ښه نوکه اوس دې ځوان ته ووایې چې بلا دې په دې ټولواسطو واواستعاروپسې شه ،ماته څه پکې وایې؟ زماملک اوټولنې ته څه پیغام پکې لرې؟... په هماغه له سپکاوي ډک اندازبه د ته ووایي چې داشعردی نه شعار،زه له هنرسره سروکارلرم نه له سیاست اونصیحت سره .دلته باید هرڅه په پېچلي اوډې مانیزډول وویل شي چې هرڅوک خپل خپل مطلب ترې واخلي ، نه دساده خبروغوندي په ډاګه اوبرالا ډول.زما په دې هنري اثرباندې پوهېدل دشعرپېژندنې ژورې مطالعې اوڅه شي اوڅه شي ته ضرورت لري،نه یوازې زمادشعرلوستلوته !.اوس یې نو اشه ورسره پوره که .کاربه ده خراب کړی وي سپک سپاند به لا هم ته یې .
اوله لنډې ساه نیولووروسته یې داسې خپلې خبرې بشپړې کړې :
- دایې لا بلا پې پسې .ترټولوبدیې لا دغه په اصطلاح ((شعرپوهان))او((کره کتونکي))دي .خپله خوله نېکه مرغه کوم تخلیقي استعدادنه لري ،ځکه خونوهم شپه ورځ دنوروپرلیکنوشخوندوهي... دې دخدای بنده ګانوته چې ورشې بیا به له همدې ((شعرونو))څخه داسې غټ پیلان درته جوړکړي چې راشه که یې ګورې! داسې به یې له((علمي لحاظه))بېلابېل ((هنري اړخونه ))درته وڅېړي،دومره پټ شیان به پکې ومومي چې ولاکه یې دشاعراروا لا پرې خبره وي.
دظاهردې بې ډوله خبروخدای شته هیچاته هم خوندورنه کړ.خوږموږ شاعرانډیوال حضرت نور((څرګند))یې ،لکه په داخېټه کې چې دې سکونډلی وي ،یومخ سره تاووپېچ کړ.له قاره تک سور پرې وربرګ شو:
- رښتیاوايي کنه .دشعراوشعارترمنځ فرق شته کنه ،دخره اود اس په اندازه فرق... شعر،شعردی نه شعار،نه سیاست ... شعرهنردی نه ساده خبرې ،نه خوشې نصیختونه .دلته خبره دفن اوتخیل ده ،نه دسیاسي غوښتنواوډاګیزه خبرو...
ظاهرپکې ورولوېد:
- زه دې نه په شعرغرض لرم انډیواله نه په عار.نه مې هم ستاله هنراوسیاست سره څه کارشته .زه وایم چې شعرلیکې که شعار،ستاخوښه .ساده یې لیکې که ګلداره ،هم په تاپورې اړه لري.خوهره بلا چې لیکې باید داسې یې ولیکې چې ماته هم یوڅه ووایي.اصلاً باید یوڅه پکې وي ...
حضرت نورورجوخته کړه :
- شته پکې
- څه خاورې پکې شته ؟
- هرڅه پکې شته .هم خوندپکې شته هم فن .هم دغه ستاخبره ((پیغام ))پکې شته .خوداټول ښکاره نه دي پکې ویل شوي ،په هنري اندازپکې ویل شوي .دا نو اوس په تا پورې اړه لري چې څنګه اوچېرته یې پکې لټوې،څنګه یې پیدا کوې .اودیوه هنري اثرخوندهم اصلاً په همدې کې دی.
خوظاهرورسره ونه منله .ت یوتندی لکه پرکوم تېره ازغي چې ختلی وي وچونګېده:
- وه څرګنده وروره ،وایم کوربان دې شم داخوشي چټیات ولې راته وایې ،هان؟... وایم دغه زه چې په یوه شعرباندې اصلاً پوه نه شم نوخوند به لا دڅه خاوروترې واخلم ،هن؟...یوشعرچې س ترپایه ګونګ وي ،هغه هم ماغوندې یوچاته چې له تاسره یوځاۍ دادبیاتوپاکولته وایم،نوددې شعرپیغام به لا څنګه امالوم شي،ها؟ نوعام خلک به لا څه خاورې ترې بود کړي ؟...
په دې ډول د ظاهراوڅرګندترمنځ خبرې سرې شوې.یوه ویل چې شعربایدروان اوعام فهمه وي،بل ویل چې نه شعربایدایهام اوابهام ولري. یوه ویل چې په شعرکې بایدیوغټ ټکی اوپیغام پروت وي،بل ویل چې بل کوم پیغام میغام ته حاجت نشته ،دشعروجودپه خپل ذات کې دهغه پیغام دی.یوه ویل چې عرباید ماته ،زماټولنې اوخلکوته یوڅه ولري،بل ویل چې شعرمازي له هنرسره سروکارلري نه له سیاست اونصیحت سره. یوه ویل چې شعریوه خاصه خبره ده چې یوازې خواصوته کېږي،بل ویل چې شعرکه خاصه خبره هم وي نونه یوازې له خواصوسره بلکې له هرڅومره ډېروخلکوسره چې یې شریکه کړې هغومره په خپل کارکې بریالی یې.
موږ هم کله یوه، ته کله بل ته س ونه خوځول .په دې ډول مو هم ددوی بحث تود ساته ،هم مو دوی ته ښوده چې کاکاداموږ هم څه خوشي سوټیان نه یو چې ستاسي په دې ((پخوخبرو))موسرخلاص نه شي!نه.موږ هم په دې بحث کې دادی په یونه یوډول درسره شریک یو.یوځل خو مو ان خپل ((نظ ))لاورته ووایه چې ماناداهنراوشاعري چې ده ،دادهرچادذوق اوخوښې خبره ده .دچایوشی خوښېږي دچابل شی.خودوی زموږ په دې نظرکې اصلاً ری هم ونه واهه . بس هسي پخپل منځ کې سره لګیا وو.هریوخپلې خبرې ته تمبه و.هرچاخپل فکراورایې ته خپل پاخه دلایل راوړل .مالومداره خبره ده چې آبل به هم په لاپخودلایلووررد کړل .په دې ډول دوی ښایسته ډېرګړی دغسي له احساساتوپه ډک اندازسره وږغېدل .چې بیاهم کومې پایلې ته ونه رسېدل،زیاتي نوپردوی هم بله لاره ودرېده ،ورو رورویې پر یوبل باندې شخصي تعرضونه پیل کړل .لومړی برید څرګند صاحب وکړ.هماغسې چنګې سپوږمې یې ظاهرته وکتل په یوډول ملنډوغوندي یې وویل :
- اوبل ،دااوسنی شعرچې دی ،داڅه داسې اسانه خبره هم نه ده چې هرناپوه اوبې سواده پرې پوه شي... دادژورې هنري پوهې اواوچت عالي تخیل محصول دی !ځکه خویې پوهېدنه هم ژوره ادبي مطالعه اوحساس فک غواړي.
ظاهرهم لکه چې سم دحضرت نورپه مطلب پوه شو.دپخواغوندي یې اوس هم دقارپه صورت کې شونډې لږ ورپېدې ، تنګې سترګې یې پرې وربړچ وهل :
- ته نو ماته بېسواده وایې هان ؟... ماته ؟...دغه ((زه!)) تاته ناپوه ښکارم،هان؟
اوهم اغسي قارجن یې پرې ورزیاته کړه :
- اول خو له دغه تاسره یوځای په یوه پوهنځي کې ناست یم.دوهم مې په هرمضمون کې نومرې ترتالوړې دي... او،درېم مې لږترلږه دغه ستاپه تاله ادبي کتابونه اوشعري دېوانونه لوستي دي .اوس نو ته ووایه چې زه بېسواده یم که ته ؟
موږ چې داوضعیت ولید،پوه شووچې که ځان ونه خوځووخبره مردارېږي .هماغه وچې په اصطلاح ((مداخله)) موپکې وروکړه .لومړی موددواړوپه چوپ کولولاس پورې کړ ،بیامود خوشي ټوکوپه راپیلولوهڅه وکړه چې د دوی دا((پوخ علمي بحث!))په ټوکوټکالوواړوو.له دوی سره دې هم خدای ښه وکړي ډېرزحمت ته یې ورنه کړو.ددې پرځای چې لا یوبل ته سره سره شي له موږ سره په ټوکوټکالوراګډشول .ډېروخت نه وو تېرچې بیاهغه دڅوشېبومخکې خبرې یومخ هېرې وې .زه یوګړی نورهم ماتل شوم.چې وضعیت مې ښه ارام وموند غلی څرګند ته ورپه څنګ شوم ومې ویل :
- څنګه شوڅ ګنده؟
ـ څه شی څنګه شو؟
- له ظاهرجان سره بحث ...لکه چې څه کوچ دې ترې ونه ایستلی شول.
ویې ویل :
- نه بابا...
وړاندې پسې لاړ:
- خوشي په هرچالګېږي.که شعرویل داسې اسانه وي نوودې نیسي خپله دې یوڅودغسي شعرونه و یکي ... خپله شعرنه شي ویلی په نورویې نیت بدېږي...
داخبره نه وه بلا وه بلا.بیا شرترې ولټېده. ظاهرلکه چې زموږ خبروته غوږ نیولی و،ځکه له قاره تنګې سترګې په خبروکې ورولوېد:
- نیت مې بدېږي ها؟...په((دغو))چټیاتومې نیت بدېږي؟ ...ها ؟ توبه له لویې خبرې دغسي ((شعرونو!))ته خوچې دغه نن شپه کښېنم ترسباپورې به یوغټ دېوان درته ولیکم.
څ ګندسړه سینه خوله ملنډوپه ډکه موسکاورغبرګه کړه :
- ددېوان لیکلوته حاجت نشته سړیه.مازي یوڅوبیته ولیکه ،بیابه دې زه هم ومنم .
ظاهرتکرارکړه :
- مازي یوڅوبیته ؟
اوچې څرګندوویل :
- هو،مازي یوڅوبیته .
ظاهرهم موږ ته مخ راواړاوه په لوړ ږغ یې ټول مخاطب کړو:
- ښه موددې سړي خبره واورېده؟
اوبې له دې چې زموږ ځواب ته ماتل شي خپله یې څرګندته لاس ونیوپسې زیاته یې کړه :
- داځوان وايي چې که مې مازي یوڅوبیته دغسي شعرولیکلای شوبیابه مې دی هم ومني .اوس نوښه غوږ راته ونیسئ چې زه څه ورته وایم ... زه دادی ستاسي ټولوپه مخکې ورته وایم چې همداسبا به که خدای کول مازي څو بیته نه ،بلکې ښایسته ډېربیته شعرونه ورته راوړم .هغه هم ټول په همدې ((معاصر!))سبک لیکل شوي ((پاخه شعرونه!))
خودظاهردې ادعالکه چې په څرګندڅه خاص اثرونه کړ.هماغسي موزي موسکا پرشونډواوهماغسي په سړه سینه په خبروکې ورولوېد:
- سبانه بله اونۍ ... یوه بشپړه اونۍ وخت لرې .
ظاهرورجوحته کړه :
 - اونۍ ته ح اجت نشته .همداسبا دې خپل شعرونه وغواړه .
اوله لږ سوچ وروسته یې پسې وویل :
- خو په یوه شرط
زموږ بې اختیاره له خولې ووتل:
- څه شرط؟
- په دې شرط چې داټول شعرونه به زه پخپله مورنۍ ژبه لیکم .
موږ چې هسې هم داټوله موده په پاړسي ورسره ږغېدلي وو،بې له کوم جنجاله داشرط ورسره ومانه.ماته خولا خدای شته دا هم زړه ته راتېره شوه چې ځه ښه ده چې په پاړسي یې لیکي ، ځکه دا سړي چې په پاړسي دپاخه شعردلیکلودعوه کوي نوپه پښتوخوبه یې په پټوسترګوهم و یکلای شي .هماغه و چې  ټولو ورسره امین کړه.زیاتي مودا بحث پرېښود په نورو مجلسو نوسره اخته شوو.

په دابله ورځ چې پوهنتون ته راغلم نوظاهرجان رښتیاهم یوه بشپړه پاڼه ډکه کړې وه .ان له لېرې یې موسکې شونډې راته وڅ نډله په شوق زما ورتلوته سترګې په لارشو.چې ورورسېدم ګړندی یې ګوښې ته کړم واردواره یې څو((شعرونه)) راته ترې و وستل.چې خلاص شوسر مې وڅانډه حیران مې وخندل :
- یاره داخودې عجیب شیان لیکلي .څه وخت؟
همدابېګاشپه ... یوه ب خه خومې یې لانن سهارولیکله ...
اوپه ویاړلې لهجه یې پرې ورزیاته کړه :
 - ږغ مه لره سړیه چې زورور شعرونه مې ویلي،وایم خو نه لري خو.
ومې پوښتل :
- بل دې چاته واورول ؟
- هیچاته .ته لومړی کس یې چې په مخه راغلې .
او اڅخه ویې غوښتل چې له ده سره یوځای په آنوروانډیوالانوپسې وګرځو.ورته ((ښه))مې کړه سره رهي شوو.هرځای چې موهریووم وندظاهرپه هماغه شوق خپل شعرونه پرې واورول . دوی هم زما غوندي هریوه لومړی حیران وخندل بیا یې په دې خبره اق ار وکړچې ددې پاڼې هرڅه شعري ډول اوجوړښت لري خو په مانا یې ماغوندي دوی هم پوه نه شول .اخر څرګندصاحب ته هم شع ونه ورواورول شول .هغه ګونځې ټنډه په ځیرټول واورېدل .خوپه پای کې یې خدازده ولي خلق ورته تنګ غوندي شو.قارجن یې په اعتراض وویل :
- داشعرمعر نه دی کاکا ،خوشي چټیات دي چټیات...
ظاهرورغوڅه کړه:
- دڅه شي چټیات ؟
- ټول چټیات.له یوه لبه ټول... هیڅ مانا نه لري.هیڅ شی نشته پکې .
ظاهرلکه چې له خدایه همداغوښته ،خوشاله یې سترګې وځ ېدې و یې ویل :
- ږغ مه لره سړیه چې بېخي ډېرشیان پکې شته ...یومخ له شیانوډک دی.ماته ټول رامالوم دي خوتاته یې نه درښیم .ځکه چې دایو((معاصر!))شعردی ،بیخی معاصر... اوپه دې باندې پوهېدل دهرلوستي اونالوستي کارنه دی ،ژوره ادبي مطالعه اوحساس فکرغواړي! .
نیژدې و چې بیا شخړه ترې جوړه شي،ځکه هریوبیا خپلې خبرې ته تنبه وو.څرګند دظاهرلیکنې اصلاً شعرخویې لا ایسته پرېږده چې نه یې بللې،بلکې پرټولویې د((بې ماناچټیاتو))ټاپه لا وهله .اوظاهرنه یوازې داچې هغوی شعرونه بلل ،بلکې ((ډېرپاحه))او((په هرتول برابر))شعرونه یې لا هم بلل.
هماغه وچې بیامو مداخله پکې وروکړه .خوداځل له بده مرغه موږ هم ډېرژرپه دوو برخو سره ووېشل شوو.څوک دظاهر، څوک دڅرګندپه خواکې ودرېدو،اوپه دې ډول انجه هماغسي پرځای پاتې شوه.څوشېبې مونورهم خبردې خوااې خواسره وشاربله ،خوچې څه مونه کړه ترې بودآخردې سلاته ورسېدوچې سړیه داغوټه په موږ نه خلاصېږي،بایدیودرېمګړی پکې راګډکړو،له هغه څخه ددې ((شعرونو))دڅرنګوالي جاج واخلو.خویوه خبره بایدمخکې له مخکې لا مالومه وي .هغه دا چې :هره پرېکړه چې دې درېمګړي وکړه ټول به یې بې له کوم جنجاله منو.داخبره دټولوخوښه شوه .هماغه وچې دنوروبحثو نوپر ځای مودیوداسې درېمګړي پرټاکلومشورې پیل کړې چې ټولوغاړوته دمنلووړ وي .اوخدای شته ډېروخت نه و تېرچې پچه دبصیر((نکته دان))په نامه وخته .چې رښتیاخبره شي پخپله څرګندیې دنامه وړاندیزوکړ.موږهم په یوه سلاورسره ومنله.ځکه دابصیرنکته دان که څه هم پخپله شعري طبعه نه لرله خودشعرونوشوق اوپه شعرباندې پوهېدل یې ټولوته مالوم و.هغه دده په وینا که شاعرنه و،نو((اهل دل))خوضرور و!.

موږهم نورې خبرې پرېښودې سم دلاسه مونصرالله ورپسې ولېږه چې هرځای چې وي بصیرنکته دان پیداکړي دلته یې راولي .نصرالله وخوځېد.زیاتي نودغسي چوپه خوله ،خوله تلوسې ډک زړونه زموږ دپوهنځي مخې ته په مرغوکې کښېناستواوپه ګډه موهغه ته ورکتل چې څنګه په ګړندیوګامونوشېبه په شېبه راڅخه لېرې کېږي.خونصرالله مولاسم له سترګونه و پناه شوی چې ظاهرموږ ته کړه :
- رښتیا،یوبل شی هم باید وکړو.
بې حوصلې مو وروکتل چې سړیه ((دغه بل))لاڅه شی باید وکړو.خوچالاڅه نه وو ویلي چې ظاهرخپله وړاندې لاړ.
- که زماخبره منئ دیوبل شاعرشعرهم بایدپردې شعرونوورزیات کړو.مقصد مې د معاصروشاعرانوله ډلې څخه دیوچا شعردی ...
حیران په خبرکې ورولوېدو:
- ولې ؟
ډاډه موسکاپرشون ویې راغبرګه کړه :
- چې زمادشعرونوپوخوالی نورهم درته ثابت شي.
موږ هماغسي هک حیران ورکتل بې له دې چې سوڼ له خولې وباسو،یوازې څرګند له قاره تاووپېچ شو. ظاهرچې زموږ له دې سرګردان حالته ښکاره خونداخیست ،لنډ وخندل په هماغه ډاډمنه لهجه یې دخپلې خبرې لړۍ پسې ونیوله :
- ګورئ،په دې ډول به تاسي په خپلوسترګوووینئ چې زمادغه لیکلي شعرونه داوسنیوشاعرانوترهغوپه هیڅ ډول کم نه دي.... تاسي فقط همدومره وکړئ چې دنوموړي شعرپه باب نکته دان ته څ ه مه وایاست .که یې خپله وپېژانده ،هغه بېله خبره ده،خوکه یې ونه پېژانده نوباید داسې ورته وښیئ لکه داشعرچې هم زما وي... اوس نوکه خپله نکته دان زما دشعرتوپیرددې بل شاعرله شعرڅخه  ونه شوکړای ،بیاخونوښکاره خبره ده چې زماشعرلږترلږه ددې اوسنیوشاعرانوپه سویه دی ...
موږ چې پخپل کارباندې دظاهردومره ډاډ خلق تنګه کړي ووچټک و غوڅه کړه :
- اوکه یې وپېژانده؟
- هم پروا نه کوي...په دې صورت کې به هم خبرله دوو حالتوخالي نه وي ،یابه دنوم وړي شاعرشعرزماله شعرونوڅخه لوړوبولي ،چې په دې صورت کې به ستاسي خبرراباندې بره وي .یا به هم زما شعرونه ددې بل په سویه یا آن ترهغه لوړ وبولي ،چې په دې صورتونوکې به نوبیاما میدان ګټلی وي،که څنګه؟
چې موږ دسرپه خوځو وورته(ښه)کړه،ظاهرغاړه تازه کړه ویې ویل :
- سمه ده .اوس تاسي خپله د یوه معاصرشاعرشعرراته ووایاست.هریوچې ستاسي خوښ وي زماقبول دی .
له دې سره خدای شته واردواره ماته دهیواد دهغه نامتوشاعرشعررایادشوچې همداڅ واوونۍ مخکې مې له یوه بل شاعرملګري څخه اورېدلی و.هغه ته یې دومره خوندورکړی و، چې هیڅ یې په صفت نه مړېده.خوزما یې خدای شته تردااوسه لاهرځل رایادېدلوخلق راتنګاوه. دې دخدای بنده د دې پر ځای چې خپلې مینې ته ووايي چې یعنې داستا دیدارمابدمرغه ته اوس دومره ګران شوی،دومره ناشونی شوی،چې ان په خوب کې لانه راپه برخه کېږي،بس ورته تمبه شوی وله ډماموپه ډک اندازیې ویلی و چې :
       ((شعر،سپید دوسه واژه یی شقایق  دیدا ت
        حتی درخواب هم برمرداب رویاهایم نه شګفت))

ماهم بې له ځنډه شعردوی ته واو اوه.دټولوخوښ شو.ظاهرپوښتونکي سترګې څرګندته ورواړولې چې مانا ته څه پکې وایې؟ چې هغه هم دتاييد په علامه سرو ته وخوځاوه ده هم قلم له جېبه راوایست په خپل لاس یې دابیت په پاڼه کې ولیکه .بیا ماته راپه څنګ شو په پسنهاري یې دخپلو((شعرونو))توضیح اوتشریح راته پیل کړه.چې ښه یې ملاکړم دې نوروته یې مخ ورواړاوه ترې ویې غوښتل چې دبصیرنکته دان په مخ کې باید څنګه څېره ونیسي،څه شی اوڅه شی باید وکړي اودکوم اوکوم کارله کولوباید ډډه وکړي.په همدې ترڅ کې مونصرالله ولیدچې له نکته دان سره په چټکوګامونوزموږ پرخوارادرومي.دهغوی له لیدوسره زموږ دزړه درزاهم پیاوړې شوه.دا و اوس درښتیا میدان راغلی و.ظاهرپه شوق دګوتوټکونه وایستل ویې ویل:
- ډېرښه... اوس به که خدای کول زما اوڅرګنددروغ اورښتیا سره مالوم شي .
اوداسې ډاډمن یې څرګند ته وروکتل لکه هرڅه چې یې تیار ګټلي وي.خوڅرګند څه ونه ویل مازي یې په ملنډوغوندي وموسل،دغسي نصرالله دوی ته ورکتونکی پاته شوچې نوراونورهم وړاندې راغلل.چې راورسېدل نکته دان ځای پرځای جینګه خوله موږ ته کړه :
- څه پېښه ده چې داسې دچرسیانوغوندي سره اټول یاست؟
ظاهرله پرېکړې سره سم په شوقمن انداز ورجوخته کړه:
- وایم ږغ مه لره نکته دان صاحب چې په یوه عجیب شاعرپېښ شوی یم.بلاکوي بلا!
اوموږ ته یې راوکتل چې دده له دستورسره سم موپه ګډه دسرپه ورته خوځولوخبره ورسره تصدیق کړه.
نکته دان وویل :
- څه وواایې؟!
ظاهرته مخامخ کښېناست . هغه هم سم دلاسه یوشعرپه لوړاوازله پاڼې څخه ورته ولوست.شعرنه و،بلاوه بلا.نکته دان یې داسې واخیست لکه یوډک چلم چرس چې یې څکولي وي.دغسي دم پرخپل ځای کښېناست په چورتونوکې ډوبې سترګې یې دچمن په شنومرغوکې ښخې پاته شوې. څوشېبې موږ هم همداسې چوپ کښېناستو.وروسته له هغه بصیرنکته دان سرراپورته کړویې ویل :
- عجیبه ده .
اوله ظاهرڅخه یې وغوښتل چې شعربیاورته تکرارکړي .هغه هم په هماغه پخواني اندازتکرارکړه:
                برف راآتش زدم ،تابېدهایم ګل ګرفت!
                وزچکیدنهای ناخن،خوشه ی سنبل ګرفت!

پسې ویې ویل :
- دغه څوورځې مې ټول فکروذکرپه همدې شعرونومشغول دی.نه یې سم په ماناپوهېږم،نه مې زړه ترې صب ېږي.یوه لحظه مې هم په کراره نه پرېږدي.خوهرڅه چې مې وکړه،داسې یوتعبیرمې ورته ونه موندلای شوچې زړه مې اوبه پرې وڅښي...آخرمې ځان ته وویل چې ظاهره بچو،داخبره ستاترسویې لوړه ده.د دې کارله اودې یوازې نکته دان صاحب وتلی شي،م سته ترې وغواړه.هماغه وچې نصرالله مې درپسې درولېږه.
بیایې په داسې حال کې چې موږ یویوله نظره تېرولودشعرم اناپیل کړه:
- زما په ګومان شاعردلته وايي چې ((برف! راآتش زدم))یانې برف را آتش زدم،ماناداچې له ډېروخواریواو یاضته مې آن واوروته لا،چې په اصل کې سړې اوکنګلې دي!اوهیڅوخت سوځېدلی نه شي!خودی بیاهم وايي چې ((برف! را آتش زدم))یاني واوروته مې لا اور ورواچاوه اوومې سېځلې!ترڅو چې یې په پایله کې زما د((بېد!))ونوچې اصلاً شنډې اوبې مېوې دي! لاهم ګلونه وکړل،غوټۍ یې وکړې اوثمرته ورسېدې.ښايي د ((بېدهایم))د لوزپه کارولوسره دلته شاعرپه سمبولیک ډول خپل بې ثمره ژوندته هم یوډول اشاره کوي.خدای خبر.په هرحال .
اود ((چکیدنهای ناخن))څخه یې مراد، علاوه پردې چې یوډېر ظریف ترکیب یې کارولی ،زماپه ګومان دخپلوخواریودسختوالي ښودل هم  دي.یانې داسې خوارۍ مې وکښلې،دومره ع ابونه اوکړاوونه مې وګالل،چې له زوره مې یې یومخ دګوتونوکان وڅڅېدل.اودهمدې نوکانودڅڅېدلواجرداراکړل شوچې له برکته یې زمادبېدونو،یازمابې ثمره ژوند،((خوشه سنبل ګرفت!))ماناغوټۍ یې وکړې،مېوه یې وکړه.دلته یوبل ډېرظریف ټکی هم شته،هغه داچې شاعرزما په ګومان له خپلوګوتوڅخه دڅڅېدلیووینوڅاڅکي یاپه وینولړلیونوکانودانې دس وغوټیودانوته تشبیه کوي ،هغه هم په داسې هنري انداز،په دومره تاثیرناک ډول چې لوستل یې دسړي ترپوټکي لاندې م ېږیان ځغلوي...
په هرحال له دې ټول شعرڅخه زما په فکرد شاعرنهايي مطلب دادی چې هغه په ډېرهنري اوله تاثیره ډک ول موږ ته وايي چې : ای د نړۍ بې غوره خلکو!،اې زما له حاله ناخبره زما دشعرلوستونکیو!،زمادې اوسني له ثمراومېوو ډک ژوندته داسې په عادي نظرمه ګورئ!ځکه مادازما اوسنی حال څه داسې خوشی وړیا نه دی ترلاسه کړی،بلکې واوروته مې دخپل ریاضت اوروراچولی،نوکان مې له ډېره زحمته پرې څڅولي،څویې له برکته بالاخره دې له ثمره ډک ژونداوعالي م ام ته رارسېدلی یم!... که څنګه؟
اوپوښتونکي سترګې یې بصیرنکته دان ته ونیولې.موږ چې دظاهردې ((زورور))تعبیریومخ حیران کړي وو،په تعجب یوبل ته وکتل هیڅ موونه ویل.خوبصیرنکته دان یې لکه چې بیاهم چندان نه و قانع کړی.هماغسي په فکرونوکې ډوب یې سرورته وخوځاوه ویې ویل :
- په ظاهره یې دامانا هم کېدای شي.خو زما په فکر،خبره تردې ډېره ژوره ده.
بیا یې له ظاهرڅخه وغوښتل چې یوبل شعرهم ورته واوروي.خوظاهرپاڼه ماته راکړه، راڅخه ویې غوښتل چې زه یوشعر ترې ولولم.ماهم غاړه تازه کړه یوبل شعرمې له پاڼې څخه ورته واوراوه.خودهماغه لومړۍ مصرع په لوستلومې دنکته دان خلق ورتنګ کړ.قارجن یې پاڼه راڅخه واخیسته ویې ویل :
- پرېږده پرېږده کاکا؟!...ته اوشعرویل!. داڅه عریضه خونه ده چې داسې بې روحه بې احساسه یې لولې؟... داشعردی ،شعر!باید دشعرپه ډول یې ووایې نه دعریضې غوندي!.
اوپخپله یې له پاڼې څخه پخپل خاص اندازیوشعرموږ ته ترې ولوست :
                 ((یا!...نګا!...رینا،من وتو...عاشق شیدابوده ام!
                 ګرنه وی آآشتی،دروازه را...بریان کنم!
                 خنده کرده! خنده ک ده... پشت کوه،اندااختم!))
نکته دان لاهماغسي ځیرځیرپاڼې ته کتل چې ظاهرله ماڅخه وغوښتل چې دشعرماناورته واو وم.ماهم دظاهرڅوشېبې مخکې راښودلې ماناپیل کړه ،ومې ویل:
- زماپه فکر شاعردلته له خپل معشوق څخه دهجران اوبې تون له درده نالېږي.معشوق ترې خپه دی،دی ددې خپګان زغم نورنه شي کولی اوورته وايي : ((یانګارینا))،ماناای زم انګارینا((من وتوعاشق شیدابوده ام))،یاني زه اوته پریوبل باندې مین اوپه یوبل پسې لېوني یو...
خودلته دظاهردم خکینۍ لارښوونې سره سم ناببره ټپ ودرېدم حیران مې وویل :
- هن؟...((بوده ام؟))،پوه نه شوم... ولې ((بوده ام؟))ولې نه وایي چې ((بوده ایم؟))
سرګردانه مې ظاهرته وکتل ومې پوښتل :
- ته څه پکې وایې ها؟...زه خووایم چې دلته املايي غ طي پېښه شوې.اصلاً به دا((بوده ایم))وي،نه ((بوده ام))که څنګه ؟ خوظاهرمغروره شان وموسل ویې ویل :
- نه نه ،هیڅ املايي غلطي نه ده پېښه.هماغه ((بوده ام))صحیح دی .
اوپه یوه لامغروره لهجه یې پرې ورزیاته کړه :
- اصلي خبره هم په همدې کې ده.شاعردلته په قصده وايي چې ((بوده ام))نه((بوده ایم)).ته ځه وړاندې ځه.
ماهم ظاهرته سروخوځاوه وړاندې پسې لاړم:
- - هونو،شاعردلته خپل معشوق ته وايي چې یانګارینا،مانا یا نګارینا،من وتو عاشق شیدا بوده ام ،یانې زه اوته پریوبل سخت مین اوپریوبل باندې شیدا یو.خو اوس چې ته راڅخه خپه یې اوزه دې په فراق کې یوازې پرې ایښی یم،نوواوره چې ((ګرنشوی آشتی))یاني که بېرته راسره پحلا نه شې،نو((دروازه رابریان کنم!))مانا ستا دهجران له غمه به یوداسې سورآه له خولې وباسم چې دلمبې په تاوبه یې دغه دروازه چې اوس زما اوستا ترمنځ خنډ،اوزما اوستا دبې تون سبب ده،دابه ((بریان کنم))یاني وبه یې سوځم،لولپه به یې کړم.او په دا بله مصرع کې بیا خپل نګارینا ته دخپلې وفادارۍ ثبوت وړاندې کوي اوورته وایي چې ((خنده کرده،خنده کرده پشت کوه انداختم))مانا ای زما نګارینا ته پرم ادڅه داسې خام مین ګومان ونه کړې چې ستا پرسر مې هیڅ په غاړه نه وي اخیستي .نه نه ،زه ستا هغه قلندر اوشیدا مین یم چې ستا دمینې په خاطر مې د دنیا ټولې ښادۍ ،ددنیا ټول نعمتونه ((خنده کرده خنده کرده))مانا په خندا خندا او په ورین تندي((پشت کوه انداختم)) یاني ایسته مې دقربانۍ اوفدارکارۍ دلوړو غرونوشاته وغورځول .
چې راخلاص شوم،ظاه له رضایته په ډکه لهجه وویل :
- ډېرښه،ډېرښه ...بیخې سمه مانا دې وایسته.زه هم کټ مټ په همدې عقیده یم.
بیا یې دې نوروته پوښتونکې سترګې ورواړولې چې مانا تاسي څه پکې وایاست؟هغوی چې هسې هم داټوله موده دظاهردمخکیني دستورله مخې دتايید سرونه راته خوځولي وو،اوس هم په یوه سلاټولې خبرې راسره ومنلې .خویوازې بصیرنکته دان داسې په اسانه د راضي کېدو نه و.هغه خبره تردې ډېره لویه بلله .اودا کټ مټ هغه څه و چې ظاهریې داورېدو تمه لرله.نکته دان په دې شع کې آن دیوه پیاوړي فلسفي – تصوفي اړخ څرک لالګولی و .هماغه و چې له منته په ډک نظریې موږ ته راوکتل ،ویې ویل:
-زه نه پوهېږم چې داتاسي ولې هر وخت اوهرشي ته په مازي سطحي نظرګورئ؟ ولې دمسایلو عمق ته نه متوجه کېږئ؟... ښکاره ده چې په عادي نظر له دې شعرڅخه دا مانا اخیستل کېدای شي.خودلته خبره نوره ده.دې شعرته بایدپه ژور نظروکتل شي،ځکه دلته خبره د((حقیقي عشق))ده نه د((مجازي عشق!)).
اوله لنډې ساه نیولووروسته په هماغه انداز وړاندې پسې لاړ:
- تاسي ټول وینئ چې دلته شاعرپه ډاګه وايي :((عاشق شیدا بوده ام))نه ((عاشق شیدا بوده ایم))... پوهېږئ چې دا ولې ؟
اوخپله یې دخپلې پوښتنې په ځواب کې وویل :
-په دې خاطر چې دلته شاعردخپل عشق دکمال انتهاموږ ته راښيي.اودعشق دکمال دا انتهايي حالت یوازې په ((حقیقي عشق!)) کې ترلاسه کېدای شي،نه په ((مجازي عشق)) کې.له همدې کبله زه تاسي ټو وته په پوره یقین سره وایم چې دا شعر،په شعرکې د((حقیقي عشق))بیان کوي نه د((هسي خوشې مجازي مینې)). شاعردلته به کامل جرات دځان اومعشوق دیووالي خبرې کوي،ولې؟... په دې خاطر چې شاعرپه عشق کې خپل معشوق ته دومره ورنیژدې شوی چې اصلاً خپل وجوددمعشوق په وجود کې حل شوی ویني .ځکه خونوهم له هغه سره په یوه وجوددبدلېدو خبرې کوي، وايي ((بوده ام!))نه ((بوده ایم)) او دا ،دعشق دکمال انتهايي حالت دی چې یوازې په حقیقي عشق کې دکوم بختور په برخه کېږي... خو دا دتېروخت خبرې وې .اوس خبره بل ډول ده.اوس شاعرله خپل معشوق څخه دفراق اوهجران په حالت کې دی ،اوس شاعردمعشوق دبېلتون له درده نالېږي،اوس له ده څخه دهغه دخپګان خبرې کوي .اوهمدې دبېلتون غم دی دومره په تنګ کړی ،دومره یې د ده زغم ورخوړلی چې په لوړ آواز چیغې وهي چې((ګرنه شوي آشتي))مانا که بېرته راسره پحلا نه شې نو((دروازه رابریان کنم)).دروازه دلته دخنډ سمبول دی چې په ډېرظریف ډول کارول شوی.بریان کنم هم دله منځه وړلولپاره ډېره ښکلې دتعمق وړاستعاره ده.پوهېږئ چې شاعردلته ولې د((بریان کنم))استعاره کارولې؟... سره له دې چې دی ښه پوهېږي چې دروازه سړی م اتولی شي،دړې وړې کولی یې شي،خو بریان کولی یې نه شي ،ها؟... په دې خاطرچې شاعردلته په ضمني ډول خپل ((آه))ته اشاره کوي.دخپل آه داور زور اوتاو ته اشاره کوي .سره له دې چې د((آه))لوز یې نه دی کارولی خود((بریان کنم))په لوز کې همدا د(آه))لوزاودهغه داور دزور اوتاوخبره په ضمني ډول پخپله نغښتې ده،اوهمدا د((آه))ضمني وجودد ((بریان کنم))استعا ې ته خپله خاصه مانا اومفهوم وربخښي .ځکه خو نوورته وايي چې زما اوستا ترمنځ پراته خنډونه به ټول په یوه آه سره بریان کنم،مانا ترهغوبه په کراره کښېننم،څو بېرته له تاسره یوځای شوی نه یم.چې په دې ډول اوس ددې شعریوبل حساس اړخ ته هم راځواوهغه ،لکه مخکې چې مې هم اشاره ورته وکړه ،په دې شعرکې پټ نغښتی هغه ژور فلسفي – تصوفي ټکی دی چې په سطحي نظرورکتویې نه شې لېدای ،خوکه لږورته ځیرشې...
بصیردا وویل ناببره چوپ شو.څوشېبې خدازده دکوموژوروفک ونوتل ته لاړ،خووروسته له هغه یې بېرته سرراپورته کړپه متفکره لهجه ،لکه یواستادچې شاګردانوته ږغېږي،بېرته په خبروسرشو:
- تاسي ته مالومه ده چې بنیادم دخپل پیدایښت له هماغې لومړۍ شېبې څخه سرګردانه اولالهانده دی.اودا سرګرداني اونارامتیادژوندترپایه لاس نه ترې اخلي.مدام یې لټوته هڅوي،یوه شېبه یې په کراره نه پرېږ دي،شپه ورځ یې په منډوترړوکې پرې تېروي.خودې چې هرڅه هڅې اوهاندونه وکړي،هرڅومره منډې ترړې وکړي،بیاهم هیچرې اوهیڅوخت دزړه سکون نه شي موندلی.ښه نواوس پوښتنه داده چې دابینادم ولې داسې سرګردانه اونارامه دی ؟څه شی ترې ورک دي چې داسې یې له ده څخه آرام اوسکون وړی دی ؟څه شی لټوي؟چېرې اوپه څه خاطریې لټوي؟اوبالاخره څه وخت اوڅنګه به دخپل زړه سکون بېرته ورپه برخه شي؟دا هغه پوښتنې دي چې دبشریت له آلومړي سره یې بیا دا تردا اوسه دنړۍ ډې پوهان اوفیلسوفان په ځان مشغول کړي دي. بس هرچآ دخپلې پوهې اوتوان په اندازه دهغوی دځوابولوهڅه کړې خوداسې برېښي چې دهغوی بشپړاوکره ځواب تراوسه هیچا نه دی موندلی .ځکه خونوهم دومره ډېربېلابېل فکري-فلسفي مکتبونه دمځکې پرمخ ته هریویې خپل مخالفین اوپلویان لري،هریویې پخپل ډول اوګومان دپورتنیوپوښتنودځوابولوهڅه کوي.یوددې فکري-ف سفي مکتبونوله ډلې څخه هغه مکتب دی چې په یوډول فلسفي-تصوفي تعبیرپاسنیوپوښتنوته ځواب وايي .ددې مکتب پلویان په دې عقیده دي چې بنیادم ترخپل پیدایښت دمخه له خپل ((اصل))سره ،چې دی یې خپل محبوب اومعشوق یا دلته نګارینا بو ي،واصل اویوځای و،اودهغه په وصل کې یې ارام اوخوشاله ژوندکاوه.خودخپل پیدایښت یا زېږېدنې په وجه له خپل اصل څ خه ،له خپل معشوق یا نګاریناڅخه رابېل کړای شواوپه دې ډول یې په حقیقت کې دمځکې پرمخ ټول ژونددفراق اوهجران په ح الت کې تېرېږي.له همدې امله یې ټول ژوندنارامه اوسرګردانه دی.له همدې امله ټول عمردفراق اوبېلتون له غمه نالېږي. ه همدې امله یې ټول ژوندپه لټو،منډوترړو،هڅواوهاندونوکې تېرېږي.که ګوندي په دې ډول په یونه یوډول دخپل غم پام په غلطه کړي خو ترهغوبه بېرته په کراره نه شي څوبېرته له خپل اصل سره ،له خپل نګارینا سره یوځای شوی نه وي ...اوپه همدې شعرکې شاعردبشریت دغه پوخ اواساسي ټکی موږته بیانوي.هغه هم په داسې پیاوړي انداز چې هم یې شعرله بې شمېره هنري-ادبي ښېګڼوډک دی ،هم یوستراوژورفلسفي –تصوفي ځواک پکې شته.
نکته دان دا وویل،بیا یې نېغ زموږ حی انوسترګوته راوکتل ویې ویل :
-وینئ چې مازي په لږ ژورنظردې شعرته کتلوپه هغه کې پراته دومره ډېرپټ مفاهیم اوکمالونه رابرسېره کړل.اوس نوتاسي پخپله ووایاست چې که په لا ډېر دقیق نظروڅېړل شي نوخدازده څومره خبرې اوښېګڼې به لانورې پکې نغښتې وي .
موږ دغسي منګ هغه ته ورکتل،سوڼ موهم له خولې نه خوت،دې بصیرنکته دان خدای شته دشعرداسې پخه ماناراوایسته ،دومره ادبي-هنري ښېګڼې یې پکې وموندلې چې لنډه شېبه یې آن موږته لا شک راواچاوه چې سړیه داشعرونه به رښتیا هم همداسې پاخه اوپیاوړي وي ، هسي موږ به نه یوپرې پوهېدلي .خوله ښه مرغه دې شکمن حالت ېردوام ونه کړ.ځکه موږ ته هم دهغو لیکونکی رامالوم و،هم له هغوی څخه دلیکلوموخه اومقصد.له همدې امله مودغسي په شوق دنکته دان خبروته غوږنیولی و،هرڅوشېبې پس به مونرم موسېدونکي حضرت نورڅرګند ته هم وروکتل چې تریوتندی پرخپل ځای ناست له قاره سره تاوپېچ کېده.خوله ښه مرغه یې نه د څه ویلواجازه درلوده ،نه دشکایت کولو.کنې دوخته به یې لاټولې خبرې راخرابې کړې وې.نکته دان څوشېبې نورهم همداسې د((شعرونو))په ستایلووګړېده،بیایې خپله دپاڼې یویو(( عر))په لوړږغ ولوست اودهریوه په لوستلودشوق اوخوند خدازده کوم کوم جهان ته لاړ.
عجیبه یې لا داچې پردې شع ونوباندې د ورزیات شوي هغه رښتوني شاعرشعریې هم پکې ونه پېژاند،اوپه دې ډول یې ټول دیوه شاعرشعرونه وګڼل .چې اخلاص شو،ظاهرخوشاله موږ ته سترګه ووهله ترې ویې پوښتل :
-څه پکې وايي نکته دان صاحب؟...یاني ستا په نظرپاخه عرونه دي؟
نکته دان پرې وروغورېد:
-پاخه شعرونه ؟وایم شاهکاردي،شاهکار!
ظاهرلکه همدا ځواب چې له خدایه غواړي موزي موسکا پرشونډوڅرګند ته اشاره وکړه ویې ویل :
-زه هم په همدې عقیده یم،خوداڅرګندصاحب یې نه راسره مني...

بصیرله ملنډوپه ډک انداز پکې ورولوېد:
- -اخ،((څرګندصاحب!))... هغه دداسې شعرونوپه قدرڅه پوهېږي
ح ضرت نورترژبې لاندې څه وډونګېد خو نکته دان څه ویلوته پرې نه ښودخپله وړاندې پسې لاړ.
-ددې شعرونوپه باب نورڅه ویلوته حاجت نشته.بس شهکارشعرونه دي.اوزه،تاسي ټولوته په پوره یقین سره وایم چې دحضرت بېدل صاحب له وخته مې بیاتردااوسه دهیچاداسې پوخ شعرنه دی لوستی.له همدې امله هم په بشپړویاړدرته وایم چې داسړی څه داسې خوشي شاع نه دی،دا زموږ دزمانې بېدل دی.معاصربېدل!...اوموږټول نېکمرغه یوچې دداسې سترشخصیت په زمانه کې ژوندکوو.
له دې سره موږټولوظاهرته وکتل چې خوله یې له ډېرې خوښۍ دغسي جینګه پاتې وه اودنکته دان له هرې ستاینې یې من من غوښې اخیستې.
بصیرنکته دان څونورې شېبې هم د((معاصربېدل))په ستاینوکې تېرې کړې،بیا یې له ظاهرڅخه وپوښتل چې دی هغه خصاً پېژني که نه؟ اوچې ظاهرورته ((هو))کړه،نوپه کلکه یې ترې وغوښتل چې دی یې هم حضورته ورولي.خوچې ده هرڅومره خ ي پلي وکړې ظاهرورسره ونه منله.ورته ویې ویل چې دادخدای بنده یوفقیرمزاجه اوانزواپسنده سړی دی .بس یوازې په خپله معنوي دنیا کې ډوب اوسي،نه له دنیوي کارونوسره څه غرض لري،نه هم له چاسره لیده کاته غواړي .آن ده ته یې لا یوازې په دې شرط دخپل ((کلام!))نمونه ورکړه چې نوم اوځای ځایګی یې چاته ورونه ښیي .نکته دان څوشېبې نورهم زموږ دهمدې ((معاصر بېدل))حضورته دهغه پروروستلوتېنګاروکړخوچې څه یې ترې ترلاسه نه کړل نو په کلکه یې له ظاهرڅخه وغوښتل چې ږ ترلږه د ده ژوراحترامات اوارادت خو هغه ته ورسوي.پاتې شوه ددې((معاصربېدل))لټه، هغه به بصیرنکته دان په خپله له همدې شېبې جاري وساتي .
ظاهرهم ددې کاردکولوژمنه وکړه.په دې ډول زموږ مجلس ختم اودظاهراوڅرګند صاحب ترمنځ جنجال حل شو.
خوزه یقین لرم چې که بصیرنکته دان دغه اوس هم ژوندی وي،نوپه یونه یوډول به تردا اوسه هم زموږ ((معاصربېدل))لټوي.

لفبرا- انګلیستان
د دوه زرم ع کال د جون اتلسمه
 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery