مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-17   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

دنوبل جايزه

زرلښته حفيظ

دنوبل جايزه
 کيسه ويونکۍ ډورا کاژول  

 ژباړه زر ښته حفيظ

ګرانو لوستونکو:- تاسی پوهيږئ چې د نو بل جايزه چا ته ور کول کيږي هو هغه چا ته چې د سولېراوستلو په بر خه کې يي ډير کار کړی وي او د خپل ښه خد متونو په بدل کې يي دزرګونو انسانانو زړونه يي لاس ته را وړی و ي  راشئ په دې هکله يوه خوږه کيسه د ډورا کاژول نه واورو.

 څلورنوي کلنه ډورا کاوژل يوه جرمنۍ ښځه ده چې کلونه پخواددويمې نړيوالۍ جګړۍ په نتيجه کې د خپل کور او هيواد څخه کاناډا ته د سوله يز ژوند په موخه پناه اخستې ده د هغه لومړني ليدنه د هغه د ميړه سره ډيره رومانتيکه کيسه لري ډورا د خپل وطن د هسکو غرونو لمنو کې دخپل نوي پپيغلتوب  خواږه لحظو نه ډيره په زړه پورې خاطرې لري چې د هغه خوږو کيسو نه هم يوه  د هغه مينه او واده د ه هغه داسې وايي زما د نوې پيغلتوب د مغرورې زمانې مستې شيبې وی چې ما (امندو )د خپل هيواد د غرنولمنو کې و يد چې دا يوه  پسرلنۍ ورځ وه

هغه وايي پسرلۍ وه غرونه تک شنه او ارغواني ګلانو سره پوخل شوې ول د پسرلي په ورخو کې معمولن سيلانيان غرونو ته راځي  او زمونږ کور هم د غره په لمنه کې وه

ما امندو د پسرلۍ په سر کې په داسې حال کې چې  په اس  سپور زما خواته راغی  وليد د اس نه ښکته شو او مانه يي د څکلو اوبه وغوښت واج خو دا و چې ما به ورته د ميلمه پالنۍ له مخې يو ګيلاس واين ور کړی واې خو ما له ځان سره سوچ وکړ چې راشه اوبه ورکړه هغه مسافر دې خداې به خوشحال شي شراب کې به څه خير وي نو ما ورته د اوبو لوښې کې رڼی يښی اوبه ور کړه  دی چې دا اوبه يې وليد حيران شوماته په خندا شو اوبه يې وڅکل او دومره يي راته وويل چې بله ورځ به بيا راځي ماورته په ورين تندې هر کلې وويل چې هرکله راشئ

بله ورځ راغی زما دپلار سره زما د واده خبرې وکړی پلار  او مور مې له مانه مشوره و غوښتل په دې توګه کلونه کيږي چې مونږ په ډيره مينه ژوند تيروو د واده ثمر مو دوه زامن دي خو کله ک ه زه ورته وخاندم چې  زامن دی تا ډ يرښه ساتي او پری ګرانه يې راته خاندې او وايي چې همداسې ښه مې روزلي دي او ښه مې ساتلي ول

اوس ډورا ډيره زړه ده دکورغړي ورته نيا وايي دا ځکه چې مسيان او کړوسي لری ډورا ليکواله وه خو اوس يې په ګوتو کې د قلم د اخيستلو شيمه نه ده پاتې او کم زوري لاسونه يې د لوې او درانده کتابونو په لاس نيولو توان نلري خو سپک کتاب د چشمو په کمک لوستلې شي ډورا په ځوانۍ کې ډيره ښايسته وه ما د هغه عکسونه د هغه د تصويرونو په البوم کې ليدلې ده زه اکثرن ډورا سره د ليدلو ليواله يمه هغه ډيره مهربانه ده د هغه د مخ په ګونځو کې د زمانې د نا خواو ډيرې کيسې لوستل کيږي کله کله زه ګورمه چې ډير خلک واړه او زاړه د ډورا ليدلو ته راځي او ګيډۍ ګيدۍ ګلان ورته راوړي يوه ورځ مې ورته وويل زه فکر کومه چې په ډيرو ګرانه يې ځکه ستا ليدو ته ډير خلک راځي هغه په ښه جرعت راته وويل زما په نظر فکر کوم چې چا سره مې بد نه دي کړې په دغه شيبه کې مې په لوړ اوازو وويل واو او بيا هغه هم د خندا مل شوه هغه څلور نوي کلنه ده خو لا عقل يې پر ځاې ده  

کله چې ډورا و ګورې نو په ورين تندې په يوه خوږه مسکا به درته هر کلې ووايي او ماته زما نوم په انګليش

 کې طلايي لښته يا د ( زرولښته) وايې

نن زه کارته نه وم تللې زما روخصتي ورځ وه  خپله د خوب کوټه کې مې کتاب لوستيله چې د تيليفون شرنګې و شرنګيد  زړه نا زړه مې تيلفون اوچت کړلو يوه نرۍ اوازلکه د ماشوم  مې تر غوږ شو چې په انګليش کې راته وويل د زرو لښته سهار دی په خير!

 او بيا لږ غلې شو اواز اشنا وو خو نه پوهيدوم دا به څوک وي ځواب مې وويل بيا يي په خبرو پيل وکړل وويل زه ډورا کاژول خبرې کوم هاهاها

 ځواب :-ښه نيا تاسې ياست!

ډورا:-هو

ورا:-په څه بوخته يې ؟

ځواب:- د سولۍ په لټون کې يمه کتابونه ګورمه

ډورا:-هاهاها ماته چا وويل چې ته نن کارته نه يې ورغلې ؟

ځواب هو همداسې ده

ډورا:- که وخت لری د ورځې په جريان کې ما وګوره خو دا به راته وايي چې څه وخت؟

ځواب:- ښه سمه ده

ډورا:-نو چې سره و مو ليدل دسولې د لټون کيسه به هم درته وکړمه يو څو کتابونه به هم درکړمه  ډيره جالبه وه ما هم ور سره ومنل او وخت مې وټاکل کورته يې ورغلمه ډورا په ورين تندې اته  هر کلې وويل او ډيرې کيسی يې را سره وکړه هغې راته د سولې د لټون کيسه داسې وکړ "کله چې مادر تريسا ته دنړۍ د نوبل جايزه ورکړه شوه

نويو چا دهغه څخه پوښتنه وکړه چې مورې مونږ څنګه کولاې شو چې نړۍ کې سوله تا مين کړو نو مادر تريسا په ځواب کې ورته وويل  "لاړ شه کورته او خپل کورنې سره مينه وکړه خپل بچيانو او ښځه ته مينه ور کړه مينه دزړه پرتخته وليکه او دزړه په صندق کې دتل لپاره ځاې ور کړه او داسې بند کړه چې تل در سره اووسي خلکو س ه تل مخلص اوسه ته به تل بريالی يي مادرتريسا يوورځ کيسه وکړل چې  " يوه ورځ يوه ښځه په ژړا ماته راغې او ډير يي وژړل و ويل چې د هغه لور خپل بچيان او ميړه يي پرښې او د کورنه مرور وتلې دې بيل ژوند يې پيل کړيده  د ژوند نه داسې زړه تور شوې ده چې  حتا نه غواړي خپل مور وګوري نو ما ورته وويل چې ته په هغه ورځو باندې يوه کتنه وکړه کله چې ستا لور ماشومه وه څه يې خوخيده نوهغه

 ورته واخله بيله دې چې د بيرته اخيستو طمه ورنه وکړی  کورته ورته ويسه نو بيا ورته په طمه اوسه چې هغه څه کوې نو هغه ښځه دا يې ومنله ولاړله يوه ګيډۍ ګلان اوټوټه يې  واخيست خپل لور کورته ولاړ ه ورته په ميز يې کيښوده او بيرته ترې ستنه شوله  څو ورځې وروسته لوريې ورپسې راغله او ويې ويل مورې مورې زه تا سره مينه لرمه او تا غواړمه ستا مرستې ته اړتيا لرمه نو هغه وو چې په دې توګه هغه انجلې د خپل مور په مرسته خپل بچيان او ميړه سره پخلا شوه په يو کور کې د سولۍ په فضا کې سره ژوند پيل کړل نو سوله په ټولنه کې هغه وخت راتلای شي چې د کينې ځاې مينه او د نفرت ځاې محبت ونيسي او هم دې ته انسانان بايد پاملرنه وکړي چې  هرچا نه تيروتنه کيږي د تير وتنۍ ځواب عفه او بخل دی انسانان بايد په دې پو شي چې دجنګ پاې فقط او فقط سوله ده سوله د ټوپک په زور نشي راتلاې  او دا ورکه سوله به هغه وخت پيدا شي چې په ټولنه کې د دښمني ځاې مينه او د نفرت ځاې محبت ونسي نو هله به ورکه سوله پيدا شي پاې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery