مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-25   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نيوجرسي نه تر ګيزابه

ميرويس جلا زی

 نيوجرسي نه تر ګيزابه


لیکوال : ميرويس جلا زی
نيټه: د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ مياشتي دوهمه

"صبا د ګرينويچ په ګړۍ ۸ نيمې بجې ميشن لرم."
"خاورې د زما د نصيب په سر شې د هغه بل ځل ډار مې لا په زړه كې دی ."
 "هر شپه په خوب كې ډاريږم "
“Fuck this mission
“بلا دې په سر ي”
" جنرال روبين هم ډير ظالم ده"
"زه خو څه نارینه نه یم د امریکې نجلۍ یم دا همه ډیره ده چې ورته په دې سپیرو خاورو کې کار کوم"

تمارا لورنس له ځان سره ګډه وه ، لپ ټاپ كمپيوټر يې په غوښينو ورنو ايښې وو د خيمې لاندې په پوځې چپركټ يې شا ته تكيه كړې وه.
كله نا كله به د داې كندي ولایت  ګرم شمال د برګې برګې پوځې خيمې پ استيكې كړكې  په شګو وويشته،
قهر جنې دوړې به خيمه په خپله غيږ كې را تاو كړه ښاېې چې باد به هم د تمارا له ښايست نه خوند اخيست او مسخرې به یې ورسره کولي.
ژيړې اوږدې څڼې ، نري نري سره شونډان ، شنې شنې سترګې، او سپين م خ به د چا نه خوښيښږې ،
بې ځانه باد هم مين شوې ښكاریده.
باد خيمه ړپوله  د خيمې د ړپيدا غږ خو ويرونكی ښكارې
د امريكا د سمندرې ځواك د پلې قواوو د شپږمې لوا سرتېري خو هيله دا درې مياشتې كيږې چې افغانستان ته راغلي، هغه خو له دې خړو دښتو سره څه بلد ده د نيوجرسې ايالت كې پيدا شوې هملته را لوې شوې او ۲۲ كاله يې له عمر نه دې تير چې يې بيا عيسوې نصيب افغانستان ته راوړي ده.
تمارا دلته نه بيريږې خو چې کله  جګړې ته ځې ډيره وارخطا يې او په خپله ژبه درګرده كليمې وايې او دعاوې كوې.
د خيمه دروازه خلاصه سوه .
جيكسون هم د  همدې قطعې د دوهم ټولګې سرتيری دی.
پوځې رتبه يې كولنيل ده .
  " سلام ګرانې" 
 "څه كوې تمارا؟ "
د نن سهار ورځپاڼه دې لوستې ؟
واو ګاډ!
 ډير په زړه پورې خبر پكې راغلې وو!
تمارا :"د ورځپاڼو  مخ دې ورك سې"
كورنۍ ته مې خط ليكم ، تيره شپه مې خوب وليد چې مور مې په ترافېكې پيښه كې  .................
واو ګاډ .............
ټول افغانستان دې زما تر مور  جار وې............
 " ښا،راته ووايه چې په ورځپاڼه كې د څه ولیدل  "

ګوره  تمارا  د دفاع وزارت ويلې:په افغانستان كې سرتيرو ته تنخوا ګانې ور لوړوې  .......
كور ته به په ډكو جيبونو ځو
نايټ كلپ.........
د سیند غاړه...
جيكسون سوك  د خيمې په منځ كې د ده او د تمارا تر منځ په كوچنې ميز وټكاوه ....

  تمارا : ګوره جيكسون، دومره ډيري پيسې هم ښې نه وې
ته خو په پيسو مېن ېې
ګوره يوه پوښتنه لرم ؟
 “څه   ده؟  “
پيسې زما تر مينې ډيري درته ګرانې دې؟
 
“نه ليونۍ! “

جيكس راشه  ليږ وڅكه!
بير غواړي كه ويسكې دواړه شته !
جيكسونه زما په ياد دې چې تا به ويسكې ډير خوښول 
اصل ويسكې دې د هوايې قواو له بار څخه مې پرون ماښام راوړې!
جيكسون ! ته پوهيږې له كومې ورځې چې افغانستان ته راغلي يم  هر څه له حد ډير شوې.
تمارا د ويسكې د بوتل سر په وپوړيدلو لاسو  خلاص كړل په چرمې پوښ كې د اوسپنې پوښ شوې ګيلاس يې تر خولي له شرابو ډك كړ.
جيكسون د تمارا رپيدلو لاسو ته پام شو .
“داسې ښكارې چې تمارا ډير دې څكلې ؟ “
“څه وكړم ، دلته خو نيوجرسې نده  په دې هيواد كې خو له شرابو “او دلته له جګړې پرته بل څه نه پيدا كيږې “

جيكسون: له جګړې دې هدف څه ده ؟
تمارا: صبا نهنيمې بجې ميشن ته ځم !
دا ځل ډیره بیریږم"  “

تمارا  ژيړې څڼې تر غوږو واړو ې
نا څاپه   د كمپيوټر نه د ميسينجر آواز را پورته شو
تمارا د شرابو پياله په وارخطايۍ په ميز كيښوده
 (خدايه)“واو ګاډ “
 " پلار مې ده"
 " ريښتيا چې مور او پلار د اولاد په زړه خبر دې! "
 " دوې هم كه چې خبر شوې چې زه صبا ميشن ته ځم "
ګوره:هغه تير ځل چې زمونږ كنډك په هلمند كې وو د جون د مياشتې په ۶مه زمونږ م يشن وو
يوه شپه له عملياتو مخكې مې پلار او مور راته مسيج وكړ او بیا مي هغه شپه مې تر سهار له هغوې سره چت وكړ.
د تمارا او د پلار تر منځ به يې  څو ځله مسيجونه نه وو تبادله شوې چې نا څاپه  د كمپ د خطر زنګ وكړنګو   سو.
تمارا چې پوځې جامې ېې نيمې پر تن او نيمايې يې ویستلې وې ،په بيړه بيړه يې برګه پوځي  كورتۍ په تن كړه  ، كمر بند يې ټينګ كړ ،موزې يې پر پښو كړې.
په ګيلاس كې پاتې شراب يې په غاړه واړول  ،
د كټ سر ته ولاړه (ام ای سیکس ) ډوله وسله يې تر څنګ كړه، دواړه له خيمې را ووتل.
د هغوي د كمپ ټول سرتيرې له خپلو خيمو را وتلې ول.
د تمارا د خيمۍ تر څنګ په دنګه لکڼه په نصب شوي  لوډ سپيكر كې په سرتيرو غږ وشو چې نن شپه ټول د مځكې لاندي په م چو كې شپه تيره كړې ځكه كيداي شې طالبان په اډه توغندې وتوغوې.
دا او همداسي څو نوري خبري .
په پاي كې په لوډ سپيكر كې وياند  يوه استخباراتې شميره  ۲۲۳۰۹۸
ولوسته .
" په درناوې ډګرمن  ستيف هيډلې د دوهمې لوا د ۶ كنډك مرستيال  خوښ او بريالې اوسې. "

تمارا ټوله شپه له ويري په ويښه تيره كړه.
سهار شو  تمارا چې ساعت ته وكتل د ميشن( پوځي ماموریت) پيل ته څه كم يو ساعت پاتې وو.
تمارا په منډه منډه له ښمڅې را ووته او ځان يې خيمې ته ورساوه .
لپ تاپ همغسې د كټ په سر لګيدلي ايښې وو
د كمپيوتر پردې ته چې تمارا وكتل تر لسو ډير پيغام ونه (مسيجونه) راغلې وو .
" تمارا څه شوې؟"   
" چيرته يې ګرانې؟"
" تمارا نه غواړې خبرې وكړ؟"
" خوب وړې يې؟"
تمارا څو مسيجه ولوستل ،
ساعت ته چې يې وكتل پينځه كمې اته بجې وې.
په بيړه بيړه يې كمپيوټر  قاط كړ او په برګه برګه چيره كې چې دې به په خيمه كې ويښتان پې تړل تاو كړ د كټ د بالښت لاندې يې كړ.
 د ميز پر سر د ويسكې په بوتل یې سترګې ولګيدې غوښتل يې چې يو ګيلاس ترينه په سر واړوې خو د خيمې مخې ته د ولاړ جيپ موټر هارن دې ته پرينښوده چې ګيلاس ډك كړې
په منډه منډه له خيمې را ووته او په جيپ موټر كې سپره سوه.
د موټر چلونكې چې تور پلن مخ ، پيړ تور تور شونډان او سپين پلن غاښونه يې له ورايه ښكاريد په تمارا څه نا څه قهر ښكاريده .
ډرایور تما ا ته وویل:
 " دا خو څه ستا شخصي کور نده ، دا افغانستان ده ، دا د طالبانو او بن لاډن وطن ده، سر د خلاص کړه، هغوي به مونږ ووژني"  “

"  ژر شه چې كاروان د ګيزاب په لور حركت كوې ، ټول ستا  منتظر  دي او ډیره لاره په مخکې ده"
 
کاروان حرکت وکړه او له څو ساعتوته کږو وږو او کنډو کپرو لارو په تیریدو ب اخره ګیزاب ته ورسید.

عمليات پيل شول او د مازديګر له څلورو بجو مخكې د ګيزاب ډيري سيمې بې له ي كومې ستري ستونزې  د طالب جنګيالو له شتون پاكي شوي.
تمارا ډيره بيريدلې وه.
په ګيزاب ولسوالۍ كې د عملياتو پر محال د مخالفينو پاتې شويو مړو او د امريكاېي ټانكونو د ګوليو درندو آوازونو د هغې په سترګو کې یوه خاصه  ویره خپ ه کړي وه او په  غوږونو یې هم چندان نه اوریده.
د بدن د عطرو ښکلی بوی یې هم د باروتو بوی په ځان کې نغښتی وو.
تمارا په ژوند كې هم مړی نه وو ليدلی، كله چې به يې مړی په ټلويزيون كې وليدل نو سم د لاسه به يې سترګې پټې كړې اوچينل به ېې بدل كړ.

لا پینځللس دقيقې  پوره نه وي تيري  چې د عملياتو مشر په سرتيرو غږ وكړ چې كار پاې ته رسيدلی او د دې وار را رسيدلي چې د كمپ په لور حركت وكړو.
كاروان وتړل شو..
پوځيان په خامه څړك د اډې په لور روان ول.
كله به د شګو او خاورو داسې لويه دوړه را وپاڅيده چې مخامخ لار به نه ليدل كيده او كله به هم بيا رڼا مازديګر وو.
د كمپ او ګيزاب ولسوالۍ تر منځ په موټر كې د يو نيم ساعت لار وه.
د دښتې شګې د لمر وړانګو داسې ګرمې كړي وی چې د كاروان د موټرو د ټايرونو بوې لګيده.
تمارا ډيره خوشهاله په سوچونو كې ډوبه  ښكاريده ، خو كله به چې جيپ موټر د څړک کنډو کپرو وښوراوه  نو به ېې د اوسپنې خولۍ د موټر له چته ولګيده او د  يو لنډ مهالې درد احساس به يې وكړ.
تمارا  د خپلي د اوسپنېزې خولۍ تانګونه خلاص كړل او ترينه يې خپل په سره چيره تړلي ژيړ ويښتان چې خولو خوشته  پشته كړې وو را ويستل .
د موټر عقب نما آينه یې  ځان ته سمه كړه او سرې نرۍ نرۍ شونډي یې چې د ګيزاب دوړو هم سپيرې كړي وي ېوه په بله وزبيښلي.
بيرته يې خولۍ په سر كړه ځكه اجازه يې نلرله  چې كمپ ته له رسيدو مخكې خولې وباسې.
د څوكۍ په بالښت يې سر كيښود، څو شیبې به نه وي تیري چې نا څاپه درب شو.
له دې درب س ه  تمارا خپلي هيلې ټولې په اوبو لاهو كړې
د تمارا جيپ موټر په ماين وخوت
كاروان ودريد او سرتيري  په بيړه بيړه  د چاودنې د سيمي ګرد چاپېر را تاو شول
دوه جګ جګ  تور پوستې سرتيري له تذكرې سره د تمارا  م اين وهلې موټر ته را نژدې شول
له موټر تور لوګې خوت
نيماېې د مخې برخه يې ټوټې ټوټې شوې وه
 “ژر شې هلكانو بيړه وكړۍ! “
خو بيړه اوس بې فايده وه
د تمارا نری بدن په بم ټوټې ټوټې شوی وو
ژيړي څڼي او سره شونډان يې ټول په وينو لانده خوشته  وو
دواړه پښي یې پرې شوي وي
هغې خپل تنکۍ هیلي د ګیزاب په دښتو کې پریښودې او مړی یې د هغې ورځي په صبا په یوه پوځي چورلکه کې امریکې ته واستول شو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery