دخپریدو نیټه : 2008-07-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
لویه دانه
قاري محمد حسن اسير
رنګ يې ورو ورو ژېړېده خو مور ورباندي د شفقت غږ نه شو كولى ځكه پلار
يې ورته ويلي ول : شريفې لورې لكه دا خېټه دې ورځ په ورځ لوئږي هسې نه چې پټ دې .................ياره د شريفې مورې لور دي مع
ومه كړه وېرېږم چې شمله مې په ځمكه ونه لويږي لدې خبرې سره ولاړ شو جماعت ته لاړ . ماښام چې راستون شو مْرمنې يې و
ته وويل د شريفې پلاره جينكۍ رښتيا هم سمه نه ده څه غمه يې لا اوس وخوره كنه نو په افت به واوړې لوې يې داخبره واو
ېده له شرمه كوڼې ته ننوته په ژړا شوه له ځان سره يې دا ويل : خدايه ما ته مرګ راكړه ، خدايه ما يوه كړۍ هم ژوندۍ م
ه پرېږده ، خدايه مور اوپلار مې رانه خلاص كړه چې نور زما په لېدو كښته نه ګوري پلار يې ورته غوږ نيلى ؤ ناڅاپه
په شريفه ورښكاره شو له ډاره په خندا شوه راولاړه شوه پلارجانه ! څه خودي نه ويل ؟ پلار يې ورغبرګه كړه ماته پ
ار جان نه دښمن ووايه ، بې حيا نه شرمېږې ؟ بدبختې زه به درسره ګورم لور يې په ژړا شوه او ويل يې پلاره ما ووژنه
خداى ومنه ما ووژنه لدې سره يې پلار ورباندې د وهلو پيل وكړ ښه يې ووهله مور يې راغله ورنه خلاصه يې كړه او ورته
ويې ويل وه سړيه سبا يې چيرته بوزه ويې وژنه چي بيا به خلك پيغور دركوي لدې سره دواړه ورنه روان شول شريفه د پلار
وهلو دومره نه وه تنګه كړې لكه چې په ګېډه يې دردونه ول څو ورځې تېري شوې پلار يې هيڅ دوا درمل نه ورته راوړل تر دې
چې شريفه په ځمكه ولوېده او نوره نشواى پورته كېدى د كلې د ملك خان محمد اكا لورجان ګله چې د شريفې ديني خور وه د ش
يفې تپوس ته راغله كله چې يې ور ورخلاص كړ شريفې سمدلاسه په چېغو پيل وكړ هغې ورته وويل څه خبره ده چې دومره ژاړې
ريفې وويل : موراو پلار مې نه وژني او نه دوا راته راوړي ته وګوره خېټه مې څومره پړسېدلې ده هغې چې وكتله ډېره ورته
خپه شوه شريفې ته يې مخ كړ : خورې ماته ووايه دا ولې ؟ څه خو به نه وي شوي ؟ چاخوبه څه ................. هغې ووي قسم په
خداى چې له خپل پلار اومور پرته مې له چاسره په زوره خبر ي هم ندي كړې نه پوهيږم دغه يوولسمه مياشت ده چې
........................ هغې وويل ښه نو اوس څه بايد وشي ؟ شريفې وويل خورې له ماسره مرسته وكړه له پلار اومور سره مې رسۍ
اواخله او پټه مې د بركارېز په هغه د توت په ونه پورې راځوړنده كړئ زه ډېره په عذاب يم ماله تكليفه خلاصه كړئ جان
ګلې وويل نه خورې ستا دماغ خراب دى صبر چې ادې دې راشي زه ورسره خبرې كوم كله يې چې مور راغله جان ګلې وويل : مورې
داشريفه ولې داسي درنه پاتي ده اخير لوردي نه ده هغې وويل كه زمالور ولاى داسي به نه ول شوي چې دې بد مرغې كړي دي .
جان ګله : مګر هغه وايې قسم په خداى .................
د شريفې مور : ښه نوداولې داسي ده چي ورځ تر ورځي خرابيږي ؟ جانګله
ډېره هوښياره نجلۍ وه ويې ويل يو ځل يې د ولايت روغتون ته يوسۍ كه يې غلط كار كړى ؤ بيا ما محكمه كړئ او لدې سره كو
ته رخَت شوه
د شريفې مور يې داخبره پلارته وكړه هغه هم ليږ سوچ وكړ ښه ښځې صبا به يې بوځو خو والله دومره غوصه
مې ورته راځې چي همدا اوس يې مخ ته نشم كتلاي
مور يې وويل سړيه جان ګلې سم وويل سبابه زه هم درسره لاړه شم .
سبا د ولايت د روغتون ډاكټرانو وويل : كوم ژوندى جسم نه شته بلكه يوه لويه كتله يې په بدن كې ده او كه دا دوه
ورځې نه واي راغلي نو جنكۍ مړه كېده او اوس دي ژر عمليات شي .
كله چې ډاكټر له عمليات خانې راووت په لاس كې يې يوه
لويه سره ټوټه نيولې وه څه شو د شريفې پلار څه شو؟
هغه په ډېره وارخطايې وويل څه دي ډاكټر صيب ؟ هغه وويل زېرى
مې درباندې لور دي بچ شوه او ۴ څلور كيلوګرامه دانه ورنه په سم ډول رواوايستل شوه چې لااوس هم شريفه بې هوښه ده
او څلور بنځه ساعته وروسته به په هوښ راشي پلاريې له ډېري خوښي وژړل ډاكټر وويل ولي ژاړې شريني راكړه . هغه له
ريني وركولو سره وويل دامې وژله او مافكر كاوه چې بدلمني يې كړې ده خو بيا يې له ژړا سره غبرګه كړه اوه زما ۱۶ك
ني مظلومې لورې څومره ظلم وې درسره كاوه چې يوولس مياشتې مې دوا هم نه درباندي كوله خدايه ما وبخښې لدې سره د واټ
په لور روان شو . پاى