دخپریدو نیټه : 2008-07-31 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
عکس
رهنوردزریاب
رهنورد زرياب
ژباړه:صالح محمد صالح
عكس
اووه كلن وم، هره ورځ
به چې له لارې تېرېدم، نو يو سپينږيرى عكاس به مې ليده چې دېواله به يې ته نژدې په پياده رو كې خپله زړه كمره درولې
وه، خپله به هم پر ځمكه ناست و او په چورتونو كې به ډوب و. د هغه كمره يوې صندوقچې ته ورته وه چې درې اوږدې پښې يې د
لودې. يوې خوا ته يې يو سورى و چې هنداره ورباندې نښلول شوې وه، هغه وړكوټى سورى به تل په يو تور كاغذ چې خولۍ ته
ورته و، پوښل شوى و. د صندوقچې راسته خواته لستوڼي ته ورته ټوكر راځړوند و.
كله- كله به مې ليدل چې سپينږيرى
عكاس كار كوي، د چا عكس به يې اخيسته، پر دې مهال به هغه سړى چې عكس به يې اخيستل كېده، دېواله ته د راځړول شوې تورې
پردې مخې ته پرڅوكۍ كښېناست. سپينږيري عكاس به وړې كړكۍ ته سترګې ورنژدې كولې، د هندارې له سوري څخه به يې وړه خولۍ
ليرې كوله او پر دې مهال به يې هغه سړي ته ويل:
"سر دې څه لوړ ونيسه… لږ كښته… نه، لږ لوړ.. زما لاس ته وګوره،
همداسې واوسه".
ما به دغو ټولو كارونو ته په حيرانۍ سره كتل او له ځان سره مې ويل:
"په دې صندوقچه كې به څه
وي؟!"
هرڅه چورت چې به مې واهه، ځان ته به مې ځواب نه شو موندلاى.
څو شېبې وروسته به مې ليده چې سپينږيري به يو
وند كاغذ راكښه او پر دې كاغذ به د هغه سړي عكس ښكارېده، چې څو دقيقې مخكې د سورۍ لرونكې كړكۍ مخې ته ناست و. زه به
نور هم حيرانېدم.
يوه ورځ دغه عكاس ته ورغلم او ومې ويل:
"زما عكس اخلې؟"
هغه په خندا سره ځواب راكړ:
"ولې
نه".
- "څو غواړې؟"
- "نيمى وي وي، كه سرترپښو؟"
- "سر تر پښو".
- "يوه قطعه وي؟"
- "هو – يوه قطعه".
- "لس
افغانۍ".
تر هغې وروسته مې د خپلو پيسو په راټولولو پيل وكړ. غوښتل مې چې لس افغانۍ پوره كړم او خپل عكس واخلم. ډې
ې ورځې تېرې شوې چې ما دا پيسې پوره كړې. يوه ورځ مې ټوله ذخيره لسو افغانۍ ته ورسېده. افغانۍ مې په جېب كې واچولې او
سپينږيري عكاس ته لاړم، كله چې يې وليدم داسې ښكارېده لكه زما په تمه چې وي. ويې پوښتم:
- "راغلې؟".
پيسې مې وركړې
او ومې ويل:
- "لس افغانۍ دي".
پرته لـه دې چې ويې شمېري، جېب ته يې واچولې.
- "ښه، اوس راشه دلته ودرېږه".
د تورې
پردې مخې ته پر څوكۍ ودرېدم. د هندارې لرونكي سوري خولۍ يې ليرې كړه او خپله يې خپلې سترګې كړكۍ ته ورنژدې كړې، هغه
هندارې لرونكي سوري ته ځير شوم، په زړه كې مې شوق په څپو و، په ډېره سختۍ مې د خپلې خندا مخنيوى كولاى شو. ځان ته مې
ويل:
- "عكس مې اخيستل كېږي. زما عكس".
د سپينږيري عكاس غږ مې واورېد:
"چپې خوا ته وګوره... نه! ... لږ .... راسته
خوا ته ...لږ نورهم... بس!!"
لـه ځان سره مې سوچ كاوه چې دا عكس به مې څنګه وي؟
عكاس بيا وويل:
- "پښې دې لږې سره
نژدې كړه".
نوره مې د خپلې خندا مخنيوى نه شو كولاى. شونډې مې سره ليرې شوې.
عكاس وويل:
"مه خانده!".
شونډې مې
سره كښېكاږلې.
همداسې هنداره لرونكي سوري ته ځير شوم او په ډېره سختۍ مې د خپلې خندا مخنيوى كاوه. د عكاس غږ مې
واورېد.
- "ونه ښورې!".
د بُت په شان وچ ودرېدم، عكاس لـه كړكۍ څخه سترګې ليرې كړې او كړكۍ يې وتړله. هغه هنداره ل
ونكي سورى يې هم په هغې خولۍ پټ كړ او رانژدې شو، بيا يې سر تر پښو وكتلم او ويې ويل:
"ونه ښورې!"
د دې لپاره چې د
خندا ښه مخنيوى وكړم، نو شونډې مې نورې هم سره كښېكاږلې، عكاس توره خولۍ ليرې كړه، هنداره لرونكى سورى راښكاره
و. وروسته يې بېرته بند كړ او ويې ويل:
- "خلاص شو!".
هوسا شوم، نوره خندا نه راتله، يوازې د خپل عكس ليدو ته په
تلوسه كې وم.
عكس يې په يوه كاغذ كې راته وپېچه او رايې كړ. څو ګامه ليرې مې خلاص كړ، بېواكه مې وخندل. زه ومه. ټول
شيان زما وو. چپنه، وړه لنګوټه، څپلۍ. ځان ته مې كتل چې ولاړ وم، لنګوټه مې يوڅه پورته شوې وه او وېښتان مې ښكارېدل.
د سرتېرو (عسكرو) په شان نېغ ولاړ وم او شونډې مې داسې سره كښېكښلې وې چې ښكارېدل په زوره د خندا مخه نيسم.
په دې ح
ال كې مې په سترګو كې حيرانتيا په څپو وه. چپنه مې پر بدن اوږده ښكارېده، د څپليو څوكو مې هم خندوونكې بڼه درلوده،
بيا هم ځان راته ښه ښكاره شو.
عكس مې جېب ته واچاوه او ومې ځغستل چې خپلې مور ته يې وښيم.
په كور كې مې خپلې مور ته
وويل:
- "خپل عكس مې واخيست".
هغې وويل:
- "راكړه چې ويې ګورم".
لاس مې جېب ته كړ، زړه مې په زوره ودرزېده، رنګ
به مې هم الوتى و، ځكه عكس راڅخه كوم ځاى لوېدلى و، مور مې وپوښتلم:
- "ولې؟"
پرته لـه دې چې څه ووايم كوڅې ته مې م
نډه كړه، خپله لار مې څو وارې ولټوله، خو عكس مې پيدا نه كړ. كور ته راغلم او په ژړا مې پيل وكړ. وروسته مې ماما هم
راغى او ويې ويل:
- "هېڅ پروا نه لري ... زه به دې بل عكس واخلم."
مور مې سر راته ږمونځ كړ. نوي كالي يې راپه ځان كړ
. ماما مې تر لاس ونيولم. چې عكس مې واخلي. خو سپينږيري عكاس ته ورنغى. ويې ويل:
- "برقي عكس اخلو".
زه يې يوې
ښايستې عكسخانې ته بوتلم. زما عكس يې واخيست. ومې ليدل بيا هم زه ومه، خو دا عكس مې دومره خوښ نه شو، هېڅ خوند يې
نه درلود. هغه عكس مې چې ورك كړى و، هر وخت په زړه كې و.
وروسته، كلونه تېر شول، ډېر عكسونه مې واخيستل، هېڅ
يو هم راته د هغه لومړني عكس په شان په زړه پورى او ښكلى نه و.
كله چې د ښوونځي په وروستي ټولګي كې وم. يوه ورځ مې
په يوه مجله كې پر يوه عكس سترګې ولګېدې، ټكان مې وخوړ. زما عكس و. هماغه عكس چې ورك كړى مې و:
يو كوچنى هلك و چې د
سرتېرو په شان نېغ ولاړ و، چپنه ورباندې اوږده وه، وړه لنګوټه يې يوڅه اوچته شوې وه او تور وېښتان يې ښكارېدل. د څ
پليو څوكو يې خندوونكې بڼه درلوده. دې ماشوم خپلې شونډې سره كښېكښلې وې، چې د خپلې خندا مخنيوى وكړي. باړخوګان يې
پړسېدلي ښكارېدل او په سترګو كې يې يوه لويه حيرانتيا په څپو ښكارېده، خپل تېر وختونه مې وليدل.
خندا راغله. د
عكس لـه پاسه يې ليكلي وو: "د اوونۍ (هفتې) په زړه پورى عكس".
او تر عكس لاندې دا توري لوستل كېدل:
( يو خوشحاله
كليوال هلك)
او ناڅاپه مې په ذهن كې راوګرځېدل: هغه سپينږيرى عكاس به ژوندى وي، كه مړ؟