مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سترګې دې ډیرې ښکلې دي

سيدجيلاني جلان

د پاکستان له  پنډغالو نه مو  خپل  کلي ته کډه راستنه شوه. له غټ  شش پای موټر څخه مو د کور د سامانونو ښکته کول پیل کړل.  د کورنۍ ټول غړي په کار باندې مصروف وو.چې له نږدې  ګاونډه یو ښځه راغله . شکور چې په خیر سره مو کډه خپل  کورته  راستنه شوه.  روغ بړ  یې زمونږ  د کورنۍ   ټولو غړو سره و کړل.
شاه ته پسې دوې لوڼه راغلې چې یوه کوچنې او بله لږه څه لویه وه.   مور یې پرې غږ کړو هله  لوڼو د سامان په  ښکته کولو کې مرسته ورسره وکړﺉ .  کوچنۍ لور یې  مور ته وویل  .   مورې! مونږ راغلو  خو  څانګه  نه  راتله .  مور یې وویل .
تاسو کار کوﺉ هغه به هم راشي . د کور ټول سامانونه له موټره  ښکته شول او په کور ځای په ځای شول . چې ګورم  یوه  دنګه پیغله نجلۍ چې د چاي پتنوس یې پرسر دی راغله . مور ته یې غږ کړ ادې !  چای مې راوړو. مور یې وویل ورې ! ښه دې وکړل. او بیا پیغله نجلې راغله  زمونږ د کورنۍ غړو سره یې روغ بړ پیل کړل.  وار پر ما  راغی . زما مور ته یې وویل ترورې! دا زرغون دی؟

مور مې وویل . هو بچیه ! زرغون دی. نجلې وویل . څومره ستر شوی دی او زیاته یې کړه زرغونه ما پیژنې؟
ما وویل  والله  یاد نه راځې .  هغه وویل .خدای دې مړ کړه . زه  څانګه  یم  مونږ تاسو چې واړه وو . مازدیګر به د تاوده  تناره له غاړې چاپیره ناست وو . د دیوانو او  بلاګانو  کیسې  به مو کولې . ما بیا وویل والله مانه هیر دي .څانګې  زیاته کړه ګرم نه یې . ډیر کالونه وشول چې نه مودي سره لیدلي.
د ژوند شپې ورځې تیریدې پیغلې څانګې به چې کله زه په لار کې ولیدم . نو راته موسکۍ  به  شوه .  او ویل به یې . کله  نه  کله زمونږ  کورته  راځه  .مابه وویل .
والله  ښونځي  ته ځم  اوبیا  چې  راشم  د پټیو کارونه کوم .  هغه به وویل کله چې وزګار وې نو راځه. زما  به   هم در سره  ساعت  تیریږي.   ما به  چې هم کار نه درلوده نو د  څانګې  کور ته به  و غلم . څانګې  به راسره ډیره خوږه رویه کوله.
او ډیره به یې دا خبره کوله زرغونه په خدای چې راباندې ګران یې.
کله به یې زما لاسونه په خپلو لاسونو کې ونیول او ټینګول به یې او کله به یې زما د سر په  ویښتانو کې ګوتې  وهلې. کله به  یې لاس زما پر  اوږو  واچوو  په ځان پورې  به  کلک ونیولم.  خو زه لکه د چارسدې بیړه نه پوهیدم.  له عمر هم کم وم.
یوه ورځ چې د  سر ویښتان مې ښه غوړ کړي وو. سپینې  جامې  مې اغوستې وې
هغه د  چا په  اصطلاح  چې  ځان مې ښه  سنګارکړې وو د څانګې کورته ورغلم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery