مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-10   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نمره يي عينكي

عبدالقديم پتيال

نمره يي عينكي

ليكوال: عزيز نسين

ژباړن: عبدالقديم پتيال

لازمه وه چي د خپل ټول وجود معاينات وكړم. راتلونكى مي له دغي پاڼي سره تړلى و. په ترتيب سره مي دغه معاينه تر سره كړه او په ټولو كي سالم سلامت را ووتم. څرنګه چي پر خپلو سترګو مي ډېر باور درلودئ، نو مي د هغو معاينات آخر ته پرې ايښى و. د سترګو ډاكټر تر معاينې وروسته را ته وويل:

ستاسي ګزارش ليكم. يو ديوپتر وكړئ. يوه نسخه هم در ليكم او بايد سترګۍ (عينكي) وكړې. د دې جملې تر اروېدلو وروسته مي دنيا تر سترګو توره او تا يكه وايسېدله. د عمر برابر مي نو ګواكي سترګي معيوبي دي، له دې سره مي هغه خيالي دنيا چي يا به د داردانل د كښتيو كيپتان، يا د يوې دولتي ادارې رييس يم، سره ګډه وډه سوه. ما چي تر دې وړاندي په پنځه سوه متري كي د توري غوا پر شا كوچنى تور مچ ليدئ، داسي له كاره ولوېدم چي د ورځپاڼي غټ-غټ توري مي لا نه سواى ليدلاى. هر چا چي به و يدم په جواب كي به مي ورته ويل چي:

سترګي مي معيوبي دي.

ملګرو به راته ويل چي، ستا سترګي نه معيوبه كيږي.ما چي به د (ولي) پوښتنه ځني وكړه، نو ويل به يې چي معيوبي سترګي ليري شى نه سي ليدلاى، ته نږدې شى نه وينې. دا خبره ما يو وخت په ښوونځي كي هم اروېدلې وه، خو هېره مي وه.

ما د نو د ورځپاڼو لوستلو ته زور وركړ،خو هيڅ شى مي نه ليدئ، آن په درې قدمي كي مي غټ دېوال لا نه ليدئ، بايد عينكي مي رانيولي واى، خو له بده مرغه نسخه را څ خه وركه سوې وه، ځكه نو يوه بل د سترګو ډاكټر ته ولاړم، چي د سترګو معاينات وكړم. ډاكټر را ته وويل چي ستا سترګي جوړي تياري دي، هيڅ ستونزه نه لري.ډاكټر ته مي وويل چي دا څنګه امكان لري، يوه مياشت تر مخه مي معاينات وكړ، سترګي مي معيوبه وې او اوس تاسو واياست چي سم يم. ډاكټر ته درد ورغى، ول:

هر چا چي درته ويلي دي، بد يې كړي دي. زه هم د ډاكټر په خبرو قانع سو. اوس مي سترګو تر پخوا لا ښه ليدل كول، تر پنځه څلوېښت كلنۍ مي پوري بيا عينكي استعمال نه كړې. اووه، اته مياشتي تر مخه مي يو دوست مېلمه كړى و، راته ويې ويل چي ولي عينكي نه ايږدې؟، كه عينكي و نه كاروې، نو د سترګو ديد دي له منځه ځي او ړوند به سې. دوست چي مي دغه خبري راته كولې نو پر سترګو مي توره شپه سوه، نه مي ليري شى ليدئ او نه نږدې.

اوس به نو دوې خبري د خپل شخصي ژوند په اړه هم در ته وكړم. په ژوند كي مي په پټه توګه سره دوه شيان له خدايه غوښتي ول، يو د سر د ورېښتانو تويېدل او تندى را وتل او بل عينكي كول. دغه دوه شيان انسان روڼآندى ښيي، كه د قصاب شاګر هم وي، خو كله چي يې ورېښتان توى سول او عينكي يې وكړې، نو سيده دي پوهنتون ته ولاړ سي او نوم دي ثبت كړي. له دغو دوو غوښتنو څخه مي يوه هم تر سره نه سوه. اوه خدايه! كومه هيله مي تر اوسه تر سره سوې ده چي پاته دا سوه؟. كه مو پر ورېښتانو پوښتنه كړې واى، نو روځ په روځ ډېرېدل او قوي كېدل، خو د دې لپاره چي لږ تر لږه خلك وپوهېږي چي له ليكلو او لوستلو سره بلد يم، نو بيا د سترګو ډاكټر ته ولاړم. ډاكټر هم نسخه راكړه چي عينكي رانيسم. د نسخې مطابق مي عينكي رانيولې. كله چي مي سترګۍ(عينكي) وكړې، نو يو ډول د بېهوښۍ حالت راباندي راغلى او ګيچ سوم. ډېره بخښنه غواړم، بېله معطلۍ مي خواګرځى شروع سو، د ډېرو استفراقونو له لاسه داسي سوم لكه لړمون چي مي را وتلى وي. كله چي به مي عينكي ايسته كړې، نو شى مي نه ليدئ او چي عينكي به مي وكړې، نو نه يوازي چي شى مي نه ليدئ، بلكي خوا به مي هم ګرځېدله.

كله چي يو دوست پر دغه حال وليدم، نو د يوه بل اكټر پته يې راكړه چي ور سم. ډاكټر ته ولاړم، اول يې سترګي را معيانه كړې او بيا يې را ته وويل: كوم احمق دغه د عينكو نسخه در كړې ده؟، ستا سترګي معيوبي نه دي. ور ته ومي ويل چي نو څه شي دي؟، ويل يې چي هيپرمتروپ ديوپتري. بيا ولاړم او د نسخې مطابق مي عينكي رانيولې، له دې عينكو سره مي خوا نه ګرځېدله، مګر تر سترګو مي اوښكي راتلې، ول-ډول ژړا مي كوله، هغه وخت مي نو د زړه له جوشه ژړل. دغو عينكو يوازي د پاتا او جنازې په مراسمو كي په درد اته خوړله. بيا مي يو دوست راته وويل، چي وروره ړندېږې، يوه شخصي روغتون ته ولاړ سه، شخصي ډاكټر يو ډول وي او دولتي هغه بل رقم، په خصوصي روغتونونو كي ښه وسايل او امكانات موجود وي. په دې ډول نو د يوه شخصي روغتون پ وفېسور ته ولاړم، هغه ته مي خپل ټول تېر حال ووايه او هغه مي سترګي را معاينه كړې. پروفېسور ته مي د تيرو ډاكټ انو خبري وكړې، هغه ډېر عصباني سو او راته ويې ويل، چي ستا سترګي نه (ميوپ) دي، نه (هيپرمتروپ)، يوازي دي سترګي په (آستيګماستيزم) مبتلا سوي دي.

د ښاغلي پروفېسور د نسخې برابر مي عينكي واخيستلې. دا ډېري ښې عينكي وې، ټول شيان مي ډېر ښه ليدل، فقط مي اجسام او شيان پر خپلو ځايونو نه ليدل، دنيا را څخه لېري سوې وه. د كوټې دېوال چي لس كاله كېدل، پكښي كښېنستلى وم، اوس دېرش متره ليري را څخه تلئ، كله چي به مي غوښتل خپلو دوستانو ته لاس ور كړم، نو غير ممكن به و، چي غوښتل به مي خط وليكم، نو كاغذ به دوه متره را څخه ليري و، هر شى ډېر كوچنى را ته ښكارېدئ، چي رښتيا سي زه په زړه كي ډېر خوشاله وم، ځكه ټول شيان تر ما كوچني سوي ول، ټول شيان ښه او واضح ول، يوازي دونه و چي نه مي سواى كولاى چي ډوډۍ وخورم. د مېز تر شا چي به كښېنستلم، نو د ډوډۍ غاب به دوه متره لېري را څخه تلئ، په ګرمي ښورا پسي مي زاره چاودله، خو كله چي به مي كاچوغه ور وړله، نو را څخه لېري به سوه. اوس نو داسى سوى وم چي د كم ځواكۍ له لاسه پر لاري نه سواى تلاى، له ډوډۍ څخه ولوېدم. ملګرو تر لاس نيولى او بل ډاكټر ته يې بوتلم. دغه ښاغلي ډاكټر په امريكا كي زدكړي كړې وې. كله چي د سترګو معاينات تر سره سو، نو په ډېر درد يې را ته وويل:

دا كوم احمق او...دا عينكي در كړي دي، ده هم پر ځان د ډاكټر نوم ايښى دئ، ورسه محكمې ته شكايت وكړه. م ا ور ته وويل چي زه څه كاره يم چي دعوه ور سره وكړم، خداى دي يې خوار كړي.

دغه ډاكټر را ته وويل چي ستا استه سترګه يوه نيمه نمره او چپه هغه دي دوې نيمي نمرې (ديوپتري ميوپ) ده. نوي عينكي مي واخيستلې، دا ځل مي ټول يان چنګك غوندي او دو چنده ليدل.  د كورنۍ اووه غړي مي د څوارلسو كسانو په ډول ليدل، كله چي به مي د يوه انسان پښو ته كتل، نو دوې به راته څلور سوې او په هره پښه كي به مي لس-لس ګوتي ليدلې. له ډېره غمه لېونى كېدلم. فو اً بل ډاكټر ته ولاړم، ده هم په المان كي د زدكړي دوره تېره كړې وه، كله چي يې معاينه كړم، نو راته ويې ويل:

كوم احمق دغه عينكي در كړي دي؟، ما ول څه خبره ده؟، ويل يې چي ډېره سخته اشتباه يې كړې ده، زما چپه سترګه درې ديوپتري ميوپ آستيمګات او راسته هغه مي دوه نيم دوپتري هيپرومتروپ وه. د هغو عينكو تر ايښوولو وروسته مي نه په شپه نه په روځ شى ليدئ، هر څه راته تياره وه، ځكه نو له ناكامه بل ډاكټر ته ولاړم، هغه په تسمخر آميزه توګه وخندل او ويې ويل: كوم احمق او بېعقل دا نسخه در كړې ده؟. ستا سترګي هيڅ ستونزه نه لري، كاملاً جوړي دي.


ورته ومي ويل چي هيڅ شى نه وينم، هر څه راته تياره دي. ويل يې چي ستا سترګي يو ډول ناروغي لري او له همدې وجي هيڅ شى نه وينې. فوراً يې ګولۍ، د ويټامينو امپولونه او عينكي راكړې. له كومي روځي چي مي هغه عينكي كښېښوولې، هغه شيان چي به ډېر را څخه لېري ول اوس ډېر نږدې راته ښكارېدل. له كښتۍ څخه په ګاډۍ كي د سپرېدلو لپاره، لېري نه وه چي درياب ته ولوېږم، كښتۍ لا ګاډۍ ته نه وه رسېدلې چي ما غوښتل ګاډۍ ته ور وخېږم.

داسي د سترګو ډاكټر نه و پاته، چي زه دي نه يم ورغلى، كله به يوه ويل چي راسته سترګه دي ميوپ، چپه هغه دي هيپر متروپ، بل به د دې برعكس خبري راته كولې. يوه به ويل چي استيمګات ده، بل به ويل چي سترګو دي پرده راغلې ده. هغه ډاكټر چي راته ويل يې پر سترګو دي پرده راغلې ده، داسي عينكي راكړې چي ټوله دنيا شنه راته معلومېدله. د وروستي ځل لپاره چي مي عينكي كښېښوولې، نو ټول شيان كښته راته معلومېدل. هر شى به مي څلوېښت يا پنځوس سانتۍ لاندي تر پښو ليدئ، كله چي به مي پر مسطحه لاره ګام ايښووئ، يا به په زينو كي كښته كېدلم، نو هر څه به ډېر كښته را معلومېدل، تيار د اوښ په رقم به مي ګام پورته كاوه. كله چي به په زينو كي كښته كېدمه، نو بله زينه به دوه متره كښته راته معلومېدله. يوه روځ پر يوه واټ باندي ډېر سخت غوځار سوم، كله خلكو له ځمكي څخه را پورته كړم، نو نارې مي كړې چي: د خداى لپاره، عينكي مي څه سوې؟، عينكي يې را پيدا كړې او را يې كړې. چابك مي عينكي په سترګو كړې، (لا حول ولا) په ټول عمر كي مي سترګو دا ډول ښه ليدل نه ول كړي. ټول شيان پر خپل ځاى ول. عينكو ته مي وكتل چي هس نه په خطا كي مي د بل چا عينكي په ست ګو كړي وي، مګر خپلي عينكي مي وې، ډېر خوشال سوم، ځكه چي نور نو د ډاكټرانو له لاسه بېغمه سوى وم. اوس داسي سوى وم چي د ورځپاڼي كوچني توري مي لا ډېر ښه ليداى سواى، ډېر لېري خطونه مي ويلاى سواى. په داغسي خوشالۍ كي كور ته اغلم.

په كور كي يې را ته وويل چي د عينكو هنداري دي څه سوي دي؟، ورته ومي ويل چي ولي خيريت دئ؟، څه پېښ دي؟. عينكي مي له سترګو را ايسته كړې او ومي ليدل چي هنداري يې نسته. كله چي غوځار سوى وم، نو دواړي هنداري يې م اتي سوي وې. تر هغې روځي وروسته نو اوس بېله عينكو ډېر ښه ليدل كولاى سم.

پاى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery