دخپریدو نیټه : 2008-08-20 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
ناوخته تگ
اباسین زهیر
ناوخته تګ
ښه مي په ياد دي چي د دوشنبي ورځ وه كله چي سهار اته
بجي دفتر ته راغلم په رسپشن كي مي يو همكار مخي ته راغې او پرته له كومي بلي وينا يي په ډانګ پيلې ژبه راته وويل
چي بغلان كي واده دي ځو ،ماهم پرته له كوم سوچه دستي ورته وويل چي هو نور څوك ځي ،هغه راته وويل هغه څوك به ځان
سره يوسو چي موتر لري ،ماخپل يو بل همكار ورته ياد كړكله مو چه هغه ته زنګ وواهه هغه په يو پرګرام پسي چاريكار
ته تللي وو . زه د يوناما په پرګرام كي ناست ووم چي همكار مي راته له چاريكاره څخه تيليفون وكړ چي ځان در رسوم
او ځو ، كله چي د يوناما پرګرام پاي ته ورسيد ما هم په بيړه ځان دفترته ورساوه په څو دقيقو او په څو لنډو ك
ښو كي مي د يوناما خبر پاي ته ورساوه او په دې هيله وم چي كله هغه له چاريكاره راځي چي ولاړ شو ، دقيقي په
ساعتونو پسي تيريدي خو د هغه درك معلوم نشو ، زما د پوهنتون وخت شو پوهنتون ته ولاړم د ماښام په شپږو
پوهنتون پاي ته ورسيد ، له پوهنتون څخه زما وتل وو او د زنګ راتګ وو په زنګ كي راته وويل شول چي كورته
ولاړ نشي او ځان دفتر را ورساوه چي هغې له چاريكاره حركت كړي ، او ډير زر به را ورسيږي خو لنډه دا چه بيرته
وظيفي ته راغلم د ماښام اووه بجي وي . هغه چا سره چي واده ته تللو هغه د اوو بجو خبرونه وويل په اوو او ديرشو
دقيقو په موتر كي كيښناستو زمونږ تعداد اوو كسانو ته رسيده . د دفتر په مخكي يو تيل ټانګ وو دري دري سوه روپي م
و سره يوځاي كړي او څو څلوئښت ليتره تيل مو په موتر كي واچول او حركت پيل شو ، جالبه خبره خو دا ده چي زمونږ ډ
يور په يوه خپه ګوډ وو . خو ډير په سرعت سره يي د موتر ځغلول پيل كړ په څو دقيقو كي چشمي دوغ ته ورسيدو هلته لږ
څه تم شو يو څو دانې بولانې مو سره له شړمبو نوش جان كړل او بيا مو په حركت پيل وكړ ساعت ورسته د سالنګ په غرونو
كي زمونږ موتر ډير په سرعت سره ښي او چپ خواته ګرځيده را ګرځيده ، خاكي تونل چي څنګه پاي ته ورسيده همدلته يو
دوكان خلاص وو په لمړې ځل د موتر له دروازي څخه د سالنګ په درې كي بهر شوو دوكاندار سره ډير ښايسته الوبالو وو
يو پاكټ يي په پنځلسو روپيو پلوره ، ټولو يو يو پاكټ را واخيسته په دي پوه نشوم چي پيسي چا وركړي .تريو څه مزل
ورسته په موړ كي كله چي له ۳۰۳ موتر څخه مخكي شو دفعتآ موړ وو په دي وخت كي زمونږ د موتر سرعت د سلو او اتيا په
منځ كي وو ډريور په ګوډه خپه داسي يو بريك ونيوه چي د ماښام چوپتيا د ټايرونو په اواز سره ړنګه بنګه شوه . په
ژوند كي مي په لمړي ځل په ويښو سترګو مرګ وليد ځكه چي لاندي يو لوې ګړنګ او دي بل لاسه ته غر وو ، تر څو دقيقو پو
ي خو په هيچا كي د خبرو كولو وس نه ، موتروان هم ډير ستړي ښكاريده هغه سرعت او مزل يي ليك بريك ترې پاتي كړ نو
ير په مزه مزه يي مزل كاوه ، تر يو وخته پوري خو چا تر پوښتنه نه كوله چي ولي دومره ورو ورو ځي ، ناڅاپه يي موتر
د يو هوټل مخكي ته بريك كړ ټول كوز شو، څنګه چي د فزيك قانون دي چي په لوړه كي اواز صحي نه اوريدل كيږي مونږه هم
د يو بل خبري په صحي توګه نه اوريدي ، تر يوې لنډي مودي ورسته مو بيرته په حركت پيل كړ . په مونږ تقريبآ شپږو
كسانو په لمړي ځل دغه ولايت ته سفر كاوه ، دا به تاسو ته هم ښه مالومه وي چي په لمړې ځل يوځاي ته ځي نو لاره له حده
اوږده وې ، د شپي په دولسو او څلويښتو دقيقو خپل هدف ځاې ته ورسيدو ، درنو لوستونكو دلته غواړم چي يوه لنډه كتنه
زمونږ له راتګ څخه وړاندي د واده ډګر ته وكړم
په واده كي تر هر څه مهمم ډنګ او ډول وي هر واده كونكې هڅ
ه كوي چي تر خپلي وسي پوري د هيواد نامتو سندر غاړي واده را وبلي كوم واده ته چي مونږ هم راون وو په دي واده كي
هم د هيواد يو نامتو سندر غاړي رابلل شوي و ،يوه خبره د ياد وني وړ ده په كومه سيمه كي چي واده وو د واده
واله له كور څو ګامه اخوا د بغلان د والې كور وو ، په واده كي د شته خلكو د راپورونو له مخي د بغلان والې ددي
ترڅنګ چي د واده والو سره يي له نيم نه باندې دښمنې لرله ، سندر غاړې يي هم د سترګو تور نه و ، له مونږ څڅه وړاندې
هغه خلك چي واده ته تللي وو وايي دپوليسو څو موترې راغلي او وويل چي بنډار بند كړي چي والې صاحب ميلمانه لرې په
واده كي خلكو ورسره يو څه زوږ جوړ كړ او هغوۍ هم پرته له كوم بل كاره سندر غاړي له ځان سره يوړ او واده خلك يي د
غم ټغر ته كيښنول،مونږ چي كله واده ته ور ورسيدو نو د شپي پوره شل كم يوه بجه وه هغه يو متل دي چي وايي يو غم څه
وي چي يي بل د پاڅه راشي ، مونږ نو د واده والو لپاره جوړ غم وو خو لنډه داچه واده والو سره مو ملاقات وشو ، په
لمړې سر كي يي د ډوډي پوښتنه وكړه . مونږ له غيرته ورته وويل چي هو په چشمي دوغ كي مو ډوډي خوړلې ده، هغه هم ډير
ټينګ نشو او وويل چي راځي د واده نورو خلكو سره ملاقات وكړې . كله چي د واده د سيل ډګر ته ولاړو پخپله سندر غاړې
خو نه وو خو يوتن ولاړ وو چي د موسيقي له دو آلو سره يي په غربي سټيل كي سندري ويلي ،ښه كيښناستو نه پوهيږم چي
د شپي څو بجي وي خو له دوو سندرو ورسته چي يوه لنډه اوبله يي يو څه اندازه اوږده وه د ټنګ ټكور ميدان پاي ته و
سيد، مونږ لا پر خپلو ځايونو ناست ووچي يو تن په يوه كاسه كي نكريزي راوړي ،مونږ ټولو نه يي غوښتل
چي ګوتي سري كړو مونږ نه غوښتل چي د لاس په كومه برخه كي مو سري نښي ښكاره شي خو هغه په دري ژبه راته وويل
كه( ده پره ګير امدي ) ټولو په خپلو وړو ګوتو نكريزي پوري كړي چي تر دوو دريو دقيقو ورسته يي رنګ تګ سور وګرځيد .
يو كس راغي مونږ ته وويل چې كه دا چوكۍ پريږدي چي ټول يي كړو او تاسو هغه مخامخ ګوټي ته ولاړ شي . دوه دري دقيقي
ورسته ټول په ګوټه كي ناست وو، هلكانو ګرم محفل جوړ كړي وو خو زمونږ د ډلې كسانو سره يوه سودا دا وه چي دا شپه
به څنګه په ولږه تيرو يو متل دي چي وايي مار خوړلي ته خوب ورځي او وږي ته نه ، مونږ چي په كومه ګوټه كي ناست وو
دا د وادو واله ګاونډې وو ، اوبه مو ور څخه و غوښتل پس له نيم ساعته په يو جګ كې يي ښې يخي اوبه راوړي د سترګو
په رپ كي بيا په جګ كي څاڅكي اوبه نه وي ، تر يو ساعته پوري چي په دغه ګوټه كي كيښناستو زړونه مو تنګ شول و م
وغوښتل له چا سره چي راغليو د هغوي كورته ولاړ شو ، ځكه چي هغه ويلي وو چي زه يو ځل خپله مور ګورم مونږ وويل چي
څه اوس څه صبا خپله مور دي وګوري ، مونږ لا پدي خبرو ګرم وو چي واده واله راغي او وويل چي زه له تاسونه ډير
زياته خپه يم تاسو ډوډي نه ده خوړلي او ماته مو وويل چي خوړلې مو ده اوس هر څه مي تيار كړي هغه و خوري بيا چي
چيري ځي ولاړ شي .يو متل دي چي وايي ړوند له خدايه څه غواړې دوه سترګي ، ايله مو په زړونو كي خوښي څرګنده شوه ،
تر پنځو دقيقو ورسته د واده له كوره د اوو ځوانانو لپاره چي په اخرې اندازه يي ګيډي تشي وي پرته د لاس د پرمينځ
و د اوبو ، پرته د څكلود اوبو، پرته له دسترخوانه ، پرته له وچي ډوډي يوه غورې وريجي راغلې خو مونږ په كربلا
دښتي كي پزې موندلې وو چيرته مو پريښوده خداي ج شاهد دي چي په اوله مړي كي پوه شوم چي وريجي لاس لاندي دي ځكه چي
هم يخي وي او هم يي ميده هډوكي درولودي ، خو تر يوي شيبئ ورسته په غورې د وريجو يوه دانه هم نه تر سترګو
كيده .تر ډوډي خوړلو ورسته مو پريكړه وكړه چي شپه همدلته تيرو ، شپه مو تيره كړه سهار په ډيرو ستونزو پنځه نيم
ي بجي له خوبه راپاڅيدو د واده والو سره د تر خداې پامانې ورسته د خپل ملګرې د كور په طرف روان شو ، پوره نيم
ساعت ورسته بيا د هغوي په كور كي ناست وو ، مونږ خو يو داچه ډير مزل كړي وو او بل دا چه له بيګا څخه وږو وو خپل
ملګري ته مو وويل چي هرڅنګه كيږي ډير زر چاې راوړه هغه د نر بچي په شپږو بجو ولاړ او په څه باندي اتو بجو چاې
اوړ په دغه موده كې د ځان د صفايي لپاره مو دفتر ته زنګونه پيل كړل ما خپل مدير ته وويل چي زه نن څه لږ ناوخته
راځم هغه راته په ځواب كي وويل چي باك نه كوي . يو تن بل خپل مدير ته زنګ واوهه او ورته وويل چي زه نه راځم هغه و
ته وويل چي ولې ؟ ده ورته وويل چي زه په بغلان كي يم او سخت وهل مي خوړلې دا ورستي خبره هغه ورته په ټوكه وكړه د
زنګ وهلو لړې پاي ته ورسيده چاي خو رارسيدلي وو بايد و وايم چي يواځي چاي نه بلكي هر څه پكي وو ، څومره چي د
چا وسه كيده ځان يي موړ كړ ، چاي مو چي وڅكه پريګړه مو وكړه چي بيرته كابل ته ځو له كوره ووتو او برابر د پلخري
بازار د بندي دو سيمي ته ولاړو ، تر يوي ښكلي لامبا ورسته د موتر پر لور روان وو چي له دفتره زنګ راغي او ماته
وويل چي تر لسو بجو ځان را ورساوه ما ورته وويل چي زه نن څه لږ ناوخته راځم . زمونږ د ملګري دغه خبره چي په بغلان
كي مو وهل خوړلي په دفتر كې يي ډنډوره جوړه كړي وه له دفتر څخه پرته تر دي چي له مونږ سره اړيكه وكړي لمړي يي د
بغلان والي او بيا له امنيي قومندان سره اړيكه كړي او هغوي ته ويلي چي زمونږ څه تنه كاركونكو ستاسو په ولايت
كي دي او هلته يي وهل خوړلي خو هغوي ورته د پيښي په اړه ناخبري ښولي . په دفتر كي چي هر څوك خبريږي او زمونږ
په ډله كي چي د چا خواږي وي زنګ ورته وهي او د سلامتيا پوښتنه كوي، مونږ له هغه خوا په لاره كي له ډيرو ستونزو
سره مخ شو يو داچي ګرمي وه بل دا چي موتر په هر پنځو دقيقو كي ګرميده خو لنډه داچي مونږ په لس كم دريو
بجو دفتر ته ورسيدو خو زمونږ له راتګه وړاندي په دفتر كي زمونږ د وهلو كيسه خوله په خوله ،خوله په
خوله يو بل ته رسيدلي وه له وهلو سره داسي نوري كلمي يو ځاې شوي چي زه يي نشم يادولي . كله چي د دفتر په د
وازه ننوتو ساتونكو راڅخه پوښتنه وكړه چي څنګه ياست كوم ځايونه مو ډير خوږيږي، په دفتر كي هر چا چي ليدو ليد
و پوښتنه به يي راڅخه كوله مونږ چاته ځواب او له چا څخه چپه خوله تيريدو. داخبره په فتر كي تر عمومي مشره پوري
رسيدلې وه هغه مونږ ټول په دي تور چي په رسمي ورځ يي چكر وهلي يوه يوه ورځي كسر معاش كړو، اوس چي په دفتر كي هر يو
مو ګورو په ځانګړو كلماتو او اشارو مونږ پوهوي چي بغلان څنګه وو خو مونږ په يوه خبره زړه خوشاله وو چي د ځوانې
يوه نشه وي نه چي هميشه وي .
پاي
ليكونكې : اباسين زهير ،د شمشاد تلويزيون وياند
او خبريال
21_4_1387