دخپریدو نیټه : 2008-08-29 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
زين پوښ
ومان نيازى
زين پوښ
ومان نيازى
اوبه يې په كشري كې تويې كړې، څنګلې يې و
واړولې، څولپې اوړه يې له كندو راواخيستل ، مالګه يې پرې ودوړوله ، موڼى يې د كندو په خوله كې كيښود ، ور په زړه
سو چې لا لا يې موچڼې غوښتې راولاړه سوه ، وچته ، وچته د دالان پر زينو نوي خونې ته وخته ، په كوڅيو پورې يې څاواره
له ولي سره راواړوله، د كونجيو شرنګى سو ، كولپ يې خلاص كړ، تر غوټو لاندې كپۍ يې راوايستې ، كوړيپې سوې وې ،ژر
، ژر يې د پلو پيڅكه پرې تېره كړه ، لكه چې څنډې يې تر پام ككړې ورغلې، پلو ته يې ناڼې ور تو كړې كپۍ يې ټينګې ، ټينګې پ
ې وموښلې، لكه بلاو چې پسې اخيستي وي سركنده راكښته سو ه، نژدې په سيرلي ورلويدلي وه ، په لا لا يې سترګې و
ګيدې چې د چوترې په سر يې اودس وچول ،وشرميده ، لالا د نوي خونې د بام پر ژۍ كاغۍ ته كتل نصوار يې تو كړو
- اش
پۍ! كه مرګي نه وم خوړلى ، له دا وارې به پنځه كڅوړې زرغونې مرۍ درته راوړم ، سيكل ته مې دې داسې ښايسته
زين پوښ جوړ كړى ، دا زرغونې مرۍ څومره ښې پكې ښكاريږي تاهسې ويل زرغون رنګ دې ورك سي .
له ځانه سره وغونځيده
: دا دې اوس څه ليبه رااخيستي ، ته يې په دا سپينه ږيره ، زرغون ځونډور پرتو ګاښ ګوره ....
- ادې دې خداى وبخښي ز
غون رنګ يې ښـه نه ايساوه