دخپریدو نیټه : 2008-08-29 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
بدمرغي
نصیراحمداحمدي
بدمرغي
لیکوال : نصیراحمداحمدي
نجلۍ پر کټ ستوني ستغ پرته وه، کله ک
ه به يې چيغه کړه، لاسونو ته ور لوېدلې ځنځيرونه به يې وشرنګېدل، سر به يې پورته کړ او بدن به يې ټکان وخوړ. تر هغې
راګرځيدلې کسان خواشيني وو، دوی په راوتلو رډو سترګوځوانې نجلۍ ته کتل او په څېرو کې يې ګونځې ښکاريدلې.
په و
اړو کسانو کې يوه چيغه کړ!
_تور کوډګر ناوخته شو!
تر څنګ ولاړ سړي په عاجزۍ وويل:
_د پاچا عمر دې ډېر وي، په
تور کوډګر پسې مو عسکر لېږلي دي، دوی د سهار په خړه کې حرکت وکړ،اوس بايد را ورسېږي، سپېره غره ته تګ، يوه ورځ
مزل غواړي.
پاچا خپله اوږده چپنه ورټوله کړه، روان شو، پر تخت کېناست، ځلېدونکی ژيړ تاج يې له سره ليرې کړ او
په خپلو اوږدو سپينو څڼو کې يې ګوتې تېرې کړې. يوه شېبه غلى و، وروسته يې ډډ غږ د ماڼۍ په لوی او هسک سالون کې
انعکاس وکړ:
_که زما په لور څه وشول، تاسو به تر تېغ تېر کړم.
د ولاړو درباريانو سرونه وځړېدل، په څېرو کې يې
وېره ښکارېدله او وزيرانو خپل ژوند په خطر کې ليد.
يو ساعت نور هم ووت، له اوږدو شيشو څخه ماڼۍ ته ژېړه
ڼا رالوېدلې وه او د درباريانو اوږدې زرينې چپنې ځلېدلې.
د پاچا غوسه ورو ورو ډېرېدله، خولې يې ځګونه پيدا کړي
وو او د خپلې اوږدې تورې تر طلايي موټ يې د ښي لاس ګوتې تاوې وې.
چوپه چوپتيا وه، کله کله به د نجلۍ لاسونو او پښو
ته ورلوېدلو ځنځيرونو شرنګ وکړ، چيغه به يې له خولې را ووته او بېرته به بېسده پرېوته.
لمر په لوېدو و چې د ماڼۍ
يوه عسکر د تور کوډګر د رارسېدو خبر ورکړ، پاچا ودرېد، وزيرانو د سالون لويې دروازې ته وچې سترګې نيولې وې او ټو
و د تور کوډګر د راتلو انتظار اېست. شېبه وروسته يو زوړ سړی ښکاره شو، دی تک تور و، ګڼه ږيره يې درلوده او پر نرۍ
غاړه پورې يې په خړسپڼسي پيېلو څو هډوکو ټال خوړ.
پاچا او درباريانو د احترام په بڼه خپل سرونه ټيټ کړل،
خو تور کوډګر مخ ور وا نه ړاوه، لاړ او د نجلۍ تر څنګ پر کټ کېناست. ښه شېبه يې هغې ته وکتل، د نجلۍ اوږده باڼه
نېغ ولاړ وو، تر سترګو يې يوه توره حلقه راګرځېدلې وه او پر سرو شونډو يې سپين ځګ پروت و. تور کوډګر خپلې زړې خو
جينې ته لاس کړ، د انسان ککرۍ، د پښو دوه اوږده هډوکي او يو خيرن جام يې راوېستل، وروسته ودرېد، له ځان سره يې څه
وويل او تر کټ څو ځله را تاو شو.
پاچا په خواره خوله وويل:
_زه په تور کوډګر باور لرم.
تور کوډګر هغه ته
وکتل، خو څه يې ونه ويل، هماغسې يې شونډې خوځېدلې او دا سې کلمات يې تر خولې راوتل چې ولاړ خلک نه پرې پوهېدل.
د کو
ګر شونډې تر ډېره خوځېدلې، بيا د نجلۍ تر څنګ کېناست، خورجين ته يې لاس ور وغزاوه، يو سپين بوتل يې راوېست او کله
چې يې د بوتل اوبه په جام کې واچولې، له جام څخه يو تور لوګی پورته شو، له دې سره د نجلۍ سترګې رڼې شوې، ځنځيرونه وش
نګېدل اوتور کوډګر چيغه کړه!
_اې شيطاني اروا! ته څه غواړې؟
د نجلۍ خوله له ځګونو ډکه شوه، تورو سترګو يې سو
والی پيدا کړ او شېبه وروسته يې سترګې سرو وينو ونيولې. نا څاپه يې له شونډو يو ډډ نارينه غږ راووت، دې غږ په سا
ون کې د ولاړو کسانو زړونه ولړځول.
غږ وويل:
_تر ټولو بدمرغه انسان!
له دې سره د ځنځيرونو شرنګا پو
ته شوه، تور کوډګر په چټکۍ سره تر نجلۍ راوګرځېد، په لاس کې نيولې ککرۍ يې کښته پورته کړه او نامفهومه کلمات يې له
خولې را ووتل. د نجلۍ رنګ ورو ورو خپل عادي حالت ته راوګرځېد، سترګو يې توروالی پيدا کړ او شېبه وروسته بېسده پ
ېوته.
پاچا ور مخته شو، د چپنې لستوڼی يې د خپلې لور پر خوله تېر کړ او بېر ته په خپل ځای ودرېد.
تور کوډګر
وويل:
_د پا چا پر لور جادو شوی، نجلۍ هغه وخت رغېدی شي چې تر ټولو بدمرغه انسان وويني.
پاچا يوه شېبه غلی
و، بيا يې وزيرانو ته مخ ور واړاوه او امر يې وکړ چې ترټولو بدمرغه انسان ور ته پيدا کړي.
له لمر ختو سره ډو
ونه ودربېدل، جارچي په ښار کې کوڅه په کوڅه وګرځېد، ده يو لوی ښکر خولې ته نيولی و او چيغې يې وهلې چې ترټولو بدم
غه انسان دې په دربار کې حاضر شي.
په ماڼۍ کې پاچا او وزيران بې خوبه او خواشيني ښکارېدل، په ټولو سرونه ځړېدلي
وو او د تور کوډګر له خولې څخه نامفهومه کلمات را وتل.
د هوا له تودېدو سره عسکرو احوال راووړ چې تر ټولو
بدمرغه انسان يې موندلی دی. پاچا امر وکړ چې دا بدمرغه انسان دربار ته حاضر کړي. شېبه وروسته په يوه کټ کې
داسې سړی راوړل شو چې لاسونه او پښې يې نه وو، پر مخ يې يو لوی پرار ښکارېده او تر ډېره د غوښې يوې لويې بوټۍ ته ورته
و.
سړي وويل چې دی يو پوځي و، له دښمن سره په جګړه کې يې لاس او پښې غوڅې شويدي او د مخ لوی پرار يې هم د تورې نښه
ده.
د هغه د خبرو له ختمېدو سره ځنځيرونه وشرنګېدل، د نجلۍ سترګې سرې شوې او له خولې يې ځګونه وبهېدل. تور کوډګر د
سړي د اېستلو امر وکړ او ويې ويل چې ده د ازادۍ په جګړه کې برخه اخيستې او تر ټولو نېکمرغه انسان دی. و
وسته يې څه نامفهومه کلمات تر خولې را ووتل او نجلۍ ارامه پرېوته.
نيم سات نور هم ووت، بيا د يوې ښځې ژړا او کوکې
واورېدل شوې، په سالون کې يوه ځوانه ښځه او درې خوار او ډنګر ماشومان ودرېدل،ماشومان ناروغه ښکارېدل ، دوی د خپلې
مور لمن ټينګه نيولې وه او وارخطا وو.
ښځې په ژړا کې وويل چې خاوند يې له غره څخه د خرڅلاو لپاره بوټي راوړل چې
ځناورو وخوړ، اوس دوی څه نه لري، دوه ماشومان يې له لوږې مړه شول، نورو ته يې يو مړ سپی موندلی دی، د هغه غوښه ور
ته پخوي او ژوندي يې ساتلي دي. دوی په يو ه ويرانه کې اوسي، يواځې څلور دېوالونه دي، نه چت لري او نه هم دروازه،
خو بيا هم څوک کوم غرض نه ورباندي لري.
ځنځيرونو شرنګ وکړ او د پاچا په امر ښځه او ماشومان له ماڼۍ
ووتل.
تور کوډګر وويل:
ژوند يې تريخ دی خو بدمرغه نه شو ورته ويلای، ځکه دا ځوانه ده، تر ستورو لاندې شپه تې
وي او د پاچا له وېرې څوک په سپکه نه شي ورته کتلای.
شېبه وروسته يو په ونه لوړ بنيادم په سالون کې ودرېد، ده
ښکلې جامې اغوستې وې، له رنګه هم سپين و او په ظاهره د بدمرغۍ کومه نښه نه پکې ښکارېدله. دده په ليدو د پاچا او
درباريانو په څېرو کې ګونځې پيدا شوې، خو تور کوډګر وويل چې خبرې دې وکړي.
د سړي سر وځړېد او له خولې څخه يې يواځې
يوه جمله را ووته!
_زموږ خاوره پرديو لاندې کړېده او خپلواکي نه لرو.
ناڅاپه د ماڼۍ لويې شيشې ولړځېدې، له
کټ څخه يو تور لوګى پورته شو او يوې وېرونکې چيغې په سالون کې انعکاس خپور کړ!
وسوځېدم!
لوګى په لمبه بدل شو او
له لمبې څخه هم د ځناورو شکلونه جوړ شول، کله به يې د پړانګ کله د ليوه او کله هم د زمري بڼه خپله کړه، شېبه
وروسته يوه وحشتناکه انګولا پورته شوه، يوې سپېنې رڼا ولاړ خلک اړ اېستل چې خپلو سترګو ته لاسونه ونيسي، چوپه
چوپتيا شوه او شېبه وروسته د نجلۍ حيرانه غږ واورېدل شو!
پلاره! زه مو ولې تړلې يم؟
تور کوډګر وويل:
تر
ټولو لويه بدمرغي، د خپلواکۍ نه درلودل دي.