د کلي طبیب
لیکوال: سمیع الله خالد سهاک
ړستوني مې بړ وهلي
وو او پښه می په بیل ایښی وه.غوښته می چی فشار پری راوړم تر څو په ځمکه کی ننوځی، چی کوم چا د شا لخوا په م
لا ډب ډب کړم. شاته می و کتل، خپل ډیر نږدی ملګری می ولیږ څو کاله کیده چی هغه می نه وولیدلی. روغبر می ورسره
وکړ او په غیږه کی می ونیو. هماغسی می چی په غیږ کی نیولی وو، په مخ می ښکل کړ. او ډیره په لیوالتیا می تری د
ژوند د بدلونونو پوښتنه وکړه.
دیر دنګر شوی وو. د لاسونو مفاصل می چی ورته ولیده پرسیدلی او سره
اوښتی وو. چی تری پوښتنه می وکړه صحیح کار یی هم پری نشو کولای او نه یی ګوتی خوزولای شوای.
له سهاره را
پدیخوا می هیڅ هم نه وو خوړلی. او همدا وو چی د ډوډی د خوړلو لپاره د کور په لور رهی شوم او خپل ملګری می هم له
ځانه سره یووړ. هغه هم چی داسی معلومیده زما له لیدو ډیر خوشحاله شوی وو او لیوالتیا یی درلوده چی غرمه له ما
سره تیره کی ترڅو وخت پیدا کړو او له یو بل سره و غږیږو.
*****
زما ملګری چی محمود نومیده د کابل
د چهاردهی ځوان وو چی د بی کاری او غربت له امله څو کاله د مخه ایران ته تللی وو. دوه ماشومان یی درلوده چی
دواړه جنوکی وی او وروسته له څو کلو تداوی نه هم خدای زوی په نصیب نه وو کړی.
کور ته لا نه ووم رسیدلی
چی بیا می د هغه غټ غټ او بی همته لاسونو ته فکر شو او بیا می تری و پوښتل چی په لاسونو یی څه شوی دی؟
"هغه ویل دری کاله د مخه چی زه د ایران د بوشهر ولایت کی یوی لری پرتی سیمی ته د کار کوولو لپاره لاړم.
دیر کار می وکړ او وروسته له کاره می چی کله لاسونه و مینځل اوبه ډیری سړی وی. یو ساعت وروسته له دی نه چی کله
کوټی ته لاړم، لاسونو می درد شروع کړ او ورو ورو یی پرسوپ پیدا کړ. اول یو دوه ګوتی وی خو وروسته له یوی اونی
نه یی ټول لاس ونیو... هیڅ پوه نه شوم چی څه پری وشول خو وروسته له هغی ورځی نه می، ښه ورځ ونه لیدله."
ما
چی د هغه ګوتی په لاس نیولی وی تری می وپوښته
" تداوی دی ونه کړه"
"ولی نه ... ډیره زیاته هر څ
ومره می چی تداوی وکړه، لاس می ښه نه شو. څوک وایی چی روماتیزم دی څوک وایی نه دی. هر څوک هر رقم خبری کوی. ما هم
چی هر څومره تداوی وکړه، لاس می ښه نه شو. ټولی پیسی می لاړی. هر څه می چی درلودل له لاسه می لاړل، خو هیڅ فایده
می تری ونه لیده. "
" کار دی کولای شو؟"
"له مجبوریته به می یو او بل کار کاوو... خو صحیح کار
به می نشو کولای. دومره کار می کاوه چی په پیسو یی ژوندی پاتی شم. "
"کورته دی هم څه لیږل که نه"
"
نه څه شی می لیږلی وای... دومره می نه درلودل چی ځان پری بیرته کورته ورسوم نو له کور سره می څنګه مرسته کولای
و. "
"نو څه دی کوول چی دومره وخت پاتی شوی. "
"له خلکو پوره وړی ووم که بیرته راغلی وای څه به می
کړی وای... په وطن کی هم کار نشته. او پیسی می هم نه درلودی چی د پوړه وړو پیسی ورکړم... نو همدا وو چی هما لته
پاتی شووم او هر څه ستونزی می وګالل تر څو د خلکو خبری وانه اورم. "
"نو اوس ولی بیرته راغلی"
"والله څه ووایم... خبره می حتی ګدایی ته رسیدلی وه... نو راته هیڅ نه وو پاتی او چا په آسانی کار هم نه
اکاوو نو همدا وو چی یو قاچاقبر نه می و غوښته چی کورته می ورسوی هلته به یی پیسی ورکړم خو چی دلته یی ورسولم
او له حاله می خبر شو نو ماته یی شپږ میاشتی وخت راکړ تر څو پیسی پیدا کړم. خو شپږ میاشتی هم پوره شوی او هیڅ شی
می لاسته رانه وړ نو همدا وو چی له بل کس نه می پور کړی تر څو تا ته ځان ورسووم او تا نه یی پور کړم... که خدای صحت
راکړ بیرته به یی درکړم که نه و می بخښه. "
ما چی نا ببره رانه پیسی غوښتل شوی وی حیران پاتی شووم چی څه
وکړم خو بیا می هم له ځان سره تکل وکړ چی څه لرم دیری به یی محمود ته ورکړم. خو نه پوهیدم چی دی له ما څومره
غواړی. زه به دومره لرم که نه.
*****
موږ د ناروغتیا په هکله نور پوښتنی ونه کړی. او پریکړه می
وکړه چی لاړشم او ډوډی چی تیاره وه راوړم. ډوډی مو وخوړه او وروسته له ډوډی نه کوټی ته لاړو چی وګورم بکس
کی څومره پیسی لرم. ټول می وشمیری اتیا زره افغانی وی. ټولی می په جب کی کیښودی او بیرته میلمستون ته راغلم بیا
مو په خبرو پیل وکړ. اول هغه د خپل له ژونده داسی شکایتونه پیل کړه.
"لاسونه می ډیر درد کوی... حتی کله
وډی هم نه شم خوړلی. "
زموږ په کلی کی یو طبیب دی. ډیر سپین ږیری شوی هم دی. خو له ما او تا ډیر تکړه دی.
دی ډیره ښه داویی جوړوی او هر چا ته یی چی دوا ورکړی ده نور يی شکایت ورک شوی دی. نو څنګه ده چی هغه سره هم وغږ
یږو.
هغه زما خبره و منله او دواړو حرکت وکړ. کله چی د سپین ږیری کورته ورسیدو دهغه د شتون مو و پوښتل
زوی یی ویل چی کور کی دی.
د څو دقیقو وروسته سپین ږیری راغی او له موږ سره یی روغبړ وکړ. لومړنی کار یی
دا وو چی زما د ملګری لاس یی چی ولید لاسونه یی په لاس کی ونیول او وی ویل.
"څومره وخت کیږی"
ه
ک په لیوالتیا ځواب ورکړ
"دری کاله وشول"
"په خټو کی دی کار کاوو"
"هو... ایران کی ووم"
سپین ږیری مخ زما په لور کړ او وی ویل
"څه دی کیږی"
"اندیوال می دی"
"ښه ښه"
"کور ته ځی "
"نه ماما... ما ویل که دوا ورته جوړه کی"
"ښه ښه... جوړه به یی کم... خو اول کورته
ځو. "
"نه ماما په باغچه کی به کینو"
"ښه زړه مو"
"زه به کورته لاړ شم ا وتاسو ته به داو
جوړه کم"
د څو دقیقو وروسته راغی او په یوه پلاستیکی کڅوره کی یی یو تور رنګ مرحم راوړ او هلک ته یی و
کړل
ما تر ی د پیسو پوښتنه وکړه خو هغه د پیسو د اخیستلو انکار وکړ. ما په لاس کی يو څو افغانی نیولی
وی، خو هغه و نه منلی. او ډیر په قار شو.
محمود دوا واخیسته، زما د تیلفون نمبر یی یادداشت کړ. ما یو څو
روپی ورکړی او هغه می په خوشحالی رخصت کړ.
څلور میاشتی له دی خبری تیری شوی خوله محمود نه می هیڅ وانه
اوریدل. یوه شپه چی په کلک خوب کی ووم د تیلفون آواز واورید د ځواب تڼی می کیکاږله بلی می وویل او انتظار می و
ایست چی څوک دی. له هغی خوا می یو آشنا اواز واورید
"زمری یی"
"هو زمری یم ته څوک یی"
"محمود یم
له ایران نه می زنګ وهلی "
"بیا ایران ته لاړی"
"هو څه می کړی وای"
"څنګه یی لاسونه دی څنګه دی؟
څنګه ایران ته ورسیدی؟ "
"هو والله لاسونه می جوړ شوی دی. ډیر پوړه وړی ووم نو مجبور شوم چی بیا ایران ته
لاړ شم. چی یو څه پیسی وګټم"
"شکر دی"
"هلکه غوږ ونیسه چی بیا لین قطع نه شی... "
"ښه ده
ووایه"
"د یو نفر په لاس می د تا پور کړی پیسی لیږلی دی. دری څلور ورځی وروسته به درورسیږی. ورسره می یو شل
زره افغانی د تاسو د کلی طبیب ته هم لیږلی دی... زما له خوا تری ډیره مننه وکړه او لاسونه یی مچ کړه ... زه اوس جوړ
او روغ یم که څه نور مو هم پکار وی حتماً ما ته ووایی"
له همدی خبری سره زموږ اړیکه وشلیدله او ما بیرته
سترګی پتی کړی چه ویده شم خو د سهار تر آذانه پوری می سترګی پټی نه شوی.
سمیع الله خالد سهاک
د
۳۸۷ کال اسد میاشت
وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل