مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سور پاکټ

نعمان دوست

 

 

له دېواله يې کوچنى ښيــښه يي  چوکاټ چې رنګه عکس په کې بند و ، را واخيست ، سترګوته يې مخامخ کړ ، شونډې ښکلولو ته جوړې کړې خو نا څاپه شرنګ شو او بيايې دا سې چيغه له خولې ووته چې ټولو  ورمنډه کړه .

پر عکس ما تې ښيښې پرتې وې او دا ورته لکه تش کالبوت نا سته   وه ، کوچنۍ لور يې تر غاړې لاسونه را تا و کړل او نور غلي ولاړ وو.

 

رستم ، له ماتو ښيښو عکس را پورته کړ په عکس کې هغه دښي لاس پنجه داسې خلاصه نيولې وه چې دګوتو او ورغوي دنکريزو سور رنګ يې ښکارېده ،پر ټټر يې ومښه او بيا يې ميرمن ته سترګې راواړولې : تر او سه خو يې دمرګ خبر نه دى راغلى ؛ له هغه مخکې ته مړه نه شې .

 

  هغې لکه چې هيڅ نه وي او رېدلي ، هماغه شان چپ نا سته وه او مړې او ښکې يې ګډوډې په اننګو را بهېدې .

 

دا پنځمه ورځ وه چې سميع کورته نه و راغلى . له  پلار نه يې سودا ګري پاتې وه ټوله ورځ  په همدې لټه کې و خو ما ښام به يوازې دهغه له خيالونه سره را ستون شو . شبو  ورو- ورو مړاوې کېده او ور سره يې خوى هم بدلېده ، لمانځه ته به ودرېده خوتر خلاصېدو به يې صبر تمام شو ،يو دم به يې له سينې لاسونه پورته او مخ ته به يې ونيول ، خو دعا به يې په نيمايي کې په ساندو بدله شوه . ټوله شپه به ځان سره غږېده کله خوبه يې غږ دومره لوړ شو چې بچيانو به  يې رڼا بله کړه ، سهار له ويښېدوسره به يې دسميع پر بوټونو برس وواهه ، دکتا بونو بکسه به يې راو اخيسته او بيا به تر ډېره دهغه له خالي کټ سره په خبر و لګياو ه .

 

نن سها ر چې څنګه چاى ته کېنا ستل ، دانګړ دور ترشا دموټر سايکل غږ شو ، غږ څوځلې او چت شواو بيا لکه په چټکۍ چې يې تيښته کړې وي  پسې ورک شو . دسميع پلار دچاى پياله کېښوده ، په منډه دروازې ته لاړ ، دور مخ ته دټايرونو خا پونه مالو مېدل ، نظر يې ورپسې وزغلو خو تر سترګو نه شو ، چې څنګه يې ور تړه زمکې ته يې پام شو ، کاغذي پاکټ چې سره خاپونه ورباندې وو دور مخ ته پروت و د پاکټ پرمخ دسميع نوم داسې ليکل شوى و  لکه چې خپله يې ليکلي وي ، پاکټ دروند او منځ يې جګ ولاړ و ، په منډه خونې ته راننوت کله يې پاکټ او کله يې دميرمن په لاس کې د١٣ کلن زوى عکس ته کتل چې منګل يې خلاصه نيوله وه .

 

 شبو دخاوند په لاس کې پاکټ ته سترګې هکې پکې نيولې وې ،پاکټ يې پرانيست ، سور کلوله کاغذ باندې ليکل شوي وو : پيسې راليږې او که ... چې دجملې پاتې برخې پسې کا غذ سپړه درب شو اودوه سرې ګوتې دشبو په لمن کې ولوېدې .

 

 

کابل _ دزمان خان کلا

دمر غومي اوله ١٣٨٣

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery