دځمکې اوآسمانونو جلا
کیدل
دآسمانونو دجوړیدو په هکله یو بل آیت داسې وایی:
آیا کافرانو ونه لیدل چې آسمانونه اوځمکه سره تړ
ی وو، هغه مو پرانستل اوسره جلاموکړل اوله اوبو نه مو هرڅه راژوندی کړل، بیا نو ولی ایمان نه راوړی. (ا
انبيا ۳۰)
د "رتق" کلمه چې یوله بل سره دګنډلی مانا ورکوی په عربی سیمه یزه ژبه کی دګډ یا مخلوط په
مانا هم کاریږی. فتقه چې عربی کلمه ده دیو له بله دشلیدو اودهغو څیزونو تخریب چې یو له بل سره ګنډلی وی اویا هم
له ځمکې څخه دځوانکۍ دسروهلو په ماناهم کاریږی.
اوس بیا که دی آیت ته ځیر شو مانا داسی ده چې ځمکه او آسم
انونه یو له بل سره تړلی یا ګنډلی وو اوهغوی مو له یو بل نه بیل کړل. په همدغه ترتیب دپوهانو نظرداسې دی چې لوم
ړی ټوله نړۍ یو ټکی وه ، یعنی چې ځمکه آوسمانونه ټول په یوه حال یوپه بل کی نغښتی وو اووروسته دغو ټکو ستره
چاودنه وکړه اوټوټی یی یوله بله جلا شوې.
دهغه څه خلقت چې دځمکې اوآسمانونو ترمنځ دی
په
رآن کریم کې ډیر داسې آیتونه شته چې دځمکې آسمانونو اوهغه څه. چې دهغو په مینځ کی دی هغه بیانوی.
ځمکې اوآسم
انونه اوهغه څه چې دهغوی په مینځ کی دی پرته له حقه مونه دی پیداکړی. (الحجر ۸۵).
هرڅه چې په آسم
انونو اوځمکه اودهغوی په مینځ کی اودخاورو لاندی موجود دی ټول دهغه ملک دی. (طه ۶).
پوهان وایی چې لومړی
دهغه ګرم لوګی کتله مخ په زیاتیدوشوه. وروسته دغه کتله ټوټه ټوټه شوه چې آسمانی آجسام ، ستوری اوسیارې یی جوړې
کړې. په بل عبارت ځمکه اوستوری ټول هغه ټوټې دی چې د ګازونو له یو ې واحدې کتلې څخه مینځته راغلی .ځینې دغه ټوټې په
مر اوستورو بدل شول اوپه دی ترتیب سره شمسی منظومې اوکهکشانونه مینځته راغلل. دویش په بهیر کې یوشمېر اضافه ذ
و چې نوې له دغو جسمونو نه جوړې شوې وې فضایی جوړه کړه. پوهانو دغه اضافی ذرې دستورو اوکهکشانو په مینځ کی
ماده یاده کړه. دغه ماده له شپیتو په سلو کې هایدروجن ، اته دیرش په سلوکې هیلیوم اودوه په سلوکې نوروڅ
ېزونونه جوړه شوې. نهه نوی په سلوکې دغه ماده ګاز اویو په سلوکی هغه ګرد دی چې دجامداتو له وړو زرو نه چې
طر یی یو پرزرو تر لس زروملی متره ده جوړشوی.
دغه ذرې دومره وړې دی چې د لوګې یا ګازو په څیر لیدل کیږی. خو
کله چې په بشپړه توګه ولیدل شی په فضا کی دټولو کهکشانونونه دلوېی کتلی استازیتوب کوی. دکهکشانونو په مینځ کی
ماده په کال ۱۹۲۰ کې کشف شوه خو موجودیت یی په سلګونو کاله مخکې عظیم الشأن قران بیان کړی.
د
داروین د تکامل د نظریی تیروتنه
قرانكريم دموجوداتو آنی خلقت له هیڅ نه په لاندې آیتونو کې
وښانوی::
آل عمران 47، مريم 35، البقره117، نحل40، يس82 و غافر68:
کله چې دیو شی اراده وکړی وایی چی وشه
بیا کیږی. (یس ۸۲)
دداروین دفرضیی پربنا ، حیات دپرله پسی پیښو له کبله خود په خوده تکامل موندلی .اود
ژوندیو موجوداتوتکامل له ساده شکلونو نه پیچلو شکلونو ته صورت نیولی. اصلی پوښتنه دلته ده چې چې آیا ژوندی م
وجودات په اتفاقی توګه دیو ساده طبیعی بهیرله لارې مینځ ته راغلی اویا داچې دهغوی وجود دیوه پوه اوباخبره خلقت
له لوری شوی؟
دتکامل نظریه ادعا کوی چې بې سا شیان دډیرو پېښو په پایله کی دیو بل ترڅنګ راټول شوی اوبیا
په بل ګام کې دتصادفاتو په پایله کې دطبیعی پیښو تر اغیز لاندې لومړی دحیات یا ژوند اصلی اوبنسټیزې ستنې اوبیا
خپله حیات یی مینځته راوړی. په دې ډول زمان یاوخت، ماده اواتفاقونه دجوړونکی ځواک په توګه پېژندل شوی.
دتصادف اواتفاق لید لوری چې دتکامل یا بشپړیدو په نظریه کی مطرح شوی دعلم اوپوهې له خوا مردود ګڼل شوی .
عملی موندنې له دغې ادعا سره په ښکاره تضاد کی دی چې وایی حیا ت دپرله پسی اتفاقاتو په نتیجه کی دطبعی عواملو تر
اغیزې لاندی رامینځته شوی. ځکه نن دژوندیو موجوداتو په مینځ کې داسې بیلګې شته چې ډیرپېچلی جوړښت لری ، اوان چې یو
حجره لرونکی موجودات هم حیرانوونکی اوپیچلی جوړښت لری چی داتفاق له مفهوم سره په بشپړه توګه تنا قض ل
ی.
هغه خارق العاده جوړښت اوطراحی چې په ژوندویو موجوداتو کې لیدل کیږی ، په ښکاره توګه داجوتوی چې ټول
ژوند دیو ستر شعور له لوری چې همغه عالم اوکامل الله (ج) دی خلق شوی.
آیا ژوندی موجودات په احتمالی توګه
کیدای شی چی یو له بله مینځته راغلی وی؟ نه هیڅکله هم داسې نه ده. علمی معلومات په تیره بیا فوسیلی موندنې اوپ
تلیزه اناتومی په بشپړه توګه ددې خبرې خلاف ده. په حقیقت کی هیڅ د ډاډ وړ دلیل ددې په اړه چې دبشپړتیا بهیر دځمکې
په مخ اتفاقی ده وجود نه لری. فوسیلی موندنی داجوتوی چې دژوو بیلابیل ډولونه دتکامل له لارې قدم قدم په یو اوبل
نه دی اوښتی بلکې ټول دغه ډولونه په بشپړه توګه له یو بل څخه بیل اوپرته له کومې ګډې لرغونتیا په یوځلی دخپلو
ځانګړو جوړښتونو سره مینځته راغلی. نه الوتونکی له خوزیدونکو څخه مینځته راغلی اونه هم دوچې اوسیدونکی ژوی
دکبانو دتکامل له لارې مینځته راغلی. هریوژوی په بیل ډول اوله خپلو ځانګړو اوانفرادی نښانو او ځانګړتیاو سره
پیدا شوی، چې ان ددغې نظریی یعنې دتکامل دنظریی ډیرو نومیالیو پلویانو هم دغه علمی واقیعت منلی اودوی اړ
وی چې هغه دخلقت لپاره دشاهد په توګه په رسمیت وپېژنی.
مارک چارنکی دتکامل دنظریی پلوی اولرغون پېژندوکی
وایی چې : دتکامل دنظریی داثبات وړاندې ستره مانع فوسیلی موندنې دی. په دغو موندنوکی دداروین دنظریی هیڅ
یوه تاییدونکی بیلګه نه لیدل کیږی. دژوو ډولونه په ناببره توګه مینځ ته راځی اوهم په ناببره توګه له مینځه
ځی.
هغه پرمختګونه او اوموندنې چې په وروستیو ۵۰ کلونو کی په تیره بیا دلرغون پیژندنې، میکرولوژی، جنیتیک
اودآناتومی په برخه کی شوی ددې څرګندویی کوی چې دتکامل په اصطلاح نظریه سمه نه ده. ژوندی موجودات په ننی بڼه
او له یو بله څخه په جلا توګه دځمکې په سره څرګند شوی. الله (ج) هریو دغه ژوندی موجودات د(( کن فیکون)) په امر
په جلا جلاتوګه پیدا کړی اودایو قطعی او څرګند حقیقت دی.
په نړۍ کې مطلق تعادل
هغه چې
اووه آسمانه یی له منظمو پوړو سره پیداکړل. په ځیر سره ووینه چې آیا درحمن رب په خلقت کی به کومه بې نظی اونقصان
ومومی؟(الملک ۳).
په میلیونونو ستوری اوکهکشانونه ددنیا دمطلق تعادل په حل کی په خپل تګلوری کی خوځنده دی.
ستورې ، سیارې، سپوږمی نه یواځې په خپل ځان راڅرخی بلکې یو ځای له یوبل سره دداسې یو سیستم په شاوخوا څرخی چې دهغه
برخه ګنل کیږی.
کله هم له سلونه تر درې سوومیلیاردو پوری ستوری په متقاطع مسیرونوکی په حرکت کی وی. خو س
ه له هغه هم د حیرانتیا خبره دا ده چی هیڅ ټکر ددوی په مینځ کی چې دعالم دتخریب سبب شی نه واقع کیږی. داهغه ستر
معجزه ده چې کولای شو موږ یی بیان کړو.
په نړۍ کې دچټکتیا یا سرعت مفهوم ډیر له هغه څه نه پراخ دی چې دځمکنیو
مقیاسونو په واسطه اندازه شی. ستورې، سیاری اوکهکشانونه چې په زرګونومیلیارده ټنه دروندوالی لری په فوق ا
عاده چټکتیا سره په فضا کی په خوځښت کې دی.
لکه ځمکه چې ۱۶۷۰ کیلومتره په ساعت کی راڅرخی. په داسې حال کې
چې هغه ډیره چټکه مرمی چې تر دې دمه جوړه شوی ۱۸۰۰ کیلومتره په ساعت کی چټکوالۍ لری. دځمکې دحجم اوکتلې د
وی والی سره سره وینو چې هغه په چتکۍ سره خوځښت لری.
دلمر په شاوخوا دځمکې راڅرخیدل شپیته ځلې دمرمی له
چټکتیا نه زیات دی یعنی ۱۰۸۰۰۰ کیلومتره په ساعت کی. که په دی چټکتیا سره مو کوم موټر جوړولای شوای په دوه
ویشت دقیقو کی به دځمکې په شاوخوا راڅرخیده.
په لمر پوری تړلی ارقام لانور خارق العاده دی. دشمسې منظومی
چټکتیا زموږ له تصور نه اوچته ده. هرڅومره چې یو ه منظومه لویه وی په همغه کچه ډیره چټکتیا لری. دشمسی م
نظومی چټکتیا دکهکشان په مدار کی ۷۲۰۰۰۰ کیلومتره په ساعت کې ده. دشیرې لاری دکهکشان چې څه ناڅه له دوو سوو
میلیاردو ستورو نه جوړشوی ۹۵۰۰۰۰کیلومتره په ساعت کی حرکت لری.
په داسې یوه مغلق اوچټک سیستم کی
دتصادم اوټکر احتمال ډیر زیات دی ، خو هیڅ داسی ټکر چې ددوی دژوند دادامې سبب شی صورت نه دی نیولی اوخپل کرار
ژوندته دوام ورکوی. ځکه په نړۍ کې هرڅه دمطلق تعادل په حا ل کې فعالیت کوی چې هغه الله (ج) تنظیم کړی دی.
اوڅه ډول چې په مبارک آیت کی لولوپه خلقت کی هیڅ ډول اختلاف موجود نه دی.