دخپریدو نیټه : 2008-09-25 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
دمدارى انګړ
څېړوندوى الحاج احمدشاه ( پوپلزى )
ماشومان پيداشول ، لوى شول ، ځوانان زاړه شول او زاړه مړه شول خو د مداري
په زړه کښي د رحم اوعاطفې بېلګه ونه لګېده او د مداري ګيرى ميدان يې خالي پرې نه ښود .
خلګ په هم هغسي سرګردانه
ژوند کښي د مداريانو د يوه ميدان څخه و بل ميدان ته ځي څو د ژوندانه لنډي لحظې په خوشحالى سره تېري کړي بېله
دېنه چي پوه شي د ژوندانه اړخونه يې په نېمګړتياو کښي تېرېږي او د صبا ورځي را تلونکي ورته درانده بارونه
اچوي د هپنوتيزم صحنې په غفلت کښي داسي راټينګ کړيدي چي د خلاصون چاره يې ګړى په ګړى خپل ځان د ليري واټن
ويشتونکي توغندوى په څېر د رانده حالت ته اچوي
يوه ورځ په کور کښي آرام ناست وم چي په کوڅه کي مي د ډهل او خ
ګو د ږوږ آوازونه تر غوږه شول را و وتم و مي ليدل چي خلګ سره راغونډ شويدي او يو لوى ميدان يې نيولى دى د دې
خلګو په منځ کښي يو مداري ولاړ دى په يوه لاس کښي يې ډهلکى او په بل لاس کښي يې توله وه و مخي ته يې د مارانو څخه
ک سرپوښ داره سبدې وې چي سرونه يې تړلي وه ، هغه خوا يوه دانه موش خرما په يوه کلک تار تړلې وه چي ها خوا دې
خوايې کتل مداري پخپلو مداريګري خبرو سره ميدان داسي تود کړى و تا به ويل همدا اوس د حقيقت ميدان ښکاره کېږي
.
کله په لاس کښي د ډهلکي آواز باسي او کله د بل لاس په توله باندي پوه کل کوي .څرخي او راڅرخي پخپله ژبه هغه
څه وايې چي زده کړي يې دي .
ورنژدې شوم ګورم هغه خواته يې يو بل ملګرى هم ولاړ دى په لاس کښي يې د قطه بازى ورکي
دي کله ځني ځنځير جوړوي او کله د تورمخي ورکو څخه سپين مخي او کله د سپين مخي ورکو څخه تور مخي ورکي جوړوي ، ټول
خلګ يې تماشې کوي او خاندي زما زړه هم ورنژدې شو او په ځير ځير ورته ګورم . يوه مداري يوه کڅوړه چي خوله يې خا
ي معلومېدل و خلګو ته ورښکاره کړه او بيايې و يوه هلک ته و ويل دا واخله او تر ځان يې لاندي کړه هلک هم هغه
واخيسته او پر هغه کڅوړي باندي کرار کښېنوستى ،مداري خپل لاس کله د شمال کله د جنوب ، کله د شرق او کله د غ
ب خواته و غزوى او داسي معلوميدل چي د دې څلورو خوا و نه څه را ټولوي بيا و څرخېدى او غمبر يې جوړ کړى او داسي يې
وويل :
انتر منتر چوف . چوف ، چوف . بيايې خپلي را تړل شوي پنجې د هلک خواته په داسي حال کښي و نيولې او خلاصي يې
کړې چي هلک ته يې ويل و لاړشه ؟ هلک هم و لاړسو ، مداري هغه کڅوړه چي تر هلک لاندي وه راواخيسته او خلګو ته يې و
ويل : و ګورى !
مخکي په دې کڅوړه کښي هيڅ هم نه وه خو اوس دې هلک هګى واچول کله چي يې د کڅوړي خوله کښته کړه
نو په رشتيا يوه دانه هګي په کښې وه .
خلګ ټوله په خندا شول او چک چکي يې و کړې . بيانو مداري د خلګو څخه غوښتنه
و کړه چي ورکړى مداري ته انعام . خلکو هم پخپله خوښه سره د جيب نه پيسې را و کښلې او مداري ته يې ورکړې . بيا بل م
داري د خپل کمال د ښکاره کولو د پاره را پورته شو او په غمبر يې پيل وکړ څرخي راڅرخي او د خلګو د ګرمولو د پاره
راز، راز حرکات تمثيلوي . خلګ هم په ډېر شوق سره ګوري چي نور څه کېږي .
مداري د خلګو د جملې څخه يوه ته و ويل :
دا ستا پګړى ( لنګوټه ) راکړه ؟
هغه هم خپله لنګوټه ورته خلاصه کړه او وريې کړه مداري قينچي په لاس کښي
واخيستل او دالنګى يې ټوټه، ټوټه کړل د خلکو په منځ کښي داسي هيجان و چي ګواکي همدا ژوند دى او همدا سيل .
بيا
مداري يوه بل کس ته و ويل دا ستا ساعت راکړه هغه چي د لنګى حال ليدلى و انکار يې وکړ او ميدان يې پرېښود خلګو په
خندا کښي خپله تماشه کول بيا مداري يوه بل کس ته و ويل ستا په جيب کي د ١٠٠ روپى نوټ دي هغه راکړه هغه هم و
ته د جېب نه راو ايست مداري دا نوټ هم ټوټه، ټوټه کړ خلکو په حيرت سره ننداره کول . مداري دا حال پخپل ځاى پرېښو
دى او د مارانو خواته يې اشارې کولې چي اوس د دې تماشه ګورى .
په توله وهلو يې شروع وکړه او د يوې ، يوې کڅوړي سر
يې خلاص کاوه چي په دې عمل سره د مارانو سرونه راښکاره شول او پورته شول او خپلي غاړي يې جګي، جګي و نېولې په
داسي حال کښي چي د تولې د آواز سره بلد وه نو خپل ځانونه يې کرار نيولي وه خو کله چي به توله چپ شول نو مارانو به
پوښهار شروع کړ او داسي معلومېدل چي د حملې د پاره تيار دي .
مداري بيا د سبدې سر پټ کړاو د خپل انتر منتر
په ويلو سره په ميدان کښي داسي غړومبېدى تا به ويل د ميدان فاتح دى . دې مداري هم د خلګو څخه غوښتنه وکړه و
کړى مداري ته انعام چي درته نوري، نوري تماشې و ښيي، اوس به دموش خرما او مار جنګ و وينى. خلګو هم پخپله خوښه
پيسې راکښلې او د مداري شاګرد به ټولولې او پخپله کڅوړه کښي به يې اچولې .
پس له څه ځنډه لُنګى وا لا و ويل زما
ُنګى راکړه ځم کار لرم او بل ويل زما پيسې راکړه.
خو افسوس اوس په ميدان کي راګير وه او خپل مالونه يې لکه
ګرو د مداري په اختيار کښي پخپله خوښه ايښي وه کله تللاى شواى مداري ورته و ويل: صبر وکړئ سيل
اوس شروع کيږي او که نه په تاسي هم هګى اچوم .
په داسي حال کي چي ټول خلګ د خندا نه پړقېدل مداري ته خداى
ورکول اوپه همدې ډول يې خپل ميدان ګرم ساته.