مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-29   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

مقررات

ژباړن: علم ګل سحر

لیکوال: دالف وینر (دموکراتیک آلمان ـ پخوانی)

د ریل د تمځای د سلماني په سالون کې نايي راته وویل:
·       بښنه غواړم، نه شم کولای تاسې ته کوم خدمت وکړم، زه حق نه لرم ستاسې ږیره وخرییم، مقررات اجازه نه راکوي.
·       آخر ولې؟ زه پیسې د کوم.
·       د مقرراتو له مخې موږ د هغه چا سر او ږیره اصلاح کوو، چې د ریل ټکټ یې اخیستی وي او د سفر نیت ولري، خو تاسې لکه څنګه مو چې وویل د سفر نیت نه لرئ، د ګاډي ټکټ مو هم نه دی اخیستی.
·       ږیره مې ډیره رسیدلې، یوازې زما لپاره استثنا ومنئ.
·       نه خیر عالي جنابه، ډېر و بښئ، مقررات اجازه نه راکوي.
·       زه د سلماني له سالونه راووتم، م خامخ د ریل د ټکټونو پلورنځي ته ورغلم ورته و مې ویل:
·       آغلې یو ټکټ.
·       چېرې ځې؟
·       مهمه نه ده، چې هرځای وي، یوازې یو ارزانه ټکټ.
ټکټ پلورونکې په حیرانتیا راته وکتل، وې ویل:             
·       ځه ښاغلیه، مسخره ګي مه کوه، خپل ساعت تېروې.
ما د مسئلې په هکله ورته وویل، دغې میرم نې زما رسیدلې ږیرې ته وکتل، ویې خندل،زړه یې وسوځید، هغې وویل:
·       ډېر ښه، نو د نږدې ځای ټکټ درکوم، چې ارزانه وي، دغه دی د ریبنتیسه ټکټ، اتیا فینکه.
ټکټ مې واخیست، په خوښۍ د سلماني سالون ته وروګرځېدم و مې ویل:

·       دغه دی ټکټ، اوس اجازه ده، چې کېنم؟
·       هو کینئ، خو په ریل کې، نه د سینګار پر چوکۍ
·       اخیر ولې؟ زه ټکټ لرم، مسافر بلل کېږ م.
·       خو تاسې څو شېبې د مخه وویل، چې د مسافرت نیت نه لرئ.
·       په تا څه اړه لري، کیدای شي ریبنیتسې ته ولاړ شم؟

نايي یا ډم وویل:
·       زه اوس ستا ستونزه حل کوم.
·       هغه بلې خونې ته ولاړ، له څو دقیقو وروسته بېرته راغی و یې ویل
ستاسې ستونزه حل وه، ما د ریبنیتسې له تم ځای سره خبرې وکړې په ریل کې کېنه، هلته ولاړ شه، او ږیره دې وخرییه. خو پام کوه چې ټکټ ایسته و نه غورځوې، ځکه د مقرراتو له مخې که تاسې د ټکټ پارچه و نه لرئ، هغه نه شي کولای د تاسې خدمت وکړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery