دخپریدو نیټه : 2008-10-04 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
په بانک کې
ژباړن : علم ګل سحر
لیکوال: دیورد میکیش ( هنګری )
یو ولس بجې او ۴۵ دقیقې وې چې د لندن د
یوه بانک لوی سالون ته یوه د منځني عمر لرونکې ښځه راننوته، هغې د یوې ځانېخواته غرفې کړکۍ ته ځان ورساوو هماسې په
چوپتیا سره یې صراف ته کاغذ ورکړ په کاغذ کې لیکلې ول:
«يو څه پیسې راکړه کنې فیر کوم» صراف بې له دې چې وارخطا شي
ورو یې د هغې تر جملې لاندې ولیکل «په سترګو بس ډز مه کوه» ښځې په پټه خوله بل کاغذ هغه ته ورکړ په کاغذ کې لیکلي
و:
«ډېر ښه فیر نه کوم خو ژر.»
په بانک کې چو پتیا خوره وه ،ټول په کار او راکړه ورکړه بوخت ول .د بانک د د
وازې مخې ته پولیس په چورتونو کې لاهوو.
صراف ښځې ته کاغذ ورنږدې کړ پکې لیکلي ول:
«ډېر وخت نه وې راغلې خیرت
و؟»
ښځې پخپل جیب کې تومانچه له لاسه پرېښوده له دستکول څخه یې کتابچه راوایسته ،یوه پاڼه یې ترې پرې کړه ،په
پاڼه یې ولیکل: «کلي ته د خپلو خویندوکره تللې وم.» یولس بجې او ۴۹ دقیقې صراف بل کاغذ دهغې مخې ته ور وړاندې کړ
پکې لیکلي ول: «نن تاسې ډیره ښکلې ښکارئ.»
ښځې ترې لاندې ولیکل: «مننه مهربانی کوئ.»
صراف بیا ولیکل: «لمسه
کیان دې څنګه دي.»
ښځې ولیکل: «مننه ښه دي.»
دغه لیک لیکل او جوړ په خیر څو دقیقې نور هم روان ول هغوی یو بل ته
ولیکل او ځواب یې واخيست.
په پای کې ښځې خپله تومانچه په دستکول کې کېښوده له بانکه ووته کله چې هغه له لویې د
وازې ووته د دروازې پولیس هغه صراف ته ځان را ورساوو، ویې ویل:
• هغه ښځه بیا راغلې وه؟
• هو
• څه
یې ویل؟
• د تل غوندې دق شوې وه غوښتل یې له چاسره خبرې وکړي او د زړه خواله وکړي.