مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-07   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

ساینسي معجزې په قران کریم کې:لسم کښت

راټولونکی او ژباړن :پوهنمل محمودنظری

کتاب نوم   :   قران  اونننۍ ساینس


د کایناتو توسعه:
په( ۱۹۲۵) کې يو امریکایی ستور پوه (یدوین هبل)داسې شواهد وښوول چې کهکشانو نه یو د بل نه لیري کیږي او کاینات توسعه پیدا کوي

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۵۱:۴۷«او آسمان موجود کړی دی موږ په قدرت خپل او بیشکه موږ خامخا[موسعون] پراخواونکي یو»
 موسعون  په عربي کې د توسعې مانا و کوي.
یو مشهور استروفیزیک پوه( ستیفن هاوکنګ )په خپل کتاب ( د وخت مختصر تاریخ ) کې لیکلی دي: دا د کایناتو  د توسعې کشف  او موندنه د شلمي پېړۍ یو لوی کشف دی.

 سپوږمۍ ته تګ:
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۸۴: ۸-۲۰« (او قسم خورم ) په سپوږمۍ کله چې مکمله شي خامخا تاسې پورته[ترکبن] به شی تاسې د یو طبقې نه وروسته بلې طبقی ته پس څه دی چې ایمان نه راوړی»
 د ترکبن لغت چې د راکبه نه اخیستل شوی دی مانا یې ( پورته کیدل ، پیاده تګ، تعقیبول...) دي.
تاسو به په راتلونکي کې سپوږمۍ ته طبقه په طبقه او مرحله په مرحله چې مقصد یې نقلیه وسایل دي چې مرحله په مرحله تکمیل شویدي
او همداسي کیهانوردان هر طبقه د اتموسفیر د یو بل پسی تیروی او بیا د سپوږمۍ جا بې ته ننوځی

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي :
۸۰:۲۵-۳۱ «بیشکه موږتوی کړي دي اوبه تویول بیا څیری[شقاً] کړی ده موږ ځمکه څیرول بیا مو زرغوني کړي دي په هغې (ځمکې)...»

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۵۴:۱«را نژدې شو هغه ساعت چې شق[انشق] شي سپوږمۍ»
دلته د شقاً معنی یوې کول  اوکندل راغلې ده
که (۱۹۶۹)ته سپوږمۍ ته ختلو مراجعه وشي هلته یو کیهانورد پیاده شو اود سپوږمۍ خاوره یې وکندله او له ځان سره یې مځکې ته راوړله چې د دی مبارک ایت مانا داسي کیدای شي چې  «هغه ساعت (نژدې دی ) چې سپوږمۍ مطالعه شي».
 (۱۹۶۹) کال مصادف دئ( ۱۳۹۰ )هجري کال سره که دا یات شریف د ابجد په حساب جمع شي (۱۳۹۰) ورکوی
خدای ښه پوهیږی!

د اتوم  وېښل :
(۲۳) پیړۍ مخکې د( دیموکریتس )تیوري چې ویل یې اتوم تر ټولو کوشنی ذره ده او عربو هم همدا عقیده درلوده او دا تر څو کالو تر مخي پوری چلیده اوس دا جوته شوې ده چې اتوم ماتیدونکۍ دی او دا د شلمي پیړۍ یو مهم کشف دی.
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۳۴:۳«...نه پټیږی  له ده په اندازه د یوې ذرې(اتوم) په اسمانونو کښې او نه په مځکه کښې او نه وړوکۍ له هغې ذرې او نه لوی ...
 خدای(ج) د اتوم د لوی او وړوکۍ باندی خبر دی
اتوم ته په عربي ذره وایي نو مالومیږي له اتوم نه کوچنی شی هم شته.


الوتونکې:
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۶:۳۸«او نشته هیچ حیوان خوځیدونکۍ تلونکۍ په مځکه کښې او نه هیچ مارغه چې الوځی مګر ټول مخلوقات دی په شان ستاسو...»
څیړنې دا ښیي چې ټول ژوي او ا وتونکي ټولنیز ژوند ، د ژوند نظم او د کارونو ویشل لری

د الوتونکو الوتنه:
خدای (ج) په قران شریف کې فرم ایي:
۱۶:۷۹«آیا نه ګورئ په طرف د الوتونکو چې مسخر کړی شوي دي  په هوا  د آسمان کښې نه ساتي دوی مګر الله بیشکه په دغه کښې خامخا دلایل دي د پاره دکام( قوم )چې ایمان راوړي»
۶۷:۱۹«آیا نه ګورئ مرغانو ته له پاسه د س ونو د دوی پرانیځي وزرونه او ټولوي نه نیسي نه ساتي دوی په هوا کښې[یمسکهن] له پریوتو ...»
د یمسکهن مانا یو اس په بل لاس ایښوول  دی چې  یو شی ونیسي چې الله تعالی الوتونکې په خپل واک کې لری د ځینو الوتونکو سفر کول د یو ارثي جین په واسطه کنترولیږی او ځوان الوتونکې بېله دی چې پخوانی تجربه  ، رهنما او نخشه ولری بېله کومي غلطۍ مغلق سفرونه کوي.
پروفیسور(همبیرګر) په خپل کتاب (قدرت او کمزوري) کې لیکي :موتون الوتونکې  د فاسفیک  بحر به سر په شپږو میاشتو کې( ۲۴۰۰۰) کیلومتره سفر کوی او د یوې اوونۍ تمیدو نه وروسته بیرته خپل پخواني ځای ته استنیږي.

نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery