دخپریدو نیټه : 2008-10-08 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
زمـوږ اخــتـر
دکتور فاروق
أعظم.
ښځه مي نه پوهېده چي خپلی مشري خور ته داختر مبارکي ووايی او که نه؛
که يې وايی څنګه او که يې نه وايی نو ددې مبارکو ورځو په مناسبت خپل احترام په کومو الفاظو ورته وړاندی کړي. هغه
او کورنۍ يې يو وار روسانو مهاجرت ته اړ کړيوه؛ څو کاله دمخه چي وطن نسبتا ارام وو بيرته افغانستان ته کډه سول
خو دوه کاله دمخه په پنجوايی کي دامريکايانو سختو بمباريو بيا دوی د نورو ډيرو پښتنو پشان درپه دره کړل او
کوئټه ته مهاجر سول.
تراختر څو ورځی دمخه کوئټی ته خبر ورغی چی د مږو ورور يې چي دکندهار په پنجوائي کي
اوسېدی دامريکايانو په بمباری کي شهيد سويدی. زوی يې خپله مېرمن له کوئټی کندهار ته د ورور فاتحې ته روانه کړه.
ښځی يې دخپلی پلرګنۍ او خصوصا دورېنداری او ورېرو سره ډير وژړل. خو دامصيبت يوازي پر دوی نه وو؛ ډېرئ په غم ناست
وه بلکه داټکه پر ټولو پښتنو نازله وه.
سړې ښځي ته وويل چي ته دلته اوسه، زه به په هغه بل کلی کي دخپلو خپ
وانو احوال واخلم چي ډېر وخت مي ندي ليدلې. هلته هم امريکايانو پدی بهانه چي له کوئټی طالبان راغلی دی بمبارډ
وکړ او په نتيجه کي يې نوموړی او ډير نور کليوال شهيدان کړل. پدې ډول مېرمن يې د ورور دغم پر ټغر لا ناسته وه چي
دخاوند دمرګ ږغ پر وسو. هغې دخپل مېړه مړی هم ونه ليد داځکه دهغه دبدن ټوټې دکلی پاتو کسانو له شاوخوا راټولی
کړی او همهلته يې ښخي کړي وې. ښځه يې کوئټی ته يوازي ستنه سوه او دخپل سړي په شهادت يې کورنۍ خبره کړه. هغې ته م
ېـړه لا پخوا د خپل پخوانۍ ښځي چي دوه کاله وړاندی شهيده سوېوه دشپـږو ماشومانو سرپرستي ورپه غاړه کړېوه. دغو م
اشومانو دادی پلار هم له لاسه ورکړ او اوس مور او پلار دواړه نلري او غمځبلی انا ته چي زما دښځی خور ده پاته دی.
خدای (ج) به يې لويوي خو داچي څنګه به لوئيـږی معلومه نده؛ مګر دايقينې ده چي ددې ماشومانو نازکو لاسونو به د
نړۍ دهغو طاقتونو دوجدان ګريوان نيولی وی چاچي دبشردوستۍ او خواخوږۍ په نوم ددوی څخه داختر هغه نيمګړې خوشحا
ی هم واخيستل او ددوی پشان د ډيرو نورو کورنيو يې هرڅه ورلوټ کړل. زما داهم يقين دی چي زموږ دمظلومو ښځو اه
او ژړا به هم هدر نه ځی او يوه ورځ به دظالم پر سر ټکه ورپرې
باسي.
&
nbsp; لـــنـدن (اوله داکتوبر 2008 - دکوچني اختر دوهمه)