مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-14   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دقرآن کریم علمی معجزې - پرلپسې لړۍ (اتمه برخه )

(دمحمدشفیق حقپال ژباړه)

دلمرختو اولویدو بیلابیل ځایونه
سم په  خدای دمشرقونو اومغربونو چې موږ قادریو. (المعارج  ۴۰).
دمشرق یا ختیز اوهم لویدیز لپاره دجمعې صیغې کارول داڅرګندوی چې لمر یواځې له یوه ځای نه نه راخیژی اونه هم په یوه ټکی کی لویږی اودالله قسم په دی م وضوع دهغه اهمیت باندې ټینګار کوی.

ځمکه په خپل ځان  ۲۷-۳۰ درجه زاویی باندی راڅرخی. ددې زاوی له کبله اودځمکې دشکل دګرد والی له کبله دلمروړانګې تل په یوه زاویه پرځمکه نه لویږی ، بنا پردې کله چې څوک داستوا له ک ښې نه لری واوسی کولای شی ووینی چې دکال په اوږدو کې دلمر ختل اولویدل په بیلابیلو ټکو کې واقع کیږی. 
څوک چې داستواد کرښې پر سروی تل دلمر ختل اولویدل په یوه ځای دلویدیز اوختیز کې وینی. اوڅرنګه چې عربستان داستوا ک ښې ته نږدی دی په بیلابیلو ټکو کې دلمرلویدل دلیدو وړنه دی اوداسی ښکاری چې لمر له همغې یوې نقطې راخېژی اوپه یوه نقطه کې لویږی. خو ددې موضوع حقیقت قرآن څرګند کړی. (والله اعلم).

دپای له ټکو نه دځمکې لنډول
آیا ویی نه لیدل چې موږدځمکې عزم کوو اودهغه له شاوخوانه یی رالنډوو. (الرعد ۴۱).
ځمکه دالفا، دذرو له لارې چې له لمر نه پروتون اوالکترونونه راځی تر یرغل لاندې نیول کیږی، دغه لمریز بادونه ډیرځواکمن وی اوکولای شی چې دځمکی اتوم وسفیر دځمکې له کرې نه جلاکړی خودځمکې  مقناطیسی ساحه یی  نه پریږدی چې ځمکې ته زیان ورسیږی. دغه راز یادشوی آیت کولای شی په قطبونو کې دځمکې نقصان ته اشاره وی . په اوس وخت کی دځمکې دقطبونو دکنګلونو د تدریجی ویلې کیدو ه کبله دسمندرونو د اوبوکچه مخ په لوړیدو ده . چې دغه داوبو زیاتیدنه به کرارکرار دځمکې وچه راکمه کړی. د (نن صها من اطرافها) جمله ممکنه ده په سویل اوشمال کې دځمکې دساحلونو دنیولو په ماناوی.

نیویارک تایمز داسې پوټ ورکوی:
" په وروستی پیړۍ کې دځمکې تودوخه دفارنهایت یوه درجه لوړه شوی اودقطبی کنګلونه دویلی کیدو چټکتیا ډیره شوې. دګاوارد دفضای انستیتیوت پوهان چې دامریکا دخلایی چارودموسسی  NASA  ناسا پورې اړوند دی استه راغلی رقمونه په ۱۹۵۰، ۱۹۶۰ و ۱۹۹۰ کلونو کې سره پرتله کړی چې پایلې یی دا جوتوی چې دقطبی کنګلونو پ یړوالی پنځه څلويښت په سلوکې کوچنی شوی.
دغه راز په مصنوعی اقماروکې اخستل شوی تصویرونه داڅرګندوی چې دځمکې دقطبونو کنګلونه په دې وروستیو کلونو کې ډیر لږ شوی دغه موندنې کیدای شی دغه آیتونه تفسیر کړی. 
شړیدل یا نقصان دځمکې په شاوخوا اویا دځمکې په وروستۍ برخه کې چې په قرآن کې یادشوی ممکنه ده یوې بلی علمی پېښې ته هم اشاره کړې وی.
دغه حقیقت چې ځمکه دخپل محور په شاوخوا راڅرخی اوبڼه یی بشپړه کروی نه ده بلکې په دواړو قطبونو کې یوڅه کېکاګل شوی ده (شکل Geoid).
څېړنو ښوولی چې دځمکې قطر داستوا دلیکې په دوام کې په خپل محور دڅرخیدو دقوی له کبله مخ په زیاتیدودی اوله محور سره یی موازی قطر په دوو انجامونو یا دوو قطبونو کې مخ په کمیدو دی . اوځکه چې ځمکه تل په خپل محور راڅرخی دغه بدلونونه به لاهم پېښېږی. د ننقصها کلمه هم نااستمرارى حالت لری اوپه دواړوانجامونو کې دوامداره کمښت جوتوی.
دآسمانی اجرامو مدورشکلونه په هغو کې دثقل دقوی داغېزې له کبله  مینځته راغلی. په داسې حال کې چې کروی شکل مطلق نه وی بلکې په قطبونو کې یوڅه هوار اوداستواپه محیط کې وتلی وی. دناسا  NASA دشمې نو له مخې افقی  قطر  يا داستوا دسطح قطر ۶۳۷۸۰۱ کيلومتره اومحوری  قطر  يا بين القطبى  ۶۳۵۶۰۸ کيلومتر ه ده يعني ۰.۳  فیصده فرق ددواړو په مینځ کې شته. دځمکې دشکل دغه ماډل چې په کال ۱۶۸۷زیږدیز کې دنیوتن ه خوا وړاندې شوی، سلګونه کاله مخکې له قرآنه اخیستل کیدای شوای.


څېرې کیدونکې یا چاودېدونکې ځمکه
( سم) په چاودیدونکې ځمکې (الطارق ۱۲).
د "صدع" کلمه دچاودیدلو څیرې کیدلو، اوبېلېدلو په ماناده دالله سوګند په دې موضوع دهغه اهمیت جوتوی. په   ۱۹۴۵-۱۹۴۶  کلونو کې پوهان دسمندرونو تل ته دڅیړنو لپاره ورغلل . یوه م همه مسأله چې ددې څېړنو په ترڅ کې وموندل شوه دځمکې چاودلی جوړښت وو. دځمکې ډبرین قشر دسترو چاودو له لارې  چې سګونه زره کیلومتره اوږدوالی لری ټوټه ټوټه کېږی . دغه چاودونه له شمال نه دسویل لوری ته اوله ختیز نه لویدیز لوری ته ادامه لری. پوهان په دې هم پوه شول چې  په سمندرونو کې ددغو ټوټو لاندې دمګما Magma پنډوالی سل نه  تر یوسلوپنځوسو کیلومترو پوری رسېږی. 

ددې چاودوله کبله لاوا دبحرونو مخ ته وځې ، اوپه دې ترتیب یوه زیاته اندازه تودوخه له لاسه ورکوی او د سمندری غرونو دډبرو ټوټې هم جوړیږی.  که ځمکې دغه جوړښتونه نه درلودلای ټوله تودوخه به دځمکې دمخی له لاری ضایع شوی نه وای اوپه پایله کې به د ډیرې تودوخې له کبله دځمکې پر سر ژوند  ناممکنه وای.
دداسې یوې مغلقې مسألې توضیح چې په نوې تکنالوژی سره مطالعه شوې څوارلس پیړی مخکی په قرآن کې بیان شوې. چې داهم دقرآن یوه معجزه بللی شو.

 داوسپنې معجزه

اودغه راز اوسپنه مو نازله کړه چې په هغه کې شدید قوت اوډېرې ګتې دی لپاره دخلکو. (الحديد ۲۵).
د انزلنا کلمه چې دښکته لیږلو په مانا ژباړل شوې کیدای شی داوسپنې لپاره داستعارې په ډول کارول شوی وی اوهدف په کې داوی چې یو ګټورشی خلکو ته ورکړشوی. اوکه هغه کټ مټ د اندې تویدلو په مفهوم لکه چې دباران لپاره کارول شوې په دې صورت کې دقرآن ستره علمی معجزه څرګندوی.
دستو وپېژندنې معاصره پوهه وایی هغه اوسپنه چې په ځمکه کې شته دبهرنۍ فضا له ډیرو سترو ستورو څخه راغلې. نه یواځې دځمکې اوسپنه بلکې دټولې شمسی منظومی اوسپنه له بهرنۍ فضا څخه راغلې، ددې دلیل دادی چې دلمر تودوخه داوسپنې دجوړیدو پاره کافی نه ده . دلمر په سطح کې شپږزره سانتی ګریده اودلمر دهستې تودوخه شل میلویونه سانتی ګریده ده.  اوسپنه له لمر نه په ډیرو لویو ستوروچې دتودوخې درجه په هغو کې څو سوو میلیونو درجو دسانتی ګریدو ته رسیږی تو یدیږی. کله چې داوسپنې کچه په یوه ستوری کې له یوه ټاکلی بریده ډیره شی دیوه ځلیدونکی ستوری غوندې چاودنه کوی اواوسپنه یی فضا ته آزادیږی.

دنوا Nova په نامه دچاودنو مخکینې شواهد شته ، داوسپنې (Fe-60) ډیره اندازه دسم ندرونو په تل کې دیوه سترې نوا Supernova چاودنې ښودنه کوی چې ۹۰ نوری کاله مخکی چې له پنځومیلویونو  کلونو سره ب ابریږی واقع شوی. دجیولوژی په پوړونو کې دډیرې اندازی ایزوتوپونو شته والی ددې ښودنه کوی چې په دې نږدی وختو کې په لنډه فضا کې دهغو ذرې جوړې شوی اووروسته ځمکې ته لېږدول شوی.
قرآن په اوومه زیږدیزه پیړۍ کې روښانه کړی چې اوسپنه په ځمکه کې نه ده جوړه شوې بلکې نازله شوې یا له پاسه رالېږل شوې. اویواځې الله (ج) دی چې پوهه یی په هرڅه سیږی.
 د "و" کلمه ( دلته ددغه راز مانا ورکوی ) هم په آیت کی اوهم دشلمې پېړۍ دنجوم په علم کې واضح شوې چې له اوسپنې برسیره نورمواد هم په نورو ستورو کې جوړیږی اوبیا ځمکې ته توېږی . خو په دغه آیت کې داوسپنې په اهمیت ټینګارشوی . مایکل ونتن وتلی مایکروبیولوژیست داوسپنې داهمیت په هلکه وایی :
" دژوند لپاره ډیر مهم فلز اوسپنه ده ، په غټوستوروکې همدغه داوسپنې زیرمې دی چې دناوا دچاودنو لامل ګرځی  اوبیا په خلاکې یی  اتوم ونه خپریږی.  ددروندوالی له کبله داوسپنې اتومونه دځمکې دمرکزلورته ځی اودډیر لوړحرارت دجوړیدولامل ګرځی چې دغه تودوخه دکیمیاوی تفریق زمینه مساعدوی اودځمکې داتوموسفیر ګازونه اودهایدورسفیر پوړجوړوی.

دځمکې په هسته کې اوبلنه اوسپنه دیوې سترې ډاینمو په څیر کارکوی اودځمکې مقناطیسی ساحه جوړوی. دځمکې مقناطیسی ساحه دوان آلن ملابندونه جوړوی چې ځمکه له خلا څخه د ورانوونکووړانګو له شر څخه چې  دفوق العاده انرژۍ درولودونکې وی ژغوری.
داوسپنې له شته والی پرته ژوند دکاربن په اساس ناممکنه دی ، اوهیڅ هغه څه چې پورته یاد شول نه شوای جوړیدلای. هیمو ګلوبین نه شوای جوړیدلای اوداسی کوم فلز به نه وای چی په میتابولیزم کې داحتراق سبب ګرځیدلای وای.
 د ژوندانه او اوسپنې په مینځ کې ځواکمنې اړیکې، دوینې سره کرویات او ځینې رنګینه ډیر لرې  ستوری نه یواځې دژوند اړیکې له فلزاتو سره بلکې د نړۍ دوجود  لپاره څرګندوی. (Biocentricity)."
نو پراوسپنه دټینګار اهمیت په قرآن که واضح شوی. دالحدید سوره دوه نور مهم ریاضیکی اړخونه هم لری: الحديددقرآن ۵۷ سوره ده ، د "ابجد" له نظ ه  الحديد مساوى ده له ۵۷ سره
·        اوحدید د ابجد له نظره ۲۶ ده اود اوسپنې اتومی نم بر هم  ۲۶ دی.
یو آلمانی پوه د ډاکتر فرندرياس يوردن په نامه داوسپنې داکساید ذری دسرطان ناروغی ددرملنې پاره هم کارولی


د پطرولوجوړښت
هغه چې هرڅه یی پیداکړل اوسم یی کړل هغه چې اندازه یی کړل اولارښوونه یی وکړه  هغه چې شنه ګیاه یی راوویستله  اوهغه وخت یی وچ کړل اوتوریی کړل. (الاعلى 2-5).

څه ډول چې څ ګنده ده پطرول په سمندر کې دنباتاتو اونورو ژوو له پاتې شونو څخه جوړیږی، میلیونونه کاله وروسته کله چې دغه پاتې شونې په سمندرونو کې ورستې شوې په یوې غوړې مادې واووښتې. چې دغه مواد دخټو اوډبرو لاندې په پای کې په نفتواوګازو بدلیږی . دځمکې دقشر خوځښت ځینې وخت په سمندر کې دتحجر لامل ګرځی اودنفتو حجری په زرګونو مترو لاندې خښیږی. ځینې وخت دغه نفت دډبروله سوریو څخه راوځی اوله څوکیلومترو لاندې نه ځان دځمکې سطحې ته رسوی چې دلته بیا تبخیریږی او قیر یی په ځای پاتې کیږی.
درې دغه یادشوی ټکی په ۲ او۴ پورتنیو یادوشوو آیتونو کې دنفتو دجوړښت له پړاوونو سره سمون خوړلای شی . په ډیر ګمان د "المرعى"  کلمه یعنې شنېلی  کیدای شی دنفتو دجوړیدو لومړنۍ مادې ته اشاره وی.  دوهمه کلمه چې دپام وړده د "احوى" کلمه ده چې دتوربخوند شنیلی لورته اشاره ده . دغه کلمه کولای شی  چې له نباتاتو نه پاتې شوی د فاضله موادو ورستېدل توضیح کړی، چې دځمکې لاندې لاهم توریږی. اوداکلمه په  "غثاء" ستایل کېږی  چې دپریکړ شوی شنه واښه په مانا ده. دغه راز کیدای شی دهغو موادو په مانا راشی چې داوبو له لاری راوړل شوی وی یا داسی چې داوبو سر ته له ځمکی رااخستل شوی وی. په حقیقت کی نفت هم له ځمکی نه رابهېږی اودیوې تورې شنې بخوندې ځګ لرونکې مادې په څیر بهیږی نو وینو چې د"غثاء احوى" کلمه څومره په مهارت اوپوهې سره په دغه آیت کی کارول شوې.  څه ډول چې مو ولیدل دنباتاتو بدلیدل په اوبلنوسريښناکواوتورو موادو باندې ډیر مشابهت لری له نفتو سره، ددغې موضوع بیانیدل په داسې وخت کې چې خلکو لا نفت او له هغو څخه  لاسته راغلی مواد لکه پطرول نه پېژندل په خپله دقرآن کریم یوه معجزه ده.


 دوخت نسبیت
دوخت دنسبیت حقیقت باندې پوهان اوس پوه شوی اوانیشتین دشلمې پېړۍ په لومړیو کې دغه فرضیه بیان کړه . اوهغه ثابته کړه چې وخت له کتلې اوسرعت سره اړیکی لری. په داسۍ حال کې چې قرآن کریم ډیر مخکی دوخت دنسبیت مسأله بیان کړی ده.
 هغه یوه ورځ دالله په وړاندې لکه  ز کاله ستاسو په شمېر ده (الحج ۴۷).
... هغه ورځ چې دپنځوس زروکلونو سره برابره ده (المعارج ۴).
له پورتنی آیت نه په روښانه توګه دوخت دنسبیت مسأله څرګندیږی.


 په شپږوورځو کې پیداکیدل
ستاسو هستونکی الله چې ځم که اوآسمانونه یی په شپږو ورځو کې پیداکړل (الاعراف ۵۴).
بله موضوع چې دقرآن اوننی ساینس په مینځکې همغږی جوتوی هغه دنړی عمر دی . پوهانو دنړی ټول عمر دشپاړسوو نه تراوولسومیلیاردو کلونو پوری اټکل کړی دی . قرآن وایی چې نړۍ په شپږو ورځو کې پیداشوې دغه دوه وخته سره له دې چې په ظاهره له یوبل سره په تضاد کې ښکاری خو په حیرانوونکی ول یوه له بل سره ورته والی لری په حقیقت کې دغه دواړه رقمونه صحیح دی یعنی چی نړۍ په شپږو ورځو  کی چې زموږ ه اووه لس میلیاردو کلونو سره معادله ده پیداشوی.
اينيشتين په کال  ۱۹۱۵ کې روښانه کړه چې زمان نسبی دی یعنې دوخت بهیر د خلأ ، چټکوالی اودجاذبې قوې له نظره سره توپيرلری . په قرآن کې دشپږو ورځو یادونه کیدلای شی د پږو پړاوونو په مانا وی
ځکه په ځمکه کې یوه ورځ څلیریشت ساعته وی په داسې حال کې چې دنړۍ په یوه بله برخه کې  دبیلو شرایطو لاندې یوه ورځ له دی نه ډیره لنډه یا هم اوږد ه وی . دبیلګې په ډول دنپتون دکرې یوه شپه اوورځ څوار س ساعته اولس دقیقې ده اویو کال یی له ۸، ۱۶۴ ورځو سره برابر دی . برسېره پردې دیوم کلمه نه یواځې دورځې بلکې دعصر ، زمانې ، پړاو، شېبې اووخت په مانا هم ده. 
دنړۍ په لومړی پړاوکې ، وخت ډیر ژر له هغه څه نه چې موږ یی اوس وینو تیریده ، ځکه کله چې دسترې چاودنې په وخت کې ټوله نړۍ لکه دیوه زبېښل شوی  ټکی په شان   ؤ . دنړۍ ارتېدل دسترې چاودنې په پایله کې دهغې بریدونه دمیلیونونو کلونو په کچه پراخ کړل په حقیقت کې هغه وخت په خلأ کې دنړۍ کش کیدل په نړۍ کې دسترو مهمو انشعابونو لامل شو.دسترې چاودنې دشېبې انرژی دزمان یا دوخت چلند زرمیلیارده وارې له نن څخه ورو کړ. کله چې نړۍ پیداکېدله دوخت چټکتیا زرمیلیارده برابره له نن څخه چټکه وه.  یعنی چې زرمیلیارده دقیقې زموږ معادلې دی دنړۍ دهستۍ له یوې دقیقی سره. که شپږ ورځې وشمېرومعادلې به وی له شپږ زره میلیارده ورځو سره ، ځکه  دنسبیت دقانون په پام کې نیولو سره نړیوال وخت زر میلیارده برابره دځمکې دکرې له دوخت نه چټک دی. بیانو پږ زره میلیارده ورځې مساوی دی له     ۱۶۴۲۷ ميليونه کاله سره.  

کاله 16427104723 = 365،25 / و ځې6000000000000
له بل پلوه دخلقت هره ورځ مساوی ده دځمکې دکرې دبیلابیلو له  دورو  اوپړاوونو سره. دلیل دادی چې هرڅومره نړۍ پراختیا موندلې وای دوخت بهیر به ورو شوی وای.  ځکه  چې دنړۍ جسامت له کله نه چې دیوه ټکی په شان وه دوه برابره شو نودوخت چټکتیا نیمایی ته راښکته شوه. که دخلقت هره ورځ دځمکې دکرې دوخت له مخې  محاسبه کړو اندې پایلې په لاس راځې:
·        دخلقت پیل ته په پاملرنې سره دپیدایښت لومړۍ ورځ چې ۲۴ ساعته کېږی برابریږی دځمکې دکرې له اتومیلیاردو کلونو سره.
·        دوهم څلیریشت ساعته چې دنړۍ جسامت دوه برابره شو اوچټکتیایی نیمای شوه دځمکې دکرې له څلورو میلیاردو کلونو سره معادل دی.
·         په همدی توګه دریمه ورځ دځمکې دکلونو له دوو میلیاردو کلونو سره معادل دی.
·        څلورمه ورځ دځمکې له یو میلیارد کلونو سره معادله ده.
·        پنځمه ورځ دځمکې دکلونو له پنځه سوه میلیونو کلونو سره معادله ده.
·        اوشپږمه ورځ دځمکې له دوه نیم سوه میلیونو کلونو سره معادلیږی

نو د نړۍ ددې شپږو ورځو  مجموعه دځمکې دپنځلس میلیارده اواووسوه پنځوس کلونو سره معادله ده. دغه موضوع په یوه ویشتمه پیړۍ کې روښانه شوه حال داچې څوارلس پیړۍ مخکې ت دې په قرآن کې بیان شوې. چې داهم دقرآن اوساینس په مینځ کې دهمغږی اومعجزی څرګندوی دی.  

دتقدیر حقی ت
 اوتاسو هېڅ هم نه غواړی  پرته له هغه څه نه چې الله (ج)  یی وغواړی او الله (ج)   پرهرڅه پوه اودحکمت درلودونکی ؤ اودی (الانسان ۳۰).
پروفيسر بينامين ليبت په کال  ۱۹۷۳ دکلفورنیا په  پوهنتون کې څ ېړنې وکړې چې داسې څرګندویی کوله چې زموږ تصمیمونه ټول مخکې له مخکې په دماغ کې تنظیم شوی. اوشعور نیمه ثانیه و وسته له هوډ اوتصمیم څخه په کارلویږی . داعصابو یوبل متخصص موضوع داسې روښانوی: "مو ږ اصلاْ په ماضی کې ژوند کوو اوزموږ شعور لکه دیوه مونیتور( دتلویزیون ښیښه) غوندې دی چې هرڅه موږ نیمه ګړۍ وروسته ښکاروی.

بنا پ دې زموږ هیڅ یوه تجربه داوسنی زمان سره تړاو نه لری اوهرڅه نیمه ثانیه وروسته له اصلی پېښې نه منیځ ته راځی.

داکتر ليبت خپلې څېړنې پرته له دې چې انستېزی ته اړتیا پیداشی په دماغ باندی دجراحی عملیاتو له لارې په داسې حال کې چې هغه کس بشپړ ویښ ؤ ترسره کړې. ليبت  ترعملیاتو لاندې شخص ددماغ ټاکلې برخه دبریښنا په واسطه تحریک کړه داسې چې فکر وکړی له لاس سره یی یو څه لګیدلی. ترعملیاتو لاندی کس وویل نیمه ثانیه مخکی دده په لاس یو څه و ګیدل . له دې اندازه اخستنې سره لیبت دې پایلې ته ورسید چې ټول ادراکونه دماغ ته لیږدول کیږی اوداچې هرادراک تر شعورلاندې تحلیل اوتعبیریږی زه یا  Ego له هغه څخه نه خبریږی. ددې لپاره چې پرهغو معلوماتو چې مخکی زموږ له فکر کولوروښانه شوی پوه شو، هغه  له یوڅه ځنډ نه وروسته زموږدماغ ته لیږدول کیږی. 
يعنى، د یوې عضلې  دح کت ورکولو لپاره  تصميم مخکې له هغه نیول کیږی چې زموږ شعور یی اړتیا وینی. تل دعصبی ادراک اوله هغه فکر  نه زموږ دخبریدو ترمینځ یوواټن اوورسته والی وجود لری. په بله وینا موږ هغه  وخت له خپل تصمیم  نه خبریږو چې له مخکی نه یی پریکړه  شوی. داڅرګندوی چې هرفکر ، عاطفه ، احساس اوحرکت مخکې له دې چې زموږ شعور پرې پوه شی پېښیږی. اوله دې نه داثابتېږی چې راتلونکی په پریکنده توګه زموږ له واک نه وتلی.
 په یوه بله تجربه کې همدغه فروفیسر تر تجربې لاندې خلک په خپل واک کې پریښودل څو چې خپلې ګوتې دیوبل په وړاندې جګې کړی، اوخپله یی دهغوی دماغ ترخپلې نظر لاندې ونیو. په واقیعت کې دعمل داجرا لپاره  ددماغ دحجروفعالیت مخکې له دې چې هغه شخص تصمیم ونیسی پیل شو. په بله وینا د( وکړه یا مه کړه) قومانده شخص ته ورسیده ، وروسته له هغه دشخص دتصمیم نیولو قومانده دماغ ولوستله اوشخص وروسته له نیمې ثانېې څخه پرهغه خبر شوی. شخص تصمیم نه نیسی چې څه وکړی اوڅه ونه کړی بلکې له م خکې  نیول شوی تصمیم عملی کوی.البته دماغ یو بدلون راولی اوهغه دادی چې هرډول داسې شواهد چې داسې څرګنده کړی چې ګواکې داهرڅه له مخکې نه پیښ شوی هغه له مینځه وړی.  په همدې دلیل هغه وخت ته چې موږ اوس وایو په حقیقت کې داسې ژوند کوو چې له مخکې نه ټاکلی شوی.
داتجربه جوتوی چې هرڅه دالله دغوښتنې مطابق ترسره کیږی.

د زوجونو یا جوړو پیدایښت
سپېڅلی دی هغه الله چې ټول یی جفت پیداکړل، هغه څه چې په ځمکه شنه کیږی ، اوله دوی نه ( اپیداکیږی )اوپه هغه څه چې نه پوهیږی دوی. (يس ۳۶).
زوج يا جفت دښځې اونر په مانا کارول کیږی په داسې حال کې چې دهغه څه په هکله چې خلک نه پوهیدل لا ستره مانا لری. په ريښتیا هم هغه وخت یواځې ددې کلمې یوه مانا باندې خلک پوهېدل. دپال دیرک په نامه یو انګریز فزیکپوه په دې موندنې سره چې ماده په جفت ډول پیداشوې ، په کال ۱۹۳۳زیږدیز کې یی دنوبل جایزه خپله کړه. هغه په ماده کې دزوجیت اودمخالفو ځانګړتیاو درلودنکو پدیده ښکاره کړه لکه دمثبت چا ج درلودنکی پروتون اودمنفی چارج درلودونکی الکترون. هره ذره خپله مخالفه ذره چې دمخالف چارج درولودنکی وی دفع کوی. د (Uncertainty Rotation) نظریه وایی چې هرچېرې اوهروخت دجفتونو خلقت اوله مینځه تلل یی په خلا کې واقع کیږ ی.
دجفتونوبله بېلګه نباتات دی ، نبات پېژندونکی سل کاله وړاندې په نباتاتو کې دجنسونو په توپیر پوه شول . په داسې حال کې چې الله (ج) څوارلس پیړۍ مخکې دغه موضوع په خپل کتاب کې روښانه کړې:
 اوله آسمانه مو اوبه راولېږلې اوپه هغومو ډیرګټه لرونکی زوجونه راشنه کړل (لقمان ۱۰).


 داتومونو ذرې
له پخوا څخه پوهانو دام وندلې وه چې دمادې کوچنی ذره اتوم ده اواتوم دتجزیې وړنه دی خو اوس اوس ساینس په دې پوه شو چې اتوم هم تجزیه کیږی.

 پټ نه پاتې کیږی له هغه نه په اندازه د ذرې په آسمانونو اوځمکه کې اوهرڅه چې کوچنۍ یا لوی له ذرې نه وی اوهرڅه په کتاب کې ښکاره دی (سبا ۳).
داآیت اتوم اوله هغه نه کوچنیو ذروته اشاره لری.
 ترڅه باندې دوه سیزو وړاندې (ددې کتاب ترلیکلو) پروتون اونیوترون داتوم کوچنۍ ذرې پېژندل کیدې په دې وروستیو کې ان هغه کوچنۍ ذرې موندل شوی چې پروتون اوالکترون ترې جوړشوی. په دې اړوند یوه ځانګړی څانګه چې دپراکتیکال فزیکس په نامه یادیږی جوړه شوې څو چې دغه ذرې ترڅیړنې لاندې ونیسی. دذروی فزیک مطالعې ښودلې چې پروتونونه اونیوترونونه له نوروذرو چې دکوارک په نامه یادیږی جوړشوی. ددې ذرولوی والی دانسان له پوهې نه بهردی  يعني 18-۱۰متره (یو پر 1000000000000000000 برخه د متر).

دپام وړ بل ټکی په دې آیت کې داتوم وزن دی . دمثقال کلمه داتوم وزن ته اشاره کوی. داهم موندل وې چې الکترونونه ، پروتونونه اونیوترونونه یو ځای شوی اواتوم یی جوړکړی اوهغه ته وزن ورکوی. اودا دقرآن یوه بله معجزه ده چې داتوم له تجزیې او اوله وزن نه یی بحث کوی.( اتومی وزن ډیر کوچنی وی چې دمندلیف په جدول کې د عناصرو وزن یادشوی اوکله چې قرآن نازلیده اتوم لا چا نه پېژانده وزن خو یی لاپریږده خو قرآن په صراحت سره په پورتنی آیت کې دمثقال له کلمی نه چې له ثقلت نه اخستل شوې یادونه کوی اود ذری لپاره دروند والی ته ګوته نیسی. پښتوژباړونکی)

 تیاره یا تور سوری
په شلمه زیږدیزه پېړۍ کې دخلاپه هکله ډیرې موندنې وشوې. چې له هغې ډلې نه یوه یې په دې وروستیو کې څرګنده شوې اوهغه تیاره سوری دی. دغه سوری هغه وخت جوړیږی چې یو ستوری خپل ټول دسونګ توکې مصرف کړی، دغه ستوری انقباض کوی اوپه یوه تورسوری په لایتنهای کثافت سره چې حجم یی له صفر سره مساوی کیږی چې یوه ډیره زوروره مقناطیسی ساحه لری بدلیږی..دغه تورسوری په ډیرو ځواکمنو تلسکوپونو سره هم دلیدو وړنه دی. ځکه چې دهغوی دثقل قوه دومره ځواکمنه ده چې نور نه شی کولای له هغه نه وتښتی، خو تورسوری دهغې مقناطیسی قوې چې په خپل شاوخواکې یی جوړوی موندل کیدای شی. 
دتورسوری اصطلاح Black hole  لومړی ځل په کال  ۱۹۶۹ ميلادى کې دیوه امریکایی فزیکپوه جان هویلر په نامه وکارول شوه . مخکې داسې انګیرل کیده چې ټول ستوری لیدلای شو، په داسې حال کې چې وروسته څرګنده شوه چې داسې ستوری هم شته چې موږ هغه لیدلای نه شو ځکه دهغو ی رڼا ختمه شوې او له مینځه ت لی (Collapsed) ده. له داسې یوه سوری نه چې فوق العاده کثافت ولری اویو کوچنی ځای په خلأ کې ونیسی نور نه شی کولای تیر شی ، دهغه لایتناهی دثقل قوه ډیر چټک شیان حتی دنور کوچنۍ ذرې (Photon) ځان ته جذبوی. دبېلګې په ډول دیوه ستوری دسوځیدو پړاو چې دری ځلې له لمر نه ستر وی اوتر پایه وسوځیږی ، دیوه تورسوری(سوړې) د۲۰ کیلومترو په قطر شی په هره توګه به دیوې تورې سوړې په څیر شی اودلیدو وړ به نه وی، خو په نامستقیم ډول به خپله اغیزه هرومرو په نوروآسمانی جسمونو څرګندوی اوپه دی توګه به خپل شتون ثابتوی.

کیدای شی دامبارک آیت همدې موضوع ته اشاره کوی:
 اوڅه ډول پوهیدلای شې چې طارق څه دی،هغه ستوری چې نفو‌‌‌ذکوی(په تیاره کې) (الطارق ۲-۳).
برسېره پردې ډیر لوی ستوری هم دخلأ یوه برخه په ځان کې رانغاړی. تورسوری نه یواځې دخلأ دتاوراتاویدو لامل ګرځی بلکې دیوې ټوټه کیدو لامل هم ګرځی. دغې موضوع ته په قران کې اشاره داڅرګندوی چې داکتاب یواځی د الله (ج) کلام دی.
هرکله چې ستوری بې نوره اومحوه شی (المرسلات ۸).

نبضانی ستوری
دالطارق دسورې په لومړیو آیتونو کې د "طارق" کلمه دطرق له رېښې نه دکلک وهلو په مانا چې غږ جوړکړی اخستل شوی دی . که په دې آیت کې په احتمالی توګه دنبض الوتلو یعنې همغه له غږ سره دوهلو په مانا وی په یوه مهم علمی خبره باندی دلالت کوی . په وروستی آیت کې وایی چې طارق هغه ستوری دی چې په شپه یا په تیاره کې نفوذ کوی . په شپه کې پیداکیږی مخکې ځی ، نبضان لری چټک اوپریکونکی دی. اوقسم یی یاد کړی اوپه هغه باندی سوګند کول دیوې مهمې علمی موضوع په اهمیت باندې دلالت کوی.
هغه څیړنې چې جوسلین بل بو نل په کال ۱۹۶۷ کې دکامبریج په پوهنتون کې کړی د یوه منظم راډیوی زیګنال له لارې یی داخبره تایید کړه. مخکې له هغه څرګنده نه وه چې آسمانی جسمونه دزړه په شان دنبض وهلو ځانګړنه لری . په کال ۱۹۶۷ کې ستوروپېژندونکو روښانه کړه کله چې یوه ماده په خپله هسته کې متکاثفه شی ، دخپل ځان په شاوخوا په څرخیدو راځی اودهغه مقناطیسی ساحه هم په څرخیدو راځی اوډیره قوی کیږی. دبېلګې په ډول زرمیلیارده یا یو تریلیون ځلې دځمکې دمقناطیسی قوی څخه ځواکمنه کیږی. هغوی داسی جسمونه وموندل چې په ډیره چټکۍ سره تاویږی اوقوی رادیویی څپې دیوه مخروط په شان له خپل ځانه خپروی.
وروسته ډیر ژر څرګنده شوه چې ددغه زیګنال سرچینه دنیوترونی ستورو ګرځیدل دی . دغه نیوترونی ستوری نوی موندل شوی چې دنبضانی یا Pulsar په نامه یادیږی. دغه نبضانی ستوری چې د روښانه ستورو دچاودنې په پایله کې مینځ ته اځی دډیری کتلې اوروښنایی اوچټک خوځښت درلودونکی وی. ځینې دهغوی ۶۰۰ ځلې  په یوه ثانیه کې په ځان راڅرخی.
دنبضانی کلمه چی له  نبض څخه اخستل شوې دخوځښت کولو یا منظم ښوریدو په مانا ده چې په هرځل ښوریدو کې منظم انقباض اوانبساط ښکاره کړی. اودغه موضوع مخکې له دې چې دغه نبض وهونکی ستوری وموندل شی په قرآن کریم کې یاده شوې ده.
نیوترونی ستوری په خپل ځان یا خپله هسته  کې دراغونډیدو په پایله کې له ډیرو سترو ستورو څخه مینځته اځی. یو فوق العاده متراکمه کتله دڅرخیدو په بې ساری خوځښت سره دستوری دوزن اومقناطیسی ساحې په اخستو سره هغه ته فشار ورکوی اوپه ځان کې یی راغونډوی . ددغو نیوترونی  ستوور بې سارې مقناطیسی ساحه چې چټک څرخېږی درادیوی څ پو دلېږلو لامل ګرځی چې په ځمکه کې دسنجولو جوګه دی. دطارق دسوری په دریم آیت کې دثاقب کلمه یعنې نفوذ کوونکی ، م خکې تلونکی اوسوری کونکی  مانالری داښکاروی چې ستوری په تیاره کې یو سوری جوړوی . له داسې ستورونه چې څو ب ابره له لمر څخه غټ دی جوړشوی نبض وهونکی ستوری داسې آسمانی جرمونه دی چې پوهیدل پری څه آسانه کارنه دی، له همدې امله سوال شوی چې څه ډول به پوه شې؟
(و ماادراک؟).

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery