مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-14   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

لېونتوب ؟


نن ورځ دګاونډي په کورکښي واده وو.مهمان خانه (مېلمستون) یې کوچنۍ وه . نویې  دواده مراسم زموږپه مهمان خانه کښي ترسره کول،ماهم نوي جامې په تن کړي وې په چمن کښي دیارانوسره په ټوکومشغول وم،چارچاپېره سرواوژړوګلونوخپله خوشبویې راباندي شندله،نوې ځواني وه الله(ج)دي مي غاړي نه بندوي دشلو(۲۰)کالوبه وم .
لاس می جیب ته کړی میګاروف توپنچه مي راویستله،د ریاکارۍ نه مي په ګوته کښي وڅرخوله  .ه کانو هم یووارتوپنچې بیا ماته وکتل،خوزه هم لږپه ځان پوه سوم،
چي خودبه وایه ،ګله!
دلړم یاري دي شروع کړې ،الله (ج) دي هدایت درته وکړی  .
ماغوښته توپنچه جېب ته واچوم .
چي له څنګه مي ږغ راباندي وسو،
ګله  ! آګله ! -
- ته راکړه داڅومره ښایسته توپنچه ده  .
ها واخله . په لاس کي یوې اوبلي خواته واړوله ،بیرته یې راکړه . -
او وې وویل :
 –   آښه ګله! که مي  یوه ورځ درنه وغوښتل رابه یې  کړې ؟
–   هو ولي نه !
خلکودنکاح لپاره دعاکول ،زه ولاړسوم په توپنچې مي درې ټکان وکړل  ، څوورځي تیري سوې،غرمه کورکي ویده وم ،پرمبائیل زنګ راغلی .
–    بلې !اسلام علیکم  ...
–    وعلیکم السلام ...
–   څوک خبري کوئ :
–   شمس یم  ...
–   خیرخوووپه داغرمه دي څنګه ...
–    اوخیردی ماویل هغه قول چي دي کړئ وو  پرولاړیې ؟؟
–    کوم قول !؟
–    هغه دتوپنچې
–    سمه ده خواوس نه بیاماسپښین به ګورو
–   نه نه همدا اوس مي پکارده    
–    نه سرټمبګي به نه کوې داوخت...
–   ګوره ګله! که دي رانه کړه زه ناراضه کېږم .
حیران سوم چي داوخت توپنچه څه په کوي ،خدای (ج) مه کړه دچاسره یې خوړلي نوي .
یاراسه پوښتنه تري وکړه . نه نه دداسي سرټمه ملګرو نه پوښتنه کول په درد نه خوري .
ورته مي وویل : - آسمه ده چیرته یې ؟
–  زه درځم ته دکور نه بهر راووزه !
توپنچه مي راواخیسته دکورنه راووتم ،   شمس هم راورسیدی،له ډیري غوسې مي بغیر دڅه سوال اوځواب نه ،  توپنچه ورکړه ،کورته ننوتم ،دخوب په کوټه کي مي خوب کوچ کړی وو. پرځای یې سوچونه اوفکرونه پرئښي ول ،نه پوهېدم څه وکړم ،دځان سره بې اختېاره ګډوم .څوک په وه نه ولي ؟ کیدلی سي هغه وارځني مخ کي کړي دده پرخوله خاوري وروانه ړوي ؟ نه نه شمس دچاسره جنګ نه کوي !هسي ځوان دی  ......... یا... یا..... داسي نسي کېدلای ،ضرور لکه چي خپل ځان پري وژني ؟!
لکه چي دکور دکوم غړي سره به خوړلې وي ؟!.
 اٌف...دا اوس زه څه وکړم ؟ ولي مي بې پوښتني  توپنچه  ورکړه ؟؟؟ 
داخوټوله زه ملامت یم!که کومه بده پېښه وسول ځواب یې له ما  غوښتل کیږي !زه لاپه داغه سوچونوکښي وم ،چی موبائیل زنګ ووهی !واردواره مي وپوښتل
    بلې څوک ؟!
–    ګل یې؟
 –  هو ! امرکوه !؟ 
ده زیاته کړه ! زه اوشمس له بازاره راتلو،شمس ته یوچات یفون وکړی،ډېر په خښم یې سره خبري کولې،حتا سپکي سپوري سره وویلې،بیا یې دجنګ لپاره دکلي شاته ډنډه سره وټاکل .
ټلیفون مي قطع  کړی ،دسترګوپه رپ کي مي کلاشنکوف راواخیست،له کوره راووتم نه پوهېدم پرکومه لاره ځان ورو سوم،خیرخوځان مي ترکلي راویست .ځان خونکاره راته ښکاریدی ،ځکه زه خونه وم خبرچي شخړه پرڅه شي  پېښه ده ،
بس دمقابل لوري دناحقه وژلولپاره می کلاشنکوف (ماشین) راخستی وو.یابه مي خپل مرګي له ځان رساوی . که ګورم شمس لکه لیونی کله یوې کله بلي خوا ته ګوري ،کله چي زه ولیدم ،زماپه خوایې رامنډه کړه ،زماساه لنډه لنډه کېدل ،څه مي نسو ویلای ،شمس په غېږکښي ونیولم ،دبخښني  غوښتلوپه وخت کښي داسي وویل :
یاره ګله زه هم نه یم خبرچي څوک وو؟اوچاپه تلیفون کي دومره په غوسه کړم ؟چی عقل اوفکریې راڅخه یووړی !دغه یې  د تلیفون شمېره ده، اوس تلیفون ته ځواب نه ورکوي !
په حیرانونکي ږغ مي وویل دا.....دا.......داخودجمال شمېره ده راځه الله (ج)  دي خوارمه کړه سات  د باندي تېروي .

دکیسې په هکله خپل آزادنظرراواستوئ  .
له ټولولیکوالانونه بخښنه غواړم دازمااولنۍ دژوندرښتني کیسه ده
naeem_afghan2002@yahoo.com          

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery